ناشناس او د ناشناس کیسه

عبدالوکیل سوله مل

95

ناشناس مې نه یوازې په دې خوښېږي، چې خوږ او زړۀ راښکوونکی غږ لري، په دې مې هم خوښ دی چې د پښتو شعر د کلاسیکو او مخکښو شاعرانو  لکه خوشحال خان خټک، رحمان بابا، عبدالحمید مومند او احمدشاه بابا غوره اشعار ېې په زړه راښکونکو سندرو اړولي او په ښایسته کمپوزونو یې پسوولي دي.

دې خوبوېو او نوښت ېې تل  سندرې را باندې اورولې دي،او په ده  ېې د لیکل شوو لیکنو لوستلوته هم هڅولی یم.

ښه مې په یاد نه دي، چې څه وخت او چېرته مې له کومې راډیو که  تلوېزون څخه اورېدلي چې د موسیقۍ دنیا ته   دې  هم د ډېرو نوروافغان  سندرغاړو په څېرپه  ګڼو اغزنو او کړکېچنو لارو ورغلی دی . او د نوم ناشناس د غواروي تر شاه یې هم یوه بوږنونکې کیسه پرته ده.

 د ناشناس  او د نورو افغاني سندرغاړو ډېرو  بوږنونکو کېسو  ماته هم د  ناشناس دا ستان د لیکلو الهام  راکړ، ما کیسه ولیکله، خو خبر نه وم، چې زما دا کیسه (ناشناس) به ماته په یوه ربړونکې او عذابونکې کیسې اوړي.

کله چې دا کیسه په تاند وېبپاڼه کې خپره شوه، د «ناشناس» سرلیک د ډېرو  لوستونکو پام ورته راواړاوه و له لوستلو وروسته یې د دوی بېلابېل غبرګونونه را وپارول؛ چا وستایلم، چا وغندلم.

ځینو لوستونکو وویل چې دا کیسه د ناشناس له واقعي ژوند سره اړخ نه لګوي، ځینو بیا د کېسې پر  ژبې او تعبیرونو نیوکه وکړه. خو په مقابل کې داسې کسان هم وو چې کیسه یې هنري، اغېزمنه او له احساسه ډکه وبلله.

ما د دې غبرګونونو ډېره برخه د ادب د طبیعي بهیر برخه وبلله او چندان سر مې پرې ونه ګراوه. په سبا مې دا کیسه د خپل فېسبوک پر دېوال هم راوځړوله. هلته هم د ډېرو تبصرو لوری مثبت و، خو یو څو توند غبرګونونه هم وو، آن تر دې چې یوه کس راته ښېرا وکړه: «خدای دې تباه کړه چې ملایان سپکوې.”

دلته مې د ځینو نظرونه را اخیستي دي.

تاند وېبپاڼه      ١٦/١٢/٢٠١٣

د زهره افغان:

سلا مونه

په بښني سره ، د ډاکتر صادق فطرت یا ( ناشناس ) پلا ر ملا نه و، یو عالم و. د هغه تالیفات ولولي دا سړی ډیر تیری کړی دی کیدای شوای چې دا کیسه یی بل ډول لیکلي واي. د ناشناس پلار په کوټه او بمبیی یا ممبیی کې تجارتي آتشه وو. اوس به تا سی ووایاست چې لیکوال خو په زغرده نه دی ویلي چې دا د ناشناس د ژوند کیسه ده، خو زما ځواب دادی چې دا کیسه چې سړی لولي هم هغه ناشناس لو ستونکې ته وریا دوي.

 داود حيران:

اف ډير وخت مي نه وو ژاړلي نه پوهيږم چه ددي قصي په اوريدو سره مي څنګه د کاڼي پشان کلک زړه نه اوبه رواني شوې.

 عبیدي:

سلامونه او نیکی هیلی

ښاغلی سوله مل صیب ! کوم څه چی تاسو د درانه استاد ناشناس صاحب دکورنی په هکله لیکلی دی ډیر له حقیقته لیری او نه منونکی دی ، بل دا چی تاسو په خپله لیکلی داسی الفاظ استعمال کړی دی چی د یوه لیکلوال سره نه ښایی مننه.

عبدالواحد يوسفي:

و سوله مل صاحب ته سلامونه

I am sorry for not being able to write properly in Pashto. I congratulate you for this short story. You have written it very artistically. I beleive Dr. Sadeq Fetrat Nashenas will be very pleased to read it. It brought tears in my eyes. Art is the skill of changing people’s mood. You did change my mood and elevated my spirit.

I don’t think short story needs to be written in the form of history or report writing. You added spice, cut the fat, adorned and sizzled the meat and presented a very juicy kebab to the hungry eyes of reader. You made it sound so native. In other words you put miniatures on the skin of pommegranades of Qandahar and made a beautiful story even more beatiful.

