وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا .
چې وزیر پر محصل لاس اوچت کړي،
چې د حق د منبر پر سر د باطل نغمې پورته شي، او دحاجیانو د معلم دا حالت وی
او د پوهنتون استاد یی د الهي احکامو له رڼا بېبرخې وي،
نو پوه شه چې د ملت پر ټپونو مالګې دوړېږي.
خدایه! دا وطن دې د چا امانت ګرځولی؟
زموږ خطاوې وبخښه او پر دې ولس رحم وکړه.
د حق بیرغ لوړ کړه، د عدالت رڼا خپره کړه،
او دې خاورې ته هغه مشران ورپه برخه کړه چې د ملت درد خپل درد وبولي.
–
۱ – علم او زده کړه !
په تورات، زبور، انجیل او قرآن کریم کې علم او زده کړه ډېر لوړ مقام لري.
دا آسماني کتابونه انسانان د پوهې ترلاسه کولو، د حق پېژندلو او د نیکو اعمالو کولو ته هڅوي.
د دوی د تعلیماتو له مخې، علم یوازې د معلوماتو راټولول نه دي، بلکې د خدای ج د عبادت، ښه اخلاقو او د ټولنې د اصلاح وسیله ده.
کله چې انسان علم ترلاسه کړي، نو د خپل خالق په اړه ښه پوهه پیدا کوي، خپل ژوند د اخلاقي اصولو سره سم تنظیموي او د نورو خلکو د خیر او پرمختګ لپاره کار کوي.
له همدې امله په تورات، زبور، انجیل او قرآن کریم کې علم او زده کړه د فرد او ټولنې د بریا او نېکمرغی لپاره بنسټیز ارزښتونه ګڼل شوي دي.
–
په تورات، زبور، انجیل او قرآن کریم کې علم او زده کړه د خدای د عبادت، اخلاقي ژوند او د ټولنې د اصلاح لپاره بنسټیز ارزښتونه ګڼل شوي دي. نو که څوک د دې الهي لارښوونې خلاف عمل وکړي او علم او زده کړه سپکه او بې ارزښته وګڼي، دا د علم استخفاف او استهانت بلل کېږي، چې د فرد او ټولنې د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځي.
–
۲ – د افغانستان خاوره د علم، عرفان، او مجاهدت خاوره ده.
زموږ د نیکونو وینه پدې خاوره کې بهیدلی ده , نه د ذلت لپاره، بلکې د عزت، ایمان، او پوهې لپاره.
خو ډیر وختونه داسې کیږي چې د کور دننه نه ټپ لوبیږي.
یو افغان , هغه هم د پوهنتون استاد د خپلو وروڼو افغانانو په تعلیم ملنډې وهي.
وایي چې: ننګرهاریان ځکه تعلیم کوي چې فقیران دي.
دا خبره اورولو ته ساده ده، خو پکې یوه لویه ناروغي پرته ده هغه ناروغي چې نوم یې حسد دی.
حسد هغه اور دی چې لومړی خپل کور سوځوي.
حسد هغه زهر دی چې لومړی د حاسد ځان مري.
حسد هغه تیاره ده چې د بل چا رڼا نشي زغملی.
حاسد هر وخت په ماتم کی وی , ځکه هر وخت د بل چا نعمت ګوري.
دا لیکنه د ننګرهار د خلکو دفاع نه ده , دا لیکنه د علم دفاع ده.
دا لیکنه د هغه ټولو دفاع ده چې د فقر او سختی سره مبارزه کوي او بیا هم د پوهې لمر پسې ځي.
او تر ټولو مهمه , دا لیکنه د قرآن کریم او درسول اکرم ص دسنتو هغه رڼا ده چې پکې د حسد، کبر، او بهتان ننداره کیږي.
که زموږ دښمن موږ ته داخبره ویلی وه نو موژ به زغملی وه، خو که زموږ خپل ورو وویل نو قلم مو پورته کیږي.
