د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د یونیسکو نړۍواله ورځ؛ افغانستان له کومو ننګونو سره مخ دی؟
لیکنه: نجیب پاڅون
ماشوم ښوونځي ته د زدهکړې، روزنې او د راتلونکي د جوړولو لپاره ځي، تمه دا وي چې هلته به له درسي کتابونو سره د درناوي، زغم او ګډ ژوند اصول هم زده کړي؛ خو کله چې همدا چاپېریال د وهلو، سپکاوي، ګواښ او تحقیر پر ځای بدل شي، ښوونځی د ماشوم لپاره د زدهکړې پر ځای د وېرې سرچینه ګرځي.
دا ستونزه یوازې د افغانستان نه ده؛ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ماشومان په ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې له فزیکي، رواني او انلاین ځورونې سره مخ دي؛ خو په افغانستان کې د جګړو، بېوزلۍ، د ماشومانو د خوندیتوب د کمزورو سیستمونو او د بدني سزا د دود له امله دا موضوع ځانګړې پاملرنه غواړي.
*** ولې د دې ورځې نومول اړین شول؟
د ملګرو ملتونو د ښوونې، پوهنې او کلتور سازمان (یونیسکو) غړو هېوادونو د ۲۰۱۹ کال په نومبر کې پرېکړه وکړه چې د نومبر لومړۍ پنجشنبه دې د «ښوونځیو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ځورونې، د سایبري ځورونې په ګډون، د مخنیوي نړیواله ورځ» وي.
دا ورځ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۰ کال د نومبر پر پنځمه ونمانځل شوه، د دې ورځې موخه یوازې د ځورونې په اړه د خلکو خبرول نه دي؛ بلکې د ښوونځیو، کورنیو، ښوونکو، حکومتونو او ټکنالوژیکو شرکتونو پام د ماشومانو خوندیتوب ته اړول دي. یونیسکو ټینګار کوي چې ښوونیز تاوتریخوالی د ماشومانو د زدهکړې، روغتیا او هوساینې حق تر پښو لاندې کوي.
ځورونه یوازې وهل او ټکول نه دي، د ماشوم سپکاوی، په ټولګي کې یې د نورو پر وړاندې شرمول، ګواښل، په نومونو یادول، له نورو زدهکوونکو جلا کول، رواني فشار پرې راوستل او د انلاین پیغامونو او ټولنیزو شبکو له لارې ځورول هم د دې ستونزې بېلابېلې بڼې دي.
په ځینو مواردو کې د زدهکوونکو ترمنځ ځورونه رامنځته کېږي؛ خو کله ناکله د ښوونکي، د ښوونځي د کارکوونکي یا بل هغه کس له لوري هم ترسره کېږي چې ماشوم یې تر څارنې لاندې وي. له همدې امله، د ځورونې مخنیوی یوازې د زدهکوونکو د چلند اصلاح نه ده، بلکې د ټول ښوونیز چاپېریال د خوندیتوب موضوع ده.
*** د نړۍ په کچه د ځورونې پراخوالی
د یونیسکو د ۲۰۲۴ کال د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې نږدې له هرو درېیو زدهکوونکو یو یې ویلي چې د تېر کال په اوږدو کې لږ تر لږه یو ځل له فزیکي برید سره مخ شوی دی، همدارنګه، نږدې یو پر درېیمه برخه زدهکوونکي هره میاشت له ځورونې سره مخ کېږي او شاوخوا یو پر لسو ماشومانو سایبري ځورونه تجربه کړې ده.
د دې سازمان په وینا، د ښوونځي ځورونه یوازې د ماشوم پر ورځني ژوند اغېز نه کوي؛ بلکې د هغه پر زدهکړه، رواني روغتیا او ټولنیزو اړیکو هم منفي اغېزې لري، د ځورونې قربانیان د یوازیتوب، بېخوبۍ او ځانوژنې د فکرونو له لوړ خطر سره هم مخ کېدای شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان هم وايي چې د ماشومتوب تاوتریخوالی د انسان پر روغتیا او هوساینې اوږدمهاله اغېزې پرېږدي. له تاوتریخوالي سره مخ ماشومان د اضطراب، خپګان، د زدهکړې د ستونزو او له ښوونځي څخه د پاتې کېدو له لوړ خطر سره مخ کېدای شي.
