ګرانو هېوادوالو، وروڼو او خوېندو.
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته .
له تاسو هیله کوم چې لاندې لیکنه په غور او دقت ولولی، او وروسته خپل نظرونه او وړاندیزونه راسره شریک کړی.
ستاسو هر نظر راته ارزښت لري.
زه پوهېږم چې ښايي زما خبرې د ډېرو خلکو خوښې نه شي، او ځینې به مې ، سیکولر او یا په بل نوم یاد کړي؛ هغه تورونه چې ځینو دوستانو تل پر ما لګولي دي.
خو زه باور لرم چې حقیقت باید وویل شي، که هر څومره دروند هم وي.
زه یو داعي یم.
زما د اسلامي دعوت د پیل یوه مهمه شېبه هغه وخت وه، چې زموږ د جومات ملاصاحب، خان عبدالغفار خان، د مسجد له منبر څخه په بېاحترامی کوز کړو او پر هغه د کفر فتوا ورکړه
له هماغې ورځې څخه زما اسلامي دعوت له همدې ځایه پیل شو؛ دعوت د کرکې او دښمنی نه، بلکې د حق، پوهاوي او د اسلام د پیغام د رسولو لپاره.
انشاءالله، تر هغه چې ژوندی یم، خپل دا دعوت به په اخلاص او استقامت سره دوام ورکوم.
ځکه زما لپاره د خلکو خبرې نه، بلکې حق او وجدان مهم دي.
حقیقت دا دی چی :
گگگگگگگگگگگگگگ
له بده مرغه، هغه حقیقت چې موږ نه غواړو وا یې ورو، ویې لولو، ان په یاد یې راوړو او یا یې په اړه خبرې وکړو، دا دی چې د اسلامي تاریخ تر ټولو لویه ستونزه د واکمنی او حکومت ستونزه ده؛ یعنې د خلافت مسئله.
د خلافت په اړه د اختلاف لومړنی تخم د رسول الله ص له وفات څخه لږ وخت وروسته وکرل شو.
دا اختلاف ورو ورو پراخ او پیاوړی شو، تر دې چې د اسلامي دولت په وجود کې یې ژور درز او لوی ټپ رامنځته کړ.
له همدې امله بېلابېلې ډلې او فرقې پیدا شوې او د دوی ترمنځ اختلافونه دومره سخت شول چې ځینو یې د نورو وینې تویول هم روا وګڼل.
نو ناپوهان، مستبدان او افراطيان تل د فکر، اند او نظر له آزادی سره ژوره دښمني لري؛ ځکه چې د فکر آزادي د دوی د زړو، زنګ وهلو او له حقیقت څخه لرې مفکورو بنسټونه لړزوي، د دوی د ناسمو لیدلورو پردې څیروي او د دوی د باطلو استدلالونو حقیقت بربنډوي.
هغوی خپل ژوند د ړندو دودونو، بېځایه تعصبونو او فکري محدودیتونو تر تورو دېوالونو را ایسار کړی وي؛ نو ځکه د آزاد فکر هر غږ، د حق هره چیغه او د حقیقت هر څرک ورته د زغم وړ نه وي.
له همدې امله، د منطق او استدلال پر ځای د زور، جبر او ګواښ لاره خپلوي، څو هغه ژبې خاموشې کړي چې د حق ویلو جرئت لري او هغه فکرونه وځپي چې د حقیقت د څرګندولو هڅه کوي…
نوکله چې حق له باطل سره ګډ شي .
سیدنا عمر رضي الله عنه د اسلام دوهم خلیفه و.
د هغه د خلافت پر مهال اسلامي دولت ډېر پراخ شو او هغه د عدالت او د خلکو د حقونو په ساتلو کې ډېر مشهور و.
په ۲۳ هجري کال کې، د مدینې منورې په مسجد نبوي کې د سهار د لمانځه پر مهال، یو کس چې ابولولو فیروز نومېده، حضرت عمر رضي الله عنه په خنجر څو ځله وواهه.
حضرت عمر رضي الله عنه سخت ټپي شو او پر ځمکه ولوېد.
له ټپي کېدو وروسته مسلمانانو هغه له مسجد څخه کور ته یووړ. کله چې ورته وویل شول چې د مرګ وخت یې نږدې دی، هغه د خپل رب د ملاقات لپاره چمتووالی ونیو.
