پر افغانستان د ایران د اوسنیو لاریونونو مثبتې او منفي اغېزې

شاه‌ محمود میاخېل

53

که د تېرو پنځو لسیزو په اوږدو کې د افغانستان پروړاندې د ایران او پاکستان دوه ‌مخې پالیسۍ وڅېړل شي، نو څرګندېږي چې دواړو هېوادونو کابو ورته چلند درلود.

که څه هم ایران له امریکا سره مخالفت درلود، خو د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال ایران د پاکستان په څېر د مجاهدینو له ډلو ملاتړ کاوه. په داخلي جګړو کې هم ایران د پاکستان په څېر بېلابېلې جنګي ډلې چې د ایران د ګټو سره وفاداره وې، پیاوړې کولې.

د پاکستان په څېر ایران هغه ډلې او افراد چې د دوی د ګټو لپاره ګواښ ګڼل کېدل، کمزوري کول او له ‌منځه وړل، څو په جنګي ډلو او اشخاصو کنترول او نفوذ ولري.

د طالبانو د لومړي ځل له سقوط وروسته که څه هم ایران له امریکا سره مخالفت درلود، خو د پاکستان په څېر یې د بن د پرېکړو ملاتړ وکړ.

د جمهوریت د رامنځته کېدو په ترڅ کې بیا ایران د پاکستان په څېر د هارډ او سافټ پاور له لارې یې د طالبانو په ګډون بېلابېلې ډلې او افراد پیاوړي کړل، څو د افغانستان حکومت کمزوری او په پایله کې سقوط وکړي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ایران او پاکستان د تېرو پنځو لسیزو د دوه‌ مخیزو پالیسیو په څېر له یوې خوا له طالبانو سره ښې اړیکې ساتي، خو له بلې خوا د طالبانو مخالفینو ته یې په خپلو هېوادونو کې ځای ورکړی، څو د طالبانو د کمزورتیا لپاره ورڅخه په خپل وخت ګټه واخلي.

همدارنګه، ایران او پاکستان د افغان کډوالو پر وړاندې د جبر او فشار لارې ډېرې کړې، څو هغوی خپل هېواد ته ستانه شي. د طالبانو د دویم ځل د راتګ نه وروسته، دواړو هېوادونو له افغانانو سره د ټولو انساني، اخلاقي، اسلامي او د ښه ګاونډیتوب اصولو خلاف نهایت سخت چلند پیل کړ.

ایران او پاکستان دواړه د افغانستان د اوبو او شتمنیو پر وړاندې سترګې نیولي او غواړي، چې د افغانستان منابع لوټ کړي او په دغه هېواد کې یو کمزوری حکومت واکمن وي. د جمهوریت پر وخت او هم د تېرو جګړو پر مهال ایران او پاکستان دواړو پراخې ګټې تر لاسه کړې او د اټومي وسلو او نورو پرمختللو وسلو څښتنان شول.

د جمهوریت په شل کلنه دوره کې په ایران کې د اخوندانو استبدادي رژیم واکمن و، په پاکستان کې هم پوځي استبدادي رژیم شتون درلود او په شمالي ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او چین کې استبدادي او اولیګارکي رژیمونه واکمن و. یعنې افغانستان په دې سیمه کې یوازینی هېواد و، چې نسبتا ولسواکي او د بیان ازادي په‌ کې موجوده وه.

دا چې د یو هېواد مثبت او منفي تحولات په ګاونډیو هېوادونو هم اغېز لري، نو په افغانستان کې د امریکا د شتون مخالفت ته په کتو ټولو ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان، هڅه کوله، چې په افغانستان کې واقعي ولسواکي پلي نه ‌شي، ځکه که ولسواکي پلي شوې وای، د دې ولسواکۍ مثبتې اغېزې به په دغو هېوادونو کې هم څرګند شوي وای او هلته استبدادي او انحصاري رژیمونه به له‌منځه تللي وای.