*** په افغانستان کې د ځورونې پخوانۍ ستونزه
په افغانستان کې په ښوونځیو کې د زدهکوونکو وهل او بدني سزا ورکول نوې موضوع نه ده، د ماشومانو د وهلو، سپکاوي او له سختو سزاوو سره د مخ کېدو په اړه د پخوانیو کلونو څېړنې هم شته.
د افغانستان د پوهنې قانون چې په ۲۰۰۸ کال کې تصویب شوی و، په ۳۹مه ماده کې یې د زدهکوونکو هر ډول فزیکي او رواني سزا منع کړې وه؛ ان که د ښوونکي موخه د ماشوم اصلاح او تأدیب هم وي، د قانون له مخې، د دې مادې سرغړوونکي باید د قانوني احکامو له مخې تر تعقیب لاندې ونیول شي.
خو د قانون شتون د دې معنا نه لري چې سرغړونې هم پای ته رسېدلې وې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان د وضعیت په ارزونه کې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د بدني سزا له قانوني منع سره سره، دا کړنه په ښوونځیو کې لا هم عامه وه، په راپور کې د ښوونځیو د انضباطي کمېټو له خوا د زدهکوونکو د وهلو یادونه هم شوې ده.
د ماشومانو د وهلو او سپکاوي په اړه د پخوانیو څېړنو له ډلې یوه د «له وېرې پرته زدهکړه» په نوم پروژه وه، په ۲۰۰۸ کال کې د ننګرهار په درېیو او د مزارشریف په شلو دولتي ښوونځیو کې د بدني سزا وضعیت څېړل شوی و، د څېړنې د پایلو له مخې، په ځینو ټولګیو کې د زدهکوونکو وهل د نظم ساتلو یوه عادي طریقه ګڼل کېده او د ښوونکو یوه برخه په دې باور وه چې د زدهکوونکو د کنټرول لپاره بدني سزا اړینه ده.
خو همدې څېړنې دا هم وښوده چې د ښوونکو روزنه، د ماشومانو د خوندیتوب د سیستمونو جوړول او د ښوونځیو منظم څارنه د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته کولای شي.
*** د طالبانو تر واک لاندې د زدهکوونکو وضعیت
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان د ښوونې او روزنې په سیستم کې پراخ بدلونونه راغلل، د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه، د ښوونکو د کار وضعیت او د ښوونځیو د ادارې بدلونونه د ماشومانو د زدهکړې او خوندیتوب پر وضعیت هم اغېز لري.
د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په شپږمه د «ښوونځي هلکان هم ناکاموي» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړ، په دې راپور کې د افغانستان په اتو ولایتونو کې له هلکانو او د هغوی له کورنیو سره مرکې شوې وې.
د راپور له مخې، مرکه شویو زدهکوونکو او کورنیو ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ځینو ښوونځیو کې بدني سزاوې زیاتې شوې دي؛ زدهکوونکو د وهلو، څپېړو، په پښو د وهلو او د سهارنیو غونډو پر مهال د نورو زدهکوونکو په وړاندې د سپکاوي کیسې کړې دي.
راپور د یوه زدهکوونکي له قوله لیکي چې د وېښتانو د بڼې او له ځان سره د موبایل لرلو له امله د ښوونځي په غونډه کې وهل شوی او وېښتان یې د نورو زدهکوونکو په وړاندې ورلنډ شوي وو.
دا راپور د ټولو ښوونځیو د وضعیت احصایوي انځور نه وړاندې کوي؛ ځکه څېړنه یې د اتو ولایتونو له مرکو جوړه شوې ده؛ خو د زدهکوونکو دغه څرګندونې په ښوونیز چاپېریال کې د بدني سزا او تحقیر په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
*** د کورني تاوتریخوالي اغېز؛ د ښوونځي له ستونزې سره تړلې موضوع
په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې په ښوونځیو پورې محدود نه دی. د یونیسف او د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۲۰۲۲–۲۰۲۳ کلونو د څو شاخصونو سروې (MICS) ښيي چې د یو او ۱۴ کلونو ترمنځ ۸۷.۶ سلنه ماشومان د سروې تر مخه په یوه میاشت کې په کور کې له بدني سزا یا رواني تېري سره مخ شوي وو.
