له شریعت څخه استبدادي تعبیر

قاضی لودین

56

د زمانې په بې‌وفایی مه خپه کېږه؛ ډېر ځله سپو د زمریانو پر مړو نڅا کړې ده.
دا فکر مه کوه چې د هغوی په نڅا سره به له خپلو بادارانو پورته شي.
زمریان تل زمریان وي، او سپي تل سپي وي.

لا تأسفنَّ على غدرِ الزمان، لطالما رقصت على جثثِ الأسودِ كلابٌ. لا تحسبنَّ برقصِها تعلو على أسيادِها، تبقى الأسودُ أسودًا، والكلابُ كلابًا.

شهید ډاکټر صاحب نجیب الله!

مه خفه کېږه چې نن هم ستا پر نوم د تکفیر تورونه لګول کېږي. هغه کسان چې پرون یې امان الله خان کافر باله، نن یې د هماغه تاریخ له سیوري څخه ستا پر نوم د کفر حکمونه راوباسي.

تا خپل وخت تېر کړ، خو تاریخ لا هم روان دی.
خلک به خبرې کوي، خو تاریخ به حقیقت لیکي.

مه خفه کېږه، داکتر صاحب نجیب الله ‌.
ځینې نومونه په مرګ نه ختمېږي؛ بلکې د تاریخ په پاڼو کې لا ژوندي پاتې کېږي.

بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ ۗ وَكَفَىٰ بِاللَّهِ حَسِيبًا
هغه کسان چې د الله پیغامونه خلکو ته رسوي، له الله څخه وېرېږي او له الله پرته له هېچا نه وېرېږي. او د حساب لپاره الله بس دی.

ولې موږ افغانان کله ویښ او هوښیار یو، او کله بیا هېرېدونکي او په خوب ویده کېږو؟

ولې زموږ تاریخي حافظه کله ویښه او پیاوړې وي، خو کله بیا کمزورې او بې وسه شي؟

زموږ هېواد افغانستان د خپل له لوړو او ژورو ډک تاریخ په اوږدو کې څو ځله د پردیو یرغلګرو له بریدونو سره مخ شوی دی، او زموږ خلکو د دې یرغلونو په بدل کې ډېر دروند تاوان ورکړی دی.

زموږ میلیونونه ښځې، ماشومان او نارینه، چې ټول زموږ د همدې ولس خلک وو، وژل شوي او د دښمنانو په لاس اسیر شوي دي.

سکندر مقدوني له یوه لوري پر دې خاوره یرغل وکړ، چنګیز خان مغول هم له بلې خوا پر دې سیمه برید وکړ.
یرغلګرو انگریزانو ، بیا یرغلگرو روسانو او بیا سامراج له بلې خوا راغلل .

[ خو د سکندر مقدوني نه نیولې تر انګریزي استعمار پورې، چې ټولو بهرنیو یرغلګرو افغان ملت ته د سر او مال کوم زیان په ګډه رسولی دی، پنجابي استعمار تر هغې زیات افغانان قتل کړل.
ارباب مجیب الرحمن خلیل ]

کلونه تېر شول، خو د تاریخ هغه درد لا هم ژوندی دی؛ هغه ورځ چې د ډاکټر نجیب‌الله ژوند په داسې ډول پای ته ورسېد چې د افغانستان د تاریخ په حافظه کې یې نه هېرېدونکې نښه پرېښوده.

ډېر داسې حسابونه وو چې ګواکې د هغه نوم، فکر او مبارزه به د وخت په تېرېدو له منځه ولاړه شي؛ خو تاریخ بل څه ثابت کړل. انسان مړ کېدای شي، خو هغه پوښتنې چې له خپل وخت څخه وروسته پرېږدي، نه مري.

ډاکټر نجیب‌الله له خپل وطن سره د تړاو، د سولې د هڅو او د افغانستان د راتلونکي په اړه خپل تصور درلود.

د هغه د ژوند وروستی ورځې او د شهادت څرنګوالی د افغانستان د هغه خونړي پړاو له تر ټولو دردناکو پاڼو څخه دي.

