د افغانستان پر ضد هوايي بریدونه

دوکتور عثمان تره کی

52

د افغانستان پر ضد هوايي بریدونه

د پاکستان د تدریجي سقوط دروازه پرانیزي

په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان پوځ، د نړیوالو قوانینو له درناوي پرته او د ملګرو ملتونو د منشور د روحیې پر خلاف، دوه ځله په افغانستان کې ملکي کورونه د بمبارۍ هدف وګرځول. د دغو بریدونو په پایله کې، چې نړیوال حقوق یې جنګي جنایت بولي، زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان شول.

پاکستان د دغې بې‌پروا بمبارۍ لامل د خپل مشروع دفاع له حق څخه استفاده بولي او ادعا کوي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو ( تی تی پی ) سره مرسته کوي، څو په پاکستان کې ناامني رامنځته کړي. د پاکستان دا ادعا د لاندې دلایلو له مخې د توجیه وړ نه ده :

ـ له داعش ( چې په پاکستان کې د ملاتړ او پیاوړتیا سرچینې لري ) پرته ، د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په موده کې ټولې اسلامي دلي، د افغانستان په اسلامي تحریک طالبان کی مدغم شوي دي. خپلواکه ډله شتون نه لري. پاکستان په تېر کال کې د أفغانستان

په جنوبي سیمو کې د خپلو بمباریو پر مهال ونه توانېد چې د تي تي پي د مشرانو د وژل کیدو شواهد وړاندي کړي.

ـ افغان طالبان د نیمه پیړي جګړو له امله د رامنځته شویو ویجاړیو په بیا رغونه او جوړولو کې سخت بوخت دي. دا ناشونې ده چې هغوی خپل وخت، انرژي او مالي سرچیني له پاکستاني پوځ سره په یوې اوږدې او فرسایشي جګړه کې ولګوي.

ـ طالبان پوهېږي چې د کورنیو او بهرنیو جګړو له امله رامنځته شوی اوسنی افغان دولت لا تر اوسه د بهرني تېري پر وړاندې د کافي دفاعي ظرفیت خاوند نه دی. له همدې امله له یوه ګاونډي هېواد سره په جګړه کې ښکېلتیا هېڅ ګټوره پایله نه لري.

ـ اغزن سیم په عملي توګه د جنګیالیو د تګ راتګ مخه نیسي. یوازینۍ د استفادې وړ لاره چترال او واخان دي، چې په همدې وروستیو کې د پاکستان د پوځ په ملاتړ د طالبانو د حکومت مخالفینو ترې استفاده کړې وه. د طالبانو د حکومت مخالفین یا ووژل شول او یا ونیول شول. که له افغانستان څخه پاکستان ته د طالب جنګیالیو داخلېدل واقعاً حقیقت ولري، نو ولې د پاکستان د ادعا د اثبات لپاره د واخان په څېر سناریو بیا د پاکستان په ګته نه تکرارېږي؟

ـ هند له پاکستان سره ګډه پوله لري. دغه دوه هېوادونه د کراچۍ او ګوادر بندرونو له لارې سربیره د سمندر سره هم تړلي دي. دا احتمال شته چې پښتانه او بلوڅ آزادۍ غوښتونکي د پاکستان د پوځ پر ضد په خپلو عملیاتو کې د هند د استخباراتو له خوا تجهیز او اکمال شي. له همدې امله د پښتنو او بلوڅو آزادۍ غوښتونکو ته د افغانستان د طالبانو له خوا د لوژستیکي او اکمالاتي ملاتړ اړتیا نه پاتې کېږي.

له هغه څه چې پورته مو وویل، څرګندېږي چې د پښتنو او بلوڅو د آزادی غوښتونکو

. لوژستیکي او عملیاتي مرکزونه د پاکستان په داخل کې موقعیت لري

په همدې حال کې، پر افغانستان د پاکستان د پوځي تېریو انګېزې په لاندې ډول بیانېدای شي :

ـ پاکستان په دې پوهېږي چې د هند استخبارات د پښتنو او بلوڅو د آزادۍ غوښتونکو ملاتړ کوي. دغه ملاتړ په نیغه کیږي نه د افغانستان له کانال څخه. خو پاکستان له هند سره له مستقیمې مقابلې نه ډډه کوي او افغانستان د یوه اسانه، کم‌ لګښته او بې‌ځوابه جنګي هدف په توګه تر برید لاندې راولي.

ـ د پاکستان د عامه ذهنیت اړول، څو د امنیتي بې‌ثباتۍ او اقتصادي فشارونو پر ځای د «مشروع دفاع» په نوم له بهرني تېري سره جګړه د بحث موضوع وګرځول شي.

