نن د اګست په ۱۱مه، د بيبيسي د پښتو څانګې ویب پانه د طالبانو د پنځه کلن واکمنۍ د یادوني په مناسبت د نجونو د ثانوي او لوړو زده کړو د محرومیت په اړه یو دردونکي راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې ګڼ شمېر پلارونو د ستونزي په وړاندی د خپلې بې وسۍ او د خپلو لوڼو د مظلومیت له امله ژړلي دي. راځئ له دغو پلارونو سره دومره اوښکې تویې کړو چې د ژړا چیغه د دې ناورین مسئولین داسې ولړزوي چې د مسئولیت له منلو پرته د تېښتې لار ورنه ورک شې.
د بيبيسي راپور له شریکولو مخکې، د موضوع په تړاو د لیکوال څو کرښې ولولئ.
د نجونو د تعلیم مذهبي، فرهنګې او سیاسې اړخونه :
په فرهنګې ساحه کي افغانستان د خپل معاصر تاریخ تور او شرمونکي دوره له سره تیروې.
نجونو له تعلیم سره مخالفت اسلام دشمنانو ته اسلام ضد لاسوند لاسته ورکړی په ۲۰۲۲ م کال یو فرانسوې ژورنالیست په ناروې کي د قرآن سوزولو دوه پیښي پړه پر طالبانو د پوهي او معرفت ضد کړنو باندي واچول.
طالبان د اسلامې نړې د علماوو د باورونو خلاف، دغه فرهنګې ناورین ته اسلامې پوښښ ورکوې. خو واقعیت دا دې چي د نجونو له تعلیم سره مخالفت مذهبی، فرهنګې او سیاسې توجیه نلرې :
۱– د مذهبی توجیه په اړه ووایم : افغانستان د پنځوڅو مسلمانو هیوادونو یواځنې هیواد دی چي په کي نجونو د زده کړي نه بي برخه شوې ده. د اسلام پیغمبر چې مدینې منورې ته ولاړ هلته د پوهي دیوه چې سړو او ښځو دواړو ترينه ګته اخیستي روښانه کړ.
د اسلام پيغمبر د بدر له لوستو اسیرانو چې مسلمانان هم نه وو مرسته وغوښته چې مسلمانو اولادونو ته زدکړې ورکړي.
د دینې او دنیوې علم د حصول په فرضیت کې یې بیشمیرہ آیاتونه، احادیث او د علماو اقوال موجود دي.
پیغمبر علیه السلام پخپله ام المومنین حضرت حفصه ته د لیک او لوست د زده کړي لپاره معلمه مقرره کړي وو.
په تأسف سره طالبان د اسلام نه د ځانګړي تعبیر په بڼسټ د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار حق په اړه د افغانانو، د اسلامي همکاریو کانفرانس، اسلامې علماو، ملګرو ملتونو او په لنده له تول نړې سره په تکر کي قرار لرې.
۲– د نجونو د تعلیم سره مخالفت فرهنګي توجیه هم لرلې نشي.
په ښارونو کي د نجونو تعلیم ستونزه نلرې. په کلیو او باندو کي، امکان لرې چي لږ شمیر کورنېو د خپل اولادونو له تعلیم سره د امنیتې ګواښ نه فرهنګې لامل له کبله مخالفت وکړې چي هغي ته هیڅکله عمومیت ورکولې نشو. راته په یاد دې چي د مرحوم ظاهر شاه په وخت کي په پښتانه میشتو سیمو کي په زرګونو کورنيو خپل شخصې ځمکي د مکتب جوړولو په مقصد حکومت ته دالي کول او خپل اولادونه د ښونځې د ودانې لپاره کار ته ګمارل.
۳– د نجونو له تعلیم سره مخالفت په سیاسې لحاظ هم عقلانې بنسټ نلرې: د طالبانو اداره د اساسې قانون په چوکات کي نده جوړ شوي. د کورنې مشروعیت اود بهرنې پیږندني نه بي برخه دي. د خلکو په استازیتوب نه ښونځې بندولې شې او نه هم ښځو ته د کار حق نه منع کولې شې.