د لمانځه په اړه یې ډېر ټینګار وکړ او د مسلمانانو د چارو په اړه یې هم وصیتونه وکړل.
حضرت عمر رضي الله عنه وروسته د مدینې منورې په نبوي مسجد کې، د رسول الله ص او حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه تر څنګ خاورو ته وسپارل شو.
د هغه شهادت د اسلامي تاریخ له مهمو پېښو څخه دی، ځکه هغه د خلافت په موده کې د عدالت، ساده ژوند، زهد او د رعیت د مسؤولیت لپاره ځانګړی نوم درلود.
ابن سبا او د هغه ملګری څنګه وتوانېدل چې ځینې مسلمانان په دې قانع کړي چې خلیفه عثمان بن عفان رضي الله عنه، ذوالنورین، ظالم او سرکښ دی؛ تر دې چې هغوی د هغه پر ضد پاڅون وکړ او هغه یې په داسې حال کې وواژه چې قرآن کریم یې تلاوت کاوه؟
عبدالرحمن بن ملجم، چې خلکو ته به د لمانځه، دین او قرآن خاوند ښکارېده، څنګه په دې قانع شو چې امام علي بن أبي طالب رضي الله عنه، په داسې حال کې چې لمانځه ته روان وي، وژل یې داسې عمل دی چې د الله تعالی د نږدېوالي سبب ګرځي؟
او هغه کسان چې د حسن بن علي رضي الله عنه د مسمومولو په پېښه کې یې برخه واخیسته، څنګه یې هغه حرمت، مینه او درناوی له پامه وغورځاوه چې د دوی مخې ته موجود و، تر دې چې د رسول الله ص د لمسي وژل ورته په ذهن کې ممکن وګرځېدل؟
او د یزید د لښکر هغه کسان څنګه دې ته ورسېدل چې د رسول الله ص لمسی، حسین بن علي رضي الله عنه، ووژني؛ بیا یې د هغه له جسد سره داسې بی رحمانه او ظالمانه ، چلند وکړو او سر مبارک یې ترې پرې کړ، په داسې حال کې چې هغوی باور درلود چې څه کوي، هماغه حق دی؟
په دې ټولو پېښو کې خلک حیران پاتې شوي دي.
داسې بېلګې ډېرې دي، او د خلکو د قانع کولو لارې تر هغو هم ډېرې دي:
کله د دین په نوم،
کله د ډلې او جماعت په نوم،
کله د وطن په نوم،
کله د اطاعت په نوم،
او کله د واک او حکومت د څوکی په نوم.
خو هغه پوښتنه چې موږ باید پرې ودرېږو، یوازې دا نه ده چې: هغوی څنګه قانع شول؟
بلکې مهمه پوښتنه دا ده:
کله چې انسان په فتنه کې داخل شي، د هغه تګلاره باید څه وي؟
خلک ټول یو شان نه دي چې د حق د پېژندلو او له باطل څخه د هغه د بېلولو توان ولري.
هیڅوک نه شي کولای د اسلام دوهم خلیفه او درېیم راشدي خلیفه حضرت عثمان رضي الله عنه له برخلیک څخه سترګې پټې کړي، او نه هم د حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه د خلافت پر مهال له پېښو انکار کولای شي.
په دې شخړو کې څومره وینې تویې شوې او څومره سرونه پرې شول!
د اموي خلافت بنسټ د زرګونو مسلمانانو پر کوپړیو او وینو کېښودل شو، نه د رومیانو او پارسیانو پر تورو.
همدارنګه، عباسي خلافت د امویانو پر مړو او ټوټه ټوټه شویو جسدونو جوړ شو.
د دغو دواړو خلافتونو په دوران کې څومره جګړې، شخړې، د خلکو د عزت او ناموس سپکاوی، د سپېڅلو ځایونو بېحرمتي او د انسانانو د وینو تویول ترسره شول!
دا ټول کارونه د خلافت لپاره، د دین په نوم او د دیني عالمانو تر ملاتړ لاندې کېدل.
همدغو دیني مشرانو د دغو ټولو ښکاره سرغړونو لپاره د دیني جواز او مشروعیت پوښ برابر کړی و، په داسې حال کې چې دا کړنې د الله ج د کتاب له لارښوونو سره ښکاره مخالفت درلود.
