!افغان مهاجر؛ د یوه نسل هېر شوی تاریخ

4
افغان مهاجر! څومره دروند نوم دی، څومره اوږده کیسه او څومره ناویلي دردونه ورسره تړلي دي کله چې د افغان مهاجرو نوم اخلو، یوازې د هغو خلکو تصور مه کوئ چې له یوه هېواده بل هېواد ته تللي دي؛ بلکې د هغو میلیونونو انسانانو کیسې په ذهن کې راولئ چې یوه ورځ یې خپل کورونه، کلي، ښارونه، خپلوان او د ژوند ټولې خاطرې شاته پرېښودې او د نامعلوم برخلیک پر لور روان شول.
خو تر اوسه یوه پوښتنه پر خپل ځای پاتې ده؛ افغانان ولې مهاجر شول؟ څه حالت و چې خلک یې د خپل وطن پرېښودو ته اړ کړل؟ څوک د جګړې له امله ولاړل، څوک د بې‌وزلۍ، څوک د ناامنۍ او څوک د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره. خو د هر چا تر شا یوه جلا کیسه وه، یو جلا درد او یو جلا ارمان د کډوالۍ کلونه یوازې په کلونو نه دي تېر شوي، بلکې د ډېرو خلکو ځواني، د کورنیو خوښۍ او د ماشومانو ماشومتوب هم ورسره تېر شوی دی.
ځینې خلک په پردیو هېوادونو کې زړېدل، ځینې هلته مړه شول او ځینې یې ان د خپل وطن د لیدلو ارمان هم له ځان سره قبر ته یووړ. داسې کورنۍ به ډېرې وي چې د خپل عزیز د مړینې خبر یې واورېد، خو د جنازې په مراسمو کې یې د ګډون فرصت هم پیدا نه کړ د مهاجرت یوه بله دردوونکې برخه دا ده چې ډېر هغه کسان چې د دې تاریخ ژوندي شاهدان وو، نن زموږ په منځ کې نشته. هغوی به ډېر څه ویل لرل، ډېرې خاطرې به یې لرلې، خو له هغوی سره ډېرې خبرې هم خاموشه خاورې شوې موږ د افغان مهاجرو په اړه ډېرې خبرې کوو، خو د هغوی د ژوند کیسې مو څومره ثبت کړې دي؟ د هغو کسانو نومونه مو څومره خوندي کړي چې په پردیو خاورو کې یې خپل ژوند پای ته رسولی؟ د هغو کورنیو دردونه مو څومره اورېدلي چې د لسیزو په تېرېدو یې هم د بېرته ستنېدو هیله له لاسه نه ده ورکړې؟
مهاجرت یوازې د وطن پرېښودل نه دي؛ کله کله انسان خپل ټول ژوند په یوه کوچنۍ بکس کې راټول کړي، له خپل کلي لرې شي او بیا تر پایه د هغه پخواني ژوند په لټه کې وي چې بېرته نه راګرځي شاید د افغان مهاجرو راتلونکي نسلونه یوه ورځ له ځانه وپوښتي چې زموږ پلرونه ولې له خپل وطنه ووتل؟ څه یې ولیدل؟ څه یې وزغمل؟ او ولې ځینې یې بېرته راستانه نه شول؟
هغې ورځې ته باید زموږ ځوابونه موجود وي.
ځکه افغان مهاجر یوازې د تاریخ یوه اصطلاح نه ده؛ د دې نوم تر شا د میلیونونو انسانانو ژوند، قربانۍ، هڅې، اوښکې او هیلې پرتې دي ځینې خلک له وطنه لرې شول، خو د وطن مینه یې له زړه لرې نه شوه. ځینې په پردیو کې خاورو ته وسپارل شول، خو د زړه په کومه برخه کې یې لا هم خپل کلی، خپل کور او د وطن د خاورې بوی ژوندی و دا کیسه باید هېره نه شي؛ د افغان مهاجرو د ژوند خاطرې باید ولیکل شي، نومونه یې باید وساتل شي او د هغوی د ژوند دا تاریخي پړاو باید راتلونکو نسلونو ته ورسېږي ځکه هغه ملت چې د خپلو خلکو د بېلتون او پردیسۍ کیسې نه ثبتوي، د خپل تاریخ یوه لویه برخه له لاسه ورکوي.

 

افغانستان ولې نه جوړېږي؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320