زه بخښنه غواړم چې په پښتو ښه لیکل نشم کولی. زه ددې کیسې چې ډیره هنري مو لیکلې مبارکي درکوم . فکرکوم ، داکترناشناس که دا کیسه ولولي خوشاله به شي . دې کیسې زما له سترګو اوښکې وبهولې ، هنر د خلکو د احساس بدلولو وړتیا لري . تاسو زما موډ بدل او روح مو راته هڅانده کړه . زما په  اند  لنډه کیسه باید د خبري راپور او تاریخ په فورم کې و نه لیکل شي. تاسو داسې یو خوندور کباب پوښ اووږی کس مخې ته ایښي چې له غوښې موغوړوړي او خوندوره مساله مو وراچولې ده. یو ریښتینی او اصلي رنګ مو ورکړی.  په بل عبارت تاسو دکندهاري انارو په پوټکې یوه ښکلی میناتوري کښلې ده ، او ښکلې کیسه مو  لا پسې ښه پنځولې ده.

د دغه ورور ښېرا او په تاند ویبسایټ کې د یوې خور توند غبرګون وډار کړم او اندېښنه یې را واچوله، ما ویل هسې نه چې دا کیسه پخپله  ښاغلي ناشناس  را څخه خفه او خوابدی نه کړي.

له هغې شېبې  مې پرېکړه وکړه چې هر ومرو به، ناشناس مومم او په دې کیسه به د ده خپل نظر له ده څخه اورم.

له ښه مرغه څو کلونه وروسته مې په لندن کې د افغانستان سفارت په ودانۍ کې د لندن د ادبي بهیر په یوې غونډه کې ښاغلی ناشناس  ولیده او د دې کیسې  مضمون او پېغام  مې په لنډو ور واوراوه.

په سبا مې همدا کیسه او  خپل دوه چاپ شوې داستاني ټولګې یو ځای ور ولېږل، اونۍ وروسته مې ټلېفون ور وکړ، چې د ده خپله کیسه راسره وشاربي، خو دوی زما او زما د کیسو په ستاینه  خبرې  پېل کړې او له هغه وروسته یې د خپل هنر او د هغه په باب د ده د کورنۍ، په ځانګړي ډول د خپل ترۀ زوی محمود حبیبي د ناوړه چلند اوږد داستان په زېر او زور د غوږه تېرکړ  او چې کله ما د خپلې کیسې ناشناس بحث را واخیست، نو ده نه وستایلم او نه یې وغندلم.

خو راته و یې ویل کیسه یې هېڅ داسې څه نه لري، چې دی دې پرې خوابدی شي. یوازې دا یې ووېل چې په دې کېسه کې  دې د مور کرکټر د دې د خاوند په خوله ( غوا ) بللې ده او موږ مېرمنو ته هېڅکله دا کلمه نه کارو . خو ما ځواب ورکړ چې نارېنه له بده مرغه په قبایلی دوديزه ټولنه کې مېرمنې د قهر او غضب پر وخت له دې هم په سپکو نومونو توهینوي. او دا  داستان دی، نه کومه فلسفي او یا اخلاقی لېکنه!

له دې مکالمې یوه میاشت وروسته د ناشناس په یوه کتاب مخکتنه راوبلل شوه، چې د ګڼو ویناوالو په منځ کې یې زه هم وینا ته وبللم او ما هم په دې غونډه کې همدا کیسه ولوستله، خو له بده مرغه د کیسې تر لوستلو وروسته د ځینو ګډونوالو تندي داسې ګونځې شول، تا به ویل چې ناشناس مې د دوی پر وړاندې کنځلی وي. دا کیسه نه وه، یو بم و چې په دې غونډه کې وچاودېد او یا اور و چې په دې غونډه کې ولګېد، خو تاو یې سبا راووت.

په سبا دوه بجې له یوې ناپېژندې شمېرې زنګ راغی. په ډډ غږ یې په روانه فارسي، له سلام کلام وروسته، دوه درې خبرې لا تمامې نه وې چې سړی یې په سپکو سپورو او کنځلو پیل وکړ. په ارام مې ورته وویل: تاسو څوک یاست؟ او څه خبره ده؟

ژر یې راغبرګه کړه: تا هغه لوی هنرمند او سپینږیری کې پرون هېڅ تار پرې نه ښود او چې هر ځای په ګوتو راشې، والله که د ډوډۍ څکه بیا په ژوند راڅخه وکړې.

د غوسې او اندېښنې کیفیات مې سره ګډ شوي وو، په تېزۍ مې ورته وویل: ته څوک یې؟ نوم دې څه دی؟ له ناشناس سره څه اړیکه لرې؟ خو زما پوښتنې یې بې ځوابه پرېښودې او اړیکه یې ژر پرې کړه.

د سړي دې سپکاوي هم سودا راواچوله او هم یې وډار کړم.

