د غچ اخستنې حکومت، حاکمیت او مبارزه ناکامه تګلاره ده

شاه محمود میاخېل

0 53

په پنځوسو کلونو کې د غچ اخستنې کړنلارې او سیاست نتیجه نه ده ورکړې، اوس هم نتیجه نه ورکوي او په راتلونکې کې هم نتیجه نه ورکوي.

خلقیانو د عقدې او د سیاسي مخالفینو نه د غچ اخستنې سیاست خپل کړ، نتیجه یې ورنکړله. مشران یې د یو بل پسې په خپلو منځو کې ووژل شول او پایله یې دا شوله چې د مشرانو عقدوي پالیسیو تاوان یې ګوندي ملګرو او د افغانستان ملت ورکړ.

مجاهدینو د غچ اخستنې سیاست ته اسلامي مبارزه وویله او پایله یې د دوی د قوماندانانو وژل او د مشرانو په ذلالت او د ولس بدبختي شوله. د دوی د غچ اخستنې تګلاره ناکامه او داخلي جنګونو ته زمینه مساعده کړله.

جمهوریت کې هم یو شمیر ډلو په اوله کې د غچ اخستنې قومي او ژبني سیاست پیل کړ، پایله یې د جمهوریت سقوط شو. راټول شوې ملت او نظام یو ځل بیا  وپاشل شو.

طالبانو د غچ اخستنې کړنلاره پیل کړله او په پنځو کلونو کې ونشو کړې چې ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. افغانستان یې د ګړنګ په سر ودرولې او د راتلونکو جګړو لپاره ورځ تر بلې زمینه مساعدوي. د طالبانو ځینو مخالفین چې د جنګ خبرې کوي، د هغوي تګلاره هم د غچ اخستنې ده او څه نتیجه نه ورکوي.

په همدې دلایلو مونږ د جنګ او غچ اخستنې په عوض د لوی جرګې وړاندیز کوو چې لویه جرګه په واقعي توګه د ملي پخلاینې او د راتلونکې نظام د تګلارې، اساسي قانون او ولسي مشروعیت لپاره زمینه مساعده کړي تر څو افغانان په خپلو منځو کې، هم د سیمې او هم د نړۍ سره په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.

Related Posts
1 of 63,141

که ملي پخلاینې پروسې ته د لوی جرګې له لارې زمینه مساعده نشي، طالبان، مخالفین او د افغانستان ملت به په کل کې یو ځل بیا داسې بایلونکې ملت وي، چې په څو لسیزو کې به ونشي کړې چې بیا د امید غوټې په افغانستان کې وغوړیږي.

شاه محمود میاخېل

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

زما موقف

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply