یوې نوې څېړنې موندلې چې د انرژيلرونکو څښاکونو او نورو کافینلرونکو محرکو محصولاتو کارول د زړه د درېدو، زړه حملې او د زړه د ضربان د ګډوډۍ له زیاتو راپورونو سره تړاو لري. دغه تړاو په ځانګړي ډول د ۱۸ او ۳۴ کلونو ترمنځ ځوانانو کې د پام وړ بلل شوی دی.
د څېړنې د موندنو له مخې، د هغو محصولاتو په تړاو چې کافین یا نور محرک مواد لري، د زړه د ناڅاپي درېدو پېښې د هغو محصولاتو په پرتله شاوخوا ۱۱ برابره زیاتې راپور شوې دي چې دغه مواد نه لري.
د څېړنې پایلو د کافین د لوړې کچې لرونکو څښاکونو د احتمالي اغېزو په اړه نوې اندېښنې راپارولې دي. دا په داسې حال کې ده چې په تېره لسیزه کې د انرژيلرونکو څښاکونو مصرف نږدې دوه برابره شوی دی.
څېړونکو د ۲۰۱۷ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) ته د ثبت شویو ۲۸ زره او ۳۴۵ ناوړه روغتیايي پېښو راپورونه ارزولي دي. له دې ډلې، ۸۵۴ راپورونه د کافین یا نورو محرکو موادو لرونکو محصولاتو او ۲۷ زره او ۴۹۱ نور د هغو محصولاتو په تړاو وو چې دغه مواد نه لري.
د معلوماتو تحلیل ښيي چې د محرکو موادو لرونکو محصولاتو په تړاو د زړه د حملې راپورونه شاوخوا ۴.۵ برابره او د زړه د ضربان د بېنظمۍ راپورونه نږدې څلور برابره زیات وو.
همدارنګه، د زړه د ضربان د چټکېدو راپورونه نږدې درې برابره او د سینې د درد راپورونه ۲.۷۱ برابره زیات ثبت شوي وو.
د پام وړ موندنه دا وه چې د محرکو محصولاتو په تړاو د زړه او رګونو د ستونزو نږدې نیمایي راپورونه د ۱۸ او ۳۴ کلونو ترمنځ کسانو پورې اړوند وو؛ هغه عمرلرونکې ډله چې په عمومي ډول د زړه او رګونو د جدي ناروغیو له نسبتاً ټیټ خطر سره مخ وي.
څېړونکي وايي، د دغو موندنو تر شا ښايي بېلابېل عوامل موجود وي. په ځوانانو کې د انرژيلرونکو څښاکونو زیات مصرف، له سختو بدني تمرینونو مخکې د محرکو محصولاتو کارول، له الکولو یا ځینو درملو سره د دغو موادو ګډ استعمال او د زړه هغه ناروغۍ چې مخکې نه وي تشخیص شوې، د احتمالي عواملو له ډلې ګڼل کېږي.
د څېړونکو په وینا، په دغو محصولاتو کې د کافین لوړه اندازه هم ښايي مهم رول ولري. ځینې انرژيلرونکي څښاکونه د حجم د هر واحد په تناسب د عادي دمکړې قهوې په پرتله تر درې برابره ډېر کافین لري، په داسې حال کې چې له ورزش مخکې کارېدونکي ځینې محرک مکملونه تر ۱۲ برابره زیات کافین لرلای شي.
د کالیفورنیا پوهنتون د سان فرانسیسکو څانګې د طب استاد، پروفیسور ګریګوري مارکس، ویلي چې د څېړنې موندنې د کافین د زیات مصرف او د زړه او رګونو پر روغتیا د هغه د احتمالي اغېزو په اړه د اندېښنې وړ دي.
خو نوموړي ټینګار کړی چې دغه موندنې په دې معنا نه دي چې انرژيلرونکي څښاکونه یا نور محرک محصولات په مستقیم ډول د زړه د ناروغیو لامل کېږي.
دا څېړنه لومړنۍ ده او پایلې یې د امریکا د خوړو او درملو ادارې ته د سپارل شویو ناوړه روغتیايي پېښو د راپورونو پر بنسټ ولاړې دي. له همدې امله، د دغو راپورونو پر اساس نه شي ټاکل کېدای چې د یادو محصولاتو په ټولو کاروونکو کې د زړه اړوند ستونزې په کومه کچه رامنځته کېږي.
سربېره پر دې، څېړنه د هغو کسانو بشپړ معلومات نه لري چې دغه محصولات کاروي، خو له کومې څرګندې روغتیايي ستونزې سره نه مخ کېږي. همدا محدودیتونه څرګندوي چې د پایلو په تفسیر کې باید علمي احتیاط وشي او د راپورونو ترمنځ احصایوي تړاو د مستقیم لامل او معلول د اړیکې په توګه ونه ګڼل شي.
ټاکل شوې چې د دې څېړنې موندنې د امریکا د زړه ټولنې د ۲۰۲۶ کال په علمي غونډو کې وړاندې شي.
څېړونکي ټینګار کوي چې د انرژيلرونکو څښاکونو، نورو محرکو محصولاتو او د زړه او رګونو د ناروغیو ترمنځ د احتمالي اړیکې د لا روښانه کولو لپاره پراخو او دقیقو څېړنو ته اړتیا ده. دوی د دغو محصولاتو د خوندیتوب د څارنې پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی.
څېړونکي روغتیايي متخصصینو ته سپارښتنه کوي چې له هغو ځوانو ناروغانو څخه چې د سینې درد، ناڅاپي بېهوښۍ، د زړه د ضربان چټکېدو یا بېنظمۍ له نښو سره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي، د انرژيلرونکو څښاکونو او نورو محرکو موادو د استعمال په اړه هم پوښتنې وکړي.
د دوی په باور، د دغو محصولاتو د مصرف د مخینې معلومول کولای شي د احتمالي خطرونو په وخت پېژندلو، د ناروغۍ د لاملونو په ارزونه او د مناسبو طبي اقداماتو په غوره کولو کې مرسته وکړي.
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320