د عبدالاحد مومند جنازه هېواد ته لېږدول کېږي

34

د افغانستان د لومړني ستورمزلي او هوايي ځواک پخواني پیلوټ عبدالاحد مومند کورنۍ وایي، پرېکړه یې کړې ده چې د نوموړي جنازه افغانستان ته ولېږدوي.

ښاغلی مومند تېره اونۍ د جون په ۲۲مه نېټه د المان په یوه روغتون کې د سرطان په ناروغۍ مړ شوی و.
د هغه کورنۍ وایي دا پرېکړه یې د افغانانو په غوښتنه کړې:

« دا پرېکړه د افغانستان د خلکو غوښتنی ته په درناوي، د هېواد د ملي ارزښتونو او هغو خدمتونو او ویاړونو په پام کې نیولو سره شوې ده چې ارواښاد عبدالاحد مومند خپل هېواد او ملت ته ورپه برخه کړي دي. افغانستان د هغه ټاټوبی و، او د هغه وروستی آرامځای به هم په همدې خاوره کې وي.»

د عبدالاحد مومند په مړینه د ولسمشر محمد اشرف غني په شمول ډېرو افغان مشرانو او ولسي وګړو خواشینې ښودلې وه؛ خو طالبانو یې په اړه له یوې اونۍ تېرېدو وروسته هم په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

د مومند کورنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د جنازې په لېږد کې د طالبانو له حکومت سره همغږي شوې یا ورته هغوی د همکارۍ او ځینو مراسمو ډاډ ورکړی که نه.

عبدالاحد مومند د ۱۹۵۹ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې زېږېدلی و. په هوایي برخه کې یې زدهکړې وې او په ۱۹۸۸ز کال د پخواني شوروي اتحاد په همکارۍ د «سویوز ټي ام-۶» هوايي بېړۍ په وسیله «میر» فضایي مرکز ته تللی و.

مومند لومړنی ستورمزلی و چې ځان سره یې قرانکریم فضا ته پورته کړی او له هغه ځایه یې هیواد سره په پښتو ژبه خبرې کړې وې.

ABN

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.