۲/چې کله منطق تمام شي، څه به پیښ شي؟

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

52

تر څو چي عقلانیت وي 

په عمومي توګه سوله  د جوړجاړي، پخلاینې، د شخړو د پای ته رسول، د تاوتریخوالي نشتوالۍ او په نفس یا روان کي د داخلي او بهرنۍ سکون معنی لري. سوله معنا د جګړي بندیدل، د نورو انسانانو بشری خوندیتوب، فزیکي او رواني امنیت ته درناوي کول، صحی خدماتو ته لاسرسۍ، پرته له تبعیضه نر او ښځي ته د تحصیل زمینه سازي، د سیاست او د بیان آزادي یا هم د نظر د اظهار حق او د نورو انسانانو ټولو مدني  آزادیو  ته درناوی کول سوله ده. د اسلام په دین کي سوله په خیر تعبیر شوي. سوله یو پراخ مفهموم دی.

سوله د فلسفي علومو په اساس

په فلسفي علومو کې سوله د جګړې له نشتوالي پورته یو مفهوم ده چې د عقلانیت، اخلاقو او خبرو اترو له لارې ترلاسه کیږي.  کانت چي د فلسفي علومو ماهر دی د نوموړي له نظره، سوله یوه مفکوره ده چې د جګړې د مخنیوي لپاره د عقلانیت او فلسفي قانون جوړونې له لارې پلي کیږي، فلسفه سوله نه یوازې د سیاسي وضعیت په توګه ، بلکې د یوې اخلاقي فضیلت په توګه ګڼي چې دوامداره عقلي هڅې ته اړتیا لري.

سوله په فلسفي معنی کې دری حالته لري:

داخلي (روانی ) سکون: د رنځ، اضطراب، کرکې او داخلي تشویش نشتوالي او ذهني آرامتیا.

ټولنیزه آرامتیا: د اشخاصو یا ډلو ترمنځ د تضادونو او شخړو نشتوالی او د رواني او ټولنیز امنیت رامینځته کول، کوم چې د خبرو اترو، منځګړیتوب او عدالت له لارې ترلاسه کیږي.

د جګړي ضد: سوله د جګړې، بي ثباتی او هر ډول تاوتریخوالي مخالفه ده.

سوله د ټولنپوهني د علم له مخی

ټولنپوهنه کي سوله، د ټولنیز عدالت، متقابل تفاهم او مثبتو کړنو پر بنسټ ولاړ متحرک وضعیت ده چې موخه یې د انسان د ژوند د کیفیت ښه کول دي، ټولنیزه سوله یوه ټولنیزه پدیده ده چې دوام یې په ټولنیز ګډون او دوامداره مثبتو کړنو پورې اړه لري.پدې مفهوم کې د نظم ساتل، د ډلو ترمنځ سوله ایز ګډ ژوند او د زور کارولو پرته د شخړو حل کول شامل دي.  د ټولنیزو جوړښتونو او کړنو تحلیل کولو سره، ټولنپوهنه هڅه کوي پوه شي چې څنګه منفي کړنې د سولې د رامینځته کولو لپاره په رغنده تعاملاتو بدلیږي.

ټولنیزه سوله ، متحرکه سوله او ټولنه کي د سولی اړوند فعالیتونه د ټولنیزي سولي مهم او اصلي ابعاد دي، ټولنیزه سوله یعني دا چي د ټولنې د مختلفو برخو یا هیوادونو ترمنځ ارام او ګډ ژوند زمینه مساعد شي، کوم حالت چې د شخړو د سوله ایز حل له لارې ترلاسه کیږي. متحرکه سوله معنی اوږد مهاله سوله د منفي سولې په مقابل کې په دې معني چي  سوله یوازې د شخړې نشتوالی نه دی، بلکې د عدالت او سالم جوړښتونو شتون هم دی. د دوامدراه  سولې اړوند فعالیتونه هغه حالت دی چي د ټولنیز سیسټمونو غوره فعالیت ولري او د ملي حاکمیت او د حقونو د مساوات پکي رعایت شي.

په ټولنیزو علومو کې د سولې په اهمیت ټینګار شوي او سوله د دوامداره پرمختګ او چاپیریالي ثبات بنسټ ګڼل شوي،د ټولنیزو شخړو د مدیریت او مخنیوي او د تاوتریخوالي کمول، ټولنه کي علمي پرمختګ، د متقابل تفاهم ترلاسه کولو او تاوتریخوالي کمولو لپاره په علمي اصولو اتکا سوله ګڼل کیږي.

سوله په حقوقي معاملاتو کي

حقوقي تعاملاتو کي سوله په هغه موضوع باندې رضایت او موافقي ته وايي چې په نورو مخکنیو توافقنامو کې نه وي، دا ډول قرارداد  یا موافقه د موجوده شخړې د حل کولو او د راتلونکي شخړې د مخنیوي لپاره لاسلیک او منل کیږي.

