مکسیکو کې د فوتبال بریا نمانځنه؛ درې کسان د ګڼه ګوڼې له امله مړه شوي

34

د مکسیکو پلازمېنه، مکسیکو ښار، کې د فوټبال زرګونه مینه‌وال د نړیوال جام په سیالیو کې د اکوادور پر وړاندې د خپلې لوبډلې د ۲-۰ بریا د نمانځلو لپاره سړکونو ته راووتل، خو دغه خوښي په یوې غمیزې بدله شوه.

د ښار د روغتیا ادارې ویلي، د سختې ګڼې‌ګوڼې او د ساه بندېدو له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د چارواکو په وینا، پېښه د «فرښتې د خپلواکۍ» تاریخي څلي ته نږدې رامنځته شوې، چېرې چې زرګونه کسان راټول شوي وو.

د قربانیان له ډلې یو یې ۴۴کلن نارینه، یوه ۱۹کلنه نجلۍ او یوه ۴۸کلنه مېرمن دي.

د بېړنیو مرستندویانو د پېښې پرځای د هغوی د ژغورلو هڅې وکړې، خو درې واړه مړه شول.

د مکسیکو ښار، ښاروالې کلارا بروګادا د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او له خلکو یې غوښتي چې د خوښیو پرمهال له احتیاط، مسوولیت او یو بل ته له پاملرنې کار واخلي.

مکسیکو له ۴۰کلونو وروسته د نړیوال جام په ناک‌اوټ پړاو کې خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه او د شپاړس غوره لوبډلو پړاو ته یې لاره ومونده.

سلام‌وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.