په ترکیه کې د ایران پولې ته څېرمه د اتو افغان کډوالو مړي موندل شوي

0 32

په ترکیه کې د ایران پولې ته څېرمه د اتو افغان کډوالو مړي موندل شوي

د ترکیې سیمه‌ییزو رسنیو د دغه هېواد له ایران سره په سرحدي سیمه کې د اتو کډوالو د مړو د موندل کېدو خبر ورکړی دی.

د «وان‌خبر» خبري اژانس د راپور له مخې، دغه مړي د شنبې په سهار، د لړم په ۱۶مه، د وان ولایت په «اوزالپ» سیمه کې، د ایران له پولې درې کیلومتره لرې موندل شوي دي.

که څه هم تر اوسه د دغو کسانو هویت او د مړینې لامل نه دی معلوم شوی، خو تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې دغه کډوال د افغانستان وګړي دي.

Related Posts
1 of 63,698

په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې یوه ویډیو کې هم یو شمېر افغانانو د مړو د انځورونو اخیستو پر مهال ویلي، چې د پېښې قربانیان افغانان دي.

د «وان‌خبر» په راپور کې راغلي، چې دغه مړي د شپې له خوا د یوه ویالې ترڅنګ پرېښودل شوي وو، د قربانیانو جرابې ترې ایستل شوې وې او قیمتي توکي یې هم غلا شوي دي.

دا احتمال هم مطرح شوی، چې دغه اته کسان ښايي د مسمومیت یا سختې یخنۍ له امله مړه شوي وي؛ خو په دې اړه نور جزییات لا نه دي خپاره شوي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له افغانستانه د وګړو، په ځانګړي ډول د ځوانانو د کډوالۍ او تېښتې کچه په پام وړ ډول لوړه شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply