د ښځو د تعلیم تاریخي محدودیتونه او مذهبي-ټولنیز حساسیتونه
پرتلیزه او مستنده تحلیلي څېړنه
اروپا/امریکا، اسلامي نړۍ او افغانستان
لنډیز (Abstract)
دا مقاله د ښځو د تعلیم پر وړاندې تاریخي محدودیتونه په درېیو تمدني-سیاسي ساحو کې پرتله کوي:
(الف) اروپا/امریکا،
(ب) اسلامي نړۍ، او
(ج) افغانستان.
څېړنه د تاریخي-پرتلیز تحلیل، کیفي متني تحلیل او پالیسۍ-محور سنجش پر بنسټ ولاړه ده. پایلې ښيي چې د ښځو پر تعلیم «مطلق بندیز» ډېری وخت د قطعي شرعي نص مستقیم حکم نه وي؛ بلکې د عرف، سیاست، امنیت، اقتصاد او د دیني تفسیر د ټولنیز استعمال ګډ محصول وي.
په دې مقاله کې «مطلق بندیز» هغه حالت ته ویل کېږي چې د پالیسۍ/فرمان له لارې د نجونو او ښځو تعلیمي حق په عمومي، پرلهپسې او عملي ډول وځنډول شي یا وتړل شي.
UNESCO یادونه کوي چې افغانستان دا مهال د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د نجونو ثانوي تعلیم او د ښځو لوړې زدهکړې پکې په سیستماتیک ډول منع/تعلیق دي او شاوخوا ۲.۲ میلیونه نجونې له ثانوي تعلیم څخه بېبرخې پاتې دي. UNICEF د نجونو د ثانوي تعلیم د محرومیت له امله لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه ډالره کلنی اقتصادي زیان سنجولی. UNESCO هم اټکل کوي چې که د ښځو لوړې زدهکړې تعلیق دوام ومومي، تر ۲۰۶۶ پورې به د افغانستان اقتصاد لږ تر لږه ۹.۶ میلیارد ډالر تاوان وویني.
علمي احتیاط: پورته شمېرې د نړیوالو بنسټونو د عامه راپورونو پر بنسټ پالیسۍ-محور اقتصادي-ټولنیز اټکلونه دي؛ د سناریوګانو/ماډلي فرضیاتو پر بنسټ لوستل کېږي (نه د قطعي حساب په معنا).
کلیدي کلیمې: ښځې، تعلیم، عرف، تفسیر، افغانستان، طالبان، قرآن، ابن کثیر، حجت الوداع، حضرت عمر، مهر، شفاهي تاریخ، پالیسۍ، روغتیا/قابلګي، حیا/ناموس، شرافت او عزت، امنیت
۱. سریزه (Introduction)
تعلیم د ټولنې د روغتیا، اقتصاد، کورني ثبات او اوږدمهاله سولې بنسټ دی. د ښځو تعلیم یوازې «فردي حق» نه دی؛ بلکې د ټولنې د نیمایي بشري پانګې د پیاوړتیا او د نسل د کیفیت د لوړولو بنسټیزه وسیله ده. په افغانستان کې د نجونو د ثانوي ښوونځیو بندښت او د ښځو د لوړو زدهکړو تعلیق یوازې تعلیمي بحران نه دی؛ بلکې د روغتیا، اقتصاد او د راتلونکي نسل د کیفیت بحران هم دی.
افغاني ټولنیز تړاو:
په افغاني کورنۍ کې «حیا/ناموس، شرافت او عزت» او «امنیت» د نجونو د تګ-راتګ او تعلیم په پرېکړه کې مرکزي رول لري. له همدې امله د حل ژبه باید هم د اسلامي اخلاقو او هم د افغاني ارزښتونو (حیا، ناموس، شرافت او عزت، د کورنۍ عزت، خوندي تګ-راتګ) حرمت وساتي؛ خو په عین وخت کې د انساني ژوند ضرورت (علم، خدمت، صحت) هم بند نه کړي.
اصلي پوښتنه (Central ethical question):
کله چې ښځه په اروپا او امریکا کې د انسان په حیث د تعلیم او کار قانوني حق ته ورسېده، او کله چې په اسلامي نصوصو او اسلامي تمدني تجربه کې د ښځې د علم امکان نه رد کېږي؛ نو ولې په افغانستان کې ښځه—د مسلمانې، د افغاني مور/خور/لور، او د اسلامي-افغاني ارزښتونو (حیا، ناموس، شرافت او عزت، امنیت) په چوکاټ کې—له علم، معرفت او تعلیم څخه محرومه پاتې کېږي؟
ایا دا محرومیت واقعاً د اسلام قطعي حکم دی، که د عرف/سیاست/امنیت د مدیریت ناکامي؟
او که د مدیریت ناکامي وي، نو حل یې باید څنګه شرعي، انساني، افغاني او عملي بڼه غوره کړي؟
۱.۱ مور او مورني ژبه: د پوهې حکمت، د کرامت ژبه، او د ښځو د تعلیم فلسفي-ټولنیز تړاو
مور د ژوند او تربیې سرچینه ده، او مورني ژبه د فکر، هویت، پوهې او ارزښتونو د لېږد لومړنی کانال دی. انسان خپل لومړنی ادب او لومړنۍ پوهه ډېری وخت د مور له خولې او د مورني ژبې په ژوندي تمرین کې زده کوي. له همدې زاویې، د ښځو تعلیم یوازې د یوې فردي ډلې موضوع نه ده؛ بلکې د ټولنې د «ژبني-ذهني بنسټ» او د نسل د کیفیت موضوع ده. که مور/ښځه له زدهکړې محرومه شي، نو د ماشوم د ژبني مهارت، روغتیايي پوهاوي، اخلاقي تربیې او کورني ثبات پر کیفیت مستقیم اغېز کوي. د ښځې تعلیم که د افغاني-اسلامي نظم په چوکاټ کې منظم شي، د کورنۍ عزت خوندي کوي او د علم حکمت د ټولنې اړتیاوو ته خدمت کوي.
۲. د څېړنې موخې او پوښتنې (Research aims & questions)
۲.۱ موخې (Aims)
• د ښځو د تعلیم د محدودیتونو تاریخي رېښې روښانه کول
• د مذهب (نص/فقه) او عرف (کلتور) ترمنځ تفکیک واضح کول
• د افغانستان قضیه په مفصلې کرونولوژۍ تحلیلول
• د پالیسۍ لپاره عملي حل-لارې وړاندې کول
• د شفاهي تاریخي شاهدۍ له لارې د «حل-لارو محلي منطق» مستندول
۲.۲ اصلي پوښتنې (Core questions)
• ایا د ښځو پر تعلیم مطلق بندیز د قطعي شرعي نص لازمه پایله ده؟
• په اروپا/امریکا کې محدودیتونه څنګه او په کومو پړاوونو کې مات شول؟
• په افغانستان کې د ښځو د تعلیم مسیر څنګه د جګړو او سیاسي بدلونونو تابع پاتې شوی؟
• د دیني حساسیت او عرفي واقعیت ترمنځ د جوړجاړي عملي لارې څه دي؟
۳. میتودولوژي (Methodology)
• Historical-Comparative Analysis: د اروپا/امریکا، اسلامي نړۍ او افغانستان پرتله
• Qualitative Content Analysis: د راپورونو/سیاستونو/متنونو موضوعي تحلیل
• Oral History Case-Study: د شوروي یرغل/مهاجرت په کلونو کې د طبي اړتیا او شرعي-عرفي مشروعیت د جوړجاړي تجربه (د لیکوال شفاهي شاهدي)
• Source Triangulation: نړیوال راپورونه + حدیث/تفسیر + تاریخي منابع + شفاهي شاهدۍ + آرشیفي/مطبوعاتي شواهد
مېتودولوژیک وضاحت (لنډ): د موضوعاتو کلیدي کلمې (حیا/ناموس، شرافت او عزت، امنیت، نظم، ضرورت/مصلحت، خدمت/کدر) د سیاق او تکرار له مخې تحلیل کېږي؛ شفاهي شاهدي د «محلي منطق» د بیان لپاره کارول کېږي، نه د قطعي نص بدیل په توګه؛ او د اشخاصو د کرامت/محرمیت له مخې حساس جزئیات عام نه کېږي.
۴. نظری چوکاټ (Framework)
دا مقاله د دین-عرف-دولت-امنیت د متقابل تړاو (Religion–Custom–State–
Security Nexus) چوکاټ کاروي: • نص/فقه: علم، کرامت، عدالت، ضرورت/مصلحت
• عرف: حیا، ناموس، شرافت او عزت، د تګ-راتګ دودونه، ټولنیز فشار
• دولت/سیاست: فرمان، تطبیق، مشروعیت، کنټرول
• امنیت/اقتصاد: جګړه، فقر، مهاجرت، روغتیايي اړتیا
عملي سنجش (Operationalization):
(۱) نص/فقه څه عمومي روح او حدود ښيي؟ (۲) عرف د اعتماد/حساسیت کوم شرطونه جوړوي؟ (۳) دولت د تطبیق کوم میکانیزمونه لري؟ (۴) امنیت/اقتصاد کوم عاجل خدمات/کدر ته اړتیا رامنځته کوي؟
الف: اروپا/امریکا
۵. اروپا/امریکا کې د ښځو تعلیم: محدودیتونه او تدریجي بدلون
په اروپا او امریکا کې د ښځو د تعلیم محدودیتونه غالباً د حقوقي/اداري محرومیت، مسلکي انحصار او د ټولنیز نقش د وېش محصول وو. بدلون په تدریجي ډول رامنځته شو: لومړی د عمومي ښوونې پراختیا، وروسته پوهنتونونو ته د ښځو د داخلې پراخېدل، او بیا د تبعیض ضد قانوني ضمانتونو پیاوړتیا.
کرونولوژي (د تدریج واضح تصویر):
• انګلستان/وېلز: Elementary Education Act 1870 — د ملي کچې د ښوونې ژمنتیا او د ښوونځي د نظام بنسټ؛ Royal Assent: 9 August 1870.
• فرانسه: Jules Ferry laws — وړیا ښوونه (1881) او اجباري/سیکولر ابتدایي ښوونه (1882).
• جرمني (Baden): د 28 February 1900 پرېکړه — ښځو ته د پوهنتون د رسمي matriculation اجازه (په Baden کې).
• امریکا: Title IX (Education Amendments of 1972) — د جنس پر بنسټ تبعیض منع؛ Pub. L. 92-318، 23 June 1972.
تحلیلي نتیجه: لوېدیځ تجربه ښيي چې حساسیتونه او محرومیتونه د نظم/قانون/موسسې له لارې مدیریت شوي، نه د مطلق بندیز له لارې. د ښځو د تعلیم د پراخېدو ترڅنګ موسسې (ښوونځي، د ښوونکو روزنه، پوهنتوني تګلارې) او وروسته د تبعیض ضد قوانینو د دوامدار تضمین حیثیت پیدا کړ. د افغانستان لپاره مهم درس دا دی: که د حساسیت ژبه د منظم سیاست ژبې ته واوړي، نو د بندیز پر ځای د تدریجي پرانیستلو امکان زیاتېږي.
ب: اسلامي نړۍ
۶. قرآني چوکاټ: علم، لوستل، قلم، تعلیم
قرآن د علم ارزښت په عمومي ژبه بیانوي:
د وحې پیل د لوست په امر دی (العلق 96:1)، قلم د علم د ثبت وسیله ګڼل کېږي (العلق 96:4؛ القلم 68:1)، او د علم زیاتېدو دعا (طه 20:114) د دوامدارې زدهکړې فلسفه څرګندوي. د ابن کثیر په تفسیري دود کې هم د «اقرأ» او «قلم» د علم/تمدن د بنسټ په توګه بحث شوی.
نتیجه: د علم خطاب عمومي دی؛ نو د ښځو د تعلیم «مطلق منع» که ادعا کېږي، باید د قطعي دلیل له معیار سره وکتل شي.
۷. ابن کثیر: «اقرأ/قلم» تمدني معنا
په تفسیري روایت کې «اقرأ» د معرفت د پیل، او «قلم» د علم د انتقال/ثبت الهي نعمت ګڼل کېږي. دا روح د علم تمدني نقش پیاوړی کوي: علم د ټولنې د بقا او پرمختګ وسیله ده، نه یوازې شخصي فضیلت.
