پر پښتو روانې ملنډې؛ تصادف که منظمه تګلاره؟

لیکنه: نجیب الله پاڅون

67

د تاریخ په اوږدو کې ځینې داسې لیکنې هم شته،  که چېرې له پېړیو او نسلونو تېرې شي؛ خو خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي او د هر نوي عصر پر ور بیا ودرېږي.

له دې ژوندیو او نه زړېدونکو لیکونو یوه هم د « پښتو ګرانه ده» تر سرلیک لاندې هغه لیکنه ده، چې نږدې اتیا کاله وړاندې د ستر پښتون، سیاستوال، مفکر او ملي مبارز ارواښاد استاد وزیر محمد ګل خان مومند «بابا» له قلمه راوتلې.

مخکې له دې چې د ستر او ویاړلي مومند «بابا» یادې لیکنې ته راشو، غواړم د همدې پلمې له مخې د دې ورځو د ځینو ناوړه کړیو له لوري پر پښتو ژبه روانو ملنډو ته لنډ ځواب ووایم.

دوی له کلونو راهیسې د پښتو ژبې پر وړاندې دوه‌ګونی او سپک چلند کړی دی، که نن په پلازمېنه کابل کې د څو لوحو «لیک‌دړو»، کوڅو او سیمو د نومونو د پښتو او دري لیکلو پلمه نیسي او ترې لانجې جوړوي، نو دا نوې خبره نه ده، له دې وړاندې هم پښتو ژبه په همداسې پلمو له ادارو، ښوونځیو، رسمي مکتوبونو، لوحو او ښاري نښو څخه شاته تمبول شوې وه.

نن چې په کابل کې د ځینو سیمو نومونه په دواړو رسمي ژبو «پښتو او دري» لیکل کېږي، دا د قانون، عدالت او ژبني توازن یو عادي او طبیعي عمل دی؛ خو همدا عادي عمل د ځینو ستم‌پالو کړیو لپاره د زغم وړ نه دی. دوی دا کار «تحمیل»، «سپکاوی» او «ستونزه» بولي، حال دا چې په اصل کې ستونزه ژبه نه ده؛ ستونزه هغه ذهنیت دی، چې یوازې خپله ژبه ویني او نورې ژبې نه شي زغملی.

که دا یوازې یوه تصادفي حساسیت وای؛ نو غبرګون به محدود، لنډمهالی او بې‌نظمه وای؛ خو کله چې پرله‌پسې، همغږې او تکراري ملنډې، نیوکې او سپکاوي تر سترګو کېږي، نو دا نور تصادف نه شي بلل کېدای. دا یو منظم چلند دی، یوه حساب شوې تګلاره ده، چې موخه یې د پښتو خوږې ژبې د عام حضور کم‌رنګه کول او ورو ورو یې له ښاري، رسمي او ذهني فضا څخه شړل دي.

دا هماغه زوړ ذهني استعمار دی، چې ژبه د واک وسیله ګڼي. کله چې یوه ژبه په ښار کې نه لیدل کېږي، په لوحو کې نه وي، په رسمي فضا کې غلې شي، نو ورو ورو د خلکو له ذهنه هم ایستل کېږي. همدا هغه فورمول دی چې کلونه وړاندې هم کارول شوی او نن بیا په نوې بڼه تکرارېږي.

پښتو د افغانستان د اکثریت ژبه ده، تاریخي ژبه ده، رسمي ژبه ده او د دې خاورې د هویت ستنه ده. د دې ژبې حضور په کابل کې امتیاز نه دی، بلکې حق دی. هغه څوک چې دا حق د «ستونزې» په نوم یادوي، په حقیقت کې د برابرۍ، شراکت او ګډ ژوند له اصل سره ستونزه لري.