د شهید وینه یوازې د ماتم کیسه نه ده؛ دا د تاریخ یوه پوښتنه هم ده:

ولې یو ملت دې ځای ته ورسېد چې خپل اولادونه د خپل وطن په کوڅو کې د داسې برخلیک شاهدان شي؟

کلونه تېرېږي، نسلونه بدلېږي، خو تاریخ خپل حساب له خلکو نه هېروي.

د افغانستان هره وینه توی شوې، هره قرباني او هره بې‌ګناه ژبه د دې خاورې په حافظه کې پاتې ده.

ګرانو هېوادوالو، وروڼو او خوېندو.

زه پوهېږم چې ښايي زما خبرې د ډېرو خلکو خوښې نه شي، او ځینې به مې کمونیست، سیکولر او یا په بل نوم یاد کړي؛ هغه تورونه چې ځینو دوستانو تل پر ما لګولي دي.

خو زه باور لرم چې حقیقت باید وویل شي، که هر څومره دروند هم وي.
زه یو داعي یم.
زما د اسلامي دعوت د پیل یوه مهمه شېبه هغه وخت وه، چې زموږ د جومات ملاصاحب، خان عبدالغفار خان، د مسجد له منبر څخه په بې‌احترامی کوز کړو او پر هغه د کفر فتوا ورکړه

له هماغې ورځې څخه زما اسلامي دعوت له همدې ځایه پیل شو؛ دعوت د کرکې او دښمنی نه، بلکې د حق، پوهاوي او د اسلام د پیغام د رسولو لپاره.

ان‌شاءالله، تر هغه چې ژوندی یم، خپل دا دعوت به په اخلاص او استقامت سره دوام ورکوم.
ځکه زما لپاره د خلکو خبرې نه، بلکې حق او وجدان مهم دي.
حقیقت دا دی چی :
زموږ د ټولنې له اوسني بحران څخه د وتلو لار دا ده چې د الله تعالی کتاب ته رجوع وکړو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه پیروي وکړو؛ ځکه قرآن کریم او درسول اکرم ص سنت موږ ته د عقیدې تر څنګ د روزنې، اخلاقو، ادب او سالم ټولنیز ژوند اصول هم راښيي.

که له دې اصولو واټن واخلو، د اصلاح پر ځای به مو د ورانی، تباهی او بدې پایلې لاره لا اوږده کړې وي.
د سالمې ټولنې بنسټ په سالم فکر، سمې روزنې او ښو اخلاقو ولاړ دی.

محترمو دوستانو !
نن غواړم له تاسو سره د افغانستان د تاریخ د یوې مهمې موضوع په اړه خبرې وکړم؛ هغه موضوع چې زموږ د هېواد له جګړو، سولې، ملي یووالي او راتلونکي سره مستقیم تړاو لري.

د ډاکټرصاحب نجیب الله ملي مصالحه د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې
په دې خبرو کې زموږ هدف د سیاسي اختلافونو راژوندي کول نه دي.

زموږ هدف دا دی چې د ملي مصالحې مفکوره د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښوونو په رڼا کې وڅېړو.
په ځانګړې توګه غواړو دا پوښتنه مطرح کړو:

ایا د جګړې د پای ته رسولو، د افغانانو ترمنځ د خبرو، د وینې د تویېدو د بندولو، د مخالفینو د یو ځای کېدو او د هېواد د سولې لپاره د ګډې لارې پیدا کولو هڅه د اسلام له اصولو سره موافقت لري؟

محترمو هیوادوالو :
موږ په داسې یوې ټولنې کې ژوند کوو چې مقتول هم ملامتوي؛ وایي چې ولې یې د حلالېدو پر وړاندې مقاومت ونه کړ، حتا که قاتل هغه تړلی وي او رسی یې پرې کلکه غوټه کړې وي.
بیا پر مقتول نور هم عجیبه تورونه لګوي:
وایي، وینه یې ولې سره ده؟
ولې یې غاړه لا هم وینېږي؟
ولې، کله چې حلالېده، ترې سره وینه وبهېده؟
او خبره تر دې هم نه درېږي؛ هغه یې په یوه ناوړه کار تورنوي، وایي چې د درد له امله یې آه ونه کړو…

خو لا هم بسنه نه کوي؛ وایي، مقتول بې‌شرمه و، ځکه یې د قاتل سترګو ته وکتل او په ښکاره یې ورته وویل:
ته قاتل یې! ته ظالم یی , ته پردی یی .
د همدې وحشتناک جرم له امله، د غافلې ټولنې محکمې مقتول په داسې سزا محکوموي چې د تل لپاره قاتل پر خپل تندي د شرم داغ ګرځوي، او له هغه څخه د ژوند حق هم اخلي.