۸. حجتُ الوداع: ښځه د الله امانت
په صحیح مسلم کې د حج د روایت په جریان کې د ښځو په اړه د امانت/مسؤولیت ژبه راځي: «…فَإِنَّكُمْ أَخَذْتُمُوهُنَّ بِأَمَانَةِ اللهِ…» (Sahih Muslim 1218a).
تحلیلي ادغام: که ښځه «امانة الله/د الله امانت» وي، نو کرامت، امنیت او بنسټیز حقوق یې د شریعت د روح له مخې د ساتنې وړ دي. له همدې زاویې، د مطلق منع پر ځای د خوندیتوب او اداري نظم حل د نص له اخلاقو سره نږدې ښکاري.
۸.۱ د حضرت عمر (رض) او د مهر موضوع: د قرآن پر بنسټ د ښځې علمي استدلال
په روایتونو کې مشهور نقل دا دی چې حضرت عمر (رض) د مهر د زیاتوالي د محدودولو په اړه نصیحت وکړ؛ یوې ښځې د قرآن د آیت پر بنسټ استدلال وکړ (النساء 4:20)؛ او په ځینو نقلونو کې د منلو/اعتراف عبارتونه راغلي. د دې روایت د دقیقې صحنې/الفاظو په صحت کې د محققینو بحث شته.
تحلیلي کارونه: دا مقاله دا کیسه د قطعي تاریخي حکم په توګه نه، بلکې د مفهومي شاهد په توګه کاروي: (۱) د قرآن نص پر شخصي نظر برلاسی دی، (۲) د ښځې علمي استدلال د منلو وړ دی، (۳) د حق منل د اسلامي اخلاقو برخه ده.
۹. د مسلمانو ښځو علمي میراث او ابتکار
موخه دا ده چې لوستونکی په منظم ډول وویني:
اسلام د ښځو علمي امکان نه ردوي، او اسلامي تمدني تجربه د ښځو علمي/خدمتي رول په بېلابېلو بڼو کې ښيي—په هغه شرط چې نظم، حیا/ناموس، شرافت او عزت، او د ټولنې اعتماد موجود وي.
۹.۱ علمي مرجعیت او روایت
حضرت عایشه (رض) د حدیث د روایت او د فقهي پوښتنو په ځواب کې د علمي مرجع په توګه مشهور مقام لري. دا مثال ښيي چې ښځه د علم په بنسټیزه حوزه کې ناممکنه نه ده؛ محدودیتونه زیاتره د زمان/عرف/امنیت له شرایطو سره تړلي وي.
۹.۲ تدریس، اجازې شبکې، او اعتماد
په اسلامي ښارونو کې علم د حلقو، روایت او اجازې له لارې خپرېده. په تاریخي روایتونو کې د ښځو د تدریس/روایت یادونې هم شته—په ځانګړي ډول هلته چې د ټولنې اړتیا او د نظم/اعتماد چاپېریال قوي و. درس: د ښځو علمي رول د اړتیا او نظم تابع و—نه د مطلق بندیز تابع.
۹.۳ فقه، مشوره، او عامه اخلاق
د اصولو له مخې د قرآن پر بنسټ استدلال باید ومنل شي؛ او د «حق منل» د اسلامي اخلاقو برخه ده—که له هر چا راشي.
۹.۴ طب، نرسنګ، قابلګي: د ضرورت او مصلحت عملي منطق
د ښځو روغتیا، ولادت او نسایي عاجل حالات داسې ضرورتونه دي چې د ښځینه کدر پرته یې حل د عرفي حساسیت او انساني محدودیت له امله ستونزمنېږي. د شریعت د مقاصدو له زاویې (حفظ النفس) او د ضرورت/مصلحت د قاعدوي منطق له مخې، د ښځو لپاره د طب/نرسنګ/قابلګي زده کړه د ټولنې د ژوند اړتیا ده. (قاعدوي اشاره: الضرورات تبيح المحظورات، ما لا يتم الواجب إلا به فهو واجب، د ضرر دفع/مصلحت جلب منطق.)