په دې سودا او اندېښنو کې دوه ورځې تېرې نه وې چې بیا له یوې نااشنا شمېرې زنګ راغی، ګورم چې بیا همدا ښاغلی دی. له سلام کلام پرته یې راته وویل: د کتاب دویمې مخکتنې ته خو به راځې؟

ما هم بې له کوم ځنډه ورغبرګه کړه:

حتماً، که پخوا نه درتلم، اوس خو خامخا درځم، چې ستا دا مبارکه څېره ووینم.

سړی بیا په سپکو سپورو پیل شو، تر څو چې ما خوله ځواب ته جوړوله، ټلېفون یې قطع کړ.

اوس مې زړه ومنله چې سړی دې تر هغې نه پرېږدي چې د زړه بړاس درباندې ونه باسي. اوس مې نو له کورنۍ او ټولو ملګرو سره دا کیسه په شد او مد شریکه کړه.

یوه ملګري مشوره راکړه چې پولیس په جریان کې واچوم، خو ما په محکمه کې د ناشناس حاضرول هغه ته یو ډول سپکاوی باله، د هغه د مشورې پلي کېدل مې رد کړل.

په بله ورځ د کتاب مخکتنې دویمې غونډې ته لاړم، له ځان سره مې بلا ملګري هم په مخه کړل.

په غونډه کې ګڼ شمېر برخوال او ویناوال حاضر وو، خو زه د هغه کس په لټه او اندېښنه کې وم چې زه یې په ټلېفون کې ګواښلی او کنځلی وم. ویناوالو یو په بل پسې د ناشناس د هنر په باب رنګارنګ خبرې وکړې او بیا یې د لومړۍ برخې پای او دمه اعلان کړه.

زما سره راغلي یو ملګري غوږ راسره ولګاوه او ورو یې راته وویل:

هسې چا په عذاب کړی یې؟ هېڅ خبره نشته.

ما وخندل او له ځایه اوچت شوم.

د رستورانت دهلېز ته راووتم، خو چې کله بېرته د غونډې تالار ته راننوتم، ناڅاپه په دروازه کې یو بې‌وېښتانو او ټيټ‌قده سړي ودرولم. وار له مخه یې وپوښتلم:

ته سوله‌مل یې؟

هو، خدمت وایه؟

د سړي تندی تروش شو، سترګې یې رډې وختې، ویې ویل:

هغه زنګونه ما درته وهل.

هک پک شوم چې دې پښتون ولې له ما سره پرون او وړمه ورځ په فارسي ژبه خبرې کولې؟

ما هم جرئت ونه بایلود، ورته مې وویل: دا خو ښه خبره ده چې ځان دې راوپېژنده، اوس به یې سره سپینه کړو. ما لا خبره بشپړه کړې نه وه چې د تالار د یوه کونج له مېز نه دوه تنه، یوه مېرمن او یو ځوان، راپاڅېدل او دواړو په لوړ اواز د ده په څېر پر ما د کنځلو ورول پیل کړل، خو ښه وه زما یوه ملګري دا سړی له لاسه ونیو، ورته ویې ویل: خوله دې چپه ونیسه، دی پرېږده له ما سره راووځه چې زه یې درسره معلومه کړم.

د سړي رنګ ژېړ واوښت، نور یې سپڼ ونه کړ او مېرمن او ځوان یې هم په مېز کېنول.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د صبورالله سیاه‌سنگ له لوري احوال راغی چې دا کیسه ورته واستوم، چې دی یې د “ناشناس، ناشناس نیست” په کتاب کې چاپ کړي. ما د ناشناس له دې خپلوان یا ملګري سره له دومره شخړې وروسته بیا هم دا کیسه هغه ته ولېږله، خو کله چې د “ناشناس، ناشناس نیست” کتاب خپور شو، زما کیسه یې د ناشناس په غوښتنه په کتاب کې د چاپ وړ نه وه ګڼلې او له چاپ یې ایستلې وه.

د ناشناس کیسه د ناشناس نه ده. په دې هغوی ښه پوهېږي چې څه نا څه د ناشناس له ژوندلیک سره بلد وي. دا رښتیا ده چې د ناشناس پلار دیني عالم و، خو د هغه د ژوند لویه برخه په دیپلوماتیکو او تجارتي چارو کې تېره شوې ده. هغه ملا نه و، یو سفارتي مامور و.

او د ناشناس له خپلې خولې، چې په کتابتون کې یې د موسیقۍ په باب هم څو ټوکه کتابونه پراته وو.

د کیسې چوکاټ هم خیال او فیکشن دی، خو زه نه پوهېږم هغوی چې دا کیسه په ناشناس پورې تړي او ما پرې ملامتوي، په کوم منطق او استدلال دا خبره او دعوه کوي؟ چې د کیسې د پلار کرکټر چې ملا دی، ګواکې د ناشناس پلار دی.