په دې توګه، ایران او پاکستان په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه د افغانستان د ولسواکۍ د کمزورتیا لپاره د هارډ او سافټ پاور له لارې اقدامات وکړل، څو جمهوریت کمزوری او سقوط وکړي او یوه مذهبي افراطي ډله واکمنه شي. هدف دا و، چې خپلو خلکو ته وښيي چې د دوی استبدادي نظامونه د طالبانو په پرتله غوره دي، ځکه په دواړو هېوادونو کې اساسي قانون موجود دی، ټاکنې تر یوه حده ترسره کېږي، د نجونو او نورو تعلیمي ادارو وضعیت ښه دی او د خلکو د ژوند کچه د افغانستان په پرتله لوړه ده.
خو د ایران او پاکستان ولسونه د اخوندانو او پوځ په کړنلارو نیوکې لري او قدرت په یوې ځانګړې طبقې پورې محدود دی، چې اکثریت ولس په پرېکړو کې برخه نه ‌لري. د ایران اخوندان او د پاکستان جنرالان د هېواد شتمني لوټي او د ځانونو لپاره یې د طالبانو د مشرانو په څېر رفاهي ژوند برابر کړی دی. په مقابل کې، عام ولس او اکثریت وګړي د اقتصادي ستونزو او فقر سره مخ دي.

که څه هم په هر ولسي پاڅون کې بهرني فکتورونه او لاسوهنې شتون لري، خو تل داخلي وضعیت د لاسوهنې زمینه برابروي. د ایران اوسني لاریونونه په حقیقت کې د اخوندانو د پنځوس کلنې واکمنۍ مستقیم محصول دی، چې په‌ کې د ښځو پر وړاندې بد چلند، مذهبي تبعیض، فقر، اقتصادي رکود، د ریال په پرله ‌پسې توګه ښکته کېدل او د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو دوام شامل دی.

افغانستان هم د ایران په څېر په تېرو شاوخوا پنځو کلونو کې له ناوړه وضعیت سره مخامخ دی. د ملایانو یوه ځانګړې طبقه واکمنه ده، ولس د بیان د ازادۍ حق نه لري، فقر ورځ تر بلې زیاتېږي، د نجونو په تعلیم محدویتونه شته، اساسي قانون شتون نه لري خو د د هر ملا د خپلې خوښې قانون عملي کیږي. طالبان ولس ته ځان مسوول نه ګڼي او د طالبانو حاکمیت ولسي او نړېوال مشروعیت نه لري. د افغانۍ ثبات مصنوعي بڼه لري او که یو ناڅاپه د افغانۍ ارزښت په کمېدو پیل شي، افغانان به د ایران په پرتله هم په ډير بد وضعیت کې پاتې شي. په همدې دلایلو، طالبان هم د ایران د وضعیت د بدلون په اړه اندېښمن دي.

د ایران د لاریونونو د زور اخیستو دلیل دا دی، چې اخوندانو په تېرو پنځو لسیزو کې د هېواد لویې سرچینې لکه نفت او ګاز په شخصي پانګونو او جګړو مصرف کړي دي. ایران له عراق سره اته کاله مستقیمه جګړه درلوده، چې دې جګړې د ایران اقتصاد ته ستره ضربه ورکړه. سربېره پر دې، په سوریه، لبنان، غزه، عراق او یمن کې په غیرمستقیمو یا نیابتي جګړو کې د ایران بې‌پروا مصرف او همدارنګه د شتمنیو ډېره برخه د پوځي تجهیزاتو په جوړولو کې مصرفېږي. کله چې یو هېواد خپله ډېره بودیجه په جګړو او نیابتي جګړو مصرفوي، طبیعي خبره ده چې ولس ته خدمات نه وړاندې کېږي او خلک د فقر سره مخامخ کېږي.

که څه هم د ایران ولس تر یوه حده د اسراییلو سره په جګړه کې د ایران د اخوندانو د رژیم ملاتړ د نیشنالیزم له امله کړی، خو خلک د پرله ‌پسې جګړو ښکار دي او د دوی د ژوند کچه ورځ تر بلې د فقر سره مخ کېږي.

همدغه حالت په افغانستان کې هم لیدل کېږي؛ ولس د پاکستان د مستقیم تېري په اړه د نیشنالستي احساساتو پر اساس د طالبانو ملاتړ کړی، خو دا ملاتړ دایمي نه دی، ځکه خلک ښه ژوند، تعلیم، د فقر مخنیوی، د بیان ازادي او په پرېکړو کې قانوني شراکت غواړي.