۹.۵ وقف او بنسټ جوړونه
وقف/خیرات د اسلامي تمدن د علمي موسسو د دوام ستنه وه. درس: ښځه یوازې د علم مصرفوونکې نه ده؛ د علم ملاتړ هم تمدني امکان لري—په ځانګړي ډول کله چې ټولنیز اعتماد موجود وي.
۹.۶ ابتکار/اختراع په پراخ مفهوم
په منځنیو پېړیو کې ابتکار یوازې صنعتي ماشین نه و؛ آلو جوړول، دقیق حساب، کتابت، اداري نوښت، او د علم انتقال هم د ابتکار بڼې ګڼل کېدای شي. درس: کله چې ټولنه اړتیا ولري او نظم موجود وي، ښځې د مهارت او خدمت رول اخلي.
۹.۷ د افغانستان لپاره تطبیقي درس
که اسلامي تمدني تجربه د ښځو علمي امکان ښيي، نو په افغانستان کې د تعلیم بندیز باید د قطعي نص په نوم «ټینګېدونکی حقیقت» ونه ګڼل شي؛ بلکې د نظم/امنیت/عرف د مدیریت ستونزه وبلل شي—او حل یې هم د نظم او مرحلې له لارې تعریف شي.
ج: افغانستان
۱۰. افغانستان کې د ښځو تعلیم: کرونولوژي (د حکومتونو/پاچاهانو له نومونو سره)
• امیر شیرعلي خان (1863-1879): محدود دولتي ظرفیت؛ نجونې تر ډېره له رسمي سیستم بهر.
• امیر عبدالرحمن خان (1880-1901): مرکزیت/محافظهکاري؛ د نجونو منظم دولتي سیستم کم.
• امیر حبیبالله خان (1901-1919): ښاري رسمي تعلیم پیاوړی کېږي؛ د نجونو برخه ورو.
• امانالله خان (1919-1929): چټک اصلاحات؛ د نجونو د تعلیم هڅې؛ ټولنیز مقاومت.
• نادرشاه (1929-1933): احتیاط او تدریج.
• ظاهرشاه (1933-1973): ښاري پراختیا؛ کلیوالي شاته پاتې کېدل.
• داود خان (1973-1978): دولت-محوره عصري کول؛ فرصتونه زیات، خو سراسري یو شان نه.
• 1978-1992: د شوروی د ا شغال هڅې :جګړې/بېثباتي؛ تعلیمي نظام زیانمن.
• 1992-1996: کورنۍ جګړې؛ اداري سقوط.
• طالبان ۱ (1996-2001): سخت محدودیتونه.
• 2001-2021: پراختیا + ناامني + د پرد ې ا فراطې کلتور بی وخته ا نتقال او د پر دیو په خو ښه ې د تطبیق هڅی+ارزښت-شخړې.
• طالبان ۲ (2021-تر اوسه): د نجونو ثانوي او د ښځو لوړې زدهکړې بند/تعلیق.
۱۱. طالبان ۱، 2001-2021، او طالبان ۲
۱۱.۱ طالبان ۱ (1996-2001)
• پر ښځو د تعلیم/کار/عامه حضور سخت محدودیتونه
• د ښځینه مسلکي کدر کمښت؛ د ښځو روغتیايي ستونزې ژورېدل
• عرفي حساسیت د مطلق بندیز په ژبه بدل شو
۱۱.۲ 2001-2021: د امریکا/ناټو دوره
په دې اوږده مرحله کې د نجونو تعلیم او د ښځو لوړې زدهکړې په لویه کچه پراخې شوې؛ خو ناامني، او د پردیو حاکمیت ،فساد، کیفیتي ستونزې او ….. ښار-کلي نابرابري پاتې وه. همدارنګه په ځینو ښاري ماحول کې داسې تفریط/بېنظمي هم رامنځته شوه چې د اسلامي اخلاقو او افغاني دود له معیار سره نه برابره کېده؛ همدا وضعیت د خلکو د اعتماد کمېدو ته زمینه برابره کړه. په مقابل کې افراطي سختدریځي هم د ښځو مشروع حقونه محدودول.
