د افغان نجونو د زده کړو لپاره یوه تاریخي ولسي چیغه
د قرآن د «اقرأ» په رڼا کې د تړلو ښوونځیو د پرانیستو اسلامي ،انساني او افغا ني غوښتنه
د افغان لوڼو د علم حق، د اسلام لارښوونې او د پنځو کلونو تاریخي درد
ډاکټر محمد همایون همت
۱۱ نومبر ۲۰۲۶
زه د افغانستان له واکمنو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او ټولو افغانانو، که په هېواد کې دي او که له هېواده بهر، په ډېر درناوي او د زړه له کومې غوښتنه کوم: د افغان نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ.
د حجاب، حیا، امنیت او افغاني دودونو د ساتنې لپاره لارې چارې شته. د دغو اندېښنو د حل لار دا نه ده چې زموږ لوڼې د ټول عمر له زده کړو بې برخې شي.
هغه ترانه چې لا مې له یاده نه وځي
هغه ورځې مې هېڅکله نه هېرېږي چې د بلخ د نوبهار په لومړني ښوونځي کې مې زده کړې کولې. همدغه ښوونځی وروسته په منځني ښوونځي بدل شو. موږ یې د زده کوونکو لومړۍ ډله وو چې د منځنۍ دورې زده کړې مو پکې بشپړې کړې. د څلورم ټولګي زده کوونکي وو چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مو د ښوونځي په جشن کې دا ترانه ویله:
«بنگر که اروپا به کجا، ما به کجاییم؛ پسمانده چرا ایم؟»
موږ هغه مهال ماشومان وو. ښايي د نړۍ د پرمختګ په ټولو ماناوو نه پوهېدو، خو دومره مو زده کول چې افغان ماشوم باید د پوهې په لټه کې وي، د خپل هېواد د پرمختګ پوښتنه وکړي او له خپلو ښوونکو د راتلونکي لار زده کړي.
نن چې هغه غږ را په یاد شي، سترګې مې له اوښکو ډکې شي. د ماشومتوب ښوونځي موږ ته د پرمختګ هیلې راکولې؛ خو نن زموږ د هېواد میلیونونه لوڼې او خو بندی د ښوونځیو د دروازو د پرانیستو په تمه دي.
د خپلو خویندو او لوڼو ژړغونی غږ
ما په افغانستان کې له خپلو خویندو، لوڼو او د کورنۍ له نورو نجونو سره خبرې کړې دي. د ځینو زده کړې نیمایي ته رسېدلې وې چې د ټولګیو، کتابونو او ښوونځیو پرېښودو ته اړ شوې. د هغوی خبرې اوس هم زما په غوږونو کې انګازې کوي. په ژړغوني غږ یې راته ویل: «د خدای لپاره، واکمنو ته ووایئ چې د قرآن او سنتو، حجاب، حیا او پردې په چوکاټ کې زموږ د ښوونځیو دروازې راخلاصې کړي. موږ زده کړې غواړو.»
له ټولو درنو مشرانو پوښتم: د هغې نجلۍ په زړه به څه تېرېږي چې د پرون ورځې کتاب یې لا په بکس کې پروت وي، خو نن ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري؟
څوک به هغې ته د پنځو کلونو انتظار بېرته ورکړي؟
په ایران کې د ښځو پوځي روزنه او زموږ د لوڼو د علم حق
د ایران پرېس (Iran Press) خبري سرچینې د ۲۰۲۶ کال د نومبر پر ۱۰مه په تهران کې د «جانفدا» په نوم د ښځو د روزنې د مرکز د پرانیستو خبر خپور کړ [۱].
دې خبر په زړه کې یوه دردناکه پوښتنه راولاړه کړه:
هلته ښځې د خپل هېواد د دفاع لپاره روزل کېږي، خو زموږ افغانه لور د اووم ټولګي د کتاب له پرانیستو هم بې برخې ده.
که ښځې د دومره سختو دندو د زده کولو وړتیا لري، ولې دې زموږ مسلمانې لوڼې د طب، ښوونې، دیني علومو او نورو ګټورو زده کړو فرصت ونه لري؟
زه د ایران د سیاست په اړه قضاوت نه کوم. زما اندېښنه د خپلی افغانې نجلۍ د کتاب، ښوونځي او عزت لپاره ده.