سربیره پر دي:
افغانستان د ملګرو ملتونو غړي هیواد دې او د بشرې حقونو نړیواله اعلامیه منلي دې.
د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په شپـږویشتمه ماده کې راغلي دي:« هر انسان د ښوونې او روزنې حق لري، ښوونه او روزنه، په تېره بیا لومړنۍ او بنسټیزې زده کړې باید وړیا او اجباري وي. دحرفوي ښوونې امکانات باید د ټولو پر مخ پرانستې وي. د پوهنتونونو او نورو لوړو زدکړو مؤسسو ور باید د هر چا پرمخ خلاصي وي.
د زدکړو موخه باید د انساني شخصیت بشپړ غوړېدل، وده او د بشر د حقوقو او بنسټیزو ازادیو درناوی وي. زدکړې باید د ټولو ولسونو، نژادونو او مذهبي دلو ترمنځ پوهاوی، زغم او دوستي رامنځته او هغه پراخه کړي او د ملگرو ملتونو د مؤسسې د سوله ایزو موخو د لا ټینګښت او پیاوړتیا له پاره لاره هواره کړي».
اعلامیی ته په کتو سره د طالبانو اداره د نجونو د تعلیم د مخالفت له کبله د بشرې حقونو د نړیوالي اعلامیی د حکمونونه سرغړونه کړیده.
څو کاله مخکی د برتیانیا پخوانی لومړی وزیر ګورډن بروان ویلی و : « په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو چلن جنسیتي اپرتایید او د بشریت ضد یو جرم او دی ».
د بریتانیا دغه پخواني سیاستوال د جرمونو له نړیوالې محکمي هم غوښتنه کړې و چې د بشري حقونو دغه “ظالمانه” سرغړونکي محاکمه کړي. د براون د څرګندوني څو ورځي وروسته د سزا نړیوال دیوان څارنوال هم د براون د خبرو په تأئید ویلي چي د تعلیم سره د طالبانو دشمنې باید، بشرې ضد جنایت وشمیرل شې.
په لنده !
د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار حق سره مخالفت دا مانا لرې چي :
لمړې– طالبان د اسلام د ستر پیغمبر لارښونوته پام نه اړوې.
دوهم – د اسلامې نړي علماوو مشوري نه منې.
دریم – د افغانستان د یپلوماتیک له خطر نه دکه انزوا چی د نجونو له تعلیم سره تړاو لری ، پایلې ته پام نه اړوی.
څلورم – د طالبانو د اداري کورنیو او بهرنیو دشمنانو ته د مخالفت بیلګي ورکوې.
پنځم – کورنیو دیته اړ باسې چي د خپلو اولادونو د تعلیم په خاطر هیواد خوشي کړې.
شپږم – په لوې لاس جګړه مارانو ته د بیا راتگ او واک ته د رسېدو امکانات برابروې.
اوهم – په ناپوهې د خپل واکمنې بربادول زمینه برابروې او نهایتاً د امنیت او خپلواکې اوسنې چانس پوپنأ کوې.
« پاې»
د بی بی سی راپور
د نجونو پر زدکړو بندیز؛ ‘تر هغه چې زه ژوندی یم، د زدکړې لاره به درته پیدا کوم‘
افغانستان کې اېاېفپي چې له کوم پلار سره هم د نجونو د زدکړو د هغه بندیز په اړه خبرې کړې چې له لومړني ښوونځي وروسته یې د پر لوڼو د زدکړې ور تړل شوی، هغه د ناهیلۍ له امله ژړغونی شو.
په دې راپور کې چې په ټول هېواد کې له بېلابېلو کورنیو سره مرکې شوې دي، څرګندوي چې د دې بندیز له امله کورونو کې د ننه روان درد او کړاو ډېر ژور دی. ان ډېر مذهبي پلرونه هم د دې پرېکړې په اړه پوښتي او منطقي توجیه غواړي.
د طالبانو چارواکي دا بندیز ــ چې په نړۍ کې د خپل ډول یوازېنی بندیز دی ــ د خپل تفسیر پر بنسټ د اسلامي شریعت له مخې توجیه کوي.
خو یوه مذهبي پلار وویل: “تاسو به هېڅکله په قرآن کې پیدا نه کړئ چې زدکړه یوازې د نارینهوو لپاره ده.”
