هغه دلائل چې د جماعت لمانځه (لزوم او ټینګښت) ترې څرګندېږي
که په قرآنکريم او احادیثو کې وکتل شي نو د جماعت لمانځه وجوب او ټینګښت ترې څرګندېږي.
١_ الله تعالی فرمایي: له رکوع کوونکو سره رکوع وکړئ![سورة بقرة ٤٣]
إمام أبو بكر الکاساني رح ليکلي “دلته الله تعالی په جماعت سره د لمانځه امر وکړ او له قيده پرته امر د وجوب(لزوم) لپاره وي. (بدائع الصنائع ١٥٥/١)
٢_ د وېرې په وخت کې هم الله تعالی د جماعت په لمانځه امر کړی دی!
کله چې مسلمانان د ویرې او جنګ په حال کې راګير شي نو هم باید لمونځ په جماعت سره ادا کړي او دا یو قرآني امر دی چې د وضاحت لپاره يې په فقه کې مستقل بحثونه ذکر شوي دي.
رسول اللهﷺ ته الله تعالی فرمایي:
[اې پېغمبره (ص)!] كله چي ته د مسلمانانو په منځ کښي یې او (د جنګ په حالت کښي) له هغو سره په لمانځه ولاړ یې؛ نو په كار ده چي له هغو څخه يوه ډله دي ستا سره ودريږي او وسله یې بايد اخيستې وي، بيا چي كله هغوى سجده وکړه؛ نو وروسته دي لاړ شي او هغه بله ډله چي تر اوسه یې لمونځ نه دى کړی را دي شي او ستا سره دي لمونځ وکړي او هغه دي هم تيار شي او په وسله دي سنبال اوسي. [سُوۡرَةُ النِّسَاء : 102]
امام ابن منذر رح وايي: کله چې د وېرې پرمهال هم الله تعالی د جماعت په لمانځه امر وکړ، نو دا ښيي چې په امن کې د جماعت لمونځ سراسر واجب دی. (الاوسط في السنن والاجماع و الاختلاف ١٣٥/٤)
٣_ رسول اللهﷺ خپلو اصحابو ته په جماعت امر کړی دی!
رسول اللهﷺ به چې کله خپل ملګري رخصتول، نو په دې به یې امر ورته کاوه چې د لمانځه په وخت کې دي یو ستاسو آذان کوي او په تاسو کې مشر دي امامت در کوي. (صحيح البخاري)
٤_ کله چې آذان وشي، له مسجده وتل نه دي روا!
ابوهريرة رض وايي: موږ ته رسول اللهﷺ امر کړی چې کله تاسو په مسجد کې یاست او آذان وشي نو تر هغه وخته له مسجده مه وځئ، چې مسجد کې مو لمونځ نه وي کړی.(مجمع الزوائد)
نو که چيري په جماعت لمونځ واجب نه وای، رسول اللهﷺ به له مسجده وتل نه منع کاوه.
٥_ رسول اللهﷺ له جماعته د پاتي کېدو اجازه نه ده ورکړې!
عبدالله بن ام مکتوم رض شپږ عذره درلوده: په سترګو ړوند و، لاسنیونکی یې نه درلود، کور یې له مسجده په لري فاصله کې و، د کور او مسجد تر منځ په لاره کې بوټي او ونې وې، په لاره کې زیان رسوونکي حشرات او حیوانات وو او له دې هر څه سره عمر خوړلی او بوډا هم و؛ خو يوه ورځ يې رسول اللهﷺ څخه په کور کې د لمونځ کولو اجازه وغوښته، رسول اللهﷺ اجازه ورکړه، خو کله چې نوموړی لږ لاړ، رسول اللهﷺ دوباره راوغوښتل او ترې یې وپوښتل: آيا آذان اورې؟
نوموړي ور غبرګه کړه”هو” رسول اللهﷺ ورته وویل: د آذان ځواب قبول کړه(يعني جماعت ته حاضر شه!) (رواه مسلم)
کله چې دغه صحابي ته هم په کور کې د لمانځه اجازه ورنه کړل شو، نو مسجد ته نږدې، په بدن جوړ او له امن برخمن مسلمان به د کور لمونځ په کوم عذر توجیه کړي؟!
٦_ له عذره پرته په کور کې لمونځ نه ده قبول!
