د شلمې پېړۍ په سیاسي او اخلاقي افق کې، خان عبدالغفار خان، چې په “باچا خان” او “سرحدي ګاندهي” شهرت درلود، د یوې ځانګړې مبارزې بنسټ کېښود. د ده د عدم تشدد فلسفه، چې له دیني، انساني او اخلاقي ارزښتونو ژور الهام اخیستی و، د هغه مهال د برصغیر د ملي نهضت یوه روڼه څېره وګرځېده. د باچا خان مبارزه صرف یو سیاسي حرکت نه و، بلکې د ټولنیز بدلون، فرهنګي ودې، او روحاني تربیې یوه ژوره هڅه وه.
د علماوو ونډه او نیشنل پارټۍ
د باچا خان مبارزه، که څه هم د نیشنل پارټۍ تر چتر لاندې رامنځته شوې وه، خو یواځې یو قومي تحریک نه و. هغه د خدایي خدمتګارانو تحریک د دیني، اخلاقي او انساني ارزښتونو پر بنسټ تنظیم کړی و. د باچا خان خپل څرګند قول و: “زه مسلمان یم، او زما دین راته د تاوتریخوالي اجازه نه راکوي.”
په دې مبارزه کې، سره له دې چې مستقیمه ملګرتیا د علماوو له خوا محدوده وه، خو د دیني ارزښتونو اغېز له هغې بېبرخې نه و. د علماوو حلقې په ځانګړې توګه د جمعیت علماء هند – د استعمار ضد مبارزو کې باچا خان ته فکري او اخلاقي ملاتړ ورکاوه. دا ټکی دا څرګندوي چې د نیشنلزم تر شا، دیني او معنوي فضا هم موجوده وه، کوم چې د مبارزې ژور بنسټ وګرځېد.
نیشنلزم او د روحاني ملاتړ اړتیا
تاریخي تجربو ښودلې چې صرف نیشنلستي مبارزې، که د دیني، اخلاقي یا معنوي اساس نه وي برخمنې، نو ډېر ژر یا د قدرت غوښتنې ښکار شي، یا له مسیر منحرف شي. د باچا خان نیشنلزم ځکه پیاوړی و، چې هغه یوازې د قومي کرښې په شا نه و ولاړ، بلکې د اصولو، تعلیم، زغم، قربانۍ او اخلاقي اصلاح له لارې یې ولس ته پیغام ورکاوه.
نن، له بدهمرغه، هغه نیشنلزم چې له روحاني بنسټونو نه تش شوی، د اخلاقي ضعف، تفرقې، او سیاسي تیتوالي ښکار شوی دی.
د سیاست وروستۍ پوړۍ ته رسېدل؛ ولې مبارزه کمزوري شوه؟
۱. د اخلاقو له میدان نه سیاست ته حرکت
د خدایي خدمتګار تحریک، د تربیې، قربانۍ، او اصلاح پر بنسټ ولاړ و. خو له باچا خان وروسته، سیاسي میراث تدریجاً د اخلاقي مبارزې له لوریو منحرف شو، او د انتخاباتو، شخصي نفوذ او قدرت غوښتنې ته متمایل شو. دا راز بدلون، ولسي اعتماد ته زیان ورساوه.
۲. شخصي مصالحو ته لومړیتوب
له ولی خان نیولې تر اسفندیار پورې، سیاسي مبارزه له فردي مقام او محدود حزبي سیاست نه راوتې نه ده. دا سبب شوی چې ولس د اصولي مبارزې پر ځای، د ټاکنیزو شعارونو تر سیوري لاندې راشي.
۳. د ولسي قوتونو غیر فعاله کېدل
مبارزه هغه مهال پیاوړې وي، چې د ټولنې له زړونو او فکرونو سره ونښلول شي. خو نن د فکري، تعلیمي، او فرهنګي پروګرامونو نشتوالی د دې سبب شوی، چې تحرک کمزوری شي.
۴. فکري خلا او د نوې نسل بېخبرتیانوی نسل، له تاریخي مبارزو، له باچا خانه تر ولي خانه، او د عدم تشدد له فلسفې نه نااشنا دی. نه یوازې دا ارزښتونه ور زده شوي نه دي، بلکې د روزنې، بحث، او فکري لارښود نشتوالی، یو بشپړ خلأ رامنځته کړې ده.
پښتونپالنه؛ محدودتیاوې او اغېز
پښتونپالنه، که له انساني عدالت، اخلاقي مبارزې، او اصولو بېبرخې شي، نو صرف د قومي افتخار یوه ناره پاتې کېږي، نه یو بشپړ فکري حرکت. د پښتونوالې ارزښتونه – چې باچا خان پرې تکیه درلوده – اوس د شعار تر سطحې راکم شوي دي. د سیمې ننی حالت، سیاسي فشارونه، او اقتصادي خنډونه دا ټول سبب شوي، چې پښتونپاله تحریک خپل اصل مسیر له لاسه ورکړي.
د مبارزې راتلونکې مسیر
که د باچا خان د عدم تشدد، تعلیم، زغم، او انساني کرامت فلسفه، یو ځل بیا د سیاسي تحریک اساس وګرځي، که د ولس د اصلاح، فکري تربیې، او فرهنګي وده د مبارزې برخه وګرځي، نو د پښتنو مبارزه به یو ځل بیا د عزت، کرامت، او حق غوښتنې لارې ته ستنه شي.
خو که تحریکونه د شعارونو، قدرت غوښتنې، او انتخاباتي لوبو تر اغېز لاندې پاتې شي، نو نه یوازې د ملت فکري شتمني له منځه ځي، بلکې د تاریخي مبارزې قدسیت به هم تحلیل شي.
تاریخ هغه ملتونه ژوندي ساتي، چې د خپلو مبارزو ارزښتونه نه هېروي، بلکې نسل نسل ته یې په ایمان، زغم، او علم سره سپاري.
درنښت ….. یارب 🤲🏻
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.