د اجتهاد او ناسمې دیني توجیه په نوم وینې تویې شوې، کعبه ورانه شوه، مدینه منوره تر برید لاندې راغله، د خلکو سرونه پر نېزو وځړول شول او کورونه وران شول.
ستونزه یوازې دا نه وه چې د لومړیو پېړیو دغو پېښو ته دیني مشروعیت ورکړل شو، بلکې دا ټولې غمجنې پېښې وروسته د راتلونکو نسلونو لپاره د قانون او دیني حکم په توګه هم وکارول شوې.
تر دې چې د واک او خلافت د ترلاسه کولو لپاره زور، غلبه، په نېزو او تورو یرغل او د خلکو په زور واک نیول هم د روا لارو په توګه ومنل شول.
له خلکو څخه یوازې دا غوښتل کېدل چې د زور له لارې واکمن شوي حاکم ته غوږ ونیسي او اطاعت یې وکړي.
نن ورځ چې موږ وینو وینې تویېږي، انسانان ټوټه ټوټه کېږي او سرونه پرې کېږي، دا ټول د هماغه پخواني میراث طبیعي پایله ده؛ هغه میراث چې د الله تعالی د کتاب او د هغه د پیغمبر ص له لارښوونو سره په ټکر کې دی.
نو ډېره د حیرانتیا خبره ده چې ځینې کسان نن د هغو ډلو پر کړنو نیوکه کوي چې د خپل نوم ترڅنګ یې د اسلام نوم هم ورزیات کړی او د انسانانو ژوند ته په سپکه ګوري او وینې تویوي.
د دغو ډلو فکري سرچینه هماغه تاریخ او هغه ګمراه کوونکې فتواوې دي چې د تاریخ په ځینو کتابونو او د فقهې په ځینو کتابونو کې لیدل کېږي.
له همدې امله، تر هغه وخته به موږ بریالي نه شو چې د تفسیر، فقهې او پخواني دیني میراث کتابونه په هر اړخیز ډول له سره و نه څېړو، په ژور فکر او پوهه یې و نه لولو او له هغو ټولو احکامو او قوانینو څخه په بشپړه توګه ځانونه جلا نه کړو چې د الله د کتاب له لارښوونو سره په ټکر کې دي.
تاریخ، که هر څومره ښه وي، سپېڅلی او له تېروتنو پاک نه دی او د دیني قانون سرچینه هم نه شي کېدای؛ بلکې تاریخ د انسانانو جوړ کړی اثر دی چې پکې هم سم او ګټور مطالب شته او هم ناسم او بېارزښته مطالب.
همدارنګه، هغه فتواوې چې په تېرو پېړیو کې د سیاسي شرعي احکامو او د حکومتولی د مسئلو په اړه صادرې شوې دي، باید یوازې د خپل وخت او خپل عصر پورې محدودې پاتې شي.
دا سمه نه ده چې هغه فتواوې دې زموږ پر اوسني عصر هم تطبیق شي.
قرآن کریم او هغه صحیح او پرلهپسې روایت شوې نبوي سنت چې د قرآن له لارښوونو سره سمون لري، یوازې هماغه دوه سرچینې دي چې الله تعالی موږ ته د پیروی امر کړی دی.
له دې پرته نور ټول څه د انسانانو تجربې او لاسته راوړنې دي چې موږ یې د عبرت او پند اخیستلو لپاره مطالعه کوو.
دوهمه برخه :
په قرآن کریم کې د استبدادي نظام ځانګړنې:
او د فرعون بېلګه .
په افغانستان کې د مشرانو د بدلېدو کیسه!
کله چې زموږ له منځه یو مشر ولاړ شي، پر ځای یې بل داسې مشر راڅرګند شي چې تر هغه لا بدتر وي؛ نه د ښهوالي څرک ورسره وي، نه د پرمختګ هیله او نه د ولس د هوساینې کومه نښه.
خلک یې تر تګ وروسته د هغه ارمان کوي، چې پرون یې د تګ دعاوې کولې؛ ځکه نوی راغلی د پخواني په پرتله لا ډېرې ستونزې او بدمرغی له ځان سره راوړي.
د افسوس خبره دا ده چې زموږ په افغانستان کې د مشرانو په بدلېدو سره د خلکو برخلیک نه ښه کېږي، بلکې هر نوی پړاو د تېر پړاو د ارمان سبب ګرځي.