نو گرانو او محترمو لوستونکو ، دا لیکنه د غوسې نه نه ده لیکل شوې , بلکې د هغه درد نه لیکل شوې چې یو مسلمان هسې نشي زغملی چې خپل وروڼه یی حقیر وبولل شي.
د پوهنتون یو بریتور استاد چې پخپله د پوهنتون د تدریس مسلک لري وویل:
د ننګرهار خلک ځکه تعلیم کوي چې فقیران دي، که تعلیم ونکړي نو د لوږې، ژړا، او بیوزلی نه به مړه شي.
دا خبره د یوه زده کړه لرونکي سړي خوله نه وتلې.
دا خبره د حسد، کبر، او ځان لوی ګڼلو ژبه ده.
دا خبره د علم نه، د ناروغ زړه خبره ده.
حسد دا دی چې انسان د بل چا نعمت ووینې او هغه نعمت ترې لیرې کیدل وغواړي.
الله تعالیٰ فرمایي: أَمْ يَحْسُدُونَ النَّاسَ عَلَىٰ مَا آتَاهُمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ .
ایا خلک د هغه شي پر وجه چې الله ورکړي حسد کوي؟
رسول الله ص وفرمایل:
حسد مه کوی، ځکه حسد نیکی هماغسې خوري لکه اور چې لرګي خوري.
نو حسد یوازې د زړه ناروغي نه ده , بلکې نیکی هم سوځوي.
محترم بریتور استاد وویل چې ننګرهاریان ځکه تعلیم کوي چې فقیران دي.
دده په دی خبره کې درې لوی ګناهونه پټ دي:
هغه نشي زغملی چې د ننګرهار خلک تعلیم یافته، وړ، او د هیواد د چارو وړ دي. نو د حسد له مخې یې د دوی تعلیم او محنت تحقیر کړ.
الله تعالیٰ فرمایي:
وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّاراً حَسَداً مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِمْ .
ډیر خلک غواړي چې تاسو له ایمانه ووځی د خپل زړه له حسده.
کبر او ځان لوی ګڼل , رسول الله ص وفرمایل:
کبر دا دی چې حق ونه مني او خلک حقیر وبولی .
هغه چې د بل ولایت خلک یوازې د فقر له امله تعلیم کوي بولي , دا خلک حقیر ګڼل دي، او دا کبر دی.
درواغ او بهتان : الله تعالیٰ فرمایي:
يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ .
الله هغوی چې ایمان لري او هغوی چې علم ورکړل شوي درجې لوړوي.
تعلیم د الله فضل دی , نه د فقر مجبوري. بریتور استاد په خپلو دی خبرو، د الله فضل یې تحقیر کړ.
د علم حقیقي ارزښت , رسول الله ص وفرمایل:
د علم لټول پر هر مسلمان باندې فرض دی.
علم د چا میراث نه دی. علم د شتمن او فقیر، د شمال او جنوب، د ښار او کلي , د ټولو حق دی.
که چیرې یو ننگرهاری بچی د فقر سره مقابله کوي او بیا هم ښوونځي ته ځي دا کمزوري نه، دا شجاعت دی.
رسول الله ص پخپله د یتیم زوی و. خو د دواړو جهانونو سرور شو.
حضرت ابن حجر العسقلاني رحمه الله د کوچنیوالي کې یتیم و، خو امام شو.
امام ابو حنیفه رحمه الله د یوه کاروانسالار زوی و، خو فقیه الامت شو.
نو فقر د علم خنډ نه دی , فقر کله کله د عزم مور ده.
د حاسد نښې :
د حاسد نښې دا دي چې: تل درواغجن وي , سکاند وهونکی وي , د خلکو تر منځ جلاوالی رامنځته کوي , متکبر وي او د حق مخالف وي .
خپلو وروڼو ته هغه نعمت نه غواړي چې ځان ته یې غواړي .
او دا ناروغي کله کله له ماشومتوب نه پیل کیږي .
—-
هغه بریتور استاد چې پخپله استاد دی او داسې خبرې کوي، باید پوه شي چې: علم د ټولو لپاره دی.
علم د شتمن او فقیر، د پښتون او تاجک، د شمال او جنوب , د ټولو میراث دی.
