د شرارت کوونکو سکتاريستانو په ځواب کې

ژباړه: نجیب پاڅون

52

لیکنه: کاندید اکاډمیسین محمد اعظم سیستانی

ژباړه: نجیب پاڅون

 

کله چې د افغانستان  واکمنان ډیورنډ کرښه تر پوښتنې لاندې راولي او د پښتونستان ملي داعیه مطرح کوي، نو د پاکستان له حکومته مخکې، قومي سکتاريستان تر ټولو سخت غبرګون ښيي او د ډیورنډ کرښې د له منځه وړل کېدو مخالفت کوي.

تازه د همدې سکتاریستانو له ډلې یوه یې د مالیې پخواني وزیر ښاغلي احدي سره په مرکه کې دا ادعا مطرح کړه، چې ګواکې امیر عبدالرحمن خان د ډیورنډ په تړون کې یوازې د قبایلي سیمو خاوره انګرېزانو ته نه ده سپارلې، بلکې د امو سیند شمال ته پرتې ځمکې، یعنې د اوسني تاجکستان او د ترکمنستان پنجده سیمه یې هم روسیې ته ورکړې دي.

دلته دا پوښتنه پیدا کېږي، چې که د افغانستان واکمنان ډیورنډ کرښه نه مني او د هغې غاړې د سیمو د یوځای کېدو خبره کوي، نو ولې دوی د شمالي پولې، یعنې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د روشان (تاجکستان) او پنجده (ترکمنستان) د بېرته یوځای کېدو غوښتنه نه مطرح کوي؟

د پاکستان پلوه سکتاريستانو په ځواب کې باید وویل شي:  

 

۱ – تاریخي، کلتوري او عاطفي ګډ عناصر شته، چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتانه د افغانستان له ولس، په ځانګړي ډول له پښتنو سره نښلوي. دا ډول ګډ احساسات د امو سیند هغې غاړې خلکو کې په تېره د شمالي افغانستان له تاجک او ترکمن قومونو سره نشته.

۲- د پښتونستان ازادۍ‌غوښتونکي ځوانان هره ورځ او هره اوونۍ د افغانستان درې رنګه بیرغ پورته کوي او د «لر او بر یو افغان» شعار ورکوي، چې یا وژل کېږي او یا زندانونو ته اچول کېږي. خو د امو سیند شمال ته داسې کوم حرکت نه شته او نه پخوا و.

۳- ګیله‌من وزیر، چې یو انقلابي شاعر او پښتون مبارز و یو له همدې ازادۍ‌غوښتونکو ځوانانو څخه و. د افغانستان نوم ورته تر ټولو سپېڅلې کلمه وه. هغه د افغان او افغانستان د مینې له امله درې ځله زنداني شو او سختې شکنجې ورکړل شوې، تر څو د پاکستان د توتالیتر رژیم پر ضد له شعر ویلو لاس واخلي؛ خو ان د شکنجې تر سیوري لاندې یې هم د افغانستان نوم پر لوړ غږ یادوه.

هغه په ۲۷ کلنۍ کې، د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۲مه، د پاکستاني استخباراتي اجنټانو له لوري ووژل شو (انا لله و انا الیه راجعون).

د هغه د جنازې په ورځ، په وزیرستان کې لږ تر لږه دوه میلیونه پښتنو ګډون وکړ. د ګیله‌من وزیر مرګ، لږ تر لږه پنځوس میلیونه پښتانه، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، په ویر کې کېنول.

حال دا چې د امو سیند شمال ته د هم‌ژبو قومونو لپاره هيڅوک نه بندي شوي او نه وژل شوي دي.

۴- د ډیورنډ کرښې سویل ته مېشت پښتانه، د برتانوي هند له واکمنۍ راهیسې، داسې یوه ورځ هم نه لري چې د انګرېزانو او وروسته د پاکستان د حکومت پر ضد یې پاڅون نه وي کړی او د پنجاب د واکمنانو پر وړاندې یې خپله کرکه او انزجار نه وي څرګند کړی.