خو تر ټولو دردونکې دا ده چې مقتول په خپله هم نه پوهېده چې زما ګناه څه وه؟ ولې زه؟
د څه جرم په بدل کې مې دا سزا ولیده؟
او رعیت هم چوپ پاتې شو؛ نه یې پوښتنه وکړه، نه یې غږ پورته کړ، نه یې د مقتول د وینې حساب وغوښت.
قاتل ته بیا د هغه د درد د درملنې لپاره پاملرنه کېږي؛ ځکه په دې عجیبه منطق کې، قاتل په یخ چاقو مقتول حلالاوه، خو د مقتول درد دومره زیات و چې د قاتل لاس یې خوږ کړ.

په افغانستان کې د هر تنظیم، ډلې او حزب مشر او د هغه هر لاروی په ډاډ سره وایي:
الله زموږ سره دی!
هره ډله خپله جنډه پورته کوي، هر لوری خپله دعوه حق ګڼي، او د هرې قضیې خاوند ادعا کوي چې الله د ده ملاتړ کوي.
خو اصلي پوښتنه دا نه ده چې:
څوک وایي الله ورسره دی؟
اصلي پوښتنه دا ده:
الله له چا سره دی؟
قرآن کریم موږ په شک، حیرانتیا او سرګردانی کې نه پرېږدي؛ بلکې د دې لپاره روښانه معیار ټاکي:

إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُم مُّحْسِنُونَ.

بېشکه الله له هغو کسانو سره دی چې تقوا کوي او نېکي کوي.
نو د الله ملګرتیا په شعار، جنډه، تنظیم، حزب او دعوه نه ثابتېږي؛ بلکې په تقوا، نېکی، عدالت او د حق په لار کې ثابتېږي.
ځکه مهمه دا نه ده چې موږ ووایو:
الله زموږ سره دی.
مهمه دا ده چې زموږ کړنې داسې وي چې د قرآن کریم د معیار له مخې موږ د هغو کسانو له ډلې شو چې الله ورسره دی.

نو الله د شعارونو، جنډو او تنظیمونو له نومونو سره نه، بلکې له متقیانو او نېکو کسانو سره دی.
دعوه اسانه ده؛ معیار قرآن دی.

۲ – فتنې: کله چې حق له باطل سره ګډ شي .

سیدنا عمر رضي الله عنه د اسلام دوهم خلیفه و.
د هغه د خلافت پر مهال اسلامي دولت ډېر پراخ شو او هغه د عدالت او د خلکو د حقونو په ساتلو کې ډېر مشهور و.

په ۲۳ هجري کال کې، د مدینې منورې په مسجد نبوي کې د سهار د لمانځه پر مهال، یو کس چې ابولولو فیروز نومېده، حضرت عمر رضي الله عنه په خنجر څو ځله وواهه.
حضرت عمر رضي الله عنه سخت ټپي شو او پر ځمکه ولوېد.

له ټپي کېدو وروسته مسلمانانو هغه له مسجد څخه کور ته یووړ. کله چې ورته وویل شول چې د مرګ وخت یې نږدې دی، هغه د خپل رب د ملاقات لپاره چمتووالی ونیو.
د لمانځه په اړه یې ډېر ټینګار وکړ او د مسلمانانو د چارو په اړه یې هم وصیتونه وکړل.

حضرت عمر رضي الله عنه وروسته د مدینې منورې په نبوي مسجد کې، د رسول الله ص او حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.

د هغه شهادت د اسلامي تاریخ له مهمو پېښو څخه دی، ځکه هغه د خلافت په موده کې د عدالت، ساده ژوند، زهد او د رعیت د مسؤولیت لپاره ځانګړی نوم درلود.

