باچاخان نوم اوس ایمل ولي د یو کارت په شان استعمالوي
۱: د پېښور مرکزي دفتر نه نیولې د اے این پي ټولو دفترونو ته د “باچاخان مرکز” ویل سم نه دي، ځکه په دغو دفترونو کې نه د باچاخان د فکر او حکمت مطابق فیصلې کېږي او نه هم د هغه د نظریاتو پر بنسټ سیاسي پرېکړې ترسره کېږي. دې ته باید “ایمل مرکز” وویل شي، ځکه هلته د ایمل ولي خبره وروستۍ او نه بدلېدونکې ده. نه تنظیم شته، نه جمهوریت، نه مشوره؛ که ایمل ووایي ورځ ده، ټول وایي ورځ ده، او که ووایي شپه ده، ټول وایي شپه ده. نو ځکه دا د ایمل د آمرانه سیاست مرکزونه دي.
باچاخان تر دې حده له پاکستانه نفرت درلود چې حتی نه یې غوښتل هلته خاورو ته وسپارل شي، خو د اے این پي په دفترونو کې د اګست ۱۴مه په ډېر شوق لمانځل کېږي. باچاخان په افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی، خو ایمل ولي هر وخت وایي که د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه وشي، زه به د پاکستان له اړخه جنګېږم. د اے این پي کارکوونکي دې په کمنټونو کې ووایي چې دوی به د چا له اړخه جنګېږي.
۲: بله خبره دا ده چې د اے این پي خلک بیا بیا وایي چې اے این پي د باچاخان ګوند دی.
نه اے این پي د باچاخان ګوند دی او نه هم باچاخان په اے این پي کې و. اے این پي خو د باچاخان له سیاسي ژوند وروسته جوړه شوې ده. د نن ورځې اے این پي د باچاخان له نظریاتو سره بشپړ تضاد لري. باچاخان د پښتنو د بقا سیاست کاوه، خو اے این پي د پاکستان د بقا سیاست کوي.
دوی یوازې د باچاخان نوم د یو کارت په شان استعمالوي.
۳: که اے این پي د باچاخان پر نقش قدم روانه وای، نو د بابړې د ۶۰۰ شهیدانو کورنۍ به نن په پي ټي آی کې نه وای.
که اے این پي د باچاخان پر لاره روانه وای، نو نن به خیبر پښتونخوا اے این پي نه ردوله. یو وخت و چې د ریاستي ماشینرۍ د زور باوجود خدایي خدمتګار تحریک ټول صوبه په انتخاباتو کې ګټلې وه، خو نن اے این پي حتی د ولي باغ څوکۍ هم نه شي ګټلی، ځکه چې اے این پي د باچاخان پر لار نه روانه ده.
۴: د باچاخان په خبرو او ویناوو کې ادب، اخلاق او شایستګي وه، خو ایمل ولي خان عمران خان ته په خطاب کې ویلي وو چې “موږ به ستا نه قمیص او شلوار وباسو.”
په بل ځای کې ایمل ولي خان عمران خان ته ویلي وو: “عمران هغه سپی دی چې له شا نه هم غاپي او له مخې نه هم.”
ایا دا ژبه د باچاخان د افکارو استازیتوب کوي؟ هېڅکله نه.
۵: باچاخان یو ساده انسان و او د عامو خلکو په شان یې ژوند کاوه، خو ایمل ولي خان د اربونو خاوند دی او د پاکستاني حکومت په قیمتي موټرو کې ګرځي. د یو عادي سناتور په حیث، هغه په اسلام اباد کې د وزیرانو په انکلیو کې د وفاقي وزیرانو په شان سرکاري بنګله کې اوسیږي. کوم مشر چې په پاکستاني بنګلو کې اوسیږي، هغه به څنګه د خپلې قوم حق له پاکستانه واخلي؟ ځکه که خبرې وکړي، پاکستان به یې له بنګلې وباسي، موټرې او پروتوکول به ترې واخلي.
اصلي مشر منظور پښتین دی، چې په ویګن، ډایوو بس او پلین کوچ کې سفر کوي، یا په عادي موټر کې، هغه هم چې کوم پښتون ورکړی وي.
۶: د باچاخان له وفات وروسته د خدایي خدمتګار تحریک په بانکي حسابونو کې کروړونه روپۍ وې. باچاخان وصیت کړی و چې دا پیسې دې د ولس په فلاحي کارونو کې وکارول شي، خو ولي باغ دغه شتمني خپله شخصي جایداد وګرځوله او قبضه یې پرې وکړه. ایا دا خلک د باچاخان د نظریې استازي دي؟
د پورته دلایلو پر بنسټ زه دا وایم چې د باچاخان نوم یوازې د یو کارت په شان استعمالېږي. که باچاخان ژوندی وای، نو د ایمل ولي د سیاست مخالفت به یې کاوه او حتی به یې هغه خپل لمسی نه مانه، ځکه ایمل د هغه پر نقش قدم نه روان دی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.