رسول اللهﷺ فرمايي: څوک چې آذان واوري او بیا هم له عذر پرته مسجد ته رانه شي، نو لمونځ يې نه ده شوی.(سنن ابن ماجه)
دا خبره له ګڼو نورو صحابه کرامو (رضوان الله علیهم) څخه هم رانقل شوې ده.(سنن ترمذي)
٧_ له جماعته پاتې کېدل د منافق نښه ده!
ابی بن کعب رض وايي: موږ ته یوه ورځ رسول اللهﷺ د سهار جماعت راکړ، له لمانځه وروسته يې وپوښتل: فلانی راغلی؟ دوی وويل: نه!
بیا یې وپوښتل: فلانی راغلی؟ دوی وويل: نه!
بیا رسول اللهﷺ وفرمایل:
دغه دوه(دسهار او ماخوستن) لمونځونه په منافق انسان ډېر درانه(سخت) وي، که دوی ددغه دواړو لمونځونو په ثواب خبر شي، نو خامخا به ورته راتلای که څه هم په خاپوړو او ځنګنونو وای. (سنن أبي داؤد)
٨_ په هغه کلي او بیدیا شیطان مسلط وي، چې په جماعت لمونځ ونه کړي!
رسول اللهﷺ فرمايي: په یوه کلي یا بیدیا/بانډو کې چې درې کسان په جماعت لمونځ ونه کړي، په دوی به شیطان مسلط او برلاسی شي، د جماعت له لمانځه سره لازم شه؛ ځکه لیوه هغه پسه خوري چې له رمې یوازې پاتي شوی وي(نو شیطان هم هغه څوک ګناه او بې لاريتوب ته هڅوي چې د جماعت له لمانځه پاتي شي)
(سنن أبي داؤد)
٩_ جماعت پرېښودل په زړونو د مهر لګیدلو لامل کېږي!
رسول اللهﷺ فرمايي: يا خو به خلک د جماعت له پريښودلو مخ اړوي او ياخو به خامخا الله تعالی د دوی په زړونو مهر لګوي چې له هغه وروسته به خامخا دوی غافلین شي. (سنن ابن ماجه)
يعني د جماعت پريښودونکو په زړونو الله تعالی یو مهر ولګوي، چې له دې سره زړونو سخت او بیا هیڅ پند نه قبلوي.
١٠_ رسول اللهﷺ اراده کړې چې د جماعت پريښودونکو کورونه وسوځوي!
رسول اللهﷺ فرمايي: اراده مي وکړه چې خپلو ځوانانو ته د لرګيو را ټولولو امر وکړم، بیا هغو خلګو ته ورشم چې له عذر پرته په کورونو کې لمونځونه کوي او کورونه یې ور وسوځوم. (سنن أبي داؤد)
د یادونې وړ ده چې رسول اللهﷺ د یو معمولي کار په پريښودلو دومره نه په قهر کېږي چې د چا کورونه سوځوي!
١١_ د جماعت پريښودل د ناوړه او خطرناکه خاتمې لامل کېږي!
الله تعالی فرمایي: ژباړه:
په كومه ورځ چي پنډۍ لوڅې کړل شي (حقايق بر بنډ شي) او خلكو ته د سجدې كولو بلنه ورکړل شي، نو دوی به سجده نشي کولای! (سُوۡرَةُ القَلَم ٤٢)
ترجمان القرآن حضرت عبدالله بن عباس رض ویلي: دا هغه کسان دي چې آذان به یې اوریده او جماعت ته به نه راتلو. (تفسیر روح المعاني)
کعب الاحبار رض وايي: قسم په الله! دغه آیت په هغه خلکو کې نازل شوی چې له جماعته پاتې کېدل. (تفسیر البغوي)
ابراهیم نخعي رح وايي: دوی به “حي علی الفلاح” اوریده او جماعت ته به نه راتلو.(تفسير قرطبي)
دا تفسير ګڼو نورو علماوو هم کړی دی او ددې خبري تأیید په دې اثر کې لا ښه معلوميږي:
مجاهد رح وايي: عبدالله بن عباس رض ته یوه مياشت یو تن راتلو او دا پوښتنه یې کوله” يو څوک د ورځې روژه نیسي او د شپې تهجد کوي، خو جماعت نه کوي؟” ابن عباس رض به ورته ویل: هغه په جهنم کې دی. (مصنف ابن أبي شيبة)
أبو هريرة رض وايي: که د انسان غوږونه له ویلي شويو سروفو ډک شي، دا ورته له دې ښه ده چې آذان واوري او جماعت ته رانشي.(مصنف ابن أبي شيبة)
له پورته ټولو دلائلو څرګنده شوه چې جماعت واجب دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.