ـ د پاکستان د عامه افکارو په ذهن کې د هغو ناامنیو په وړاندې د پاکستان د ځواب لپاره د ځان د برائت برابرول چې سرچینه یې افغانستان ګڼل کېږي.

ـ پاکستان د استعمار زېږنده د افغانستان په وړاندي د یوه لرغوني هېواد په حیث چې په تاریخ کې ژورې ریښې لري او تازه د «امپراتوریو هدیرې» لقب ورته ورکړل شوی، د حقارت عقده لري. بی باکه بریدونه چی په کي ملکیان په نښه کیږی د حقارت د عقدي تسکینولو په معنا تعبیرولي شو.

ـ له مکې د تړون څخه د راولاړې شوې ژمنې څخه تېښته. د دغه تړون له مخې پاکستان باید د یمن د حوثیانو پر وړاندې د سعودي عربستان په دفاع کې په جګړه کې برخه واخلي. له افغانستان سره جګړه د پاکستان پوځ ته د مکې له ژمنې څخه د تېښتې لپاره یوه ښه پلمه برابروي.

د طالبانو له خوا د پاکستان د تېریو پر وړاندې د ځواب نه ورکول تر یوه حده د توجیه وړ دي، ځکه :

ـ د افغان طالبانو سره د خپلې پخوانۍ عقیدوي او جنګي اړیکې له امله د پاکستان د تېریو ځواب په اتومات ډول، د افغان طالبانو له مداخلې پرته، تی تي پي ورکوي.

ـ له پاکستان سره په جګړه کې داخلېدل افغانستان ته د پاکستان لپاره د مکې له تړون څخه د تېښتې لاره پرانیستلی شي.

ـ افغانستان له پاکستان سره په یوه کلاسیکه جګړه کې د مقابلې توان نه لري؛ خو د پاکستان پر وړاندې په نیابتي جګړه کې برلاسی لري.

د محمود هوتکي، احمدشاه دراني او زمانشاه د اولادونو لپاره دا دردونکې ده چې د بېلابېلو سیاسي، امنیتي او جیوپولیټیکي ملاحظاتو له امله نه شي کولای د دښمن د څپیړه ځواب په سوک ورکړي. خو واقعیت دا دی چې د دښمن برید د پراختیا غوښتنې له انګېزې نه، بلکې د کمزورۍ او بې‌وسۍ له امله دی:

پوځ په داخل کې «ماشالا» حکومت، د واتونو په اوږدو کي د کانتینرونو په ځای پر ځای کولو سره د عمران خان د تحریک انصاف د یرغل پر وړاندې ساتلی دی. په بهر کې له خپلو ګاونډیانو سره په ښکاره یا پټه جګړه کې دی. پر دې ټولو پوځي بوختیاوو سربېره، د یمن حوثیان هم د پاکستاني سرتېرو د جګړې ډګر ته د داخلېدو په تمه، ګوتې پر ماشه ناست دي.

په دې ګډوډ حالت کې د پاکستان تدریجي سقوط محتمل دی؛ په دې شرط چې د پاکستان پر وړاندې د بهرني فشار دوه سرچینې، یعنې افغانستان او هند، په ستراتېژیکه همغږۍ وضعیت تر څار لاندې ولري. سربېره پر دې، باید له سیمې څخه بهر ستر قدرتونه د سقوط څخه په ترلاسه کېدونکو ګټو کې شریک وګرځول شي.

بله مهمه خبره دا ده چې په افغانستان کې اوسنی حکومت، په داسې حال کې چې د جهاد وسله ( چې د استفادې اصلي لوری به یې پاکستان وي ) له ځان سره ساتي، باید هڅه وکړي چې له دیپلوماتیک انزوا څخه ووځي او د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني. په ځانګړې توګه د داخلي مشروعیت د ترلاسه کولو لاري چاري ولتوي.

د وسلو پلورلو په موخه ښکېل هېوادونه یوازې له یوه مشروع حکومت سره معاملې ته داخلېږي. افغانستان یوازې د خپل دفاعي ظرفیت په پیاوړي کولو سره کولای شي د بهرني تېري د تکرار مخه ونیسي.

په لنډه ! یو پیاوړی افغانستان کولای شي د پاکستان د تدریجي سقوط دروازه پرانیزي.

 ۰۳/۱۰/۲۰۲۶

« پاي »

چگونه پاکستان برای گریز از تعهد مکه به جنگ تعرضی به افغانستان رو آورد؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320