د ترهګرۍ په پلمه د پښتنو او بلوڅو د آزادۍ غوښتونکو جنګياليو ډله ییزه وژنه

دوکتور م، عثمان تره کی

62

۱۹/۰۴/۲۰۲۶

په تېرو شلو کلونو کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني پوځ او امنیتي ادارو پر ضد د وژنو، جبري لادرکه کولو، شکنجې، او بې ‌محکمې مجازاتو تورونه د بشري حقونو نړیوالو ادارو، سیمه‌ ایزو فعالانو، او د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا بار بار مطبوعاتو ته راپورونه  وړاندي شوی دی. پدي لیکنه کي د پاکستان پوځ د هغو جنایتونو پرده پورته کوو چی قربانیان یي پښتانه او بلوچان دې.

۱ـ  خیبر پښتونخواه :

ـ  د ملګرو ملتونو او نورو بشري سرچینو د راپور له مخې  په وزیرستان، سوات، باجوړ او پخوانۍ قبایلي سیمو کې زرګونه کسان د کورونو او چک پوسټونو څخه نیول شوي او بیا ورک شوي دي.

د لادرکه کسانو د پلټنې دولتي کمېسیون ته له ۲۰۱۱ راهیسې زرګونه شکایتونه رسېدلي، خو د ډېرو برخلیک   لا هم نامعلوم دی.

ـ  د ترهګرۍ ضد عملیاتو پر مهال ګنشمیر دوسیي شته چې ځینې کسان له نیول کېدو وروسته وژل شوي او ورپسي د سیاسي اغراضو له امله « ترهګر » بلل شوي.

پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوأ کې د عملیات المیزان  ( جنوبی وزیرستان ۲۰۰۲ – ۲۰۰۶ )، راهِ حق (  سواټ ۲۰۰۷ – ۲۰۰۹ )، راهِ نجات (جنوبي وزیرستان ـ ۲۰۰۹)،  ضرب عضب  ( جولای۲۰۱۴ )، خیبر عملیات  (۲۰۱۴ ـ ۲۰۱۵ ) او ردالفساد ( ۲۰۱۷ ) تر نومونو لاندی د وحشت نه دک پوځي عملیات ترسره کړ، چي له امله یي ډېر کلي، بازارونه او کورونه زیانمن او لږ تر لږه لس ملیون پښتانه بې ‌ځایه شوي. د تلفاتو شمیر ملیونونو ته رسیږي.

ـ  د مدني لاریونونو پر مهال د امنیتي ځواکونو له خوا په مظاهره چیانو باندي د ډزو، نیونو او فشار پیښی  راپورونه په کرات  مدیا ته سپارل شوي.

پاکستاني پوځ او استخبارات زیاتره دا عملیات د ترهګرۍ ضد جګړې برخه بولي. خو د بشري حقونو مدافع اورګانونو ټینګار کوي چې د امنیت په نوم قانون تر پښو لاندي کیږې او د پاکستان پوځ په خلاص لاس په جنایت لاس پوري کوې.

د بشري حقونو سازمانونه د پښتنو یو شمېر مشهور سیاسي او مدني فعالان نومونه یاد کړې چي د پاکستان د امنیتي ادارو له لوري د هدفمند ترور او جبري لادرکه کېدل قربانې شوي. ده :

  عارف وزیر، ارمان لوڼی ، ګیله من وزیر  او نور اسلام داور ( پښتون ږغورني غورځنګ په تړاو ). عثمان کاکړ  ( د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر).

نور  پیږندل شوي کسان چې د فشار، نیولو یا لا درکۍ سره مخ شوي دې :

منظور پښتین، محسن داوړ، علي وزیر او افراسیاب ختک .

۲ ـ  بلوچستان :

د بلوچستان په اړه  د ۲۰۲۰  څخه تر  ۲۰۲۶ کلونو پورې د تلفاتو  شمېرې تر ټولو مستندې دي، ځکه چې راپورونه  د نړیوالو ادارو لکه د ملګرو ملتونو د کډوالو د اداري  له خوأ خپاره شوي دي.

