د خاموشو انسانانو سیاست/ دوه ویشتمه برخه 

لیکوال: عبدالسمیع واحدي 

66

……. په تیر پسي

.افغانستان کي د تاریاک کرکیله اوږده مخینه لري، زما په یاد دښت له 1992 -2010 شاوخوا کلونو کي د افغانستان ختیځي سیمي عموما بیا خاص د ننګرهار ولایت  کي د کوکنار او آفینو د کښت، پروسس، انتقال او تور کار و بار (قاچاق)  ستر مرکزونه فعال وو، د ننګرهار ولایت کي د کږي بازار، غني خیل بازار، عبدالخیل، مارکو، جلال آباد ښار تالاشۍ چوک کي د صرافي مارکیت او د کابل سراي شهزاده سیمي چي ما عملا لیدلي وي د آفینو د پیر او پلور ښکاره او مشهور مرکزونه وو، مګر وروستي کلونو کي بیا په تدریجي شکل دغه مرکزونه د ننګرهار څخه هلمند، جنوب غرب او د افغانستان نورو ولایتونو ته انتقال شو، د جمهوري نظام د واک په لمړنیو کلونو کي چي کله هلته دولتي او نړیوال ادارات عامه خدمات وړاندي کوه د کوکنارو غیر قانوني کښت په وړاندي مبارزه د حکومت د لمړیتوبونو څخه وو او دې لاره کي نړیوال موسسات د بدیل معیشت پروژو دلاري ددغه کښت د له منځه وړلو دپاره هلي ځلي کولي، د اوبو او انرژی وزارت کومه پروژه کي چي ما کار کوله، د پروژی د تشخیص نه مخکي بزګرانو ته زمونږه لمړی شرط همدا وو چي سیمه کي باید کوکنار نه وي کرل شوی، او راتلونکي کي هم نه کري، مګر بزګران حتما مونږ سره دا وعده کوله چي راتلونکي کي نه کرو، اما اوس خو کرل شوي فصل نشو اړولي، مګر د بل کال دپاره به بیا هم کیسه هماغه وه، دلته افغانستان کي خلک د کوکنارو د کښت سره ځکه علاقه لري چي د کوکنارو بوټي لږو اوبو ته اړتیا لري ، کم وخت کي فصل رسیږي، بوټي د افغانستان د اقلیم سره ښه تطابق لري او ډیر حاصل ورکوي، او بازار کي نرخونه مناسب دي، یعني په ښه بیه خرڅیږي.

د کوکنارو کرکیله یواځي افغانستان کي نه دي رایج بلکه د نړي په نورو سیمو کي هم خلک کوکنار کري، په استرالیا، فرانسه، هند او ترکيه کي هم قانوني ډول کوکنار کرل کیږي او ددرمل جوړولو کي تري کار اخیستل کیږي، د دوا جوړلو او طبابت برخه  کي کوکنار یو مهم صنعتي نبات ګڼل کیږي، مګر افغانستان، میانمار یا ځیني نورو هیوادونو کي د کوکنارو د کښت غیر قانوني ځکه دی چي دې هیوادونو کي د نشه يي توکو د جوړولو دپاره کارول کیږي.