قرآن کریم د علم په اړه څه وایي
د قرآن کریم لومړني نازل شوي آیتونه په «اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ» پیلېږي؛ یعنې د خپل هغه رب په نوم ولوله چې هر څه یې پیدا کړي دي (العلق، ۱–۵). الله سبحانه وتعالی خپل پیغمبر ﷺ ته فرمایي: «وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا»؛ ووایه: اې زما ربه، زما علم زیات کړه (طه، ۱۱۴). په بل ځای کې فرمایي: «قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ»؛ ووایه: ایا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟ (الزمر، ۹).
دا آیتونه د علم لوړ مقام راښيي. له دغو آیتونو څخه د ښوونځیو د ادارې او نصاب ټول جزئیات په یوازې ځان نه شي ټاکل کېدای، خو هېڅوک یې د ناپوهۍ د خپرولو دلیل هم نه شي ګرځولای. په صحیح البخاري، حدیث ۱۰۱، کې روایت دی چې ښځو له رسول الله ﷺ څخه وغوښتل د زده کړې لپاره دې ځانګړې ورځ ورته وټاکي. رسول الله ﷺ د هغوی غوښتنه ومنله [۲]. د نبوي سنتو دا ښکاره بېلګه د ښځو د زده کړې غوښتنې ته درناوی څرګندوي.
د حنفي فقهې په مشهور چوکاټ کې د هر مکلف لپاره د اړینو دیني علومو زده کړه شخصي مکلفیت ګڼل کېږي او د ټولنې د اړتیا وړ ګټور علوم د فرض کفایې په بحث کې راځي. زموږ هېواد ښځینه ډاکټرانو، قابلو، ښوونکو او د نورو مسلکونو ماهرو ښځو ته اړتیا لري.
که نن نجونې له ښوونځیو محرومې کړو، سبا به ښځینه ډاکټرانې او قابلې له کومه کړو؟
د اسلامي نړۍ د عالمانو ښکاره دریځ
د اسلامي همکاریو سازمان نړیوالې فقهي مجمع په خپله ۲۳۹مه پرېکړه کې، چې په ۲۰۲۳ کال کې خپره شوې، څرګنده کړې ده چې د نارینهوو او ښځینهوو لپاره د دیني او دنیوي ګټورو علومو زده کړه حق دی، او له دغو علومو د دواړو جنسونو محرومول د شریعت له حکم سره سمون نه لري [۳]. په همدې پرېکړه کې طب، انجنیري، اقتصاد، طبیعي علوم او نور د ټولنې ګټور علوم هم یاد شوي دي.
د الازهر مشر د ۲۰۲۲ کال د دسمبر پر ۲۲مه د افغان ښځو د پوهنتوني زده کړو د بندېدو په اړه ویلي وو چې دا پرېکړه د اسلامي شریعت د علم غوښتنې له روح سره ټکر لري [۴]. له همدې امله زموږ غوښتنه له دین سره مخالفت نه دی؛ موږ د اسلامي علمي بنسټونو د څرګندونو په رڼا کې د مسلمانې لور د زده کړې حق غواړو.
د پنځو کلونو بندښت یوه کورنۍ او ملي فاجعه
د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د اګست د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲٫۶ میلیونو زیاتې افغانې نجونې له منځنیو زده کړو بې برخې شوې دي [۵]. د یونیسکو او یونیسف د ۲۰۲۶ کال د نومبر د ۴مې ګډ راپور هم دا بندښت تایید کړی او خبرداری یې ورکړی چې په افغانستان کې د ښوونځیو او زده کړو ستونزې ورځ تر بلې ژورېږي [۶].
د یونیسف د ۲۰۲۶ کال د څېړنې له مخې، که دغه بندیزونه دوام وکړي، افغانستان تر ۲۰۳۰ کال پورې د شاوخوا ۲۰ زرو ښځینه ښوونکو او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی [۵].
دا د راتلونکي په اړه وړاندوینه ده؛ مانا یې دا نه ده چې دا ټول کسان لا له لاسه وتلي دي. د یوه ډاکټر په توګه وایم چې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت یوازې د کار او روزګار ستونزه نه ده؛ د مېندو او ماشومانو پر ژوند هم مستقیم اغېز لرلای شي.
