د ځوانانو اخلاق، ملګرتیا او د شخصیت جوړونه
اخلاق د انسان اصلي ښکلا ده
انسان یوازي په پیسو، ښایسته کالو، لوړو زده کړو او ښه مقام نه پېژندل کېږي، بلکي د هغه اصلي پېژندنه د هغه په اخلاقو، خبرو، کړنو او له نورو خلکو سره په چلند کي ده.
یو ځوان ښايي ډېرې پیسې ولري، ښه موټر وچلوي او لوړ مقام ته ورسېږي، خو که له خلکو سره بد چلند کوي، د نورو حقونه تر پښو لاندي کوي او په خبرو کي رښتینی نه وي، نو خلک به یې په زړه کي درناوی ونه لري.
برعکس، یو ځوان چي ډېر مال او شتمني نه لري، خو رښتینی، امانتدار، مهربان او د ښو اخلاقو خاوند وي، کولای سي د خلکو په زړونو کي ځانګړی ځای پیدا کړي. اسلام د ښو اخلاقو لپاره ډېر ارزښت ټاکلی دی. په قرآن کریم کي الله تعالی خپل پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته د هغه د لویو اخلاقو یادونه کړې ده. دا موږ ته راښيي چي اخلاق د اسلامي ژوند یوه مهمه برخه ده.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په خپل ژوند کي له خلکو سره د مهربانۍ، زغم، رښتینولۍ او عدالت بېلګي وړاندي کړي دي. “د هغه مبارک ژوند ځوانانو ته دا درس ورکوي چي انسان باید یوازي په خبرو کي نه، بلکي په عمل کي هم د ښو اخلاقو خاوند وي.”
د ځوانۍ عمر د شخصیت د جوړېدو مهم وخت ده. په دې عمر کي چي انسان کوم عادتونه خپلوي، ډېر ځله د هغه پر راتلونکي ژوند اغېز کوي. که ځوان له همدا اوس څخه رښتینولي، امانتداري، د وخت پابندي او د نورو خلکو درناوی خپل عادت وګرځوي، نو دا ځانګړتیاوي به یې د ژوند په ډېرو برخو کي مرسته وکړي.
رښتینولي د شخصیت بنسټ دی
رښتینولي د انسان د شخصیت له مهمو ځانګړتیاوو څخه ده. رښتینی انسان هڅه کوي چي خبره یې له حقیقت سره برابره وي، د نورو خلکو باور وساتي او په خپلو ژمنو ولاړ وي.
ځیني ځوانان د دې لپاره درواغ وايي چي له ستونزي ځان خلاص کي، د خلکو په نظر کي ځان لوی وښيي او یا کومه تېروتنه پټه کړي. خو درواغ ډېر وخت ستونزه نوره هم لویوي. کله چي د یوه انسان درواغ ښکاره سي، نو د هغه پر خبرو د خلکو باور کمېږي. د بېلګي په توګه، که یو ځوان له خپل ملګري څخه پیسې په پور واخلي او د بېرته ورکولو ژمنه ورسره وکړي، باید د خپلي ژمني د پوره کولو هڅه وکي. که د ستونزي له امله پیسې پر ټاکلي وخت نه سي ورکولای، ښه ده چي رښتیا ورته ووایي او د حل یوه مناسبه لار ورسره پیدا کړي.
رښتینولي یوازي د خبرو نوم نه ده، بلکي په سوداګرۍ، زده کړه، کار، کورنۍ او ټولنیزو اړیکو کي هم خپل ارزښت لري.
هغه ځوان چي رښتینی وي، د خلکو باور ترلاسه کولای سي. د خلکو باور یو ارزښتناک شی ده؛ په جوړېدو یې وخت لګېږي، خو په ماتېدو یې کله کله یوه کوچنۍ تېروتنه هم بسنه کوي.
امانتداري او د نورو خلکو حقونه
امانتداري د ښو اخلاقو بله مهمه برخه ده. امانت یوازي پیسې او قیمتي شیان نه دي، بلکي هر هغه مسؤلیت چي انسان ته سپارل کېږي، امانت ګڼل کېدای سي.