په حقوقي معاملاتو کي سوله لاندي حالتونه لري

د سولي تړونونه: د ښکیلو اړخونو ترمنځ د اوسني شخړې حل کول او د راتلونکي شخړو د پیښیدو مخنیوي (د مثال په توګه، د شخړې پای ته رسولو لپاره یو تړون لاسلیک کول.

د حقوقي اسنادو په برخه کي سوله: د بل تړون پرځای کارول کیږي لکه پلور یا اجاره ترڅو د دې تړون پیچلي شرایطو څخه مخنیوی وشي، د بیلګې په توګه، د ځمکې ملکیت د پلور پر ځای د اجاري یا کرايي سند صادرول.

د سولي توافقاتو کي شامل اړخونه دري وي، ګټې ورکوونکی، پخلا کوونکی (ترلاسه کوونکی)، او  دریم هغه ملکیت چې تبادله کیږي. د سولي توافقنامي د تطبیق په مرحله کي جانبین باید د ځانه د لوړ د انعطاف ظرفیت وښایی تر څو د قرار دادونو تطبیق اسانه او دوامداره پاتي شي.

سوله په متمدنه ټولنه کي

په متمدنه ټولنه کي سوله د ازادي او قضايي عدالت ته د لاس رسۍ په معنی دی.هغو ټولنو کي  چې ملي دولت پکي  د ولس د ارادي په اساس رامنځته وي،  ولسواکي، آزاده سوداګري پکي تامین وي او نړیوال سازمانو بي پري او ناپیلي فعالیتونه  لري، قضايي اداري او محاکم پکي د جرمي قضیو په اړه واک ولري او قضايي پریکړي په چټکي او عادلانه شکل تر سره کیږي چي دا ډول ټولني بالاخره نړیواله سوله تضمینوي.

سوله د سیاسي علومو له مخي

د سیاسي علومو له مخی او په لنډ  تعریف کي سوله د خبرو اترو، قانون او عدالت له لارې د شخړو د مدیریت لپاره دوامداره هڅه ده. په سیاسي علومو کې سوله د هیوادونو او ډلو ترمنځ د جګړې یا ګواښ د نه شتون معنی لري، په سیاسي فلسفه کې، سوله د ټولنیزې هوساینې او د حکومتونو د سم فعالیت لپاره د بنسټیزو بنسټونو په توګه پیژندل کیږي چې د سوله ایز ګډ ژوند، ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوي او ملي حاکمیت پر بنسټ ولاړ دولتي بنسټونو رامنځته کول به بر کي نیسي، دلته دا مفهوم د جګړې له نشتوالي څخه هاخوا ځي او د عدالت رامینځته کول، د شخړو حل کول، او د نړیوالې همکارۍ د فضا رامینځته کول پکي شاملیږي.

په سیاسي علومو کې د سولې اصلي برخې یا حالتونه:

منفي سوله: د مستقیم نظامي او فزیکي شخړي نه موجودیت  او همدارنګه د نړیوال یا کورني تاوتریخوالي نشتوالی دی.

مثبت سوله: د هغو شرایطو رامینځته کول چې پکې ټولنیز عدالت، بشري حقونه، بشري خوندیتوب(امنیت)، او عامه هوساینه تضمین شي او د تاوتریخوالي زمینه له منځه یوړل شي.

زغم: د سیاسي، مذهبي، دیني او کلتوري  سیسټمونو کې د توپیرونو سره سره د هیوادونو او دولتونو ترمنځ دوستانه او رغنده اړیکې سوله ده.

ډیپلوماټیکې طریقې: د جګړې پر ځای د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو، منځګړیتوب او نړیوال قانون کارول. د دولتونو په کچه د سولي فضا رامنځته کول نړیوال امن ته لار پرانیزي او بشر جهاني سولي ته نږدي کیږي.

د سولي ګټي او مثبت اړخونه ډیر زیات دي، سوله د اقتصادي فعالیتونو لپاره اړین ثبات چمتو کوي او کورني او بهرني پانګونه راجلبوي، د سولي وخت کي مختلفو اقتصادي تعاملاتو ته لاره هواریږي هغه  مالي او بشري سرچینې  چي په جګړه کي ضایع کیږي  د سولې په وخت کي د ضایع کیدو پرځای د تولیدي سکتورونو (تعلیم، زیربنا، روغتیا) باندي پانګونه کیږي. په سوله کي د سوداګریزه راکړه ورکړه  پراختیا او وده کوي، بهرنۍ اړیکې پیاوړې کیږي، او د بازارونو موثریت زیاتیږي.

. ټوله کي تر څو چي عقلانیت وي سوله هم شته،  همدا د عقل کارول او د انسان فکري ظرفیت دی چي بشري ټولنو کي سوله تضمینوي، خو کله چي د انسان عقل کار پریږدي او منطق تمام شي سوله ختمیږي او بشري خوندیتوب د منځه ځي.

۱/چې کله منطق تمام شي، څه به پیښ شي؟

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.