علمي نتیجه: حل اعتدال/نظم دی؛ نه تفریط او نه افراط.
۱۱.۳ طالبان ۲ (2021-تر اوسه)
• د نجونو ثانوي زدهکړې او د ښځو لوړې زدهکړې بند/تعلیق
• د ښځینه کدر بحران ژورېږي
• اقتصاد، روغتیا، او انساني پانګې ته دروند زیان
۱۲. د طالبانو ۱ او ۲ سیستماتیک پرتله
• تعلیم: طالبان ۱ پراخه محدودیتونه؛ طالبان ۲ کې ابتدایي کچه ځینې ځایونه شته، خو ثانوي/لوړې زدهکړې بند.
• کار/عامه حضور: طالبان ۱ سخت محدود؛ طالبان ۲ کې فرماني/اداري محدودیتونه دوام لري.
• چاپېریال: طالبان ۱ د ۱۹۹۰مو محدود شرایط؛ طالبان ۲ ډیجیټلي نړۍ او ژورې اړتیاوې—خو بندیز ثابت.
د عبرت پوښتنه:
که شل کلنه تجربه او د ښځینه کدر اړتیا معلومه وه، ولې بندیز دوام کوي؟
پالیسي-محور سنجش:
د بندیز اداري منطق عموماً په درې محورونو کې راټولېږي: (۱) امنيتي-اخلاقي ادعا (حیا/خوندیتوب، ناموس، شرافت او عزت)، (۲) د تطبیق میکانیزم (فرمان/اداري محدودیتونه)، (۳) د استثناوو محدودوالی. دا تحلیل ښيي چې «مطلق بندیز» د نظم-محور بدیلونو په شتون کې لازمي نه ښکاري؛ بلکې د مدیریت د انتخاب پایله ده.
۱۳. Case-Study: د لیکوال شفاهي شاهدي
۱۳.۱ د اسلام تعریف (د مرحوم موسی شفیق په حواله؛ د مرحوم ډاکټر عبدالصمد حامد روایت)
د شوروي یرغل/کډوالۍ په کلونو کې، په پېښور او کوټه کې کمپونه او خیمې د فقر، ناروغۍ او بیړنیو اړتیاوو ځای و. زه (لیکوال) د مرحوم ډاکټر عبدالصمد حامد صاحب سره (چې زما ډېر نږدې دوست او معنوي ښوونکی هم و) د افغانستان پر سیاسي حالاتو او د «اسلام د تعریف» پر مفهوم بحث کوم. ما ترې وپوښتل:
«ستاسو په فکر اسلام څنګه تعریفېږي؟»
هغه مرحوم—الله دې مغفرت ورته وکړي—داسې وویل (د مرحوم محمد موسی شفیق د تعریف په تکیه): «هر هغه څه چې د قرآن مخالف نه وي او انسان ته ګټه ورسوي، هغه اسلام دی.»
علمي امانت او د لیکوال پوښتنه:
ایا تر دې بهتر تعریف پیدا کولی شو؟
۱۳.۲ عاجلې طبي اړتیاوې (TB (نری رنځ) + ولادي/نسایي او …)
• TB (نری رنځ) او نورې ساري ناروغۍ
• ولادت: بیړنی زېږون، خونریزي، د مور/ماشوم خطر
• نسایي ستونزې: عفونتونه، بیړنۍ معاینات
دا اړتیاوې یوازې طبي نه وې؛ انساني، اخلاقي او ټولنیزې هم وې. عرفي حساسیت (پرده/محرم) د عملي خدمت خنډ ګرځېده.
۱۳.۳ د مرحوم مولوي یونس خالص صیب سره مفصل بحث: خنډونه او حل
لیکوال د مشروعیت او ټولنیز قبولیت لپاره د هغه وخت د دیني اعتماد سرچینې ته ولاړ او د مرحوم مولوي محمد یونس خالص صیب ( جی په هغه وخت کی د ټولو احزابو مشر و) سره یې پوښتنه مطرح کړه:
زموږ خویندې/میندې په کیږدې او کمپونو کې په بد طبي حالت کې دي—په ځانګړي ډول TB (نری رنځ)، ولادي او نسایي عاجل حالات—موږ څنګه عاجلې طبي مرستې برابرې کړو؟
د خنډونو چوکاټ:
(۱) شرعي حساسیت: حیا/حدود/اختلاط؛
(۲) کلتوري حساسیت: ناموس، شرافت او عزت، د کورنیو وېره، تګ-راتګ؛
(۳) اقتصادي کمښت: کدر/وسایل/ترانسپورت.