موږ داسې ورځې ته سترګې په لار یو چې د یوه مشر له تګه وروسته د بل له راتګه ونه وېرېږو، بلکې د ښه راتلونکي هیله ورسره پیدا کړو.
ملت د مشرانو د بدلېدو ننداره نه غواړي؛ ملت د خپل ژوند د بدلېدو غوښتنه لري!
ظاهري تقدس، د واک دروغجن غرور او د نورو د برخلیک د ټاکلو تکبر تلپاتې نه دي.
هر فریب یوه ورځ رسوا کېږي، هر دربار یوه ورځ ړنګېږي، او هر هغه څوک چې ځان د کیسې لیکونکی ګڼي، یوه ورځ د خپلې کیسې د پای کرښې ته رسېږي.
د فریب عمر لنډ دی، د واک غرور پای لري، او د وخت له پرېکړې هېڅوک خوندي نه دي.
فَلْسَفَةُ ٱلنِّفَاقِ وَٱلْكَذِبِ فِي عَالَمِ ٱلْمُوَظَّفِينَ: ٱلطُّيُورُ عَلَى أَشْكَالِهَا تَقَعُ !
دکارکوونکو په نړی کې د منافقت او دروغو فلسفه؛ هر مرغه له خپل رنګ او خوی سره ملګری کېږي.
گگگگگگگگگگگگگگگگ
په قرآن کریم کې د استبدادي نظام ځانګړنې:
د فرعون بېلګه .
قرآن کریم فرعون یوازې د یوه ظالم انسان په توګه نه راپېژني، بلکې د هغه له لارې د یوه بشپړ استبدادي نظام ځانګړنې هم څرګندوي.
دا نظام پر غرور، د خلکو پر وېشلو، د هغوی پر کمزوري کولو، د حقیقت پر انحصار او د واک د ساتلو لپاره د زور او تبلیغاتو پر کارولو ولاړ و.
لاندې هغه آیتونه او ځانګړنې دي چې د فرعون د واکمنی دا بڼه راښيي.
۱. غرور او د واک انحصار .
إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ.
بېشکه فرعون په ځمکه کې لويي او سرکښي کوله.
استبداد هغه وخت پیلېږي چې واکمن واک خپل شخصي حق وګڼي، ځان تر خلکو لوړ وبولي او ځان د هغوی پر وړاندې مسؤول ونه ګڼي.
۲. د ټولنې وېشل او د خلکو په خپلمنځي اختلافاتو بوختول
وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا.
او د هغې سیمې خلک یې په ډلو ووېشل.
فرعون د خلکو وېشل یوازې د یوې عادي تګلارې په توګه نه کول، بلکې د واک د ټینګولو لپاره یې کارول.
کله چې خلک په خپلمنځي دښمنیو او اختلافاتو کې ښکېل شي، نو خپل ځواک په خپلو کې پر شخړو لګوي.
په دې توګه ګډې ګټې او ګډ حقونه هېرېږي او د ظلم پر وړاندې د درېدو توان یې کمېږي.
۳. د خلکو کمزوري کول او سپکول، څو د هغوی اطاعت ترلاسه کړي
يَسْتَضْعِفُ طَائِفَةً مِنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَاءَهُمْ وَيَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ.
د هغوی یوه ډله یې کمزورې کړې وه؛ د هغوی زامن یې وژل او ښځې یې ژوندی پرېښودې.
فرعون یوازې پر یوې ډلې واک نه چلاوه، بلکې هغوی یې په قصدي ډول کمزوري کول او ځورول.
کله چې د ټولنې یوه ډله تر ظلم او سپکاوي لاندې وساتل شي او نور خلک د هغې پر ځورولو عادت شي، نو په ټولنه کې وېره خپرېږي او خلک ورو ورو له ظلم سره جوړجاړي ته اړ کېږي.
په دې توګه د یوې ډلې ځپل د ټولې ټولنې د وېرولو او تر خپل واک لاندې راوستلو وسیله ګرځي.
۴. د واک پر وړاندې مخالفت د دین او امنیت لپاره ګواښ ګڼل
إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ.
زه وېرېږم چې هغه به ستاسو دین بدل کړي، یا به په ځمکه کې فساد خپور کړي.
فرعون هڅه کوله چې د موسی علیه السلام دعوت د دین او ټولنې لپاره خطر وښيي.
په استبدادي نظامونو کې هم کله ناکله مخالف کس د اصلاح غوښتونکي پر ځای د دین، امنیت او نظم دښمن معرفي کېږي.