خو د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر مهال، د امو سیند شمال ته داسې کوم ولسي مقاومت نه دی لیدل شوی.

۵- هغه مهم ټکی چې د افغانستان واکمنان د ډیورنډ کرښې د لغوه کولو او د له منځه وړو لپاره اړ باسي هغه دا دی چې دا کرښه په بې‌رحمانه ډول د داسې ولس پر زړه تېره شوې، چې ګډ کلي، ګډې کروندې، ګډې ویالې او کاریزونه، ګډ جوماتونه، ګډې هدېرې او ګډ کلتور لري.

حال دا چې د امو سیند پوله یوه طبیعي پوله ده، چې شاوخوا ۱۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د هغې په ټاکلو کې هېڅ قوم په دوه برخو نه دی وېشل شوی.

۶-  د ډیورنډ کرښې د دواړو غاړو پښتنو کې د پښتونولۍ، ازادۍ‌غوښتنې او د بهرني واک او ځواک پر ضد د مبارزې روحیه، که د روښاني غورځنګ له دورې ورتېر شو، د خوشحال خان خټک له وخته تر ننه پورې نږدې څلور سوه کلنه مخینه لري، او د پاکستان د واکمنۍ پر ضد دا مبارزه هم په تېرو ۷۸ کلونو کې هېڅکله نه ده درېدلې.

د خان عبدالغفار خان، خان عبدالصمد خان او فقیر ایپي (میرزا علي خان) په څېر مشرانو د پښتونستان د ازادۍ لپاره کلونه کلونه زندانونه ګاللي او خپل ژوند یې قربان کړی دی.

د دوی په لاره کې سلګونه نور ځوانان لکه عثمان کاکړ، طاهر داوړ، ارمان لوڼی، عارف افغان، ګیله‌من وزیر، مفتي منیر شاکر او نور د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) له لوري وژل شوي دي.

۷- د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتنو د لوېدیځو او ختیځو یرغلګرو پر ضد جګړو کې د افغانستان له ولس سره اوږه په اوږه جګړه کړې او قربانۍ یې ورکړې دي، حال دا چې د امو سیند شمال ته خلک یوازې نندارچیان پاتې شوي او هېڅ عملي مرسته یې نه ده کړې.

۸- د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو فعاله ونډه اخیستې او زرګونه ځوانان یې قرباني کړي دي، خو د امو سیند شمال ته ان یو کس هم پکې ګډون نه دی کړی.

۹- د سقاوي اغتشاش( اړ دوړ) پر مهال، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې پښتنو د افغانستان د ژغورنې لپاره مهم رول لوبولی او د پکتیا د لښکر سره یوځای یې د خپلو سرونو په قربانۍ کابل ته لاره هواره کړه او ارګ یې له بچه سقاو (حبیب‌الله کلکاني) پاک کړ.

«د جنرال یارمحمد وزیري » د افغانستان د نجات تاریخ» وګورئ»

۱۰- د شوروي یرغل پر مهال، د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو پنځه میلیونه افغان کډوال په پېښور او کوټه کې مېشت کړل او د شوروي ځواکونو پر ضد یې جګړه وکړه، حال دا چې د امو سیند شمال ته خلک یواځې د سندرو په اورېدو او نڅا بوخت وو.

۱۱- د امریکا او متحدینو د یرغل پر مهال هم، د ډیورنډ هغې غاړې پښتنو د افغان کډوالو کوربتوب وکړ او د اشغال پر ضد یې مبارزه وکړه. د منظور احمد پښتین په وینا، یوازې په وزیرستان کې له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۸ پورې ۴۰ زره کسان وژل شوي، ۳۲ زره نادرکه شوي، ۱۴۰۰ ښځې وژل شوې او ۱۷۰ زره کورونه ویجاړ شوي دي.