بل پلار، چې د امنیت په ټینګښت او د فساد په کمولو کې یې د طالبانو حکومت وستایه، وویل چې د نجونو د زدکړو د بندیز لپاره “هېڅ مناسبه توجیه نه شي موندلای”.
ټولو هغو نارینهوو ــ چې په راپور کې یې هویت خوندي ساتل شوی ــ د دې بندیز له امله رامنځته شوی عاطفي کړاو بیان کړ. پلرونه د خپلو هوښیارو او نهیلې شویو لوڼو د راتلونکي لپاره په څه اړه فکر کوي.
تېر کال د ملګرو ملتونو په یوه سروې کې له هرو لسو افغان نارینهوو نهو ویلي وو چې د نجونو لپاره منځنۍ زدکړې مهمې دي. نژدې دوه پر درېیمه برخې یې دا هم ویلي وو چې د پلار له خوا د خپلې لور د زدکړو ملاتړ کول “دیني ثواب” لري.
ځینې نارینه د دې بندیز پر ضد د اعتراض له امله زنداني شوي دي.
د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو وروسته، د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې نجونې له منځنیو ښوونځیو منع شوې او د همدې کال په وروستیو کې پوهنتونونه هم د ښځینه زدکوونکو پر مخ وتړل شول.
د طالبانو حکومت د دې بندیز په اړه د راپور د چمتو کوونکو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
چارواکي ټینګار کوي چې دا بندیز لنډمهالی دی. خو له څلورو کلونو د ډېر وخت تېرېدو وروسته، ملګري ملتونه اټکل کوي چې “لږ تر لږه یو میلیون نجونې په مستقیم ډول د منځنیو زدکړو د محدودیتونو له امله اغېزمنې شوې دي”.
له وېرې د ډکې ورځې راتګ :
انجنیر احمد ــ چې مېرمن یې د منځني ښوونځي د ریاضیاتو ښوونکې ده او اوس د تدریس اجازه نه لري ــ وویل چې هېڅکله یې تصور نه کاوه “یوه ورځ به زما لوڼې بېسواده شي.”
د څلورو لوڼو پلار وویل، په “شپږم ټولګي کې زدکړه درول” به هغوی د “۲۱مې پېړۍ” د اړتیاوو لپاره په عملي توګه “بېسواده” پرېږدي.
هغه وویل: “زه او مېرمن مې هره ورځ او هره شپه… هغې شېبې ته نژدې کېږو چې زموږ لوڼې به اړې شي په کور کې پاتې شي.”
د هغه مشره لور لومړنۍ دوره پای ته نژدې کوي، خو په شمالي ښار کې د پټو کورسونو لګښت د ده له معاشه له نیمايي ډېر دی؛ له همدې امله هغه د وتلو پرته بله لاره نه ویني.
احمد پخوا په یوه نړیوال سازمان کې کار کاوه او کورنۍ یې متحده ایالاتو ته د انتقالېدو پر ښه مسیر روانه وه، خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د دې لارې تر تړل کېدو وروسته دغه پلان په سېند لاهو شو.
سره له دې چې اروپايي هېوادونه په منظم ډول پر افغانستان د ښځو د محدودولو له امله نیوکه کوي، سویډن، ډنمارک او جرمني هم دغې کورنۍ ته د ویزو له ورکولو ډډه کړې ده.
۴۰ کلن احمد وویل: “ماشومان نه پوهېږي چې موږ خپله هیله له لاسه ورکوو.” هغه زیاته کړه چې په غیرقانوني ډول وتل “ډېر خطرناک” دي.
ماشومان یې “هره ورځ” پوښتي: “موږ به کله ځو؟”
دوی هڅه کوي هره ممکنه لاره وکاروي چې د ماشومانو روحیه لوړه وساتي. د ده مشره لور ښايي د خپل وروستي کال په ازموینو کې د هډوکي له ماتېدو وروسته ناکامه شي.
احمد وویل: “هغه خپه وه، خو ما ورته وویل: که بیا دې صنف تکرار کړې، نو یو کال به نوره هم په ښوونځي کې یې.”