ابن سبا او د هغه ملګری څنګه وتوانېدل چې ځینې مسلمانان په دې قانع کړي چې خلیفه عثمان بن عفان رضي الله عنه، ذوالنورین، ظالم او سرکښ دی؛ تر دې چې هغوی د هغه پر ضد پاڅون وکړ او هغه یې په داسې حال کې وواژه چې قرآن کریم یې تلاوت کاوه؟

عبدالرحمن بن ملجم، چې خلکو ته به د لمانځه، دین او قرآن خاوند ښکارېده، څنګه په دې قانع شو چې امام علي بن أبي طالب رضي الله عنه، په داسې حال کې چې لمانځه ته روان وي، وژل یې داسې عمل دی چې د الله تعالی د نږدېوالي سبب ګرځي؟

او هغه کسان چې د حسن بن علي رضي الله عنه د مسمومولو په پېښه کې یې برخه واخیسته، څنګه یې هغه حرمت، مینه او درناوی له پامه وغورځاوه چې د دوی مخې ته موجود و، تر دې چې د رسول الله ص د لمسي وژل ورته په ذهن کې ممکن وګرځېدل؟

او د یزید د لښکر هغه کسان څنګه دې ته ورسېدل چې د رسول الله ص لمسی، حسین بن علي رضي الله عنه، ووژني؛ بیا یې د هغه له جسد سره داسې چلند وکړ لکه چی دداکتر شهید نجیب الله او شهید احمد زی دجسد سره وشوه او سر یې ترې پرې کړ، په داسې حال کې چې هغوی باور درلود چې څه کوي، هماغه حق دی؟

په دې ټولو پېښو کې خلک حیران پاتې شوي دي.
داسې بېلګې ډېرې دي، او د خلکو د قانع کولو لارې تر هغو هم ډېرې دي:
کله د دین په نوم،
کله د ډلې او جماعت په نوم،
کله د وطن په نوم،
کله د اطاعت په نوم،
او کله د واک او حکومت د څوکی په نوم.

خو هغه پوښتنه چې موږ باید پرې ودرېږو، یوازې دا نه ده چې: هغوی څنګه قانع شول؟
بلکې مهمه پوښتنه دا ده:
کله چې انسان په فتنه کې داخل شي، د هغه تګلاره باید څه وي؟
خلک ټول یو شان نه دي چې د حق د پېژندلو او له باطل څخه د هغه د بېلولو توان ولري.

محترمو دوستانو !

د ډاکټر صاحب نجیب الله ملي مصالحه , د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې باید ووایو .
چی د اسلام لومړی پیغام؛ اصلاح او سوله ده
الله سبحانه وتعالی فرمایي:
وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا.
او که د مؤمنانو له دوو ډلو څخه یوه له بلې سره جګړه وکړي، نو د هغوی ترمنځ اصلاح وکړی.

دا مبارک آیت زموږ د بحث لپاره ډېر مهم دی.
الله تعالی د مومنانو ترمنځ د جګړې په صورت کې د جګړې د پراخولو حکم نه کوي؛ بلکې فرمایي:
فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا: یعنې د هغوی ترمنځ اصلاح وکړی.

د همدې قرآني اصل پر بنسټ، د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې او مصالحې هڅه یو مهم اسلامي مفهوم دی.

الله تعالی فرمایي:
إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ
بېشکه مومنان سره وروڼه دي؛ نو د خپلو دوو وروڼو ترمنځ اصلاح وکړی.

افغانان که هر سیاسي نظر ولري، که د هېواد په هره برخه کې ژوند کوي، او که د جګړې په مختلفو اړخونو کې ولاړ وو، د مسلمانانو په توګه د ورورولی اصل باید هېر نه کړي.

دداکتر صاحب نجیب الله ملي مصالحی په خپل مثبت مفهوم کې همدا هڅه کوله .

هغه کسان چې له یو بل سره په جګړه کې دي، د خبرو مېز ته یی راولي.
هغه کسان چې له یو بل سره اختلاف لري، د ګډ تفاهم لاره ورته پیدا کوي.
او هغه ملت چې د جګړې له امله ټوټه شوی وي، د یووالي پر لور یې بیايي.

الله تعالی فرمایي:
وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ.
او که هغوی سولې ته مایل شول، ته هم هغې ته مایل شه او پر الله توکل وکړه؛ بېشکه هغه اورېدونکی او پوه دی.

دا د سولې په اړه د قرآن کریم له تر ټولو مهمو لارښوونو څخه ده.

د دې آیت روح دا دی چې کله د سولې فرصت پیدا شي، باید د سولې دروازه پرانیستې وساتل شي.