په دې توګه د ټولنې د ساتنې په نوم خپله ټولنه وېروي او هر ډول بدلون خطرناک ورته ښکاره کوي.
۵. د حقیقت انحصار او ځان د سمې لارې یوازینی لارښود ګڼل
مَا أُرِيكُمْ إِلَّا مَا أَرَى وَمَا أَهْدِيكُمْ إِلَّا سَبِيلَ الرَّشَادِ.
زه تاسو ته یوازې هغه څه درښیم چې زما په نظر سم دي، او زه تاسو ته یوازې د سمې لارې لارښوونه کوم.
استبدادي واکمن یوازې دا نه غواړي چې خلک یې پرېکړې ومني، بلکې غواړي د سم او ناسم تعریف هم یوازې د ده په لاس کې وي.
هغه خلکو ته دا باور ورکوي چې یوازې د ده نظر سم دی او هر څوک چې مخالفت ورسره کوي، پر ناسمه لار روان دی.
په دې توګه د هېواد او خلکو ګټې د یوه واکمن په نظر کې راټولېږي او پر هغه نیوکه د حقیقت پر وړاندې مخالفت ګڼل کېږي.
۶. د خلکو د غولولو لپاره د تبلیغاتو او عامه نندارو کارول.
قَالُوا أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَابْعَثْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَاحِرٍ عَلِيمٍ.
هغوی وویل: موسی او ورور یې لږ وځنډوه او ښارونو ته راټولوونکي ولېږه، چې ټول تکړه جادوګران درته راولي.
مَوْعِدُكُمْ يَوْمُ الزِّينَةِ وَأَنْ يُحْشَرَ النَّاسُ ضُحًى.
ستاسو د وعدې وخت د جشن ورځ ده، او دا چې خلک به د ورځې په لومړیو ساعتونو کې راټول کړل شي.
فرعون غوښتل چې له موسی علیه السلام سره مقابله په یوه لویه عامه ننداره بدله کړي، څو خلک تر اغېز لاندې راولي او د خلکو نظرونه خپلې خوښې ته برابر کړي.
دا پېښه موږ ته د تبلیغاتو او رسنیزو نندارو د ناسمو کارونو خطر راپه ګوته کوي؛ یعنې کله چې د حقیقت پر ځای ظاهري انځور وړاندې شي او هڅه وشي چې خلک یوازې هغه څه وویني چې واکمن یې غواړي.
۷. د سزا د واک کارول او د مخالفانو وېرول
آمَنْتُمْ لَهُ قَبْلَ أَنْ آذَنَ لَكُمْ.
ایا تاسو له دې مخکې ایمان راوړ چې ما اجازه درکړې وای؟
او بیا یې ګواښ وکړ:
فَلَأُقَطِّعَنَّ أَيْدِيَكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ مِنْ خِلَافٍ وَلَأُصَلِّبَنَّكُمْ أَجْمَعِينَ.
زه به خامخا ستاسو لاسونه او پښې له مخالفو اړخونو پرې کړم او تاسو ټول به پر دار وځړوم.
کله چې جادوګرانو پر موسی علیه السلام ایمان راوړ، فرعون دا د خپل امر سرغړونه وګڼله او د سختې سزا ګواښ یې ورته وکړ.
له دې څخه څرګندېږي چې فرعون غوښتل ان د خلکو د ایمان او عقیدې په اړه هم د اجازې واک له ځان سره وساتي.
کله چې سزا د حقونو د ساتلو پر ځای د مخالفانو د وېرولو لپاره وکارول شي، نو عدالت خپل اصلي هدف له لاسه ورکوي او وېره د واک د ساتلو وسیله ګرځي.
۸. د هېواد شتمنی د شخصي ویاړ وسیله ګرځول.
يَا قَوْمِ أَلَيْسَ لِي مُلْكُ مِصْرَ وَهَذِهِ الْأَنْهَارُ تَجْرِي مِنْ تَحْتِي.
اې زما قومه! ایا د مصر پاچاهي زما نه ده؟ او ایا دا ویالې زما تر واک لاندې نه بهېږي؟
فرعون د مصر پاچاهي او روانې ویالې د خپل واک د حقانیت د ثابتولو لپاره یادولې.
د استبداد یوه نښه دا ده چې واکمن د هېواد شتمنی او سرچینې داسې وړاندې کړي لکه د ده شخصي ملکیت چې وي.
