د افغانستان د ښځو د زړورتیا درناوی

دوکتور عثمان تره کی

50

د فرانسې مشهوره ورځپاڼه لوموند، چې د اروپايي ټولنې د ډیپلوماسۍ د استقامت تاکلو په برخه کې رول لري، د اګست د ۱۹مې په ګڼه کې د خپلې خبریالې « انیک کوژان » افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د اروپا د ډیپلوماسۍ مشرانو په آدرس یو هیښونکي راپور خپور کړی دی.

خبریال په کابل کې د څو میاشتو د اوسېدنې پر مهال له ګڼو ښځو سره مرکې کړې دي او خپل راپور یې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت او د دغه هېواد د حالاتو په اړه د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت خپور کړی دی.

د راپور ځینې ټکي له موجودو واقعیتونو سره سمون نه خوري. خو له دې سره سره، د اروپا او د افریقايي رانکوفون هېوادونو د ډیپلوماټانو د ذهنیت په جوړولو کې ډېر اغېزمن ثابتیداې شي.

راپور په اروپا کې د طالبانو د سیاست د ځینو برخو پر ضد د رسنیز کمپاین او تبلیغاتي فعالیت یوه بېلګه ده چې د هغوی پر وړاندې عامه ذهنیت ته ځانګړی منفي لوری ورکوي.

د همدې واقعیتونو په پام کې نیولو سره، طالبان باید په نږدې راتلونکي کې له بهرنیو هېوادونو څخه د خپل حکومت د رسمي پېژندنې تمه ونه لري.

ع، تره کي

لاندي د « انیک کوژان » د راپور ژباړه :

له هغې ورځې چې پنځه کاله وړاندې طالبانو د زور له لارې په افغانستان کې بېرته واک ترلاسه کړ، او له هغه راهیسې په هېواد کې د ښځو د له منځه وړلو بهیر له بی ‌سارې تاوتریخوالي سره مل دی؛ نو پر نړیواله صحنه د دغه رژیم د پیل شوې عادي‌کېدنې بهیر او رسمیت پیږندنه له ستونزی سره مخ دي.

اروپا باید خپلو اصولو ته درناوی او په ګډه اقدام وکړي. که نه په دې سیمه کې به له اخلاقي سقوط او جیوپولیټیک زوال سره مخ شي.

په خپلې فرقه ‌يي لېونتوب او حیرانوونکي وحشت کې ډوب د افغانستان طالباني رژیم، د انسانیت د نیمایي برخې د انکار او له ټولنیز ژوند څخه د هغې د حذفولو پروژه په یوه تریخ او مرګوني چوپتیا په فضأ کې عملي کوي.

نړیواله ټولنه لا هم د هغې مناسبې اصطلاح په موندلو کې سرګردانه ده چې د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د ښځو پر وړاندې روان وحشت په سمه توګه بیان کړي : «جنسیتي اپارتاید»، «ځورونه»، «جینوساید» یا د ښځو له منځه وړل… داسي اصطلاحات دی چې د تاریخ له دې بې‌سارې پدیدې سره د مقابلې او د هغو جنایتکارو عاملانو د معرفی لپاره کارول کیږي. دلته موږ د کلمو ګډوډي، او په عمل کې د قربانیانو پرېښودل په پروسه کي قرار لرو.

طالبانو د اګست په ۱۵مه په کابل کې د خپل زور له لارې واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه په نندارو او مراسمو ولمانځله. یوازې نارینه وو د بېرته ترلاسه شوې «خپلواکۍ» بیرغونه پورته کړل. له شلو کلونو لوېدیځ اشغال وروسته، دغو جګړه ‌مارو او سخت دریځو اسلامپالو مشرانو پرته له ډېرې ستونزې خپله ولکه پر ټولنې ټینګه کړه. هغه ژمنې چې امریکایانو او اروپایانو له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې افغانې ټولنې ته ورکړې وې ( د نجونې زده‌ کړې ، د هغوی قانونې ملاتړي او دا چي هېڅکله به هېواد بېرته د پخواني او لرغوني نارینه‌ واکۍ نظام ته نه ستنېږي ) ټولې پرېښودل شوې.