دا رښتیا ده چې ناشناس د پلار او نورو خپلوانو له وېرې چې ونه پېژندل شي، په ځان دا نوم ایښی دی، خو په دې وېره کې دی یوازې نه و، اتیا، نوي فیصده نور افغان سندرغاړي، په تېره مېرمنې هم شته چې د کورنیو له وېرې یې په ځان نور نومونه ایښي دي.

دا کیسه د ناشناس نه ده، دا د ټولو هغو افغان سندرغاړو او د هغو د دردونو او کړاوونو هنداره ده چې دوی ورسره د خپل هنري ژوندانه په کلونو کې مخامخ شوي دي، او لا هم دا لړۍ دوام لري.

له کورنیو شړل کېږي، وهل کېږي او د ځینو دا شوق او د هغه دوام او پالل نن سبا هم کېدای شي د دوی په مرګ تمام شي.

دا کیسه د پښتو شاعر غني خان د خبرې مصداق دی چې وایي: پښتانه سندرې خوښوي، خو له سندرغاړو کرکه کوي.

که تاسو نن سبا د هر وتلي سندرغاړي او یا له نړۍ د تللیو سندرغاړو د ژوندلیک کتاب مخې ته کېږدئ، ډېرې داسې بوږنوونکې کیسې او داستانونه به ولولئ چې له سترګو به مو اوښکې وبهوي. ښه بېلګه یې د هېواد نامتو سندرغاړی احمد ظاهر دی، چې که یې د خپل شوق د پاللو په لار کې د ده د پلار د خنډونو کیسې واورئ، غونی به زیګ شي.

زه دا نه وایم چې دا کیسه څومره هنري، کامیابه او په زړه پورې ده، دا په کیسه د پوهېدونکو او صلاحیت لرونکو کسانو کار دی. زه یوازې په دې کیسه کې دا پیغام لېږدول غواړم چې د افغانستان په قبایلي ټولنه کې سندرغاړی کېدل څومره ګران کار دی او د دې هنري سفر لاره څومره اغزنه او له کنډو کپرو ډکه ده.

بله خبره د ناشناس او د هغه د خپلوانو د خندونکي غبرګون ده. ناشناس ځان دیموکرات او د بیان ازادۍ ته ژمن بولي، د هېواد په ټولو مفاخرو، احمدشاه بابا، امان الله خان او ظاهر شاه… د هر ډول سپکاوي او نقد حق ځان ته ورکوي؛ خو په یوه هنري کیسه باندې چې یوازې نوم یې د ده له نوم سره تړلی دی، څنګه په نورو کسانو باندې د دې کیسې لیکوال سپکوي.

که چا دا کیسه د یوه انسان پر ضد لیکنه بللې وي، ښایي هغه یې له هنري زاویې نه وي لوستې، ځکه کیسه نه تاریخ دی او نه هم راپور. کیسه د ژوند له حقیقتونو نه الهام اخلي، خو خپل هنري منطق، خپل جوړښت او خپل رمز لري. په هنر کې نوم کله کله له خپل لغوي وجوده وځي او په یوه پراخ انساني حالت بدلېږي.

په خواشینۍ دا وایم چې موږ لا هم ډېر ځله د هنر له متن سره د هنر په سترګه نه، بلکې د تعصب، حساسیت او شخصي غیرت په تله چلند کوو. همدا علت دی چې کله د یوه هنرمند نوم په استعاره بدل شي، ځینې خلک د معنا پر ځای نوم ویني، د درد پر ځای دعوه ویني او د پوښتنې پر ځای توهین احساسوي.

خو حقیقت دا دی چې هنرمند، که شاعر وي، که سندرغاړی، که لیکوال او که ممثل، د ټولنې له بحثه او د هنر له انځورولو دباندې نه شي پاتې کېدای. لکه څنګه چې پاچاهان، سیاستوال، فاتحان، عارفان او فلاسفه د ناول، تیاتر او سینما موضوعات ګرځېدلي، همداسې هنرمندان هم د هنر برخه ګرځي. دا کار د سپکاوي لپاره نه، بلکې د انساني تجربې د بیان لپاره کېږي.

زما دا کیسه نه د ناشناس پر ضد ده او نه د هغه د هنر د کمولو لپاره. برعکس، د داسې هنرمندانو د سفر د درناوي لپاره ده چې زموږ په ټولنه کې یې د غږ تر شا له چوپ درد سره ژوند کړی دی.

که په دې کیسه کې څوک خپه شوي وي، زه یې احساس درک کوم؛ خو بیا هم په باور وایم چې اصلي مخاطب مې یو شخص نه، بلکې هغه ټولنیز ذهنیت و چې سندره اوري، خوند ترې اخلي، خو سندرغاړي ته د شک، سپکاوي او ګواښ په سترګه ګوري.