د لیکوال حل وړاندیز:
ښځینه شاګردانې/کدر او مېرمنې ډاکترانې په چادري کې راځي؛ خوندي موټري تګ-راتګ (وړل/راوړل)؛ جلا او منظم روزنه؛ ښځې د ښځو علاج کوي او ښځې ښځو ته تدریس کوي (په ځانګړي ډول ولادت/نسایي)؛ چې هم دین او هم عرف، او د کورنیو اعتماد، د شاهدانو او منظمې ادارې له لارې پیاوړی کېږي.
نتیجه (د شاهدۍ له مخې):
دا حل د «بهترینې حل لارې» په توګه هما لته ومنل شو، ځکه هم شرعي حساسیت پکې خوندي و، هم افغاني ارزښتونه (حیا/ناموس، شرافت او عزت)، او هم انساني ضرورت.
سوال:
چې ۴۵ کاله پخوا دا پرېکړه هم شرعي او هم عرفي (ناموس، حیا، شرافت او عزت) د منلو او عملي تطبیق بریالۍ پرېکړه وه، نو نن ولې عملي کېږي/نه عملي کېږي؟
۱۴. بحث (Discussion)
لوېدیځ تجربه ښيي چې حقوقي/موسساتي نظم د ښځو د تعلیم حق په تدریجي ډول پراخ کړ. اسلامي نصوص د علم عمومي روح او د ښځې د امانت/مسؤولیت اخلاقي چوکاټ وړاندې کوي؛ نو د «مطلق منع» ادعا د قوي او قطعي دلیل غوښتنه کوي. په افغانستان کې جګړه، فقر، او عرفي/امنیتي حساسیتونه د پالیسۍ تطبیق ستونزمن کړی. د 2001-2021 تجربه هم ښيي چې «بېنظم تفریط» د قبولیت خلاف دی او «افراطي بندیز» د انساني/اقتصادي زیان کچه لوړه وي. Case-Study ثابتوي چې نظم-محور حل شونی دی: د حیا/ناموس، شرافت او عزت، او امنیت ژبې ته داخل، منظم تعلیمي ماډل جوړېدای شي.
۱۵. پایله (Conclusion)
پایله دا ده چې د ښځو پر تعلیم مطلق بندیز عموماً د اسلام د قطعي نص لازمه پایله نه ده؛ ډېری وخت دا د عرف، سیاست، امنیت، اقتصاد او د تطبیق د مدیریت ناکامي ده. که دا ناکامي وي، نو حل باید داسې جوړ شي چې: (۱) شرعي اړخ (حیا/حدود) خوندي کړي؛ (۲) انساني اړخ (تعلیم، صحت، اقتصاد) پوره کړي؛ (۳) افغاني اړخ (ناموس، شرافت او عزت، امنیت/قبولیت) یقیني کړي؛ (۴) عملي اړخ (مرحلې، نظم، ښځینه کدر، خوندي تګ-راتګ) تطبیق کړي. عبرت: مطلق بندیز نه، بلکې منظم حل—هم اسلامي دی، هم افغاني قبلېدونکی، هم انساني اړین.
۱۶. حل لارې (Recommendations)
• د علماوو-متخصصینو ګډه شورا: د علم عمومي روح + د امانت اخلاقي چوکاټ پر بنسټ لنډ شرعي-ټولنیز سند.
• مرحلهوار تعلیمي ماډل: جلا صنفونه، ښځینه ښوونکې/کدر، خوندي تګ-راتګ، تدریجي پرانیستل.
• عاجله مسلکي روزنه: نرسنګ/قابلګي/طبي معاونیت (ولادت/نسایي).
• د اعتماد ژبه: نه افراط، نه تفریط—اعتدال/نظم.