په ۶ وروستي  کلونو کې په بلوچستان کي د پوځ او آزادي غوښتونکو ډلو تر منځ د جګړې له امله په زرګونو کسان وژل شوي.

د بې ‌کوره شویو خلکو دقیق شمېر نشته. خو د جګړې د شدت له مخې په لسګونو زره کورنۍ اغېزمنې شوې دي.

په همدي موده کي د وږل شويو ملکیانو او وسله والو شمیر ۲۴۱ او د کډوالو شمیر ۲۰۰۰ کسانو ته رسیږي        ( دغه شمیر د پاکستان د رسمی اورګانونو له خوأ ورکړ شوي. واقعی تلفات او کډوال زیات اتکل کیږي ) .

د تېرو شلو کلونو په موده کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو له لوري د بلوڅ ملتپالو او ازادۍ غوښتونکو د “هدفمند ترور” یا وژنو څو ډېر مشهور او پېژندل شوي کسان چې د بلوچو ملتپالو، بشري حقونو فعالانو او نړیوالو رسنیو پېښې پوځ اواستخباراتو سره تړلې دا دي :

نواب اکبر بګټي ، بالاچ مري،  غلام محمد بلوچ، لاله منیر بلوچ، شیر محمد بلوچ، حبیب جالب بلوچ، عبدالنبي بنګلزئي او کربان بلوچ .

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان د شخړې په ډېرو پېښو کې سیاسی فعالین ورک او وروسته یې مړي پیدا شوي. د سیاسي فعالینو په ترور کې د آزادی غوښتونکو جنګیالیو د وژني شمیر چې لسهاو زرو ته رسیږي، شامل ندي.

  بشري حقونو ادارو د پاکستان پوځ او استخباراتو د بربند جنایتونو په اړه وار وار اندېښنه ښودلې ده. خو پېښې هیڅکله رسمي عدلي پایلې ته نه دي رسېدلې.

پایله :

ـ  د پاکستان پوځ د انګریز د شکیلاک د ښوونځي یو پاتې شونی بنسټ دی، چې د تاوتریخوالي، دسیسو، د قدرت د غصب او کودتاوو په چاپیریال کې روزل او پیاوړی شوی دی. له داسې ځواک څخه چې دولتي تروریزم د خپله بقأ د لاسوند په توګه کاروي او د خپل ولس پر وړاندې د وژنې سابقه ولري، دا تمه کول چې د ښه ګاوندیتوب اصول به له افغانستان سره مراعت کړي، یو بې‌ځایه او بې‌بنسټ انتظار دی.

ـ پوځ د خپل بې‌وزله ولس په لګښت یوه پراخه اقتصادي امپراتوري اداره کوي، چې اغېزمنه شبکه یې د پاکستان له جغرافیایي حدودو څخه بهر هم غځېدلې ده. دغه ځواک خپل بقا د همدې امپراتورۍ له دوام سره تړي او بې له ځنډه هغه وګړي چې د آزادۍ غوښتنه کوي د « بغاوتګرو» تر نامه لاندې وږني.

ـ  پر ملکي تأسیساتو او عامو خلکو پرله ‌پسې بریدونه او په ځانګړي ډول د روږدو کسانو پر درملنیز مرکز برید، په ډاګه کوي چې د پاکستان پوځ د خپلې اقتصادي امپراتورۍ د ساتنې په موخه د نړیوال حقوق د مراعت کولو هېڅ ډول التزام نه لري.

ـ  افغانستان یوازې هغه مهال کولای شي د پاکستان د تېري پر وړاندې اغېزمن او سنجول شوی مقاومت ترسره کړي، چې د قواوو توازن په نسبي ډول د خپل لوري په ګټه واړوي. دا غوښتنه هغه وخت تحقق مومي چې افغانستان له نړیوال انزوا څخه راووځي او خپل دفاعي پوتانسیل په بنسټیز ډول پیاوړی کړي. « پاي »

د اغزن سیم د نړولو کمپاین

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.