افغانستان د ایران په پرتله ډیر په بد وضعیت کې دی، ځکه د طالبانو مشر څوک نه ویني، د طالبانو واکمنان، ولس ته ځان مسوول نه ګڼي، طالبان ولسي او نړېوال مشروعیت نه لري او د افغانستان د بودیجې د مصرفیدو معلومات له ولس سره نه شریکوي. په بدخشان او نورو سیمو کې پر کانونونو چور روان دی. دا یادونه اړینه ده، چې د یو هېواد سرمایه او شتمني د هېڅ یو حاکم رژیم ملکیت نه دی، بلکې د ولس سرمایه ده او باید د قانون په چوکاټ کې ولس ته حساب ورکړل شي؛ خو دا حساب ورکول په افغانستان، ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې نه‌ شته.

له بلې خوا، د ایران او پاکستان ولس د افغانانو په پرتله ډېر منسجم او باخبره دي او د تعلیم او سیاسي پوهاوي کچه هم لوړه ده. په پاکستان کې یو عادي کراچیوان هره ورځ اخبار لولي، خو په افغانستان کې د اکثرو تعلیمیافته کسانو چې درسونه پای ته رسېدلي، نه اخبار لولي او نه کتابونه او فکر کوي چې فیلسوفان دي. د طالبانو د راتګ سره د ځوانانو په ذهنیت کې منفي فکرونه هم زیات شوي، ځکه د دوی باور اوس دا دی چې تعلیم بې‌ ګټې دی، ځکه تعلیمیافته کسانو ته د کار فرصتونه نه‌ شته.

په ټوله کې د ایران ولس د اخوندانو له حاکمیت څخه په تنګ راغلي دي. که د ایران کې ولسي قیام بریالی کېږي، د دغه قیام اغېزې په افغانستان هم دي.

دا چې د ایران پالیسي په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان د ټولو حکومتونو او رژیمونو پر وړاندې تخریبي وه او د افغانستان له جنګونو یې ګټه اخیستې، نو په اوس وخت کې مهمه مسله دا ده: که په ایران کې د اخوندانو نظام له منځه لاړ شي او پر ځای یې داسې نظام رامنځته شي چې د ایران د ولس په خوښه وي، دا د افغانستان په ګټه ده. خو که د اخوندانو نظام پاتې شي او داخلي کشمکشونه او جګړې دوام وکړي، نو دا د افغانستان په ګټه نه دی، ځکه چې په سیمه کې افراطي ډلې پیاوړې کېږي او په پایله کې د سیمې ټول هېوادونه له دوامداره ناورین سره مخامخ کېږي.

همدغه حالت په افغانستان کې هم لیدل کېږي. که د طالبانو د حاکمیت پر ځای داسې یو نظام رامنځته شي، چې ولس د اساسي قانون په رڼا کې د کار، ژوند، سیاست او د بیان ازادي حق ولري، نو دا به یو مثبت بدلون وي. خو که د طالبانو د واک په شتون یا له منځه تګ سره بیا کورني جنګونه او نیابتي جګړې رامنځته شي، نو دا به هېڅ مثبت بدلون نه وي.

د افغانستان ستونزې د ایران په پرتله ډېرې ژورې دي، ځکه ایران پراخې منابع لري او له نړۍ سره د اوبو او وچې له لارې بدیلې لارې او متبادلې اړیکې لري. خو د افغانستان، نه یوازې منابع محدودې دي، بلکې د ایران په څېر متبادلې نړېوالې لارې هم نه لري. که په ایران کې وضعیت خراب شي، په افغانستان هم فشار زیاتېږي او ډېرې لارې به تړل کېږي. د افغانستان ولس به له سختو ستونزو سره مخامخ شي. په دواړو حالاتو کې، د ایران وضعیت په مستقیم ډول پر افغانستان مثبتې او منفي اغېزې لري.

مخکې له دې چې د افغانستان وضعیت د ایران په څېر بحراني شي، اړینه ده چې د نطام د ولسي او نړېوال مشروعیت لپاره یوه واقعي لویه جرګه راوغوښتل شي، چې د ټول ولس او ټولو اقشارو استازولي په‌ کې وشي، تر څو د افغانستان د راتلونکي نظام د مشروعیت لپاره تګلاره تایید او ولس په نظام کې خپل ځای وویني.

شاه‌ محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني ریيس او د جمهوري غوښتونکو د خوځښت د سیاسي چارو او بهرنیو اړیکو مسوول

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.