د برلین دېوال

قاضی لودین

54

د برلین د دېوال منهدموونکو!
د شوروي اتحاد د ماتولو اتلانو!
د نړی د نظام د بدلولو فاتحانو!
هغو ټولو محترمو افغانانو ته، چې د برلین د دېوال له نړولو نیولې، د شوروي تر ماتولو او آن د نړی تر فتح کولو پورې ټولې تاریخي کارنامې په خپل حساب کې لیکي، په ډېر احترام عرض لرم:
یوه کوچنی پوښتنه ده، مهرباني وکړی خپه کېږی مه!
که برلین مو ونړاوه، که شوروي مو مات کړ، که نړی مو بدله کړه ، نو بیا د خپلو اولادونو حق چا وخوړ؟!

تاسې خو د نړی لویې لویې ستونزې حل کړې،
خو د کورنی د وړو ستونزو حل‌لار مو لا تر اوسه نه ده موندلې!
تاریخ مو فتح کړ، نړیوال سیاست مو بدل کړ، ستر قدرتونه مو نسکور کړل؛ خو چې اولاد مو د خپل حق پوښتنه وکړي، ورته وایاست:
شکایت مه کوه، موږ خو ستا لپاره تاریخ جوړ کړی!
محترمو فاتحانو!
اولاد مو شاید د برلین د دېوال له نړېدو خبر نه وي،
خو د خپل حق له ضایع کېدو ښه خبر دی.

نو که د نړی د فتحې کیسې مو پای ته رسولې وي،
اوس لږ د خپلو اولادونو د حقونو حساب هم وکړی؛
ځکه تاریخ لیکل اسانه دي، خو د اولاد حق ادا کول لږ زحمت غواړي!

ستا د اولادونو حق ضایع شو، شکایت مه کوه

هغو ټولو محترمو افغانانو ته په خطاب کې چې د برلین د دېوال د نړولو، د شوروي د ماتولو او د نړی د ماتولو دعوې لري احتراما عرض لرم :

په هغه شېبه کې چې یو افغان د خپلې ستونزې په پرتله له خپل حق څخه د دفاع او د حقیقت له ویلو څخه ډېر وېرېږي، موږ له یوې رښتینې او جدي ستونزې سره مخ یو چې له پامه یې غورځول نه دي پکار.

هغه افغان چې د ظلم، بې‌پامی او یا د خپل حق له ضایع کېدو سره مخ کېږي، طبیعي ده چې د یوې قانوني او مدني لارې په لټه کې شي، څو خپل حق وغواړي، خپل غږ پورته کړي او د خپلو اولادونو راتلونکی وژغوري.

خو کله چې د حق غوښتل د وېرې او چوپتیا لامل وګرځي، نو باید ودرېږو او له ځانه وپوښتو:

څه پېښ شوي چې هغه کسان چې د برلین د دېوال د نړولو دعوه لري، د شوروي د ماتولو دعوه لري او د نړی د ماتولو دعوه لري، نن د خپلو اولادونو د پنځو کلونو راهیسې د تړلو ښوونځیو پر وړاندې چوپ دي؟

ایا د حق غوښتنه دومره سخته شوې چې انسان د خپل اولاد د تعلیم په اړه هم غږ نه شي پورته کولی؟

ایا شکایت کول د دې پر ځای چې د حق د ترلاسه کولو وسیله وي، د شکایت کوونکي لپاره په بار او ستونزه بدل شوي دي؟

شکایت جرم نه دی. هغه افغان چې د خپلو اولادونو د تعلیم حق غواړي، ستونزې جوړوونکی انسان نه دی. هغه څوک چې د نجونو او هلکانو د زده‌کړې غوښتنه کوي، د هېواد دښمن نه دی؛ بلکې د خپل وطن د راتلونکي غوښتونکی دی.

د برلین د دېوال نړول لویه خبره وه، د شوروي ماتول لویه خبره وه او د نړی د ماتولو خبرې هم ښايي د ویاړ په توګه بیانې شي؛ خو که د خپلو اولادونو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په وړاندې پنځه کاله چوپ پاتې شو، نو بیا باید له ځانه وپوښتو چې زموږ د ټولو هغو بریاوو او دعوو ارزښت څه دی؟

تر دې هم خطرناک د دېوالونو نړېدل یا د قدرتونو ماتېدل نه دي؛ تر دې خطرناک دا دي چې یو ملت خپل امید له لاسه ورکړي او د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه چوپ شي.

کله چې یو افغان دې پایلې ته ورسېږي چې غږ یې هېڅ ځای ته نه رسېږي، غوښتنه یې هېڅ بدلون نه شي راوستلای او د خپلو اولادونو د تعلیم غوښتنه ښايي ورته ستونزې پیدا کړي، نو هغه چوپتیا غوره کوي.

خو چوپتیا د دې معنا نه لري چې خلک راضي دي؛ بلکې کېدای شي د وېرې، ناهیلی او بې‌وسی نښه وي.

کله چې وېره حاکمه شي، شکایتونه له کاغذونو او دفترونو څخه ورکېږي، خو ستونزې لا هم د خلکو په کورونو، د ماشومانو په ژوند او د ټولنې په راتلونکي کې موجودې وي.

له همدې امله، د افغان ماشوم د تعلیم د حق ساتنه باید د هر افغان د وجدان، مسؤلیت او انساني دریځ یوه اساسي برخه وي.

