افغانستان د نعمتونو، حاصل او زراعت هېواد دی. د هر ولایت د خاورې بوی، د هر باغ رنګ، او د هر بزګر تندی د زحمت نښه لري. خو د افسوس ځای دا دی چې دا ټول زحمتونه د هر کال د میوې له موسمه سره یو ځای مري، یا په ګاونډیو هېوادونو پورې تړلي پاتې کېږي.
کله چې د انارو، مڼو، زردالو، انځر، او انګورو موسم راورسیږي، نو په ټول هېوادکې د خوشبویۍ څپه خپره شي. خو له بلې خوا د لارو بندېدل، د صادراتو بېنظمۍ، او د دولتي ادارو بېپامۍ دا ټول حاصل د خاورې سره یو کوي. یو بزګر چې د کال ټول عاید یې په همدې باغ ولاړ وي، د دوو ورځو د خراب موسم یا د یوې بندې لارې له امله خپله شتمني له منځه ویني.
د هر کال کیسه یو شان ده:
«لار بنده شوه، لاره خلاصه شوه، د ګمرک سیسټم بدل شو، د ګاونډي فشار راغی، موټرونه ودرېدل…»
او نتیجه دا چې زموږ میوه یا په کم قیمت وځي، یا بالکل خرابیږي.
پوښتنه دا ده:
ولې موږ د هر کال دا تکراري مصیبت زغمو؟
ولې د سړو خونو جوړولو، د پروسس فابریکو، او د کورني بازار د پیاوړتیا لپاره ګام نه پورته کوو؟
ولې د داسې ملت په نوم یادېږو چې د زر نعمتونو خاوند دی، خو د یو اقدام اراده نه لري؟
افغانستان ته د خدای ورکړې طبیعي سرچینې، حاصلخېزې دښتې، او هر رنګ میوې دا امکان ورکوي چې نه یوازې ځان بلکې د سیمې نور هېوادونه هم تغذیه کړي. خو له بده مرغه زموږ ناتوانه مدیریت، د ملي اقتصاد نشتوالی، او د ځانبسیا فکر نهشتوالی موږ تل د نورو په طمعه پاتې کړي یو.
راځئ یو ځل دا ومنو چې:
هغه ملت چې عمل ونه کړي، د خدای نعمتونه یې په عذاب بدلېږي.
که هر کال همداسې د “لار بنده شوه” پلمه کوو، نو دا پلمه نه ده — دا زموږ کمزوري ده.
که په ریښتیني توګه غواړو چې د زراعت حاصل د وطن په خیر واوړي، نو باید د ژمنو پر ځای عمل وکړو، فابریکې جوړې کړو، سړې خونې رامنځته کړو، او خپل محصول د خپلو خلکو په لاس وساتو.
افغانستان د حاصل هېواد دی، خو تر هغه وخته به وږي پاتې یو، تر څو مو د خپل لاس نه خوړل زده نه شي.
درنښت… یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.