!یووالی؛ د هر ملت د بقا راز

لیکوال: نیک محمد نیکمل

5

هیڅ ملت یوازې د وسلو، شتمنۍ او یا پراخو طبیعي سرچینو په زور نه دی پاتې شوی؛ د ملتونو د بقا تر ټولو ستر راز یووالی، ګډ احساس او ګډ مسؤلیت دی. هر هغه قوم چې د اختلاف، تعصب او خپلمنځي شخړو ښکار شوی، د تاریخ په اوږدو کې یې ځواک کمزوری شوی او د پردیو د لاسوهنې زمینه ورته برابره شوې ده.

افغانستان هم د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې هغه مهال بریالی او سرلوړی پاتې شوی چې ولس یې د ګډ هدف لپاره سره یو موټی شوی دی. خو هر ځل چې بېلتون، شخصي ګټې او خپلمنځي اختلافونه غالب شوي، زیان یې ټول ملت لیدلی دی.

نن زموږ تر ټولو لویه اړتیا دا ده چې د یو بل د کمزوري کولو پر ځای د یو بل د پیاوړتیا فکر وکړو، د نفرت پر ځای د ورورولۍ لاسونه سره ورکړو، او د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټې لومړیتوب وګرځوو. علم، اخلاق، عدالت او متقابل درناوی هغه ستنې دي چې پر بنسټ یې تلپاتې یووالی رامنځته کېدای شي.

راځئ چې د راتلونکو نسلونو لپاره داسې افغانستان پرېږدو چې د یووالي، باور او متقابل احترام پر بنسټ ولاړ وي؛ ځکه یو موټی ملت نه یوازې خپل عزت ساتي، بلکې خپل راتلونکی هم په خپلو لاسونو جوړوي.

د فکر په رنګ رنګینه نړۍ

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.