د غويي میاشتې له نیمایي د غبرګولي ترنیمايي پورې هر کال لوګر د سنځلو د ګلانو په معطرو بویونو او ښکلو رنګونو رنګینېږي.
د سنځلو دا معطر فصل د طبیعت یو له هغو نندارو څخه دی، چې نه یوازې د انسان روان ته ژور سکون او آرامي وربښي؛ بلکې فضا ته یو ډول جادويي ښکلا هم ورکوي.
د دې فصل پر مهال د سهار نسیم د سنځلو خوشبويي له ځان سره را اخلي، د لمر وړانګې له ګلونو سره لوبې کوي او د مرغانو نغمې د طبیعت په زړه کې یو ځانګړی ترنم غږوي. داسې ښکاري لکه طبیعت، چې د ښکلا پر جامه ځان ته سينګار ورکړي او د ژوند نوې هیله بیا راژوندۍ کړي.
په همدې موسم کې هرکال لوګري ولس د خپلې سیمې د فرهنګي ارزښتونو د نمانځلو لپاره یوه زړه راښکونکې مشاعره جوړوي. دا مشاعره ځان ته د شعر او ادب مینه وال ورجلبوي او د ټول افغانستان له ګوټ ګوټ څخه شاعران، لیکوالان او فرهنګ پال په کې برخه اخلي.
په کلنيو مشاعرو کې شاعران خپل هنري احساسات، د طبیعت ښکلا، د وطن مینه او د خلکو دردونه د شعر په ژبه بیانوي. د يادې مشاعرې فضا له ادب، هنر، مینې او پیوستون څخه ډکه وي، نو په همدې توګه راغلي شاعران او ليکوالان د لوګر ولايت له فرهنګ او کلتور څخه پوره معلومات ترلاسه کوي.
سنځل ګل مشاعره یوازې یوه ادبي غونډه نه ده؛ بلکې د اخوت، مینې، یووالي او همدردۍ یو ښکلی پیغام هم له ځان سره لري. سنځل ګل مشاعره د هغو فرهنګي ارزښتونو انعکاس دی، چې زموږ خلک پرې ویاړي.
د دغې فرهنګي غونډې له لارې سیمه ییز دودونه او رسوم ژوندي ساتل کېږي او همداراز د ځوانانو هنري استعدادونه هم را برسېره کېږي. دغه ډول فرهنګي ناستې زموږ د ټولنې د فرهنګي شتمنیو د بډاینې لامل ګرځي او زموږ دودیز هویت نورو ته لا زيات څرګندوي.
سربېره پر دې؛ دا ډول مشاعرې کولی شي، چې د سیمه ییز اقتصاد پیاوړتیا ته هم زمینه برابره کړي او د شعر او ترنم له لارې د یووالي او پرمختګ پیغامونه ورکول کېږي.
په پای کې دا موږ ته ثابتوي، چې لوګر د سنځلو د ګلونو تر څنګ د علم، پوهې او فرهنګ کور هم دی، چې له غېږې یې د ښکلا، سکون او فرهنګ زمزمې اورېدل کیږي. تمه ده، چې سږکال به هم په دې عطرینه خاوره کې د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مېله او مشاعره د دې ولایت د فرهنګپالو ولسونو له خوا جوړه شي او د ادب او فرهنګ مینه وال به پکې ګډون وکړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.