د یوه زده کوونکي لپاره کتابونه او د زده کړي فرصت امانت ده. د یوه کارکوونکي لپاره د کار مسؤلیت امانت ده. د یوه سوداګر لپاره د مشتریانو حقونه امانت دي. د یوه مشر لپاره د خلکو مسؤلیت امانت ده.
ځوان باید دا زده کړي چي د نورو خلکو مال، عزت، وخت او حقونه وساتي.
که څوک د یوه ملګري راز درسره شریک کړي، بې ضرورته یې نورو ته مه بیانوه. که څوک درته پیسې یا کوم شی د ساتلو لپاره درکړي، باید په امانتدارۍ یې وساتې. که په یوه اداره کي کار کوې، د خپل مسؤلیت په ترسره کولو کي سستي مه کوه.
په اسلام کي د امانت ساتلو او د خلکو د حقونو د ادا کولو ټینګار سوی دی. له همدې امله یو مسلمان ځوان باید د خپل دین د لارښوونو تر څنګ په ورځني ژوند کي هم امانتداري ثابته کړي.
ملګري د انسان پر ژوند څه اغېز لري؟
د ځوانۍ په عمر کي ملګري د انسان پر فکر، عادتونو او پرېکړو ژور اغېز لرلای سي. یو ځوان چي ډېری وخت له چا سره تېروي، ډېر امکان لري چي د هغوی له خبرو، کړنو او عادتونو څخه اغېزمن سي.
که د یوه ځوان ملګري د تعلیم، کار، ښه اخلاقو او پرمختګ هڅونه کوي، نو هغه هم د ښو کارونو لپاره انګېزه پیدا کولای سي.
خو که ملګري یې پر درواغو، بې ځایه وخت تېرولو، نشه يي توکو، نورو ته پر ضرر رسولو او د خلکو د حقونو پر تر پښو لاندي کولو عادت ولري، نو د ده پر ژوند هم ناوړه اغېز کولای سي.
د دې معنا دا نه ده چي انسان باید له هر هغه چا سره اړیکه پرې کړي چي ستونزي لري. ښه انسان کولای سي له نورو سره مرسته وکړي او د هغوی د اصلاح هڅه وکي. خو مرسته کول له دې سره توپیر لري چي انسان د نورو د ناسمو کړنو برخه وګرځي.
یو ځوان باید د ملګري د انتخاب پر وخت د هغه اخلاقو، عادتونو او چلند ته پام وکي. یوازي دا چي یو څوک ډېر ټوکي کوي، پیسې لري یا په خلکو کي مشهور ده، د ښه ملګري کېدو لپاره بسنه نه کوي.
ښه ملګری هغه ده چي ستا خیر غواړي، د تېروتني پر وخت دي په مناسب ډول متوجه کوي، ستا د بریا په لیدلو خوشحالېږي او په سخت وخت کي دي یوازې نه پرېږدي.
د ښه ملګري نښي
ښه ملګری څو مهمي ځانګړتیاوي لري.
لومړی، رښتینی وي. ستا په مخ کي یوه خبره او ستا تر شا بله خبره نه کوي.
دوهم، ستا درناوی کوي. که له تا سره اختلاف هم ولري، سپکاوی او بې احترامي نه درسره کوي.
درېیم، د ښو کارونو هڅونه درته کوي. که غواړي تعلیم وکړې، کار پیدا کړې یا کوم مهارت زده کړې، ستا مخه نه نیسي.
څلورم، ستا له کمزورۍ ناوړه ګټه نه اخلي. که ستا کوم راز ور معلوم وي، د ملنډو یا ګواښ لپاره یې نه کاروي.
پنځم، د تېروتني پر وخت درته په رښتیني ډول خبره کوي. هغه ملګری چي ستا هره خبره بې له فکره سمه بولي، ښايي تل ستا په ګټه نه وي. کله کله انسان ته د داسي چا اړتیا وي چي په مهربانۍ ورته ووایي چي په کوم ځای کي تېروتی یي
شپږم، ستا د پرمختګ مخه نه نیسي. ښه ملګری نه غواړي چي ته د هغه په خاطر خپل هدفونه پرېږدې او یا خپل راتلونکی خراپ کي.
ځوانان باید په یاد ولري چي ښه ملګرتیا د انسان پر ژوند ښه اغېز کوي، خو د خپل ژوند مسؤلیت بیا هم خپله انسان لري.