حال دا چې د همدې مودې پر مهال، د تاجکستان ولس هېڅ عملي مقاومت نه دی کړی او یواځې یې د شبنم ثریا سندرې اورېدلې.

۱۲ـ د منظور احمد پښتون په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ، د پښتنو د ملي بیدارۍ او یووالي زیری ورکوي. د دې غورځنګ مشرۍ ته د منظور پښتون رسېدل، د پښتني ولس د نسل‌وژنې د مخنیوي لپاره د یوه ژغورونکي د راڅرګندېدو نښه ګڼل کېږي. دغه ویښ ځوان پښتون  د پاکستان د پوځي استخباراتو بدنامه اداره د پښتنو پر نسل‌وژنه تورنوي.

یوه اردو پرې تورنول چې د څلوېښت میلیونه پښتنو نسل‌وژنه کوي دا اسانه کار نه دی که څوک غواړي داسې غږ پورته کړي؛ نو باید لومړی خپل سر په لاس کې ونیسي او بیا د مبارزې ډګر ته ورننوځي، منظور پښتون همداسې یو زړور کس دی.

بې له شکه، د پښتنو د ژغورنې غورځنګ پښتنو کې ژور او ملي یووالی رامنځته کړی دی او د پاکستان پوځي استخباراتي اداره یې دې ته اړ ایستلې، چې د هغو پښتنو ځوانانو شتون وزغمي، چې سره خولۍ پر سر کوي؛ هغه سره خولۍ چې د پښتنو د ژغورنې غورځنګ نښه بلل کېږي.

هغه پښتون چې د دې غورځنګ تر جوړېدو مخکې یې د پولیسو او امنیتي ځواکونو د سپکاوي او تحقیر پر وړاندې د «ولې» ویلو جرأت نه درلود، نن په غونډو او لاریونونو کې د افغانستان ملي بیرغ پورته کوي، د «لر او بر یو افغان» شعارونه ورکوي او په لوړ غږ د خپل افغان هویت یادونه کوي. دوی د ډیورنډ کرښې پر ځای د اټک پوله یادوي.

https://www.facebook.com/reel/895572729718591

د پښتون ژغورنې غورځنګ تر راڅرګندېدو مخکې، که چا دا ډول شعار ورکاوه، ژوند به یې له سخت ګواښ سره مخ کېده؛ خو نن، د همدې غورځنګ له برکته، د ډیورنډ د تحمیلي کرښې هغې غاړې پښتانه د افغانستان نقشه او د ملي بیرغ نښه پر خپلو کمیسونو ګنډي، په بازارونو کې ښکاره ګرځي او نه وژل کېږي.

تر دې غورځنګ مخکې، هېچا جرأت نه درلود چې د پښتنو په مظاهرو او اعتصابونو کې د افغانستان ملي بیرغ له ځان سره یوسي؛ خو اوس، لکه څنګه چې لیدل کېږي، د پښتنو د ژغورنې غورځنګ په ګڼو غونډو او لاریونونو کې د افغانستان ملي بیرغ د ګډونوالو ترمنځ رپېږي، چې دا له افغانستان سره د تاریخي او ملي تړون څرګنده نښه ده.

افغانستان باید د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د پښتنو له ملي غورځنګ ملاتړ وکړي او له هېڅ ډول سیاسي، اخلاقي او معنوي مرستې ډډه ونه کړي.

هیله ده، دا عیني، تاریخي او کلتوري دلایل د هغو سکتاريستانو خولې وتړي، چې بې‌ځایه خبرې کوي او په افغان ولس کې د شرارت او تفرقې خپرولو هڅې کوي؛ هغه هڅې چې له بده مرغه  د تېرو څلورو لسیزو جګړو کې ور سره زموږ ملي یووالی سخت زیانمن شوی دی.

پای

ولې ځینې پښتانه لا هم په خپله مورنۍ ژبه لیکل نه‌کوي؟

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.