ملي ګټې هغو ضوابطو او اصولو ته ویل کېږي چې د یوه هېواد بهرنی سیاست او نړیوالې اړیکې پرې ولاړې وي.
هر هېواد د خپل ځانګړي جیوپولیتیک موقعیت او ستراتیژیکو موخو له مخې خپلې ملي ګټې تعریفوي.
د ملي ګټو تعریف، له یوې خوا، د زمان او مکان د غوښتنو تر اغېز لاندې وي. له بلې خوا، د دې واقعیت په پام کې نیولو سره چې هر هېواد خپلې ځانګړتیاوې لري، په پرمخ تللو او وروسته پاتې هېوادونو کې د ملي ګټو تعریف یو شان نه وي. د بېلګې په توګه، په وروسته پاتې هېوادونو کې بېسوادي او بېوزلي ملي ستونزې ګڼل کېږي. ملي ګټې ایجابوي چې دغو ستونزو ته د کورنیو امکاناتو او د مرستندویو ډونرانو سره په همکاري د حل لارې ولټول شي.
په صنعتي هېوادونو کې ملي ګټې له کثیرالملیتي جوړښتونو سره د همکارۍ یا تقابل پر بنسټ تعریفېږي. په پرمختللو هېوادونو کې د معاصرې نړۍ ستونزې، لکه د چاپېریال ساتنه، ډلهییز مهاجرتونه او د معلوماتي ټکنالوژۍ پرمختګ په برخه کي همکاری یا سیالې د ملي ګټو پر تعریف او څرنګوالي اغېز لري.
له یوې پراخې لیدلورې څخه، موږ د نړیوالتوب ( ګلوبالیزېشن) په عصر کې ژوند کوو. د نړۍ په کچه د اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي راکړو ورکړو پراختیا، او د هېوادونو متقابلې اړتیاوې، د دې لامل شوې دي چې هېڅ هېواد ونه شي کولای خپلې ملي ګټې د نورو هېوادونو له ملي ګټو په تقابل تعریف او توجیه کړي.
د ملي ګټو تعریف د جګړې او سولې په شرایطو کې یو له بل سره توپیر لري. خو د ملي ګټو په تعریف کې ځینې اصول، لکه ملي واکمني، خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وحدت، خپل ثابت او نه بدلېدونکی ارزښت ساتي.
د هغو ثابتو اصولو ترڅنګ چې یادونه یې وشوه د جنګ ځپلې افغانستان ملي ګټې باید پر لاندې ضوابطو او ارزښتونو ولاړې وي :
ـ د طالبانو د سرپرست واکمني څخه د نجونو د ښونځیو د بندیز د لري کولو او اساسی قانون په جوړولو په تمه مشروط ملاتړ.
ـ د اساسي قانون په بڼست باندی د یوې پیاوړې ملي مرکزي واکمنۍ له جوړېدو څخه ڼنګه.
ـ د جګړه مارو په ولاندي چي د بهرنیو استخباراتو په لمسونه امنیت ګډوډوی مقابله. ـ ملي سمبولونو، لکه بیرغ، د افغانستان نوم ( د ملي هویت د تجسم د چوکاټ په توګه )، ملي تاریخ او تاریخي ـ ملي شخصیتونو ته درناوی.
ـ په فرهنګی ساحه کی د ملي ترمنولوژی د کارولو څخه دفاع.
ـ په سیاسي ډګر کې د افغانستان د نوم او ملی هویت د دشمنانو سره مقابله.
ـ د قومي او مذهبي لږکیو حقونو ته درناوی، تر څو چې هغوی د مداخلهګرو هېوادونو له خوا د افغانستان پر ضد ونه کارول شي.
ـ له سکتاریزم او فدرالیزم سره چی د افغانستان د توته کیدو پیلامه ده، مبارزه.
ـ د ډیورند د داعیې ملاتړ او د کرښې په اوږدو کې د اغزن سیم له غځولو سره مخالفت.
ـ پښتون ژغورنې غورځنګ، تي،تي، پي او د بلوچستان او کشمیر آزادی غوښتونکو له داعیې څخه ملاتړ.
ـ له بهرنیو هېوادونو سره د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، د یوه متساويالحقوق هېواد په توګه د چلند ڼنګه.
ـ له سیمي هیوادونو، امریکا، ناټو او اروپایي اتحادیې سره د قانوني تعامل ترڅنګ، په سیمه کې ګډو ستراتیژیکو او جیوپولیتیکو ګټو ته پام.
هغه ضوابط چې د افغانستان په اړه پورته ورته اشاره وشوه، تر ډېره د جګړې او بیړنیو حالاتو له شرایطو سره تړاو لري. د سولې له ټینګېدو وروسته، د ملي ګټو په تعریف کې باید نوو واقعیتونو او بدلو شویو شرایطو ته هم پام واړول شي.
۰۱/۰۸/۲۰۲۶
« پاي »
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.