اوچا: افغانستان د ژمي په درشل کې د بېوزلۍ او لوږې له زیاتوالي سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ژمي په درشل کې بېوزلي او لوږه مخ په زیاتېدو ده.
اوچا د دوشنبې په ورځ، د لړم ۱۸مه، په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې د افغانستان نږدې درېیمه برخه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
د دې ادارې په وینا، د بارانونو د ښهوالي او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي سربېره، لا هم میلیونونه کورنۍ د خپلو اړتیا وړ خوراکي توکو د پېرلو توان نه لري.
د اوچا د وړاندوینې له مخې، په ۲۰۲۷ کال کې به د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ عمر لرونکي له څلور میلیونو ډېر ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
دې ادارې ټینګار کړی، چې د ژمي له رارسېدو مخکې د خلکو اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره بېړني اقدامات اړین دي.
اوچا ویلي، چې د معیشت، خدمتونو او اقتصادي فرصتونو په برخو کې اوږدمهاله پانګونه کولای شي له کورنیو سره مرسته وکړي، څو له راتلونکو کړکېچونو سره د مقابلې وړتیا پیدا کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320