رسول الله ص وفرمایل:
د جاهلیت پر بنسټ یو بل ته فخر کوي , دا پریږدی، دا بد بوی لرونکې ده.
او الله تعالیٰ فرمایي: إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ .
ستاسو ترټولو ګران د الله سره هغه دی چې تر ټولو ډیر تقوا لري.
نه ولایت، نه ژبه، نه شتمني , یوازې تقوا او علم.
الله دې موږ ټول له حسد، کبر، او بهتانه وساتي.
الله دې زموږ هیواد ته یووالی، علم، او عدالت ورکړي.
آمین یا رب العالمین
۳ – د کرنې په اړه مشهور حدیث دی:
عَنْ ابْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ ص قَالَ:
إِذَا تَبَايَعْتُمْ بِالْعِينَةِ، وَأَخَذْتُمْ أَذْنَابَ الْبَقَرِ، وَرَضِيتُمْ بِالزَّرْعِ، وَتَرَكْتُمُ الْجِهَادَ، سَلَّطَ اللَّهُ عَلَيْكُمْ ذُلًّا، لَا يَنْزِعُهُ حَتَّى تَرْجِعُوا إِلَى دِينِكُمْ.
کله چې تاسې د عِینه (یو ډول ربوي معامله) کاروبار وکړی، د غواوو لکی ونیسی، په کرنه راضي شی، او علم او جهاد پرېږدی، الله تعالی به پر تاسې ذلت مسلط کړي، چې تر هغه به یې نه لرې کوي څو بېرته خپل دین ته راونه ګرځی .
–
محترمو ځوانانو !
خپل ارزښت وپېژنی او هېڅکله خپل عزت د نورو د خوښی لپاره مه قربانوی. هر څوک چې ستاسو په ژوند کې وي، لازمه نه ده چې ستاسو قدر هم وپېژني. هغه څوک چې ستاسو شتون ورته بې ارزښته ښکاري، د ځان ثابتولو لپاره مه ستړې کېږی.
درناوی غوښتنه نه ده؛ دا ستاسو حق دی. همدارنګه، مینه هغه وخت ښکلې وي چې له عزت او قدردانی سره مل وي. له هغو اړیکو او ځایونو څخه ځان وساتی چې ستاسو ارامي، خوښي او ذهني سکون له منځه وړي.
ښه انسان اوسېدل قوت دی، خو باید خپل حدود هم وپېژنی. ځینې خلک او ځینې اړیکې پرېښودل تاوان نه، بلکې د ژوند یوه ګټه وي.
تل په یاد ولری : کله چې د خپل ذهني سکون او د نورو د خوشالولو ترمنځ د انتخاب وخت راشي، خپل ځان غوره کړی؛ ځکه چې ستاسو ارامي او عزت ستاسو تر ټولو لویه شتمني ده.
الله تعالی دې زموږ ټولو ځوانانو، هلکانو او نجونو ته د علم، پوهې، تحصیل او حلال کسب په لاره کې بریا او برکت نصیب کړي، زړونه یې په ایمان، اخلاقو او حکمت روښانه کړي، او په دنیا او آخرت کې دې ورته عزت او کامیابي ورکړي.
او هر هغه څوک چې د علم، تعلیم او تحصیل مخالفت کوي یا له پوهې سره دښمني لري، الله تعالی دې ورته سمه پوهه، بصیرت او هدایت ورکړي، ترڅو د علم رڼا وپېژني او د خیر او پرمختګ په لاره روان شي.
آمین یا رب العالمین.
الله ج ! موږ ته حق وښایه لکه چې حق دی، او موږ ته د هغه پیروي ورکړه، او موږ ته باطل وښایه لکه چې باطل دی، او موږ ته د هغه څخه د ډډه کولو توفیق ورکړه.
آمین یا رب العالمین .
ﻻاله اﻻ انت سبحانك اني كنت من الظالمين .
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ
او سلام دې وي پر هغه چا چې د هدايت پيروي کوي.
قاضی لودین .
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.