محمد ګل خان مومند بابا

نو ځکه دا پوښتنه پر ځای ده:
پر پښتو روانې ملنډې؛ تصادف که منظمه تګلاره؟
هغه څه چې موږ یې نن وینو، له نښو، تکرار او همغږۍ ښکاري چې دا یو تصادفي غبرګون نه، بلکې د ژبني سپکاوي یوه منظمه او هدفمنده هڅه ده؛ خو تاریخ ښودلې، چې ژبې په ملنډو نه ورکېږي، او ملتونه د خپلې ژبې په سپکاوي نه چوپېږي.

پښتو دلته وه، شته ده او وي به؛ او هر هغه ډله او لږه‌کیان چې د سپکاوي له لارې د درنې او سپېڅلې پښتو ژبې کمزوري کول غواړي، په پای کې به خپله مخ تورن او رسوا وي.

 له دې ټولو سره سره د مومند صیب د «پښتو ګرانه ده» ګټوره لیکنه د هغو کسانو پر وړاندې ښکاره او کلک ځواب دی، چې نن شپه او ورځ پر پښتو ژبه ملنډې وهي، سپکاوی یې کوي او هڅه کوي دا ژبه «ناکارنده»، «شاته پاتې» او «بې ارزښته» وښيي. تاریخ ښودلې، چې ژبې نه سپکې کېږي؛ خلک سپکېږي. څوک چې پښتو ته سپک ګوري، په حقیقت کې خپل ځان سپکوي.

دا لیکنه یوازې د یوې ژبې دفاع نه ده؛ دا د یو بشپړ نظام، یو کلتوري هویت، یو اخلاقي دریځ او یو تاریخي وجدان څرګنده نښه ده. وزیر بابا په داسې وخت کې دا خبرې لیکلي، چې پښتو ژبه په خپل وطن کې او په خپله خاوره کې له ادارو، ښوونځیو، رسمي ډګرونو، واک، او فرهنګي بنسټونو څخه په قصدي توګه شړل کېده او د یوې پردۍ ژبې په سترګه ورته کتل کېدل.

نن له بده مرغه، هماغه دوه‌ګونی چلند نه یوازې پاتې دی، بلکې د ځینو ناروغو ذهنونو، متعصبو کړیو او ناپوهانو له لوري منظم تمسخر، قصدي سپکاوي، ښکاره دښمنۍ او ملنډو پورې رسېدلی دی، دا کار به لکه وړاندې چې ځينو تنګ نظره ایرانیانو او انګریزانو کوو اوس یې د همدې خاورې ځینې ناروغ، متعصب او هویت‌بايللي خلک پرمخ وړي.

ارواښاد استاد وزیر محمد ګل خان مومند «بابا» په دې لیکنه کې حقیقت ښکاره وړاندې کوي، وايي پښتو ځکه ګرانه ده، چې له پښتونوالې نه بېلېدونکې ده. څوک چې پښتو نه غواړي، په اصل کې پښتونولي نه غواړي، څوک چې پښتو سپکوي، د غیرت، حیا، عزت او انساني کرامت پر ضد درېږي.

مومند بابا وايي پښتو یوازې لغت، ګرامر او ژبه نه ده، پښتو غیرت دی، پښتو حیا ده، پښتو صداقت دی، پښتو مېړانه ده، پښتو زغم دی، پښتو انسانیت دی او دا ټول ارزښتونه د هر چا د وس کار نه دي.

دا لیکنه د ژبې له پولې اوښتې ده؛ او د سیاسي، اخلاقي او هویتي دریځ بڼه خپلوي، دا د ذهني استعمار پر وړاندې مبارزه ده، هغه مبارزه چې هدف یې د پښتو د سپکاوي له لارې د پښتون کمزوري کول دي. وزیر بابا ډېر مخکې دا درک کړې وه، چې د یو ملت د ماتولو لپاره ژبه تر ټولو اسانه لار ده، ځکه نو هغه لیکي، چې پښتو د اسانه ژوند ژبه نه ده؛ پښتو د قربانۍ ژبه ده.

