د نشه یي توکو د استعمال حکم
رسول الله ﷺ فرمایي:
«هغه شی چې ډېره اندازه یې نشه راولي، نو کمه اندازه یې حرامه ده» (سنن أبى داؤد)
او له ام سلمه رضي الله عنها څخه روایت دی چې وایي:
رسول الله ﷺ له هر هغه شي څخه منع کړې ده چې نشه راولي او یا د بدن او ذهن سستي او کمزوري پیدا کوي. (أخرجه أحمد)
همداراز رسول الله ﷺ فرمایي:
«هر نشه کوونکی شی حرام دی، او الله تعالی ژمنه کړې ده چې څوک نشه کوونکي شیان څښي، هغه ته به د (طینة الخبال) څښاک ورکړي.
صحابه کرامو وپوښتل:
ای د الله رسوله! (طینة الخبال) څه شی دی؟
رسول الله ﷺ وفرمایل:
« طینة الخبال د دوزخیانو (خَولې) او یا د هغوی له بدنونو څخه راوتلې چټلې اوبه دي.» (صحیح مسلم)
د نشه يي توکو د خپرېدو لاملونه
١_ بد ملګري په نشه یي توکو د روږديتوب مهم لامل دی؛ څېړنو ثابته کړې چې له اتیا سلنې څخه ډېر هغه ځوانان چې په نشه يي توکو اخته شوي، د بدو ملګرو له امله دې لارې ته تللي دي.
٢_ د مور او پلار بېپروايي او د اولادونو ناسمه روزنه هم د نشې د خپرېدو له مهمو لاملونو څخه شمېرل کېږي.
۳_ رواني ناروغۍ:
ډېر خلګ له خپګان، غم او رواني ستونزو څخه د خلاصون لپاره لومړی نشه يي توکو ته مخه کړي او بیا وروسته معتاد شي.
۴_ د درملو بېځایه استعمال:
د خلکو ترمنځ دا خبره مشهوره ده چې: «انسان د خپل ځان ډاکټر دی» خو دا ناسمه خبره ده. د ډاکټر له لارښوونې پرته د آراموونکو او نورو درملو استعمال د اعتیاد له مهمو لاملونو څخه دی، ځکه دا درمل په انسان کې رواني او جسمي تکیه پیدا کوي او بالآخره څوک د اعتیاد مرحلې ته ورسوي.
۵_کورنۍ ستونزې:
کورنۍ ستونزې د نشه يي توکو د اعتیاد له تر ټولو عامو لاملونو څخه دي، په ځانګړې توګه د تنکیو ځوانانو لپاره.
۶_ د کار فشار:
د کار ډېر فشار، ستړیا او رواني تنګسیا هم ځینې کسان د نشه يي توکو استعمال ته هڅوي.
۷_ یوازیتوب او بېکاري:
یوازیتوب او بېکاري انسان دې ته اړ باسي چې نشه يي توکي وکاروي.
۸_ وراثتي عوامل:
ځینې څېړنې ښيي چې که پلار یا مور په نشه روږدي وي، نو د هغوی اولادونه هم د اعتیاد له خطر سره مخ کېږي.
د نشه یی توکو د کارونې زیانونه
ابن حجر الهيتمي رحمه الله وایي:
«په نشه یی توکو کې ۱۲۰ دیني او دنیوي زیانونه شته.»
د نشه يي توکو زیانونه او فسادونه ډېر زیات دي؛ چې ځینې یې خلکو ته معلوم دي او ځینې یې لا هم نه دي معلوم شوي.
نشه یی توکي عقل وژني، مال ضایعه کوي، سر درد پیدا کوي، د خلکو ترمنځ دښمني او کینه راولاړوي، انسان د الله تعالی له ذکر او لمانځه څخه منع کوي، غیرت له منځه وړي، انسان ته سپکاوی، شرمندګي، پښېماني او رسوايي ور په برخه کوي، زنا ته یې هڅوي، او آن کله ناکله یې دې ته رسوي چې له خپلې لور، خور او نورو محرمو خپلوانو سره هم فاحش عمل ترسره کړي.