په دې کې د ماشوم وهل، څپېړه ورکول، چیغې پرې وهل او په سپکو نومونو یادول شامل دي؛ خو باید روښانه شي چې دا شمېرې د کورني تاوتریخوالي په اړه دي، نه په ښوونځیو کې د ځورونې په اړه.
دا شمېرې په ټولنه کې د ماشومانو د روزنې او د تاوتریخوالي د منلو په اړه د اندېښنې وړ وضعیت څرګندوي، کله چې ماشوم په کور کې وهل او سپکاوی د روزنې یوه عادي طریقه وویني، ښايي په ښوونځي او نورو ټولنیزو چاپېریالونو کې هم تاوتریخوالی د ستونزو د حل د یوې منلو وړ لارې په توګه زده کړي.
له همدې امله، د ښوونځي د ځورونې مخنیوی له کورنۍ او ټولنې څخه جلا نه شي ارزول کېدای.
*** د ماشومانو د خوندیتوب مسوولیت د چا دی؟

د ماشومانو د خوندیتوب مسوولیت یوازې د ښوونکي یا د ښوونځي د مدیر پر غاړه نه دی، کورنۍ، ښوونیز بنسټونه، د ماشومانو د حقونو ادارې او د ټولنې مشران ټول په دې برخه کې رول لري.
ښوونکي باید د زدهکوونکو د نظم ساتلو لپاره له بدني سزا او سپکاوي پرته لارې وکاروي، د ښوونځیو او مدرسو ادارې باید د شکایت او راپور ورکولو داسې لارې ولري چې ماشومان وکولای شي له وېرې پرته خپلې ستونزې بیان کړي.
والدین هم باید د خپلو ماشومانو خبرو ته پام وکړي، که ماشوم له ښوونځي یا مدرسې له تلو ډډه کوي، ناڅاپه وېره څرګندوي، په زدهکړو کې یې بدلون راځي یا د ښوونکي او ټولګیوالو په اړه د ځورونې شکایت کوي، کورنۍ باید دا نښې جدي ونیسي.
همدارنګه، د ښوونځي اداره باید د ځورونې شکایتونه په بېطرفۍ وڅېړي، د ماشوم هویت او محرمیت وساتي او د قرباني ماشوم د ملامتولو پر ځای د هغه خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
*** له وېرې پرته زدهکړه؛ یوازې شعار نه، بلکې اړتیا
د ماشومانو د حقونو نړیوال کنوانسیون چې د ۱۹۸۹ کال د نومبر پر ۲۰مه د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تصویب کړ، د ماشومانو د ساتنې، زدهکړې او سالمې ودې لپاره مهم نړیوال معیارونه ټاکي، افغانستان د ۱۹۹۴ کال د مارچ پر ۲۸مه دغه کنوانسیون تصویب کړ.
د کنوانسیون ۱۹مه ماده له دولتونو غواړي چې ماشومان له فزیکي او رواني تاوتریخوالي، زیان او ناوړه چلند څخه خوندي کړي. ۲۸مه ماده د زدهکړې حق ته او ۲۹مه ماده د زدهکړې موخو ته اشاره کوي؛ یعنې زدهکړه باید د ماشوم د شخصیت، وړتیاوو او درناوي د پیاوړتیا لامل شي.
د ماشوم روزنه د هغه په وهلو، سپکولو او وېرولو نه کېږي. د سالمې روزنې لپاره د ښوونکي مسلکي وړتیا، د کورنۍ همکاري، د ښوونځي روښانه اصول او د سرغړونو پر وړاندې حسابورکونه اړین دي.
افغانستان له اوږدو جګړو، بېوزلۍ او تعلیمي بحرانونو سره مخ هېواد دی، په داسې وضعیت کې ښوونځي او مدرسې باید د ماشومانو لپاره د خوندیتوب او هیلې ځایونه وي، نه د وېرې او ځورونې مرکزونه.
نو په همدې توګه د نومبر لومړۍ پنجشنبه یوازې د یوې نړۍوالې ورځې د نمانځلو فرصت نه دی؛ بلکې د دې پوښتنې د مطرح کولو وخت دی چې ماشومانو ته مو په ښوونځیو او مدرسو کې څومره خوندي چاپېریال برابر کړی دی؟
ځکه هغه ښوونځی چې ماشوم پکې له وېرې زدهکړه کوي، د سالمې روزنې او روښانه راتلونکي تمه نه شي ترې کېدای.
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320