د بدو ملګرو له اغېز څخه ځان ساتل
کله کله یو ځوان پوهېږي چي د خپلو ملګرو ځیني کړني ناسمې دي، خو بیا هم د دې لپاره ورسره یو ځای کېږي چي د هغوی له خوا کمزوری ونه ګڼل سي.
د بېلګي په توګه، یو ملګری ښايي بل ځوان وهڅوي چي سګرټ یا نشه يي توکي وکاروي، له چا سره جنګ وکي، د خلکو مال ته زیان ورسوي او یا د انټرنېټ له لاري په کومه درغلیزه معامله کي برخه واخي
په داسي حالت کښي ځوان باید د خپل عقل، دیني لارښوونو او د خپل راتلونکي په اړه فکر وکړي. د خلکو د خوشحالولو لپاره داسي کار کول چي خپله ورته زیان رسوي، سمه پرېکړه نه ده.
د «نه» ویلو جرئت هم د شخصیت یوه مهمه برخه ده. که یو کار ناسم وي، انسان باید په درناوي سره د هغه له کولو انکار وکولای سي.
ځوان کولای سي ووایي: «زه په دې کار کي برخه نه اخلم، ځکه چي زما لپاره مناسب نه ده.»
د دې لپاره اړتیا نه ده چي له هر چا سره جنګ وسي. کله کله د یوه ناسم کار له ځایه په ارامه توګه ليري کېدل تر ټولو ښه پرېکړه وي.
که د ملګرو له خوا ګواښ، زور یا جدي فشار موجود وي، ځوان باید له یوه باوري مشر، د کورنۍ له غړي یا بل مناسب کس څخه مرسته وغواړي.
د غوسې کنټرول او د زغم ارزښت
غوسه د انسان طبیعي احساس دی. هر انسان کله کله د خپګان، بې عدالتۍ یا د نورو د ناسم چلند له امله غوسه کېږي. خو مهمه خبره دا ده چي انسان له خپلي غوسې سره څنګه چلند کوي.
ځیني ځوانان د غوسې پر وخت داسي خبري کوي چي وروسته پرې پښېمانه وي. ځیني بیا د یوه کوچني اختلاف له امله جنګ کوي او خپل ځان او نورو ته زیان رسوي.
د غوسې پر وخت لږ تم کېدل، له ځایه ليري کېدل، ژوره ساه اخیستل او تر ارامېدو وروسته خبرې کول کولای سي د ډېرو ستونزو مخه ونیسي.
اسلام هم د غوسې د کنټرول او بخښني ارزښت بیان کړی دی. په قرآن کریم کي د هغو کسانو ستاینه سوې ده چي خپله غوسه کنټرولوي او خلک بخښي.
البته زغم دا معنا نه لري چي انسان باید د ظلم او حق تلفۍ پر وړاندي چوپ پاته سي. انسان کولای سي د خپل حق غوښتنه وکړي، خو هڅه دي وکړي چي دا کار په عادلانه او مناسب ډول ترسره کړي.
“یو پیاوړی ځوان هغه نه ده چي هر اختلاف په زور حل کي، بلکي هغه ده چي د ستونزي پر وخت خپل عقل، اخلاق او مسؤلیت له لاسه ورنه کي.”
د خبرو ادب او د نورو درناوی
د انسان خبري د هغه د شخصیت یوه برخه څرګندوي. کله کله یوه نرمه او پر ځای خبره د دوو کسانو ترمنځ اړیکه ښه کوي، خو یوه سپکه خبره د کلونو ملګرتیا خراپولای سي.
ځوان باید د خبرو پر وخت د نورو عزت وساتي. د چا پر ظاهري بڼه، اقتصادي حالت، کورنۍ، زده کړو یا کمزورۍ ملنډي وهل ښه اخلاق نه دي.