شاید هم د دې کیسې اصلي پوښتنه همدا وي:

ولې موږ د غږ مینه وال یو، خو د غږ د خاوند منلو ته تیار نه یو؟

دا کیسه د ناشناس د ژوند واقعي تاریخ نه دی. ناشناس دلته یو شخص نه، بلکې یوه استعاره ده — د هغو ټولو هنرمندانو استازیتوب کوي چې زموږ په ټولنه کې یې د خپل هنر لپاره له ستونزو، فشارونو او سپکاوي سره مبارزه کړې ده.

په دې کیسه کې مې نه غوښتل چې یو مشخص انسان هدف وګرځوم او نه دا چې د چا شخصي ژوند تحریف کړم. زما موخه یوازې دا وه چې هغه ټولنیز تضاد وښیم چې موږ یې هره ورځ وینو:

سندرې خوښو، خو سندرغاړی نه زغمو.

په نړۍ کې هنر تل د ژوند له واقعیتونو الهام اخلي. ناول، فلم، تیاتر او لنډه کیسه ډېر وخت د مشهورو شخصیتونو، هنرمندانو، سیاستوالو او حتا مذهبي څېرو له ژوند او شخصیتونو الهام اخلي. دا یو عادي، منل شوی او مشروع هنري عمل دی.

په ازادو او دیموکراتو ټولنو کې د دې بېلګې ډېرې دي:

د نړۍ د سترو سیاستوالو، لکه د بریتانیا د صدراعظمانو، د امریکا د ولسمشرانو او د اروپا د پاچاهانو په اړه فلمونه، سریالونه او ناولونه لیکل کېږي.

ژوندي مشران د طنز، کاریکاتور او تمسخر موضوع ګرځي.

هنرمندان، لیکوالان او ان د دیني شخصیتونو په اړه هنري اثار جوړېږي.

خو له دې ټولو سره سره، هېڅوک حق نه لري چې د یو هنري اثر په وړاندې د تاوتریخوالي، ګواښ او سپکاوي لاره خپله کړي.

هنر د پوښتنې ژبه ده، نه د جرم.

که موږ د هنر له متن سره د قهر او ګواښ په ژبه چلند وکړو، نو دا یوازې د یوه لیکوال ستونزه نه ده، بلکې د ټولنې د فکري ازادۍ لپاره یو خطر دی.

نو ځکه زه بیا هم په ډاګه وایم:

دا کیسه د ناشناس نه ده، دا د «ناشناسۍ» کیسه ده.

او تر څو چې زموږ په ټولنه کې موږ سندرې په شوق اورو، خو سندرغاړی مو لا هم زموږ له وېرې خپل نوم بدلوي، «ناشناس» به یوازې یو سړی نه وي، بلکې یوه تکرارېدونکې افغاني کیسه به وي.

ناشناس

مولوي شکور چې څنګه له جوماته کور ته راننوت، وار له مخه یې راډیو ولګوله. څنګه چې یې د راډیو ستنه وښوروله، په راډیو کې کومې ښځینه سندرغاړې سندره بلله. مولوي ژر د راډیو ستنه بل ځای ته وخوځوله او په قهر له ځانه سره ګډ شو:

که نارینه جک وهي، نارینه دي، خدای بې لارې کړي تا مټیزې ته دې خیر وي، چې هم له کوره وتلې یې او هم د غوا غوندې له کومه ځایه رمباړې وهي.

ښځې چې د مېړه شور او زوږ واورېد، ځای پر ځای ودرېده. له لرې یې پرې غږ کړ:

اوس له جوماته، د خدای (ج) له کوره راغلې، څه ناولتوب دې له خولې راوځي! ستا یې له پردیو ښځو سره څه، ته خو یې څه په قبر کې نه څملې؟

د مولوي تندی لکه لویه غومبسه چې یې وچیچي، ګونځې شو. سترګې یې ټیغې راوویستې. اول یې لېرې هغې ته وکتل او بیا یې په قهر ورغبرګه کړه:

تا شیشکې هم که زه نه وای، غوږ ورته نیوه.

ښځې ته یې خندا ورغله:

ستا دینداري هم راته معلومه ده، څنګه د ځینو هلکانو اوازونه درباندې ښه لګېږي. چې کله سندرې وایي، لکه جادو چې درباندې وشي، ټول غوږ غوږ یې او خوب دې یوسي.

مولوي لکه خبره چې یې په ستوني کې ونښلي، غاړه تازه کړه. دستي د خپل عمل په ننګه شو:

ښځې، زه د غږ بد نه وایم او نه مې له ډول او ټنګ ټکوره بد راځي، خو دا د ځینو د خرو او نګارو نو د چا خوښېږي؟

ښځه یې د سندرغاړې په ننګه ودرېده:

ولې، د دې ښځې غږ څنګه خوږ لګېده؟

د مولوي له قهره سترګې راووتلې:

ښځه او بیا سندرې! څه وایې، خوله کې دې دانه راوخیځه؟

ښځه په زوره خدای له خندا منع کړه:

او ته بې‌شرمه یې، لا د سندرو وایې!