دداکتر صاحب نجیب د جګړې په منځ کې د سولې غوښتنه کمزوري نه وه .

دداکتر صاحب د جګړې په منځ کې د سولې غوښتنه د عقل، تدبیر او اصلاح غوښتنه وه .
——

د ډاکټر نجیب الله د ملي مصالحې مفکوره یوه اسلامی , شرعی او افغانی مفکوره وه .

د افغانستان د اوږدې جګړې په یوه حساس پړاو کې ډاکټر نجیب الله د ملي مصالحې سیاست مطرح کړ.

د دې سیاست مهمه مفکوره دا وه چې د افغانستان جګړه یوازې په پوځي وسیلو پای ته نه رسېږي، بلکې د سیاسي تفاهم، خبرو، اوربند، د مخالفو لورو د ګډون او د یوې سیاسي حل لارې اړتیا هم شته.

د ملي مصالحې په چوکاټ کې د مخالفو سیاسي او پوځي لورو سره د خبرو او د جګړې د سیاسي حل موضوع مطرح شوه.

[ د داکتر صاحب دسولې هغه فرصتونه چې باید هېر نه شي ]

[ د حزب اسلامي د مرکزي شورا غړي، استاد مزمل صاحب، تېره اوونی په رسنیو کې وویل چې ډاکټر نجیب‌الله له سلو څخه زیاتو مواردو کې جهادي مشرانو ته د سولې پیغامونه او وړاندیزونه استولي وو، او له دېرشو څخه زیات ځله یې خپل استازي عربي هېوادونو او نورو هېوادونو ته لېږلي وو، څو د جهادي مشرانو ترمنځ د سولې زمینه برابره شي؛ خو د نوموړي په وینا، هغه وړاندیزونه ونه منل شول.

همدارنګه، د پارلمان پخواني وکیل او د حزب اسلامي د مرکزي شورا محترم غړي، عبدالودود پنجشیري صاحب ، په رسنیو کې ویلي دي:

کاشکې موږ د ملي مصالحې وړاندیز منلی وای؛ نن به په ذلت کې نه وو.

دا څرګندونې یوه مهمه تاریخي پوښتنه راولاړوي ]

ایا د افغانستان په وروستي تاریخ کې داسې فرصتونه موجود وو چې د جګړې پر ځای د خبرو، مصالحې او سیاسي حل له لارې د هېواد د راتلونکي لوری بدل شوی وای؟

د تاریخ تر ټولو مهم درس دا دی چې د سولې فرصتونه باید د سیاسي اختلافاتو قرباني شوی نه وایی .

نن چې هېواد له تېرو لسیزو څخه د خپلو تجربو په اړه قضاوت کوي، اړینه ده چې ټول اړخونه خپل تېر دریځونه په صداقت وڅېړي او د راتلونکي لپاره له هغو څخه درس واخلي.

تاریخ یوازې د تېر وخت کیسه نه ده؛ د راتلونکي لپاره هم درس دی.

دداکتر صاحب دملی مصالحی د سیاست رسمي موخه د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو او د سیاسي تفاهم د رامنځته کولو له هڅو سره تړلې وه.
د هغه حکومت د سیاسي نظام د پراخولو او د مخالفو ډلو د ګډون لپاره هم اقدامات مطرح کړل.

نو که موږ یوازې د ملي مصالحې د اصل په اړه خبرې کوو، باید هغه د قرآن کریم د همدې اصولو په رڼا کې وګورو:

اصلاح، سوله، یووالی، خبرې، عفوې ته زمینه او د وینې د تویېدو مخنیوی.

—
قرآن کریم د سولې لپاره د خبرو لار پرانیزي :

الله تعالی فرمایي: وَالصُّلْحُ خَيْرٌ. او سوله غوره ده.

ګرانو دوستانو!
دا یوه ډېره لنډه، خو ډېره ژوره قرآني جمله ده: وَالصُّلْحُ خَيْرٌ
یعنې سوله غوره ده.

کله چې موږ د افغانستان د اوږدو جګړو تاریخ وینو، د دې آیت اهمیت لا زیات څرګندېږي.

که د دوو انسانانو، دوو ډلو یا دوو سیاسي اړخونو ترمنځ اختلاف په خبرو او تفاهم حل کېدای شي، نو د وینې تویولو پر ځای اصلاح غوره ده.