د افغانستان د کوکنارو د کښت ډیره ګټه د جرمي اقتصاد د شبکو او قاچاقیانو جیبونو ته ځي، د برهان الدین رباني تر مشری اسلامي دولت  او بیا د طالبانو د امارت په لمړي دوره کي ددغه بوټي له مدرکه ډیره ګټه مستقیم همدغه واکمنو ډلو ترلاسه کوله، د امارت په لمړي دوره کي طالبانو به ښه په ښکاره ددي بوټی له حاصلاتو نه عشر اخیسته او قاچاق ته يي زمینه برابروله، د جلال آباد صرافي مارکیت کي یو زیاد شمیر طالب قمندانان، دلته میشت بهرني جنګیالي او د القاعده سازمان غړي د تاریاکو لوي پیردونکي سوداګر وو، ما هلته لیده چي د طالبانو د اړوند کسانو په ملګرتیا یو شمیر بهرني جنګیالي چي ویل کیده د القاعده سازمان غړي دي  پیک آب موټرو کي راتلل او آفینو کار و بار یا خرید وفروش يی کوه، 1378-1379 کلنو افغانستان په بازارونو کي  آفین خپل د نرخ نزولي او تر ټولو ټيټه کچه کي وو په یاد مي دي چي هغه وخت یو من یا سیر (4.5 کیلو ګرامه) آفین په 3500-2500 پاکستاني کلدارو چي هغه وخت همدا کرنسي د افغانستان په بازارونو کي رایج وو، پلورل کیده، خو په همدي کال 1379 کي ملا محمد عمر د یو فرمان په اساس د افین او کوکنارو کرل حرام اعلان کړ او پري بندیز يي ولګوه، حال دا  چي تر دي مخکي د آفینو د عشر د لاری چي له بزګران او کرونده ګرو نه راټولیده، د امارت د عوایدو یوه عمده برخه همدا وه، د طالبانو د امارت دغه اعلان سره دفعتا د آفینو قیمت له 3500 پاکستاني کلدارو نه نږدي 50000 پنځوس زره کلدارو ته ورسیده، جلال آباد ښار د صرافی بازار کي ځینو صرافانو سره چي ما پیژنده او ورسره بلد ووم ترینه مي اوریده چي ویل يي:

د طالبانو مشران تیر (1378) کال اخیستل شوي ارزانه تاریاک او آفین اوس په (1379) کال کي په ډیره لوړه بیه پلوري او له دي لاري ډیره ګټه ترلاسه کوي. او داسي ښکاري چي د تیر کال پریمانه کښت چی له امله يي د تاریاکو په نرخونو کي ارزاني راغلی وو او د سږ کال بندیز چي ورسره نرخونه ډیر لوړ شوی، له مخکي نه یو پلان شوی کار وو.

اصلا د ملا عمر امارت غوښته چي  نړیوالي ټولني فشار په ځآن راکم کړي، ځکه هغه وخت طالبان د اسامه بن لادن او نورو تندلارو ډلو ته د پناه ورکولو، د ښځو په تعلیم د بندیز، او د بشري حقونو د نقض، او د تاریاکو په پراخ قاچاق متهم وو، په همدي سبب د نړیوالي ټولني د خوا د بندیزونو او فشار سره مخ وول، بل لور ته د اسلامي جمهوريت په وخت کي بیا هم ددي کار و بار د لاري زیاته ګټه د حکومت وسله وال مخالفین او مافیايي کړیو ترلاسه کوله، لږه ګټه يي بزګر ته ورتله،  ډیر تاوان يي عامو خلکو ته او بیا خاص ځوانانو ته ددي بوټي ډیر زیان ځکه  رسیږي چي د ټولني دا قشر د کښت، انتقال او استعمال د ناحيي آسیب پذیره دي. کلیو بانډو کي د کوکنار کرل (خیشاوه کول) د حاصلاتو  راټولول (نیښ وهل)، د آفینو پروسس (د هیروین په پوډرو بدلول) او انتقال (قاچاق) کي د ځوانانو د ځواک څخه کار اخیستل کیږي، په همدي خاطر یو زیاد شمیر افغان ځوانان معتاد، د مشروع کاروبار او رسمي زده کړو څخه لیري پاتي کیږي، په دي ترتیب د پام وړ تعداد کي افغان زلمیان د جرمي شبکو او استخباراتي کړیو دپاره په ارزانه بشري سرچینه بدلیږي. د جمهوري نظام په کلونو کي طالبان او د دولت نور فعال وسله والي ډلي چي پټنځآیونه يي د افغانستان د کرښو نه بهر وي د کرونده ګرو د محصولاتو نه د ټوپک د میلي په زور عشر او باج ګیري کوله، دغه اورپکي تندلاري ډلي چي ځآونونه اسلام پاله ګڼل، افغان بزګر يي دې ته هڅول چي باید کوکنار وکري او د عشر په نامه یوه برخه يی دغو وسله والو ته ورکړي، ځکه نو د دولت مبارزه د کوکنارو د کښت د منخه وړلو په رابطه ډیرو چلنجونو سره مخ وو او د جمهوریت تر سقوطه حکومت ونه توانیده چي ددي بوټي د کښت مخنیوي  یا یی کرکیله کمه کړي. له بلي خوا د جمهوریت ځینی لوړ پوړي چارواکي هم د مخدره توکو په قاچاق کي ښکیل وو او د قاچاق لوي ماقیايي بانډونه يي ایجاد کړي وي، ځکه خو هغه وخت د مخدره توکو د غیر قانوني کښت مخنیوي ستونځمنه شوي وه.

