ایرلنډ: د افغانستان د ښځو حقونه دې د نړیوالې ټولنې په اجنډا کې وساتل شي

37

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې، هلن مک‌انټي، په نیویارک کې یوې غونډې ته وویل چې د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت باید د نړۍ د نورو بحرانونو تر سیوري لاندې د نړیوالې ټولنې له پاملرنې ونه وځي.

دغه غونډه د دوشنبې په ورځ، د وږي/سنبلې په ۳۰مه، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې، د ملالې بنسټ په همکارۍ جوړه شوې وه.

مک‌انټي وویل، واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو پنځه کاله وروسته، افغانستان لا هم له سخت بشري حقونو بحران سره مخ دی او ښځې او نجونې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

په دې غونډه کې د نجونو د زده‌کړو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه خبرې وکړې. هغې وویل، له طالبانو سره اړیکې باید داسې پرمخ ولاړې نه شي چې د موجود وضعیت د عادي کېدو په معنا تعبیر شي.

د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماټې، اصیلې وردګ، هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د ښځو عملي ملاتړ ته دوام ورکړي. هغې پر دې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د ښځو د ډلو لپاره دوامدارې مالي سرچینې برابرې شي او ښځو ته د زده‌کړو او تحصیلي بورسونو فرصتونه برابر شي.

په همدې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر، فولکر تورک، هم په نړۍ کې د ښځو د حقونو د شاتګ د بهیر په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د افغانستان وضعیت یې د دغې پراخې اندېښنې یوه برخه وبلله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320