زه باور لرم چې د ښوونځیو دا بندې دروازې به یوه ورځ پرانیستل شي او د ښځو پر کار لګېدلي محدودیتونه به هم پای ته ورسېږي. خو هغه نجلۍ چې د زده کړو پنځه کاله یې له لاسه ورکړل، د هغې وخت به څوک بېرته راولي؟
له لاسه تللي فرصتونه، د راتلونکې مور او ښوونکې نیمګړې زده کړې او د یوه نسل په زړه کې پاتې وېرې د یوه فرمان په صادرېدو نه رغېږي. تاریخ به خامخا پوښتنه کوي:
کله چې زموږ لوڼو د علم لپاره ژړل، موږ څه کول؟
د حیا او پردې په چوکاټ کې اسلامي او افغاني عملي حل شته
که د حجاب، د نجونو د امنیت، د ښځینه ښوونکو، د جلا ټولګیو یا نصاب په اړه اندېښنې وي، حکومت، دیني عالمان، کورنۍ او ښوونکي کولای شي په ګډه ورته حل لارې ومومي. د مناسب حجاب، خوندي تګ راتګ، ښځینه ښوونکو او د درسي چاپېریال د تنظیم لپاره عملي لارې جوړېدای شي. تر هغو چې دا چارې سمېږي، د میلیونونو نجونو د زده کړو بشپړ بندول نه د کورنیو درد کموي او نه د هېواد اړتیاوې پوره کوي.
سوله ییزه غوښتنه ټولو افغانانو ته
راځئ، د افغانستان دننه او بهر عالمان، سپین ږیري، میندې، پلرونه، ښوونکي، ډاکټران او ځوانان په ګډ، سولهییز او له درناوي ډک غږ سره یو ځای شو. له خپلو عالمانو د قرآن، صحیح حدیث او معتبرې فقهې دلایل په لیکلې بڼه راټول کړو؛
د حکومت له مسؤولینو سره د خبرو او لیدنو غوښتنه وکړو او د ښوونځیو د ژر پرانیستو لپاره یو روښانه، عملي غوښتنلیک وړاندې کړو.
که اړتیا وه، په پوره درناوي دې د قرآن کریم نسخې له ځان سره یوسو، په ټاکلو او سولهییزو ناستو کې دې د اړوندو دفترونو مخې ته په ادب ودرېږو او ووایو: دا د الله کتاب دی؛ موږ ستاسو مسلمان وروڼه او خویندې یو. له تاسو وسلې او جګړه نه غواړو. د خپلو لوڼو لپاره د «اقرأ» د حکم په رڼا کې د علم دروازې غواړو. قرآن کریم دې زموږ د دلیل، دعا او اخلاقو سرچینه وي، نه د ګواښ یا سپکاوي وسیله.
د نجونو د زده کړو لپاره یوه سراسري ملي ولسي پروژه
د افغانستان دننه او بهر له خپلو هېوادوالو، دیني عالمانو، پوهانو، لیکوالانو، ژورنالیستانو، ښوونکو، ډاکټرانو، نورو متخصصینو او د ټولنې له ټولو خواخوږو پوښتم:
زموږ هر یو څه کولای شي چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیستل شي؟
زه خپله دا لیکنه کوم او دا غږ پورته کوم؛ خو د ښوونځیو پرانیستل د یوه کس له وسه پورته کار دی. ستاسو علمي نظر، سالمه نیوکه، مشوره او ګډه هڅه د دې غوښتنې لپاره ډېر ارزښت لري.
زما وړاندیز دا دی چې د نجونو د زده کړو د بیا پیل غوښتنه د افغانستان د علم، راتلونکي او د ولس د بقا لپاره د یوې سراسري، غیرګوندي او سولهییزې ملي ولسي پروژې په توګه وړاندې کړو.
د هېواد دننه او بهر دې د علماوو، ښځینه او نارینه ښوونکو، میندو او پلرونو، د زده کړو د متخصصینو، ډاکټرانو، لیکوالانو او د مدني ټولنې له باوري استازو څخه د همغږۍ یوه ګډه ډله جوړه شي.