په دې حالت کې د هېواد شتمنی، سرچینې او لاسته راوړنې د خلکو د خدمت پر ځای د واکمن د شخصي عظمت او د هغه د واک د ټینګولو وسیله ګرځي.
۹. د خلکو د عقلونو سپک ګڼل او پر ظاهري ښکلا غولېدل.
فَاسْتَخَفَّ قَوْمَهُ فَأَطَاعُوهُ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ.
نو هغه خپل قوم سپک وګاڼه او هغوی یې اطاعت وکړ؛ بېشکه هغوی سرغړاند خلک وو.
د فرعون د قوم اطاعت یوازې د هغه د زور پایله نه وه؛ بلکې هغه د خلکو پر فکرونو او پرېکړو هم اغېز وکړ، تر دې چې د هغه اطاعت یې وکړ.
استبداد یوازې د یوه واکمن په زور نه رامنځته کېږي، بلکې کله ناکله د ټولنې له هغې کمزوری هم ګټه اخلي چې خلک خپلواک فکر پرېږدي، په تبلیغاتو غولېږي او د حقیقت پر ځای ظاهري بڼې ته ارزښت ورکوي.
له دې سره د قارون کیسه هم تړاو لري.
کله چې قارون په خپلو ښکلاوو او شتمنی کې د خلکو مخې ته راووت، د دنیا غوښتونکو وویل:
يَا لَيْتَ لَنَا مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ.
کاشکې موږ ته هم د هغه څه په څېر شتمني راکړل شوې وای چې قارون ته ورکړل شوې ده؛ بېشکه هغه د لویې برخې خاوند دی.
کله چې خلک د شتمنی او ظاهري ښکلا تر اغېز لاندې راشي، خو د هغې د سرچینې، عدالت او حقیقي ارزښت په اړه پوښتنې ونه کړي، نو د ظاهري ځلا له امله حقیقت له پامه غورځوي.
په داسې ټولنه کې د بریا معیار هغه څه ګرځي چې ځلېږي، نه هغه څه چې خلکو ته ګټه رسوي.
وروستۍ پوښتنه ؟
که قرآن کریم د فرعون د واکمنی دا ځانګړنې بیان کړې دي، نو زموږ د زمانې په ځینو نظامونو کې یې څومره ورته والی لیدل کېږي؟
څومره داسې نظامونه شته چې خلک وېشي، یوه ډله کمزورې کوي، د حقیقت د تعریف واک یوازې له ځان سره ساتي، خلک له بدلون څخه وېروي، د رسنیو او ظاهري نندارو له لارې د خلکو فکرونه اغېزمنوي او بیا د سمې لارې او ثبات په نوم له خلکو مطلق اطاعت غواړي؟
د قرآن د دې کیسو موخه یوازې د تېر تاریخ بیانول نه دي، بلکې د انسان لپاره پند او عبرت هم دي؛ څو ظلم وپېژني، د حق او باطل توپیر وکړي او د واک، شتمنی او ظاهري تقدس تر اغېز لاندې خپل عقل او وجدان له لاسه ورنه کړي.
محترمو هیوادوالو په یاد ولری :
ټول انبیاء علیهم السلام چې مبعوث شوي دي، او ټول آسماني کتابونه چې نازل شوي دي، موخه یې دا ده چې انسان له دې بتخانې څخه راوباسي، څو دا بتان مات کړي او د یوه الله عبادت کوونکی شي.
ټول انبیاء علیهم السلام د دې لپاره راغلي دي چې دا نړی، چې شیطاني بڼه یې خپله کړې ده، په یوه الهي نړی بدله کړي.
هغوی د دې لپاره نه دي راغلي چې د الله تعالی پر ځمکه خلک ووژني او د زور او جبر له لارې پرې اسلامي حکومتونه جوړ کړي؛ بلکې د انبیاء علیهم السلام دنده یوازې د الله تعالی د پیغام رسول او د هغه تبلیغ کول دي.
هدایت د الله تعالی له لوري یوه رڼا ده.
او څوک چې د دې رڼا خوند وڅکي، بیا له دې پرته د بل څه هیله نه کوي.
نور بیا .
والسلام .
وما علینا الابلاغ المبین .
والله اکبر والمستقبل للا اسلام .
قاضی لودین .
قاهره ، مصر .
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320