داسی مالومیږي چی طالبان له دې وروسته چې ښځې له خپلو کورونو څخه پر وتلو، زده ‌کړو، کار او سندرو ویلو منع کړې، پر اوږد مهاله پلان تکیه کوي. له تېرو پنځو کلونو راهیسې د ویرې حاکمه فضأ خلک دې ته اړ کړي چې نوي مقررات ومني. اوس په تولنه کي دغه مقررات ریښي زغلوي او بنستیز کیږي. نارینه له دې وضعیت سره عادې کېږي.

د مې میاشتې ۱۸مه فرمان د وړو نجونو ودونه ته اجازه ورکوي. د جنورۍ ۱۲مه فرمان ټول ژوندي موجودات په یوه سلسله ‌مراتبي کې تنظیموي او د مېړونو تاوتریخوالی قانوني کوي. ښځې د دې سلسلې په تر ټولو ټیټه برخه کې، د مریانو ترڅنګ، ځای پر ځای کوي.

په دې کلیوالي هېواد کې اوس وزې تر افغانو ښځو ښه چلند ترلاسه کوي. هیله ورځ تر بلې کمزورې کېږي. زامن له خپلو میندو او خویندو سره بد چلند کوي. مېړونه په قانوني توګه ښځې وهي. لومړني ښوونځي د مدرسو لپاره ځای پرېږدي. ماشومان ځان وژنې کوي. په زندانونو کې بندې ښځې شکنجه او جنسي تېري پرې کېږي. هغه ښځې چې په عامه او دولتي برخو کې یې دندې او مقامونه درلودل، وژل شوې او جسدونه یې په سړکونو کې پرېښودل شوي دي.

پوښتنه دا ده چی د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره څنګه نړیوالې صحنې راتک ته د طالبانو د رژیم د پیل شوې عادي‌کېدنې بهیر سره چلند وکړو ؟

له بیجینګ څخه تر مسکو، له ډهلي څخه تر واشنګټن پورې، ډیپلوماتیکې لارې بېرته پرانیستل کېږي. د قدرت غوښتنې او د کانونو د امتیاز د ترلاسه کولو لېوالتیاوې په هغه خاوره کې بیا راژوندۍ کېږي چې تل د امپراتوریو د سیالیو او جګړو ډګر پاتې شوې ده.

د جون په میاشت کې د طالبانو یوه لومړنۍ پلاوي ته په بروکسل کې د کډوالۍ د بهیرونو د کنټرول په اړه د خبرو لپاره هرکلی وویل شو. د اروپا کمېسیون دا سپکاوی کوونکې لیدنه «تخنیکي غونډه» وبلله، په داسې حال کې چې کابل دا لیدنه «تاریخي» بللې وه.

میلیونه وګړي یې بشري مرستو ته اړتیا لري. افغانان هیله لري چي د ۲۰۲۱ کال راهیسې کنګل شوې خپلې مالي زیرمې بېرته ترلاسه کړي او نړیوال بندیزونه پرې نرم شي. خو نړي د طالبانو رژیم سره به د خپل جنسیتي اپارتاید له پروژې له مخي هېڅ ډول معامله ونه کړي.

اروپا په دې سیمه کې چی افغانستان موقعیت لري له اخلاقي سقوط او جیوپولیټیک زوال سره د مخامخ کېدو له خطر سره مخ ده. که اروپا غواړي بېرته په افغانستان کې خپل حضور او رول پیاوړی کړي، نو له دې پرته بله لار نه لري چې خپلو اصولو ته وفاداره پاتې شي. په ګډه اقدام وکړي او د کوچنیو او سپکو معاملاتو له لارې د افغان ښځو ستره زړورتیا سپکه او سپکاوی نه کړي.

۲۳/۰۸/۲۰۲۶

« پاې »

ولې باید له طالبانو څخه مشروط ملاتړ وشي؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.