رواني او ذهني زیانونه
نشه يي توکي ډېر رواني او ذهني زیانونه لري، چې ځینې یې دا دي: ذهني ګډوډي او خپګان؛ عصبي او رواني فشار، د پوهې او درک کمزوري، د حافظې کمزوري یا په ځینو حالاتو کې بشپړه حافظه له لاسه ورکول، ناهیلي او لېونتوب.
د نشه يي توکو ټولنیز زیانونه
١_د کورنیو د عزت او ناموس له منځه وړل:
نشه يي توکو ګڼې کورنۍ د رسوایۍ او شرم په کندو کې غورځولې دي، د ډېرو کورونو پردې یې څیرې کړې دي. کله چې یو پلار په نشه روږدی شي، د نشې د برابرولو لپاره لومړی خپل کور، موټر او د کور سامان وپلوري. وروسته چې نور څه ورسره پاتې نه شي، تر دې حده ورسېږي چې د خپلې مېرمنې یا لور د عزت او ناموس سودا کولو ته چمتو شي.
٢_ د کورنۍ ړنګېدل او د اولادونو تیت او پرک کېدل:
روږدی پلار د دې لامل کېږي چې اولادونه ترې وتښتي، ښځه یې د هغه له ژوند څخه بېله شي، ماشومان د خپل پلار له وېرې کور پرېږدي، او بیا د بدو ملګرو او فاسدو خلکو ښکار شي. د هغوی عزت او راتلونکی له خطر سره مخ کېږي. مور هم د کورنۍ د درنو مسؤلیتونو، دوامدارو ستونزو او شخړو د زغملو توان له لاسه ورکړي او په خپله هم د دې ناورین قرباني شي.
د جرمونو زیاتوالی
نشه یي توکي د ډېرو جرمونو په خپراوي کې رول لري لکه:
١_ ځان وژنه: احصایې ښيي: هغه کسان چې ځان وژنه یې کړې ده او یا هم د ځان وژنې هڅه کوي؛ شاوخوا درېیمه برخه یې معتادين وي.
٢_ جنسي تېري: د جنسي تېري له ۱۳٪ څخه بیا تر ۷۲٪ پورې رامنځته شوې پېښې د نشه يي توکو له استعمال سره تړاو لري.
٣_ قتلونه: د قتل له ۱۳٪ څخه تر ۵۰٪ پورې پېښې د نشه يي توکو له امله رامنځته کېږي.
٤_ترافیکي پېښې: د سړکونو د ترافیکي پېښو له امله د مړینو نږدې دوه پر درېیمه برخه د نشه يي توکو او مستوونکو موادو د استعمال له امله وي.
همدارنګه د موټرو د ګڼو پېښو اصلي لامل هم د نشه يي توکو کارول دي، چې د خلکو امنیت او د سړکونو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کوي.
د نشه یي توکو د مخنیوي لارې
١_ خلکو ته وعظ او نصیحت کول، او د الله تعالی له عذاب څخه یې وېرول.
٢_ پر هغو کسانو سخته او عبرتناکه قانوني سزا پلي کول چې نشه يي توکي استعمالوي، پلوري یې یا ورته خلک را بولي.
٣_ د عامه پوهاوي زیاتول، د رسنیو (تلویزیون، راډیو، ورځپاڼو)، د ځوانانو د مرکزونو، جوماتونو، درسونو، علمي غونډو او د اړیکو د ټولو عصري وسایلو له لارې د نشه يي توکو د خطرونو بیانول.
٤_ د کورنۍ سالمه روزنه؛ یعنې ماشومان د اسلامي ارزښتونو او اصولو پر بنسټ روزل، ځکه مور او پلار د هغوی اصلي مسؤلان دي.
٥_ له نېکو او صالحو کسانو سره ملګرتیا غوره کول؛ ځکه انسان د خپل ملګري تر اغېز لاندې راځي، او هر څوک د خپل ملګري د اخلاقو او کړنو پیروي کوي.
الله تعالی دي زموږ ځوان نسل له دې وژونکې او خطرناکې بلا څخه وژغوري. آمین یارب العالمين
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.