دې لیک کې د ښځې، سړي، کورنۍ، اخلاقو، ټولنې، نفس، نامېړتیا او مېړانې ترمنځ فلسفي، ټولنیز او ژور تحلیل شوی دی. وزیر بابا په ډېره روښانه وايي، چې ولې بې‌اصولي، بې‌غیرتي، ځان‌سپارنه او بې‌ریښې‌توب اسانه دي، خو اصول، وقار، عفت، زحمت، قناعت او ناموس ساتل ګران دي؛ نو ځکه پښتو ګرانه ده او دا د عزت ژبه ده.

وزیر بابا د ښځې او سړي، نامېړتیا او مېړانې مثالونه ځکه راوړي، چې وښيي اخلاق، حیا، کار، زحمت او ځان‌ساتنه تل ګران وي.

نن چې ځینې خلک پښتو «سخته»، «بې‌ګټې» او «ناسمه» بولي، باید ترې وپوښتل شي، ولې انګریز، روس، اروپايي او امریکايي پښتو زده کولی شي؛ خو ته چې زما وطندار یې او زما سره په وطن کې د شراکت ادعا کوې، نه یې شې زده کولی؟

دا لیکنه نن ځکه بیا خپرېږي، چې نن د پښتو ویاړلې ژبې پر وړاندې ستم خپل اوج ته رسېدلی دی. دا یوازې ژبنی بحث نه دی؛ دا د واک، سیاست او هویت جګړه ده. کله چې یوه ژبه له رسمي، تعلیمي او فرهنګي ډګر څخه وایستل شي، ورپسې انسان هم سپکېږي. دا یو ازمویل شوی استعماري فورمول دی.

د یادونې وړ ده چې د ارواښاد پتمن او ویاړلي ستر پښتون وزیر محمد ګل خان مومند بابا د «پښتو ګرانه ده» متن په خپل پخواني لیکدود پرېښودل شوی، ځکه چې د متن ژبنی جوړښت، اصطلاحات او سبک د وزیر محمدګل خان مومند بابا فکري او تاریخي ملکیت دی، په دې کې بدلون کول به د متن پر روح تېری وي او دا د وزیر بابا له علمي، ادبي او تاریخي حق سره په ټکر کې دی.

د ارواښاد مومند صیب د «پښتو ګرانه ده» لیک د بیاکتنې دروند کار د هېواد وتلي لیکوال او څېړونکي استاد محمد اصف «بهاند» ترسره کړی. دا یو ستر فرهنګي خدمت دی، چې د پوره قدر، درناوي او درنښت وړ دی، داسې څېرې د ملت فکري حافظه ژوندۍ ساتي.

همدا راز د وزیر محمد ګل خان مومند «بابا» د ځوانۍ نایابه انځور چې له دې لیک سره یو ځای خپور شوی، د سمبول ارزښت لري. دا د هغه نسل څېره ده، چې ژبه یې د واک وسیله ګڼله، نه د شرم بار. انځور یوازې لږ روښانه شوی، نور پر خپل حال پرېښودل شوی، ځکه تاریخ باید ښکلی نه، بلکې ریښتینی پاتې شي.

نن ټول پښتانه مکلف دي چې د وزیر بابا لاره خپله کړي. پښتو باید یوازې شعار نه وي؛ عمل باید وي. پښتو په کور، ښوونځي، دفتر، سیاست او فکر کې ژوندي ساتل غواړي. که موږ د وزیر بابا لاره پرېږدو؛ نو دا ژبه به نه مري، خو موږ به د تاریخ په قضاوت کې بې‌نومه شو.

پښتو باید ووایو، پښتو باید ولیکو، پښتو باید ولولو، او پښتو باید ژوند کړو. دا یوازې احساساتي خبره نه ده؛ دا د بقا خبره ده.

او هغو ستمیانو، قومي سوداګرو او ژبني دښمنانو ته چې نن یې پښتو درنې او د قدر ژبې پسې راخیستې، دا باید په ښکاره وویل شي؛ پښتو تر تاسو ډېره پخوانۍ ده، تر تاسو ډېره ژوره ده، او تر تاسو ډېره درنه ده. تاسو به لاړ شئ، خو پښتو به پاتې کېږي.