همدارنګه د نورو خلکو خبري باید په حوصله واورېدل سي. که له چا سره اختلاف وي، کولای سو خپل نظر بیان کړو، خو د هغه سپکاوی کول مهم نه دي. په ټولنیزو شبکو کي هم د خبرو ادب مهم دی. ځیني خلک د موبایل تر شا داسي خبري کوي چي مخامخ یې بل چا ته نه سي ویلای. د چا سپکاوی، د درواغو خپرول، د شخصي معلوماتو افشا کول او بې بنسټه تورونه لګول د خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کولای سي. یو ځوان باید د خپلي هرې لیکني او تبصرې په اړه فکر وکړي. د خپرولو تر مخه دي له ځانه وپوښتي: ایا دا خبره رښتیا ده؟ ایا د چا حق نه تر پښو لاندي کوي؟ ایا د دې خپرول کومه ګټه لري؟
که انسان په خپلو خبرو کي د انصاف او درناوي خیال وساتي، د ټولني په چاپېریال کي د باور او تفاهم د پیاوړتیا مرسته کوي.
د کورنۍ سره ښه چلند
د انسان د ښو اخلاقو ازموینه یوازي له ملګرو او پردیو خلکو سره په چلند کي نه وي، بلکي په کور کي هم څرګندېږي.
ځیني ځوانان له ملګرو سره ډېر نرم او مهربان وي، خو له مور، پلار، وروڼو او خویندو سره توند چلند کوي. دا سمه نه ده.
کورنۍ د انسان د ژوند مهمه برخه ده. مور او پلار ډېر وخت د خپلو اولادونو د روزني او راتلونکي لپاره زحمتونه ګالي. اولادونه باید د هغوی درناوی وکړي او د وس مطابق ورسره مرسته وکړي.
خو د مور او پلار درناوی دا معنا هم نه لري چي د کورنۍ ستونزي باید هېڅکله په خبرو کي مطرح نه سي. که په کور کي اختلاف وي، ښه ده چي په ارامه، درناوي او د حل په نیت خبرې وسي.
ځوانان باید له خپلو کوچنیو وروڼو او خویندو سره هم ښه چلند وکړي. که یو ورور یا خور په زده کړه یا بل کار کي ستونزه لري، مرسته ورسره کولای سي.
په کور کي کوچني مسؤلیتونه، لکه د کور په کارونو کي مرسته، د مشرانو پوښتنه او له کورنۍ سره د وخت تېرول، د مسؤلیت او میني احساس پیاوړی کوي.
د ټولني پر وړاندي د ځوان مسؤلیت
ځوان یوازي د خپلي کورنۍ غړی نه دی، بلکي د ټولني برخه هم ده. د هغه کړني پر نورو خلکو اغېز کولای سي او د نورو خلکو کړني هم د هغه پر ژوند اغېز لري. یو ځوان کولای سي په خپل چاپېریال کي د ښه بدلون لپاره له کوچنیو کارونو څخه پیل وکړي. د ګاونډیانو درناوی، د کوڅې پاک ساتل، له بېوزلو سره مرسته، د ناروغانو پوښتنه او د خلکو د حقونو ساتل د ټولنیز مسؤلیت بېلګي دي.
که یو ځوان ویني چي کوم ماشوم د کتابونو د نشتوالي له امله زده کړه نه سي کولای، د خپل توان مطابق ورسره مرسته کولای سي. که په ټولنه کي کوم ناروغ یا اړمن کس وي، د هغه د مرستي لپاره د خلکو د یو ځای کولو هڅه کولای سي.
خو مرسته باید په اخلاص، درناوي او د انسان د عزت په ساتلو سره وسي. د مجبور انسان ستونزي باید د شهرت، ملنډو یا د خلکو د احساساتو د راپارولو لپاره ونه کارول سي.
“ټولنه هغه وخت پیاوړې کېږي چي خلک یوازي د خپلو ګټو فکر ونه کړي، بلکي د نورو خلکو د ستونزو په اړه هم احساس ولري.”
د شخصیت د جوړولو لپاره عملي لاري
د ښو اخلاقو او غښتلي شخصیت جوړول په یوه ورځ کي نه کېږي. دا کار وخت، تمرین او پر ځان کار کولو ته اړتیا لري. ځوان کولای سي د خپل شخصیت د پیاوړتیا لپاره څو ساده کارونه ترسره کړي.
لومړی: هره ورځ خپل چلند وارزوه. د ورځي په پای کي فکر وکړه چي نن دي له خلکو سره څنګه چلند کړی ده. که دي غلطي کړې وي، د اصلاح هڅه یې وکړه.