همدا دداکتر صاحب نجیب الله د ملي مصالحې د مثبت مفهوم بنسټ وه .

—

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنت کې د مصالحې مقام

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِأَفْضَلَ مِنْ دَرَجَةِ الصِّيَامِ وَالصَّلَاةِ وَالصَّدَقَةِ؟ قَالُوا بَلَى، قَالَ إِصْلَاحُ ذَاتِ الْبَيْنِ

ایا تاسو ته د روژې، لمانځه او صدقې له درجې څخه د غوره عمل خبر درکړم؟ … هغه د خلکو ترمنځ اصلاح کول دي.

نو اصلاح یوازې سیاسي اصطلاح نه ده.

اصلاح نبوي اخلاق دي.
مصالحه اسلامي مفهوم دی.
د خلکو ترمنځ د سولې راوستل د ستر خیر له اعمالو څخه دي.

—

نو د مسلمانانو ترمنځ د جګړې پای ته رسول او د سولې رامنځته کول د اسلام له روح سره ژوره اړیکه لري.

—
الله تعالی فرمایي: وَلَا تَقْتُلُوا النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلَّا بِالْحَقِّ

او هغه نفس مه وژنی چې الله حرام کړی دی، مګر په حقه توګه.

افغانستان د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې د بې شمېره انسانانو د وینې شاهد پاتې شوی دی.

هره کورنی د جګړې له درد سره مخ شوې ده.
چا خپل پلار له لاسه ورکړی.
چا خپل ورور.
چا خپل زوی.
چا خپله لور.
چا خپل کور.
چا خپل وطن.
نو کله چې یو سیاسي حرکت د جګړې د پای ته رسولو، د اوربند او د خبرو هڅه کوي، باید د انسان د ژوند د ژغورلو له اسلامي اصل سره یې اړیکه هم وڅېړل شي.

—

د داکتر صاحب ملي مصالحې تر ټولو ښکلی اړخ همدا دی :

د ملي مصالحې په مثبت مفهوم کې تر ټولو مهم ټکی دا دی:
همدا به یی ویلی دښمن باید تل دښمن پاتې نه شي.
د جګړې مخالف لوری کولای شي سبا د خبرو ملګری شي.
هغه څوک چې پرون له موږ سره په جګړه کې و، کولای شي سبا زموږ د هېواد د سولې په جوړولو کې شریک شي.

دا د داکتر صاحب د مصالحې روح وه .

قرآن کریم فرمایي:
ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ.
بدي په هغه څه دفع کړه چې غوره وي؛ نو ناڅاپه به هغه څوک چې ستا او د هغه ترمنځ دښمني وه، داسې شي لکه نږدې دوست.

دا د داکتر صاحب د مصالحې له تر ټولو ښکلو روحاني اصولو څخه وه :
دښمني په دوستی بدلېدلای شي.

الله تعالی فرمایي:

وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ.
باید عفوه وکړي او تېر شي؛ ایا تاسو نه خوښوی چې الله تاسو وبخښي؟

ملي مصالحه هم هغه وخت ژوره معنا پیدا کوي چې د راتلونکي لپاره د کینې او انتقام پر ځای د عفوې، اصلاح او ګډ ژوند فکر رامنځته شي.
چه همدا دداکتر صاحب فکر وه او ویلی به یی چی :
عفوه د حق له منځه وړل نه دي.
عفوه د انتقام له دوام څخه د ټولنې ژغورل دي.
او اصلاح د راتلونکو وینو د مخنیوي هڅه ده.

ګرانو هېوادوالو!

که موږ د ملي مصالحې مفهوم د قرآن کریم په رڼا کې وګورو، نو یو مهم پیغام ترې ترلاسه کوو:

افغانستان په جګړه نه، بلکې په تفاهم جوړېږي.

افغانستان په انتقام نه، بلکې په عدالت او اصلاح رغېږي.

افغانستان په تفرقه نه، بلکې په یووالي قوي کېږي.

افغانستان هغه وخت پرمختګ کوي چې افغانان د اختلافونو باوجود د ګډ وطن لپاره یو ځای کار وکړي.

همدا د ملي مصالحې مثبت روح دی.