دوی باید پوه شي پښتو د تاریخ په محک کې تل درنه پاتې شوې ده. دا ژبه د وختونو تورو څپو، ناخوالو،  توپ، زندان، تبعید او دار پر وړاندې نه ده ماته شوې؛ نو د څو ناروغو او سپکو خولو پر وړاندې به څنګه ماته شي؟

پښتو ګرانه ده؟ هو، ګرانه ده؛ خو دا ګرانی د عزت بیه ده او عزت تل د ارزانه خلکو کار نه وي.

پښتو وایئ!

پښتو لیکئ!

پښتو لولئ!

مخ پر وړاندې د پښتو ژبې د بډاینې او پرمختګ په هیله!

دا هم د ارواښاد ستر پښتون وزیر محمد ګل خان مومند «بابا» لیک:

***

پښتو ګرانه ده!

لیکوال: ښاغلی ستر پښتون محمدګل خان مومند  

 

ځینې وايي چې پښتو ګرانه ده هو! کېدای شي، چې پښتو دې ګرانه وي؛ خو هغه چاته چې پښتون نه وي لیا پښتو یې پرېښې وي او پښتنوالي نه وتلي وي او نه غواړي، چې زده یې کړي او پښتون شي او ورسره ورانه یې وي او ترېنه بده مني!

د نړۍ ټولې ژبې به اسانې وي؛ خو یواځې پښتو به ګرانه وي!

پښتو به انګریزانو، روسانو پولېنډو ناروېژو او نورو اوروپائیانو امریکاییانو او نورو ته به چې غواړي زده یې کړي اسانه به وي او زده کولی به یې شي.

 حتی چې هالته خپل وطنونو کې به یې زده کړې وي او دلته چې راشي موږ سره به په پښتو ګړېیږي؛ خو ځینو هغه کسانو ته چې دلته راسره اوسېږي ګرانه به وي.

هو کې! رښتیا ده چې پښتو ګرانه ده کیړکیچو اسانه ده.

په لږو او څو مختصرو الفاظو او کلماتو او په مختصر صرفیه او نحویه قواعدو یې له ډېره فصاحته او بلاغته بې له دې چې ښځه او نر او ساهو او بې ساه سره بېل شي په کېړکیچو یو له بله سره خبرې کول؛ خود اسانه دي مګر د خپل مطالبو د ادا کولو د پاره په زرګونه څه چې حتی په سل زرګونه لغات او الفاظ او کلمات زده کول او یو شی په څو نومونو یادول او د مفصل صرفیه او نحویه قواعدو رعایت کول په خورا فصاحت او بلاغت سره خبرې کول ښځه او نر ساهو او بې ساه بېلول البته چې ګران کار دی په دغه خو هر سړی پوهېږي، چې د سمې په نسبت کېړکیچو اسانه ده او کېړکیچو ته سمه ګرانه ده.

هو پښتو ګرانه ده! ځکه چې د پښتو سره پښتنواله تړلې ده او هغه خورا ګرانه ده!

د نفس د ډېرو غوښتنو په مقابل کې درېدل او مقاومت کول ګران دي د اماره پالو نفس ملونی سستول او خوشې کول واګی یې له خولې وېستل او په خپل سر یې پرېښودل چې هر چېرته ځي، ځي دي او هر څه چې کوي، کوي دې اسان کار دی.

هو کې! بي‌بيتوب ګران دی خو کچنۍ واله خورا اسانه ده هره ښځه هره ګړۍ، چې وغواړي په هماغه ګړۍ کوچنی کېدای شي؛ خو بې‌بي کېدل یې ګران دي ولې چې درست عمر په عفت او عصمت تېرول او د دین اخلاق او پښتو ټول احکام او شرایط منل او د درستو رعایت کول ګران دي سپوره او سوې خوړل، پولۍ او نینې چېچل، لوږه او تنده تېرول، زړې جامې اغوستل تل د کاله په کار بوخت هوسېدل، پخلی کول لوښي او نور کالي پاکول، ګنډل، رېشل، ووبدل، جامې پرې مینځل کور او انګړ رېږ کول د کاله هر شی سمبالول ترتیب او انتظام ساتل واړه روزل او پښتانه یې لویول.