د دې ډلې کار دې د خلکو د نظرونو اورېدل، د دیني او علمي دلایلو راټولول او د عملي حل لارو برابرول وي.
دغه ګډه ډله دې د قرآن کریم، صحیح حدیث، معتبرې فقهې، د اسلامي نړۍ د علمي بنسټونو د څرګندونو او د افغانستان د ښوونیزو او روغتیايي اړتیاوو پر بنسټ یو لنډ، مستند او روښانه عریضلیک برابر کړي.
په عریضلیک کې دې په ښکاره وغوښتل شي چې د نجونو منځني ښوونځي، لېسې او پوهنتونونه د حجاب، امنیت او افغاني ارزښتونو په مراعاتولو ژر پرانیستل شي، او د ښځینه ښوونکو او مناسب درسي چاپېریال لپاره دې عملي ګامونه واخیستل شي.
د دې ګډې غوښتنې په برابرولو کې دې د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د خلکو، د هېواد دننه کورنیو او له هېواده بهر افغانانو نظرونه واخیستل شي. هغه څوک چې په خپله خوښه ورسره موافق وي، کولای شي عریضلیک لاسلیک کړي. د خلکو دغه ګډه او د احترام وړ غوښتنه دې د افغانستان واکمنو ته د خبرو اترو له لارې وسپارل شي.
له اړوندو مسؤولینو دې د لیدنې او لیکلي ځواب غوښتنه وشي او د کار د پرمختګ په اړه دې خلکو ته وخت په وخت رښتینی معلومات ورکړل شي.
زه له هر افغان عالم، لیکوال، ژورنالیست، استاد او متخصص څخه په درنښت غواړم چې یوازې د دې لیکنې په لوستلو بسنه ونه کړي. که غوره علمي دلیل، عملي لاره یا رغنده وړاندیز لري، له ولس سره دې یې شریک کړي.
راځئ په ګډه داسې کار وکړو چې د اختلاف پر ځای د علم د دروازو د پرانیستو په غوښتنه کې سره یو شو.
دا هڅه د شخړې لپاره نه، د خپلو لوڼو د زده کړې او د افغانستان د راتلونکي لپاره ده.
زما دا غږ پېغور نه دی. دا د یوه مسلمان افغان د وجدان، د یوه پخواني زده کوونکي او ښونکی د حافظې او د یوه ډاکټر د مسلکي اندېښنې غږ دی.
له علم څخه د یوه نسل بې برخې کول به زموږ پر ملي وجدان د تاریخي شرم داغ پرېږدي.
د افغانستان واکمنو مشرانو ته په درناوي وایم: د نجونو د زده کړو دروازې پرانیزئ.
پرې نه ږدئ چې د دې پنځو کلونو تاریخي زخم لا ژور شي.
دا پرېکړه به د زرګونو کورنیو دعاوې له ځان سره ولري او زموږ هېواد ته به د خپلې نیمې ټولنې د پوهې او خدمت ځواک بېرته ورکړي.
محمد همایون همت
(MD, PhD) |
۱۱ نومبر ۲۰۲۶
سرچینې
[۱] Iran Press، د تهران د ښځو د «جانفدا» روزنیز مرکز د پرانیستو خبر، ۱۰ نومبر ۲۰۲۶. اصلي سرچینه
[۲] صحیح البخاري، کتاب العلم، حدیث ۱۰۱؛ د ښځو لپاره د ځانګړې ښوونې د ورځې روایت. اصلي سرچینه
[۳] د اسلامي همکاریو سازمان نړیواله فقهي مجمع، پرېکړه ۲۳۹، د ښځو او نارینهوو دیني او دنیوي زده کړې، ۲۰۲۳. اصلي سرچینه
[۴] د الازهر د شیخ اعلامیه، د افغان ښځو د پوهنتوني زده کړو بندښت، ۲۲ دسمبر ۲۰۲۲. اصلي سرچینه
[۵] یونیسف، له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۲٫۶ میلیونو زیاتو افغان نجونو د منځنیو زده کړو محرومیت، ۱۴ اګست ۲۰۲۶. اصلي سرچینه
[۶] یونیسکو او یونیسف، د افغانستان د ښوونې د وضعیت ګډ راپور، ۴ نومبر ۲۰۲۶. اصلي سرچینه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320