—

الله تعالی فرمایي:
إِنَّ هَٰذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ.
بېشکه دا ستاسو امت یو امت دی او زه ستاسو رب یم؛ نو زما عبادت وکړی.

افغانستان هم د ګډ وطن مفهوم ته اړتیا لري.
موږ کولای شو په سیاست کې مختلف نظرونه ولرو.
کولای شو په فکر کې مختلف واوسو.
کولای شو په سیاسي لارو کې اختلاف ولرو.
خو اختلاف باید د وطن د له منځه وړلو سبب نه شي.

د اختلاف تر څنګ ګډ ژوند ممکن دی.
او د ګډ ژوند تر ټولو مهم اصل ملي مصالحه ده.

—

د ملي مصالحې په اړه زموږ مثبت دریځ دادی چی :

موږ د ډاکټر نجیب الله د ملي مصالحې مفکوره د سولې، اصلاح، خبرو، ملي یووالي او د جګړې د پای ته رسولو له مثبت اړخ څخه د قرآن کریم او نبوي سنتو په رڼا کې ګورو.

درنو وروڼو او خوېندو!

قرآن کریم موږ ته وايي: وَالصُّلْحُ خَيْرٌ . سوله غوره ده.

قرآن کریم موږ ته وايي: فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ.
د خپلو وروڼو ترمنځ اصلاح وکړی.

قرآن کریم موږ ته وايي: وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا
که هغوی سولې ته مایل شول، ته هم هغې ته مایل شه.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو ترمنځ اصلاح د ستر خیر په توګه بیان کړې ده.

نو که موږ د ډاکټر نجیب الله د ملي مصالحې مفکوره یوازې د سولې، اصلاح، ملي تفاهم، د جګړې د پای ته رسولو او د افغانانو د یو ځای کېدو له همدې مثبت مفهوم څخه وګورو، نو دا مفاهیم د قرآن کریم او نبوي سنتو له مهمو لارښوونو سره د جدي پرتله او تأمل وړ دي.

زموږ وطن نورې وینې نه غواړي.

زموږ ماشومان جګړه نه غواړي.

زموږ میندې د خپلو زامنو تابوتونه نه غواړي.

افغانستان سولې، عدالت، یووالي او آبادی ته اړتیا لري.

او د قرآن کریم غږ دی: وَالصُّلْحُ خَيْرٌ .
سوله غوره ده.

داکتر صاحب نجیب الله !

د زمانې په بې‌وفایی مه خپه کېږه؛ ډېر ځله سپو د زمریانو پر مړو نڅا کړې ده.
دا فکر مه کوه چې د هغوی په نڅا سره به له خپلو بادارانو پورته شي.
زمریان تل زمریان وي، او سپي تل سپي وي.

لا تأسفنَّ على غدرِ الزمان، لطالما رقصت على جثثِ الأسودِ كلابٌ. لا تحسبنَّ برقصِها تعلو على أسيادِها، تبقى الأسودُ أسودًا، والكلابُ كلابًا.

شهید ډاکټر صاحب نجیب الله!

مه خفه کېږه چې نن هم ستا پر نوم د تکفیر تورونه لګول کېږي. هغه کسان چې پرون یې امان الله خان کافر باله، نن یې د هماغه تاریخ له سیوري څخه ستا پر نوم د کفر حکمونه راوباسي.

تا خپل وخت تېر کړ، خو تاریخ لا هم روان دی.
خلک به خبرې کوي، خو تاریخ به حقیقت لیکي.

مه خفه کېږه، داکتر صاحب نجیب!
ځینې نومونه په مرګ نه ختمېږي؛ بلکې د تاریخ په پاڼو کې لا ژوندي پاتې کېږي.

ډاکټر صاحب، شهید نجیب‌الله!

نن، له کلونو واټن وروسته، ستا په اړه زموږ ډېرې پخوانی خبرې بیا ذهن ته راګرځي.
زموږ ولس پر تا ډېرې نیوکې وکړې، ملنډې یې درباندې ووهلې؛ چا ویل کمونیست یې، چا ویل ملحد یې، چا ویل قاتل یې.
ستا د ملي مصالحې طرحه مو ونه منله، ستا پر هڅو مو شک وکړ او د هغه څه پر وړاندې مو سترګې پټې کړې چې هغه مهال دې د افغانستان لپاره ترسره کول.