هر ډول ګرانو ته غاړه اېښودل، اتیتې او صبر کول، قناعت کول او د کاله نه نه وتل د مور او پلار، د کاله او کلي د کهول او کام او د خپل مسلمان او پښتانه مېـړه پت په ځای کول، نوم ساتل رښتیا چې ګران کار دی.

نامېړتیا هر ګوره اسانه ده هغه د هیچا نه نده تللې اونه ځي هره ګړۍ چې څوک وغواړي هغه څه چې سړي ته په خوله نه ورځي کولی شي پرې ښه به خوري، ښه به څکي ښه به اغوندي، ښه به ګرځي، ګړندی ګاډی به ځغلوي، ښو کوټو او کوټیو او ماڼیو کې به کښېني، ښو تلتکو کې به څملي او پیسې به هم ګټي؛ خو مېړه کېدل، ستړیا منل، کارکول، ځان ستړی کول، لاسونه او پښې تڼاکې کول، لوږه تنده، تودوخه، سړوښه، بېخوبتیا، محرومیتونه تېرول، هېر چېرته او هر چاته نه تلل، چاته اسره او اړینه نکول، چاته غاړه نه کږول، د چانه څه نه غوښتل د ژوندانه ټولې ګرانې په لوی زړه ځغمل او اقتحامول، غیرت کول، همت لګول، شرم کول، بدرنګۍ ته غاړه نه ایښودل خپله حیا خپل نوم او ناموس ساتل، مال ښندل، ننګ پرځای کول، ځان ژوبلولو په وینو کې رغښتل نوم ګټل او خپل وروستنو ته پېغور نه، چې حتی ښه نوم او ښه نښه پرېښودل زښت ډېر ګران کار دی، پښتو سړیتوب او انسانیت دی حقیقي سړیتوب او انسانیت ډېر قید او قیود لري. د اخلاقو د قیودو لاندې ټول عمر تېرول ګران کار دی د حقیقي او ریښتني انسانیته د قیودو څخه وتل اماره پالوء نفس هر څه چې وغواړي هغه کول بې شرفي بې شرمي بې حیايي رذالت سفالت بدرنګي بداخلاق هرڅه منل اسان کار دی؛ نو ځکه پښتو ګرانه ده او بې پښتو‌توب اسان کار دی.

پښتو ګرانه ده؛ خو نامېړه خلکو ته ګرانه ده هغه څخه چې نامېړه خلکو ته اسان دي مېړه او پښتانه ځامنو ته دومره ګران دی، چې هغوی ته پښتو لا دومره نه ده ګرانه مړینه سل ځله پرې ښه او اسانه ده همدغه ګرانه او همدغه پښتانه، چې درانده وړي خوراک یې ځوز وي، چې دغې نړۍ کې نوم او هغې کې نعم غواړي البته چې دغه ګرانی به هم مني او هم به یې تېروي؛ نور دې اسانو پسې ګرځي؛ خو دغومره دې کوي، چې په پښتنو دې ځانونه نه ستړي کوي.

یادونه: دا لیکنه د کابل مجلې، ۲۰ کال ۲۷۱ ګڼه د ۱۳۲۹ ش‌هـ کال د سنبلې( ۱ ) د ۱۳۶۹ ق‌هـ کال د ذیقعده‌الحرام(۱۱) د ۱۹۵۰ع کال د اګست ۲۴مې ګڼه کې هم خپره شوې.

پای

د بلخ پښتون مېشتې سیمې او وروستۍ ناامني/ نجیب الله پاڅون

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.