ښځه یې بې‌ځوابه شوه او که نه یې غوښتل چې د مېړه نورې سپکې سپورې واوري، ژر یې خوله ونیوه او له مېړه سره یې له نورو تاویلو، ماویلو او ناندریو لاس واخیست.

مولوي بیا د راډیو د ستنې په تاوولو لاس پورې کړ. غوښتل یې کوم بهرنی پښتو یا دري کانال ونیسي او ځان د هېواد او دنیا له احواله خبر کړي، خو د نړۍ هېڅ پښتو او یا دري خپرونه نه خپرېده. ګړۍ ته یې وکتل، د ماښام (۷) بجې کېدونکې وې. په (۷) بجو هېڅ خپرونه نه شروع کېده. راډیو یې ګل کړه، له ځایه راپاڅېد، په ټولو کوټو وګرځېد، بیا ښځې ته نږدې ورغی، په ورو خو په قهر یې وپوښتله:

دا د ډم زوی دې بیا چېرته ورک دی؟

ښځې په ورو شان ځواب ورکړ:

هلکان پسې راغلي ول، د کوم آشنا واده یې دی.

مولوي له ځانه سره ګډ شو:

د ډمې زوی، لکه چې بیا د چا دېره ګرموي؟ ولې واده والا نور ډمان نه راوغواړي چې دا سپی غپوي؟

بیا یې ښځې ته لاس ونیو:

ګوره او ښځې، دا ډمتوب پرې بند کړه، ما نور مه شرموه! دا خلک به څه وایي چې پلار یې قرآن خلکو ته ښایي او زوی ته یې ګوره چې د خلکو په حجرو کې غاپي!

ښځې یې چې د مېړه دې ډول خبرو او سپکو سپورو پوزې ته راوستلې وه، زړه نا زړه ورغبرګه کړه:

او سړیه، څه مې سر خوږوې. خپله ځواني دې در یاد کړه، چې طالب وې، څه غږونه دې نه ایستل او څه اټنونه دې نه اچول.

د ښځې دې خبرې لکه پاډوګر چې په خپله شپېلۍ کپچه مار اراموي، مولوي رام کړ:

ښځې، زه ترې ملا توب نه غواړم، څه چې یې خوښه وي، که ډاکټري وایي او که ترکاڼي. او د یارانو په منځ کې یې په رباب او منګي هم سترګې نشم پټولی، خو هسې نه چې ډمتوب یې وظیفه شي، بیا به د چا مخکې سترګې نشم غړولی.

ښځې یې ژر ډاډ ورکړ:

دومره نو لېونی هم نه دی!

خو په مېړه یې د دې خبرې منل ګران وو او له زوی یې زړه پوره موړ شوی وو. ژر یې ورغبرګه کړه:

شک یې مه ګڼه، د غږ صفتونه یې ټول عالم نیولی او که زما وېره نه وای، کور به مې اوس د ډولونو، ربابونو او دوکڼو ډک وای.

د مولوي دې خبرې په ښځه هم اغېز وکړ، سودا ورولوېده:

هسې نه چې سبا یې د راډیو نه غږ راوځي، بیا به څه کوو، و سړیه!

مولوي دا ځل جدي شو:

ته یې شک ګڼې…

نا ببره یې بل مولوي او د هغه سندرغاړی زوی مخې ته ودرېدل، بیا یې ښځه وپوښتله:

قدیم پېژنې؟

د قدیم په اورېدو ښځه په سوچ کې لاړه، خو وروسته یې وویل:

هغه د ننګرهار د زاویې؟

مولوي سر وخوځاوه:

هو، هماغه چې اوس مړ دی.

ښځې یې ژر د هغه دا سندره رایاده کړه:

راواړوه څڼې، راوړې مې ګلونه…

مولوي په ښځه وربړچ وهل:

ای د خنزیر لورې! لمونځ دې سم نه دی زده او دا د غوا رمباړې څنګه سمې باسې!

ښځې ته په دې وخت کې خندا ورغله:

هغه تا چې د هغه ځوان سندرو ته خوب وړي…

سړي ته هم خندا ورغله او د ښځې خبرې ته یې غاړه کېښوده:

هغه خو رښتیا چې جادو راباندې کوي.

بیا یې په خوا کې پرتې راډیو ته پام واوښت:

ته صبر، چې چالان یې کړم، هغه په دې وخت سندرې وایي.