په افغانستان کې دې د ترسره کړو کارونو له امله مو ستا سپکاوی وکړ او بې‌پروايي مو درسره وکړه.

خو نن، چې د هېواد حالات ګورو، ډېرې پوښتنې راته پیدا کېږي. داسې احساس کوو، چی اوس افغانستان بې‌وسلې او بې‌وسایلو وینې بهوي.
ستا له تګ وروسته کابل وران شو، په زرګونو خلک ووژل شول، کافي وسلې او مهمات پاکستان ته انتقال شول، حاکم نظام څه نه لري او نه کوم نړیوال ملاتړ او مرسته ورسره شته.

سړي او جنګیالي شته، او اوس تر پخوا لا ډېر سخت او توند شوي دي؛ خو په افغانستان کې د دې محاذ مشري څوک کوي؟

رهبر نشته؛ معلومه نه ده چې څوک یې مشري کوي. څوک یې مالي تمویلوي؟ څوک یې ملاتړ کوي؟
او څوک ورسره مرسته کوي؟
زما په اند، داسې رښتینی او پیاوړی مشر نه ښکاري چې دومره واک او نفوذ ولري چې د پاکستان د هرې ورځې د بمباری مخه ونیسي او یا د دومره سختو جګړو مشري وکړي.

کاشکې، داکتر صاحب نجیب‌الله ، ته نن زموږ په منځ کې وای!

که ته کمونیست وې، که ملحد وې، که قاتل وې، که دروغجن وې، که منافق وې، یا که اصلاحي او مصلح وې .
که څه هم زه له دې ټولو تورونو او نومونو سره سخت اختلاف لرم .
خو نن راته یو حقیقت تر ډېرو پخوانیو خبرو روښانه شوی دی:

افغانستان یوازې شعارونو ته نه، بلکې د داسې یوه مشر، نظام او ملي فکر تږي دی چې د هېواد د بقا لپاره ودرېږي.

نن په هر څه کې د تېر وخت ډېرې خبرې راته بیا راژوندی کېږي. افغانستان او افغان ولس په دې سختو شرایطو کې د داسې رهبری اړتیا لري چې هېواد راټول کړي، د افغانانو وینه ودروي او د وطن د ټوټه کېدو مخه ونیسي.

داکتر صاحب نجیب الله .
موږ ستا پر وړاندې ډېرې خبرې وکړې؛ نن تاریخ له موږ پوښتنه کوي چې ایا هغه وخت مو ستا خبرې سمې اورېدلې وې که نه؟

محترمو افغانانو دخدای په خاطر !
د پرون له تېروتنو عبرت واخلی.
د خپل وطن وینه نوره مه تویوی.
د پردیو د جګړو قرباني کېدل بس کړی.
افغانستان مه پرېږدی چې بیا د جګړې، وینې او ورانی په میدان بدل شي.

وطن مو وژغوری؛ ځکه که افغانستان له لاسه ورکړو، بیا به د ملامتولو لپاره نه وطن پاتې وي او نه راتلونکی نسل.

اې لوی او مهربان الله!
موږ ته د قرآن کریم د هدایت په رڼا کې د سولې، اصلاح او یووالي توفیق راکړه.
زموږ زړونه له کینې، تعصب، انتقام او دښمنی څخه پاک کړه.

د افغانستان له خلکو څخه جګړه، وینه تویونه، کینه، انتقام او تفرقه لرې کړه.

زموږ وطن ته تلپاتې سوله، امنیت، عدالت، ملي یووالی او سوکالي ورکړه.

افغانان د یو بل د وژلو پر ځای د یو بل د ژغورلو، د یو بل د ماتولو پر ځای د یو بل د منلو، او د اختلاف پر ځای د تفاهم لور ته هدایت کړه.

اللهم أصلح ذات بیننا، وألّف بین قلوبنا، واهدنا سبل السلام.

اې الله! زموږ ترمنځ اصلاح راوله، زموږ زړونه سره یو کړه او د سولې لارو ته مو هدایت کړه.

آمین یا رب العالمین.
وَالسَّلَامُ عَلَىٰ مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَىٰ
او سلام دی وی پر هغه چا چی دهدایت پیروی کوی .

د برلین دېوال

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320