هغوی بهر ته نه شي تللی :
محمد، چې د کابل ولایت په یوه کوچنې مېنه کې ډاکټر دی، وویل چې تل یې هیله لرله چې خپلې دوې لوڼې د نړۍ له غوره پوهنتونونو په یوه کې شاملې کړي.
هغه وویل: “د افغانستان د پرمختګ لپاره موږ ښځو ته اړتیا لرو، نه یوازې د کور لپاره.”
د هغه دوې لوڼې، چې ۱۲ او ۱۴ کلنې دي، د لومړني ښوونځي په وروستي کال کې دي. مشره لور یې ښوونځی ناوخته پیل کړی و.
محمد له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د دې بندیز لپاره کومه بدیله لاره پیدا کړي. یوه لاره دا وه چې خپلې لوڼې په ګاونډي پاکستان کې ښوونځي ته ولېږي، خو اوس دا هم ناشونې ده، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو له زیاتېدو وروسته ځمکنۍ پوله تړل شوې ده.
وروسته ورته د یوه داسې ښوونځي په اړه معلومات ورکړل شول چې په پټه عمومي مضامین د دیني زدهکړو ترڅنګ تدریسوي.
هغه وویل: “دا یو خصوصي ښوونځی دی” او د دواړو نجونو لپاره میاشتنی فیس شاوخوا “۱۰ زره افغانۍ (۱۵۳ ډالر) ” اخلي، ځکه “دوی ډېر خطر مني”.
خو د فراغت هېڅ رسمي سند نه ورکول کېږي.
محمد وېرېږي چې چارواکي ښايي ښوونځی تلاشي کړي او “زما لوڼې ونیسي”.
۴۲ کلن محمد وویل: “تر ټولو مهمه خبره دا ده… چې هغوی خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.” هغه زیاته کړه چې خپلو لوڼو ته یې ویلي: “تر هغه چې زه ژوندی یم، ستاسو د زدهکړو لپاره به یوه لاره پیدا کوم.”
“زه څنګه زدکړه وکړم”؟
ن ــ چې یوازې یې غوښتل د نوم لومړی توری یې یاد کړل شي ــ د سوېلي ولایت کندهار دی، هغه سیمه چې د طالبانو د غورځنګ له مهمو مرکزونو ګڼل کېږي.
هغه وویل چې هلته نجونې ان د لومړني ښوونځي له پای ته رسېدو مخکې هم له ښوونځي منع کېدای شي، که قد یې لوړ وي.
هغه درې زامن او یوه ۱۲ کلنه لور لري.
هغه وویل: “هغه له ستورپوهنې سره ډېره مینه لري. بله ورځ یې د لمریز نظام یو انځوريز کار جوړ کړ. له ما یې ډېرې پوښتنې کولې، مثلاً د جاذبې په اړه او ما ورته وویل چې… ته به یې زدکړې.”
خو هغې ورته وویل: “زه به څنګه زدکړه وکړم… چې له شپږم ټولګي پورته ټولګي ته نه شم تللی؟”
هغه د کار پیدا کولو لپاره خپله کورنۍ کابل ته راوسته او وايي چې “باید صبر وکړو” او د دې “زهرجن” بندیز د مخنیوي لارې ولټوو، لکه پټ ښوونځي او د انلاین ډیزاین یا کمپیوټر کورسونه.
هغه وویل: “اوس زه کار کوم او د خپلو ماشومانو د زدکړو لګښت ورکولای شم. خو فرصتونه ورځ تر بلې کمېږي او ښايي نور یې د ملاتړ توان ونه لرم. ” هغه زیاته کړه چې نړیوالې مرستې هم مخ په کمېدو دي.
په همدې موده کې هڅه کوي خپله لور له دې ستونزې خوندي وساتي، ځکه د هغې د ښوونځي ورځې هم ډېرې نه دي پاتې.
هغه وویل: “هغه نه پوهېږي چې موږ پر ځان دا بله اندېښنه هم لرو.”
“ زه د ژړا لپاره ځان پټوم “
د اختر ورځ وه او ټولو خوښي کوله، خو د M لور په خپله کوټه کې په ژړا وه. هغه ۱۳ کلنه شوې وه او نور یې ښوونځي ته د تګ اجازه نه لرله.