دوهم: خپله ژمنه وساته. داسي وعدې مه کوه چي د پوره کولو توان یې نه لرې. که ژمنه کوې، د ترسره کولو لپاره یې هڅه وکړه.
درېیم: ښه ملګري غوره کړه. له هغو خلکو سره اړیکي غښتلي کړه چي د ښو اخلاقو، زده کړي او پرمختګ هڅونه درته کوي.
څلورم: د غوسې پر وخت زر پرېکړه مه کوه. تر ارامېدو وروسته خبرې وکړه، څو د لنډمهالي احساس له امله لویه ستونزه رامنځته نه سي.
پنځم: له تېروتنو زده کړه وکړه. تېروتنه د انسان د ژوند یوه برخه ده، خو مهمه دا ده چي انسان خپله تېروتنه ومني او د بیا تکرار مخه یې ونیسي.
شپږم: له خلکو سره انصاف وکه. د خپل ځان لپاره هغه حق مه غواړه چي د نورو لپاره یې نه منې.
اووم: د ښه اخلاقو تمرین وکه. سلام کول، مننه کول، بخښنه غوښتل، د نورو خبري اورېدل او له اړمنو سره مرسته کول د ښو عادتونو د جوړېدو لاري دي.
که ځوان دغه کارونه په دوامداره توګه ترسره کړي، ورو ورو به یې په شخصیت کي مثبت بدلونونه راڅرګند سي.
ګرانه ځوانه!
ته ښايي د ژوند په بېلابېلو برخو کي ستونزي ولرې. ښايي اقتصادي حالت دي کمزوری وي، د کار پیدا کولو لپاره هڅه کوې یا له داسي خلکو سره مخ کېږې چي ستا ارزښت نه پېژني.
خو د نورو خلکو ناسم چلند باید ستا د اخلاقو د خرابېدو سبب نه سي. د بل چا درواغ ستا د درواغ ویلو دلیل نه ده، د بل چا ظلم ستا د ظالم کېدو دلیل نه ده او د نورو خلکو بد چلند ستا د شخصیت د خراپولو لپاره پلمه نه سي کېدای.
ته د خپل ژوند د هر حالت کنټرول نه لرې، خو کولای سې په ډېرو حالاتو کي د خپل غبرګون، خپلو پرېکړو او خپل چلند په اړه فکر وکي.
له ښو خلکو سره ملګرتیا وکه، له پوهانو څخه زده کړه وکه، د مور او پلار درناوی وکه او د خپل راتلونکي لپاره کار وکه.
که تېروتنه دي وکړه، ځان مه بایله. خپله تېروتنه ومنه، د اصلاح هڅه یې وکړه او مخته ولاړ سه.
د انسان شخصیت په یوه لویه خبره نه جوړېږي، بلکي د ورځنیو کوچنیو کړنو په وسیله پیاوړی کېږي. هر ځل چي رښتیا وایې، د چا حق ساتې، خپله غوسه کنټرولوې او له یوه اړمن انسان سره مرسته کوې، په حقیقت کي خپل شخصیت ته وده ورکوې.
د شپږمي برخي پایله
د ځوانانو اخلاق او ملګرتیا د هغوی د راتلونکي په جوړولو کي مهم رول لري. ښه اخلاق د انسان باور او درناوی زیاتوي، رښتینولي د اړیکو بنسټ پیاوړی کوي او ښه ملګرتیا د پرمختګ لپاره زمینه برابروي.
په مقابل کي درواغ، بې امانتي، د نورو سپکاوی، ناسمه ملګرتیا او د غوسې نه کنټرولول د انسان په شخصي او ټولنیز ژوند کي ستونزي پیدا کولای سي.
اسلام ځوانانو ته د ښو اخلاقو، عدالت، امانتدارۍ، بخښني او د خلکو د حقونو د ساتلو لارښوونه کوي. د دغو لارښوونو عملي کول یوازي د یوه فرد ژوند نه ښه کوي، بلکي د کورنۍ او ټولني په پیاوړتیا کي هم مرسته کوي. “د انسان لویوالی په دې کي نه ده چي نور خلک تر خپل لاس لاندي کي، بلکي په دې کي ده چي خپل نفس کنټرول کړي، د نورو حقونه وساتي او په خپل چلند سره د خلکو لپاره د خیر سبب سي.”
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320