مولوي ژر راډیو چالانه کړه. چې څنګه یې د راډیو ستنه وخوځوله، په راډیو کې دا سندره ګډه وه:

محبت اول آسانه په نظر راغی

په نصیب کې مې آخر خونې جګر راغی…

د مولوي په شونډو نرۍ موسکا خپره شوه، ښځې ته یې د بڼو لاندې وکتل، نور نو د خپلو مقتدیانو په څېر چې د ده قرأت ته غوږ وي، ارام او غلی کېناست. د سندرې غږ پسې واخیست. ښځې چې مېړه په دې حال ولید، لکه له خوبه چې راکېني، بیا خندا ورغله. خوله یې خندا ته جوړه کړه، چې مولوي ژر خولې ته لاس وروړ او ویې پوهوله چې د سندرې د خوند خمار دې نه ماتوي.

چې څنګه سندره خلاصه شوه، بې‌واکه یې له خولې ووتل:

وايم، که څوک سندرې وايي، داسې سندرې دې ووايي:

خدای مې دی نه ګناهکار وي، خو د زړه زنګ یې زما لرې کړ.

وايم چې که دا زموږ ځناور هم داسې سندرې ووايي، بخښلی مې دی.

ښځه د زوی په باب د مېړه د دریځ ناببره بدلون او پرېکړې هکه پکه کړه. خورا خوشحاله شوه، خو خبره یې بلې خوا واړوله:

قدیم دې مخکې څنګه یاد کړ، هغه دې هم خوښېږي؟

مولوي وخندل، په ناز ښځې ته ورنږدې شو او لکه د ځوانۍ حمله چې پرې راشي، بې‌واکه یې له خولې د دې سندرې زمزمه راووتله:

راواړه څڼې، راوړې مې ګلونه

د ښځې ویښتانو ته یې هم په ناخبرۍ لاسونه ورسیدل، خو ښځې یې په ناز ژر ټیل واهه:

لیرې شه، لېونی شوې که څه، په دې سپینه ږیره تا کې څه تاو راپورته شو؟!

مولوي وخندل او ویې ویل:

قدیم نو د چا نه خوښېږي؟ خو ما په دې خاطر یاد نه کړ.

ښځې په حیرانتیا ورو وکتل:

نو څنګه دې په زړه ورېده؟

مولوي لوی اوسیلی کېښود او د خپلې اندېښنې په بیان کې ګډ شو:

په زړه مې ځکه ورېده چې هغه بدبخته هم زموږ د زوی غوندې د ملا زوی و، وېرېږم چې دا زموږ لېونی یوه ورځ داسې نه شي.

ښځې ته یې هم چې دا خبره واورېده، اندېښنه ورولوېده. په حیرانتیا یې سر وښوراوه:

رښتیا وایې سړیه؟ بیا به څه کوو؟

د مولوي غږ لوړ شو، په بې‌پروایۍ یې ځواب ورکړ:

بس چې څنګه د قدیم پلار کړی و… زه نو نشم کولای چې په کلي کور کې ځان وشرموم او آخرت خو لا بله خبره.

ښځه حیرانه او خورا ووېرېده:

ولې، د قدیم پلار څه وکړل؟!

چې څنګه خبر شو، حق یې کړ.

ښځې له حیرانتیا تندی وواهه، مخ یې سور شو او په خواشینۍ یې مېړه وپوښت:

نو که زموږ زوی همداسې نوم وباسي!

مولوي لکه د محکمې ماهر قاضي چې د ګناهکار او تورن دوسیه یې په غور څېړلې وي، خپل غبرګون او پرېکړه دستي اعلان کړه:

زه به یې عاق نه کړم، خو په کور کې به رانه شپه ونه کړي.

له دې وروسته یې ژر بېرته خبره بدله کړه:

ښه، څه یې کوې، چې راغی، د دغه سندرغاړي د پټې ورته ووایه چې چېرته یې واخلي.

بیا یې په افسوس وویل:

کاشکې چې د همدې سندرو غوندې یې لږ نعتونه ویلی.

ښځه په خبرو کې ورولوېده:

نعتونه؟!

مولوي سر وخوځاوه:

بلې، نعتونه. بیا به هم د خلکو له پیغوره خلاص وای او هم به مې خدای ته غاړه ډېره نه وه بنده.

ښځې اوږې وخوځولې:

دا څنګه؟!

ځواب یې ورکړ:

د خلکو په مخکې به مې نعتونه ور اچول او د خلکو په غیاب کې کله کله سندرې.

ښځه د مېړه مسلمانۍ او چلوټې ته ګوته په غاښ شوه، پوره خندا ورغله:

څنګه دې په دې زاړه ځان ټول چلونه یاد دي؟

مولوي هم وخندل او بیا یې له ښځې وغوښتل:

رښتیا، چې راغی، د ځان له خوا د دې پټې ورته ووایه چې واخلي.

دا ځل د ښځې خندا څه زیاته شوه. مولوي او ښځه یې پر دې خبرو په خندا وو چې زوی یې راننوت. زوی یې چې د مور او پلار دا حال ولید، حیران شو. ژر یې مور مخاطبه کړه:

څنګه دواړه خوشحاله ښکارئ؟!

