قومیت او افغانیت؛ دوه نومونه، یو هویت

نیک محمد نیکمل

57

قومیت د انسان د پېژندنې یوه برخه ده، خو افغانیت زموږ د ګډ کور، ګډ تاریخ او ګډ برخلیک نوم دی. یو انسان کولی شي په خپل قوم، ټبر او سیمه ویاړ وکړي؛ خو دا ویاړ هغه وخت ارزښتمن دی چې د افغانستان له ګډ هویت او د نورو قومونو له درناوي سره یو ځای وي.

موږ که پښتانه یو، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، نورستاني او یا د افغانستان د هر بل قوم غړي؛ هر یو خپل ځانګړی فرهنګ، ژبه او دود لري، خو د افغانستان په نوم یو ګډ هویت هم لرو. قومیت مو رېښې دي، افغانیت مو ګډه ونه ده.

قوم پالنه د خپل قوم د ژبې، کلتور، تاریخ او حقونو ساتنه ده؛ خو قوم پرستي هغه وخت زیانمنه کېږي چې انسان خپل قوم تر نورو لوړ او نور قومونه کم وګڼي.

راځئ خپل قومونه وساتو، خپل فرهنګونه پیاوړي کړو، د خپلو مشرانو درناوی وکړو؛ خو د افغانیت پراخ چتر هېڅکله هېر نه کړو. ځکه قومونه هغه وخت پیاوړي کېږي چې یو د بل قوت وګرځي، نه دا چې یو د بل د کمزورۍ سبب شي.

موږ بېلابېل قومونه یو، خو ګډ وطن لرو؛
بېلابېلې ژبې لرو، خو ګډ برخلیک لرو؛
بېلابېل دودونه لرو، خو ګډ افغانستان لرو.

افغانیت زموږ ګډه پېژندنه ده، او قومیت زموږ د هویت ښکلي رنګونه دي.
مننه ن نېک مل.

!د انسان ارزښت

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.