د اقغاني ټولني یو تریخ واقیعت دا دی چي دلته ډیر شمیر سیاسون او روحانیون چي د ټولني ژبور خلک هم د همدوي له منځه وي هغه څه چي د ځان دپاره خوښوي نورعام وګړو ته يي نه خوښوي ،یا هغه څه چي خلکو ته وايي خپله پري عمل نه کوي، زیادتر روحانی مبلغین دیني متنونه اکثر د ځان په ګټه تفسیروي او ډیر شمیر سیاستوال هڅه کوي واقیعتونه کتمان کړي او خلکو ته ناسم معلومات ورکړي، دوي د مخدره توکو د غیر قانوني کښت او قاچاق په رابطه همدا چم د ولس سره کوي، روحانیون که له یوي خوا د کوکنارو کښت ظاهرا حرام معرفي کوي له بلي خوا د همدغه کښت د حاصلاتو نه مستفید کیږي، د عشر، صدقه، یا چندي تر نامه بزګر او د کوکنارو قاچاقچیان تشویقوي چي خپل د تاریاکو څخه د ترلاسه شوي ګټي یوه برخه روحانینو ته ورکړي تر څو دوي بیا د خپل شخصي ضروریاتو علاوه د عبادت ځآیونو د ترمیم، دیني زده کړي د مرکزونو ترویج، خپل د مذهبي نفوذ د پراختیا دپاره مصرف کړي، یا هم خپله مستقیم همدي نا قانونه کار و بار کي شریک دي. مافیايي او استخباراتي کړۍ چي اکثر اوقات په سیاسي ډلو ټپلو کي تنظیم وي یا هم دسیاسي ډلو ملاتړ د خانه سره لري د خپلو سیاسي برنامو د تطبیق دپاره خاص هغه وخت چي نورو ډلو سره په تخاصم او نظامي تقابل کي واقع وي د هیروینو د قاچاق دلاري خپل لګښتونو یوه عمده برخه تامینوي، د جمهوري دولت د واک په کلونو کي ما ډیر ځلي د سیاسي ډلو د مطرحو څهرو څخه په غیر رسمي مجالسو کي اوریدل چي ویل به يي، د تاریاک او جرمي اقتصاد نه پرته د سیاسي سازمان هدف ته رسول او فعاله ساتل ممکن نه دی.

 لکه د نړی د نورو هیوادونو غوندي دا له امکانه لیري نه دی چي افغانستان کي  د کوکنارو کښت قانوني شي او د نشه يي توکو په عوض، د درمل جوړولو په صنعت کي تري ګټه واخیستل شي مګر نه سیاسون، نه حکومتونو مشران، او نه هم د ټولني مذهبي فرقو مبلغین دي برخي ته تر دا مهاله توجه کړی، که چیرته په دې دومره اوږده کلونو کي ددغه کښت د قانوني کولو دپآره مبارزه او هلي ځلي شوی واي حتما یوي نتیجي ته رسیده .

که چیرته دا کښت قانوني شي بیا خو دې برخه کي د جرمي اقتصاد شبکي له منځه ځي او د کوکنارو د کښت ډیره ګټه بزګر او د ټولني عام قشر ته رسیږي، او دوي خو دا ډول حالات نه غواړي او د ځآن په تاوان يي بولي….

نور بیا

د خاموشو انسانانو سیاست/ یوویشتمه برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.