• شاخصونه: ښځینه کدر، حاضري، د پرېښودنې (dropout) کمېدل، د ولادت خدمات ښه کېدل.
Minimum Implementation Package (MIP) – درې مرحلې:
• مرحله ۱ (۰–۶ میاشتې): عاجله مسلکي روزنه + جلا روزنیز چاپېریال + خوندي تګ-راتګ.
• مرحله ۲ (۶–۱۸ میاشتې): د نجونو ثانوي تعلیم تدریجي پرانیستل (جلا صنفونه، ښځینه ښوونکې، د اعتماد میکانیزم).
• مرحله ۳ (۱۸–۳۶ میاشتې): د ښځو لوړې زدهکړې د حساسیت-محور نظم سره (جلا چاپېریال، واضح تګلاره، ارزونه).
سرچینې او ماخذونه (References)
UNESCO. (19 Aug 2025). Afghanistan: Four years on, 2.2 million girls still banned from school. https://www.unesco.
org/en/articles/afghanistan- four-years-22-million-girls- still-banned-school UNESCO. Protecting the right to education for all Afghans (Afghanistan education emergency page). https://www.unesco.org/
en/emergencies/education/ afghanistan UNESCO & UNICEF. (24 Jan 2026). UNESCO and UNICEF urge action to protect the right to education in Afghanistan (Joint Press Release). https://www.unesco.
org/en/articles/unesco-and- unicef-urge-action-protect- right-education-afghanistan UNICEF. (14 Aug 2022). Depriving girls of secondary education translates to a loss of at least US$500 million for Afghan economy in last 12 months. https://www.unicef.
org/press-releases/depriving- girls-secondary-education- translates-loss-least-us500- million-afghan UNESCO. (9 Oct 2024). The Costs of Suspension of Women’s Higher Education in Afghanistan. https://www.
unesco.org/en/articles/costs- suspension-womens-higher- education-afghanistan UNESCO (Report PDF). (Oct 2024). Cost of suspension of women’s higher education (full report). https://articles.
unesco.org/sites/default/ files/medias/fichiers/2024/10/ 08.Cost_of_suspension_of_ women%27s_higher_education_ full_report.pdf UK Parliament. (1870). Elementary Education Act 1870 (33 & 34 Vict c. 75). https://www.legislation.
gov.uk/id/ukpga/Vict/33-34/75 UK Parliament. The 1870 Education Act (overview). https://www.
parliament.uk/about/living- heritage/transformingsociety/ livinglearning/school/ overview/1870educationact/ France (secondary reference). Jules Ferry laws overview. https://en.
wikipedia.org/wiki/Jules_ Ferry_laws University of Freiburg. Germany’s First Female Student (matriculation as of 28 Feb 1900). https://uni-freiburg.
de/en/germanys-first-female- student/ U.S. Department of Justice. Title IX of the Education Amendments of 1972. https://www.justice.gov/
crt/title-ix-education- amendments-1972 U.S. GovInfo. Public Law 92-318 (June 23, 1972) PDF. https://www.govinfo.gov/
content/pkg/STATUTE-86/pdf/ STATUTE-86-Pg235.pdf ابن کثیر (آنلاین متن): تفسیر سوره العلق (۹۶:۱). https://quran.ksu.edu.
sa/tafseer/katheer/sura96- aya1.html ابن کثیر (آنلاین متن): تفسیر سوره القلم (۶۸:۱). https://quran.ksu.edu.
sa/tafseer/katheer/sura68- aya1.html صحیح مسلم 1218a (حج/خطبه). https://sunnah.com/
muslim:1218a د مهر روایت (د Musannaf ‘Abd al-Razzaq 10420 حواله نقل). https://www.
abuaminaelias.com/ dailyhadithonline/2018/02/19/ umar-woman-right-man-wrong/ د مهر د مشهورې مناظرې په اړه د سندي بحث/نقد بېلګه. https://
authenticseerah.com/2020/04/ 22/the-story-of-a-woman- interjecting-and-correcting- umar-%D8%B1%D8%B6%D9%8A-%D8% A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%B9% D9%86%D9%87-on-the-issue-of- mahr-is-unauthentic/ 25.02.2026https://af.dawatmedia24.com/?p=183222
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.