پیاوړی ملت د خپل حق له غوښتلو نه وېرېږي. رښتینی مبارز له خپلې خبرې نه شاته کېږي. او هغه څوک چې د تاریخ په اوږدو کې د دېوالونو د نړولو او لویو قدرتونو د ماتولو دعوې کوي، باید لږ تر لږه د خپلو اولادونو د کتاب، قلم او ښوونځي لپاره هم خپل غږ پورته کړي.

افغان ولس له خپل حق پرته بل څه نه غواړي. افغان ولس له هیچا سره د جګړې په لټه کې نه دی. هغه یوازې غواړي چې خپل اولادونه یې زده‌کړه وکړي، راتلونکی ولري او د ناپوهی په تیاره کې پاتې نه شي.

او که موږ دې مرحلې ته ورسېدو چې یو افغان ووایي:

زه به د خپلو اولادونو د ښوونځیو لپاره غږ پورته نه کړم، هسې نه په لویه ستونزه کې ښکېل شم.

نو دا یوه ډېره خطرناکه نښه ده چې باید د هر مسؤول، هر مشر، هر مدعي مبارز او هر هغه افغان تر غوږونو ورسېږي چې د برلین د دېوال د نړولو، د شوروي د ماتولو او د نړی د ماتولو کیسې کوي.

اې د برلین د دېوال د نړولو دعوه‌دارانو!

نور له تاریخي شعارونو، پخوانیو ویاړونو او د پرون له کیسو څخه ځان مه غولوی. پورته شی!

د خپل حکومت مخې ته ودرېږی، خبرې ورسره وکړی، پوښتنه وکړی او د خپلو اولادونو د برخلیک معلومولو غوښتنه وکړی.

که تاسو واقعاً هغه کسان یاست چې د برلین دېوال مو نړولی، شوروي مو مات کړی او نړی مو بدله کړې ده، نو نن مو د خپلې دعوې د ثابتولو تر ټولو لوی میدان همدا دی:
د خپلو اولادونو د تعلیم حق.

د خپل ماشوم کتاب، قلم او ښوونځي ته تر هر شعار لوړ ارزښت ورکړی.

اې شهیدپروره او مجاهدپروره ملته!

پنځه کاله کېږي چې ستاسو د اولادونو پر مخ د زده‌کړې دروازې تړلې دي، خو ستاسو ډېری غږونه چوپ دي. دا چوپتیا نور د توجیه وړ نه ده.

ستاسو چوپتیا به د تاریخ په تورو پاڼو کې ولیکل شي.

راتلونکي نسلونه به پوښتنه کوي: کله چې د دوی د زده‌کړې حق ترې واخیستل شو، د دوی پلرونو څه وکړل؟ ولې یې غږ پورته نه کړ؟ ولې یې پوښتنه ونه کړه؟ ولې یې د خپلو اولادونو د راتلونکي لپاره ودرېدل نه؟

ستاسو چوپتیا یوازې چوپتیا نه ده؛ دا د خپل نسل د راتلونکي پر وړاندې ستر مسؤلیت دی.

ستاسو چوپتیا ستره او عظیمه ګناه ده؛ ځکه تاسو د داسې حق په اړه چوپ یاست چې د یوه ماشوم راتلونکی پرې تړلی دی.

او دا چوپتیا به ستاسو راتلونکو نسلونو ته مردوده وي.

تاریخ به د هغو کسانو نومونه هېر کړي چې یوازې په شعارونو یې خپل پرونونه لوی ښودل؛ خو تاریخ به خامخا دا پوښتنه ثبت کړي چې:

کله چې د افغان ماشوم په لاس کې باید کتاب وای، ولې یې پلرونو چوپتیا غوره کړه؟

نو نور چوپ مه پاتې کېږی.

پورته شی، خبرې وکړی، پوښتنه وکړی او د خپلو اولادونو د برخلیک معلومولو غوښتنه وکړی.

ځکه د برلین دېوالونه نړول اسانه دي؛
خو د خپل ماشوم د تړل شوي ښوونځي دروازه خلاصول د نن ورځې ریښتینی امتحان دی.

او که په دې امتحان کې هم چوپ پاتې شوی، نو سبا به تاریخ ستاسو د پرون په ویاړونو نه، بلکې ستاسو د نن ورځې په چوپتیا قضاوت کوي.
دامارت اسلامی محترمو مشرانو !
په یاد ولری :
الله تعالی فرمایي:
يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ.

الله تعالی له تاسو څخه هغه کسان چې ایمان یې راوړی وي او هغه کسان چې علم ورکړل شوی وي، په څو درجو لوړوي.

زده کړه او تعلیم داسې تجمل او اضافي شی نه دی چې تر هغه یې وځنډوو، څو شرایط ښه شي؛ بلکې تعلیم د ژغورنې لار ده؛ له ناپوهی څخه د خلاصون لار، او له دې څخه د انسان د ژغورنې لار چې د خپلو شرایطو او ستونزو اسیر شي.

تعلیم د انسان د عزت ساتنه هم ده؛ ځکه هغه ته دا توان ورکوي چې پوه شي، سم انتخاب وکړي او خپل راتلونکی په خپله جوړ کړي.

زموږ هغو زده‌کوونکو او ښوونکو ته سلام او درناوی چې په خپل هیواد افغانستان کې، د تر ټولو سختو شرایطو پر مهال، دا خبره په عمل کې ثابتوي:
کېدای شي موږ ډېر څه ونه لرو، خو له علم او زده کړې څخه به افغانان هېڅکله لاس وانخلی ان شاء الله .

نور بیا .
والسلام .
وما علینا الابلاغ المبین .
والله اکبر والمستقبل للا اسلام .
قاضی لودین .

کله چې باطل د حق جامه واغوندي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320