د کلسیم کمښت؛ نښې، لاملونه او د مخنیوي لارې

32

کلسیم د انسان د بدن یو له مهمو منرالونو څخه دی. ډېری خلک فکر کوي چې کلسیم یوازې د هډوکو او غاښونو د پیاوړتیا لپاره اړین دی، خو حقیقت دا دی چې زړه، اعصاب او عضلات هم د خپل عادي فعالیت لپاره کلسیم ته اړتیا لري.

د کلسیم د کمښت نښې څه دي؟

کله چې په وینه کې د کلسیم کچه راټیټه شي، ځینې خلک لاندې نښې تجربه کوي:

. د لاسونو او پښو ستنې ستنې کېدل.
. د شونډو شاوخوا بې‌حسي.
. د عضلاتو درد او شخوالی.
. د عضلاتو ناڅاپي انقباضات او رپېدل.
. په شدیدو حالاتو کې تشنج او د زړه د ضربان ګډوډي.

د کلسیم د کمښت مهم لاملونه:
د وینې د کلسیم د کمښت څو مهم لاملونه شتون لري، چې عبارت دي له:

۱- د ویټامین D کمښت، چې له کولمو څخه د کلسیم جذب کموي.

۲- د پښتورګو ځینې ناروغۍ.

۳- د پاراتایرایډ غدو د فعالیت کمښت.

۴- د مګنیزیم شدید کمښت.

Related Posts
1 of 63,672

۵- د ځینو درملو استعمال.

ولې د کلسیم لرونکو خوړو له استعمال سره سره کلسیم کمېږي؟
یوه مهمه خبره دا ده چې کله ناکله انسان کافي کلسیم لرونکي خواړه خوري، خو بیا هم په وینه کې د کلسیم کچه ټیټېږي.

لامل یې دا کېدای شي چې ستونزه یوازې د کلسیم په خوراک کې نه وي، بلکې د ویټامینونو، هورمونونو، پښتورګو یا د بدن د کلسیم د تنظیم په سیستم کې ستونزه موجوده وي.

د کلسیم د کمښت درملنه:

د درملنې لپاره باید لومړی د کلسیم د کمښت اصلي لامل معلوم شي. د وینې د معایناتو او د ډاکټر د ارزونې له مخې مناسبه درملنه ټاکل کېږي.

د پاراتایرایډ غدو د اوږدمهاله کم فعالیت په ځینو ناروغانو کې د هورمون بدیل درملنه هم شته، خو دا درمل د کلسیم د هر ډول کمښت لپاره مناسب نه دي.

کوم خواړه کلسیم لري؟

د کلسیم د ترلاسه کولو لپاره لاندې خواړه ګټور دي:

. شیدې او مستې
. پنیر
. ځینې شنې پاڼې لرونکې سبزۍ
. بادام
.کلسیم لرونکي نور خواړه

البته، که په وینه کې د کلسیم کچه کمه وي، یوازې د کلسیم لرونکو خوړو زیاتول تل د ستونزې د حل لپاره کافي نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.