M، چې د خپلې لور د حالت له امله په څرګند ډول سخت اغېزمن شوی و، وویل: “د ښوونځي له بندیز سربېره، نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې د تفریح یا ساعتېرۍ لپاره پارکونو ته ولاړې شي. دا واقعاً ډېر فشار رامنځته کوي.”
هغه هڅه کوي لږ تر لږه په اونۍ کې یو ځل خپله لور رستورانت ته بوځي، یوازې د دې لپاره چې له کوره بهر ووځي.
M یو دیندار لوژستیکي مدیر او له بېوزله کورنۍ دی. هغه ډېر زحمت ایستلی چې خپله زدکړه بشپړه او خپل ژوند ښه کړي او د امنیت د ټینګښت او د فساد پر وړاندې د مبارزې له امله د طالبانو چارواکي ستايي.
خو هغه وویل: “زه هېڅ مناسبه توجیه نه شم موندلای چې ولې نجونې باید له منځنیو زدکړو منع شي.”
هغه مني چې: “کله کله هغه په کور کې ناهیلی شي، زه یې نه شم زغملای. بلې کوټې ته ځم او… ځان پټوم چې وژاړم.”
M غواړي لور یې پوهنتون ته ولاړه شي. هغه هره پیسې سپمولې، چې دواړه ایران ته لاړ شي او لور یې هلته زدکړې وکړي، خو جګړې د دې پلان مخه ونیوله.
د دې لپاره چې لور یې لږ تر لږه “ټولنیزې اړیکې” ولري، هغه یې د قرآني زدکړو په یوه مدرسه کې شامله کړه، ځکه “ټول وخت په کور کې پاتې کېدل ډېر پر هغې فشار راوړي”.
خو په دې وروستیو کې هغې دې مدرسې ته له تلو انکار کړی دی.
هغې خپل پلار ته ویلي: “که زه هم دوام ورکړم، زما لپاره به هېڅ راتلونکی نه وي.”
په کور کې زدکړه :
نصیر وویل: “زما لور او د هغې ټولګیوالې د لومړني ښوونځي په وروستۍ ورځ ډېرې خپه وې. دا یوه غمجنه صحنه وه.”
هغه مخکې هم د خپلې ۱۵ کلنې لور هغه درد لیدلی و چې کله یې زدهکړې نیمګړې شوې.
هغه مډالونه او جایزې چې نجونو په ښوونځي کې د غوره فعالیت لپاره ګټلي، د کور د کتابتون په الماریو کې د کتابونو ترڅنګ ایښودل شوي دي. دا هغه کتابتون دی چې نصیر او مېرمنې یې، چې ښوونکې ده، په ویاړ د خپلو لوڼو لپاره جوړ کړی دی.
دوی خپلې لوڼې په کور کې په دوهم لاس ترلاسه شوو د لېسې کتابونو سره تدریسوي. هغوی هڅوي چې د اونۍ په ورځو کې منظم مهالوېش ولري: “ژر ویده شئ او په هماغه وخت راپاڅئ، لکه ښوونځي ته چې تلئ.”
خو ۴۷ کلن نصیر وویل چې کشره لور یې “خپه ده او تل دومره پیاوړې روحیه نه لري چې په کور کې په یوازې ځان زدکړو ته دوام ورکړي”.
هغه د هغې د خپګان د کمولو لپاره ورته ناولونه ورکوي، ځکه هغه له لوستلو سره ډېره مینه لري.
نجونې، چې په خپله ودانۍ کې له نورو ماشومانو سره د کورنیو دندو په ترسره کولو کې مرسته کوي، په دې وروستیو کې په پټه له کوره بهر ټولګیو ته هم تلل پیل کړي دي.
نصیر مني چې “موږ د دې ټولو له امله بېخوبه شپې تېروو.”
هغه سوړ اسوېلی ویوست او وویل: “دا نظام لوستي خلک نه غواړي.”
بیا وپوښتل “موږ به کله بېرته عادي ژوند ته وګرځو؟”.
۱۱/۰۸/۲۰۲۶
« پاي »
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.