مور یې وشرمېده، خو ژر یې ځواب ورکړ:

هسې.

زوی یې بیا خپله پوښتنه تکرار کړه:

بیا هم؟!

مور ځان ځواب ته جوړاوه چې پلار یې ترې دمخه شو:

په مور دې د ځوانۍ پیران راغلي، څه شي رانه غواړي.

په دې خبره یې مور موسکۍ شوه، وشرمېده، خو ژر زوی ته په خبرو شوه:

دی پوهېږي چې د ځوانۍ پېښې څوک کوي…

مېړه ته یې لاس ونیو:

رښتیا، پلار دې شرمېږي، د یو چا په غږ مینه دی. پټه به یې ورته وانه خلي؟!

پلار یې موسکۍ شو، خو ځان یې ناخبره وښود. زوی هم د پلار لور ته ورو وکتل:

زه مې د پلار په شوق پوهېږم. د چا پټه یې په کار ده؟

مور یې په خندا ورته وویل:

نه یې ماته نوم راځي او نه ده ته، خو لږه شېبه مخکې یې له راډیو افغانستان نه سندره ویله.

زوی یې ټکان وخوړ، بې‌واکه یې له خولې ووتل:

ناشناس یادوې؟!

پلار یې سر وخوځاوه:

هو! ناشناس!!!

زوی یې په خندا شو. پلار او مور هم د زوی خندا حیران کړل.

پلار یې وویل:

پېژنې یې؟!

هو!!!

نو پټه به یې راوړې؟!

زوی یې بیا په خندا شو…

پټه یې دلته کور کې ده.

پلار او مور خورا حیران شول، یو بل ته یې وکتل. د مولوي له خولې بې‌واکه ووتل:

نو سرکوزه، څه ته ګورې، خو وروایچوه کنه.

په دې شېبه کې زوی وویل:

ټېپ ته یې ورواچوم؟

مور یې ژر ځواب ورکړ:

بس نو څه ته ګورې!

زوی په زوره وخندل، په لوړ غږ له ځانه سره ګډ شو:

صبر، چې ټېپ او پټه هلته په بله کوټه کې ده.

له دې سره د بلې کوټې په لور وخوځېد. له بلې کوټې یې په خندا ورغږ کړ:

ورواچوم، اجازه مو ده؟

پلار یې هم په خندا ځواب ورکړ:

ټوکې مه کوه، وروایچوه.

او له دې سره سمدستي له بلې کوټې دا سندره راووتله:

نن د جانان دیدن ته ځم، مستې نرۍ ورځې

خدایه که لنډ کړې دا د ځمکې تنابونه…

ښځه او مېړه لکه جادو چې پرې وشي، په پوره سوچ کې لاړل. داسې دواړه غبرګ سندرې له ځانه سره واخیستل، لکه کوم د خوږ غږ لرونکی طالب چې په لوړ آواز د قرآن تلاوت کوي. او چې زړه ته یې پوره ولوېده چې دا هماغه سندره او هماغه سندرغاړی دی، بې‌اختیاره یې په ورو د بلې کوټې په لور قدمونه پورته کړل.

کوټې ته په ننوتلو دواړه په دروازه کې پښه‌نیولي شول. څه شېبه ودرېدل، خو د سندرې خوند اړ کړل چې کوټې ته ننوځي. چې څنګه یې سر کوټې ته ور دننه کړ، زوی یې ارمونیه په لاس، په خپل ټول شوق د پلار هماغه خوښوونکې سندره ویله:

نن د جانان دیدن ته ځم، مستې نرۍ ورځې

خدایه که لنډ کړې دا د ځمکې تنابونه…

پلار چې څنګه په زوی سترګې ولګېدې، دستي لکه لېونی چې شي، بې‌واکه یې دروازه داسې په زوره په لغته ووهله، تا به ویل دروازه دړې وړې شوه. په زوره یې چیغه کړه:

بس کړه، چې څوک خبر نه شي!

ښځه له وېرې ځای پر ځای ودرېده، خو حواس یې ژر بېرته راټول کړل. د مېړه مخې ته ودرېده، د هغه په اوږه یې لاس کېښود، هغه یې په خپله خبره کې راونیو:

اوس به نو له خپلې خبرې نه اوړې، چې څه ورته ونه وایې.

له مېړه رابېله شوه، د زوی په سر یې په مینه لاس کېښود:

خدای به همدې ته پیدا کړی وو.

مولوي تندي ته ټس ورکړ، غوږونو ته یې ګوتې وروړې، توبه یې وویسته، خبره یې په ستوني کې وچه شوه او ژر له کوره د جومات په لور وخوځېد.

لندن، د شپې ۱:۴۵ بجې

۱۳/۰۲/۲۰۰۷

په «اووه زورورې ورځې» کې د بدوي ټولنې د ېوې  غمیزې داستاني  روایت

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.