د اجمل پسرلي په “خالي” کیسه کې سیمبولونه او ژورې ماناوې

محمد فیصل ځلاند

217

لومړی کیسه لولو بیا سیمبولونه او ماناوې پکې لټوو.

خالي/اجمل پسرلی

ادم په چوکۍ کې داسې ښکاریده لکه چا چې وراچولی وي. پښې سره لرې، لاسونه یې شواړ د چوکۍ پر تکیې پراته، سر یې لږ کوږ، خوله یې خلاصه.
د پارک د لویې ونې له منځه د مني د ګرځیدلي لمر رالویدلې رڼا ته وخوځیده، ښی لاس یې تر عینکو لاندې په سترګو تیر کړ. په چوکۍ باندې تکیه کړې امسا یې ورواخیسته. لاسونه یې باندې کیښودل او بیا یې ژنه پرې تکیه کړه.
مخامخ یې یو ځای ته کتل، هلته هیڅ شی نه و، خو دی داسې دغه یوه ځای ته ځیر و لکه هلته چې یې څه موندلې، څه لیدلي، څه کتلي.
چیرته چې دی ناست و، څو څو متره لرې کتار چوکۍ ایښې وې، د ده کیڼ لاس ته نژدې پنځوس متره لرې یوې ډلې ځوانانو شور جوړ کړی و، ده مخ نه وراړاوه، همهغه تش ځای ته یې سترګې نیولې وې. په همدې تش ځای کې له چناره بیله شوې پاڼه پریوته، ده د چوکۍ بازو تکیه کړ، په زګیروي ورجګ شو. پاڼه شمال ورغړوله دی ورپسې شو، لږ مخکې د ونې له ډډ سره ایساره شوه، ورټیټ شو، ګونډه یې ووهله، پاڼه یې راواخیسته بیرته خپل ځای ته راغی، د پاڼې پر رګونو یې ګوتې تیرې کړې، بیا یې پر خپل رغوي کیښوده. خپل مړوند ته یې پام شول، د خپل لاس شنه رګونه نن نه ورته ښکاریدل لکه نرسې چې تیره اونۍ پسې پلټل او د ده لاس یې ورو ورو په څپیړه واهه چې رګونه یې جوت شي چې بیا ستن ورووهي. لاس یې واړاوه راواړاوه. امسا یې اړخ ته کیښوده، هاغه تش ځای ته یې سترګې ورواړولې چې مخکې پاڼه پکې رغړیده. د یوه لاس موټ یې پرانیست، د بل یې پرانیست پاڼه نه وه، شاوخوا یې پسې وکتل له چوکۍ نژدې یو ګز لرې یوه پاڼه پرته وه، په امسا یې د ځان خواته راکاږله، دا پاڼه په خاور خټو لړلې وه، بیرته یې پورې وهله.
د ځوانانو لور ته یې مزغی کوږ کړ، هغوی تللی وو. راپورته شو هاغه پاڼه چې مخکې خیرنه ورته ښکاره شوې وه، هغه یې په پښه ورکش کړه، زګیروی یې شو، راوایې اخیسته، د زړې پاڼې رګونه یې له خپل لاس سره ونیول. ویې خندل د خپل لاس رګونه ورته ښه ښکاره شول، د پاڼې ډډ یې په ګوتو کې وڅرخاوه. د پارک په نرۍ سمینټي لاره یې د امسا ټک ټک شو، کله به یې یوه اړخ ته کله بل ته کتل او د لمر لویده لور ته د پارک د وتو وره ته نژدې کیده، نژدې کیده. (پای)

“خالی” کیسه په تشبیه پیل شوې ده. په ادبیاتو کې د تشبیه ارزښت دا دی چې پر مټ یې یو شی د بل شي سره د پرتلې له مخې توضیخ یا تشریح کولی شو، په داستان کې بیا تشبیه هغه وخت لا ډیر کمال او ارزښت پیدا کوي چې د یوه څیز د تشریح تر څنګ کیسه هم پر مخ بوځي: “ادم په چوکۍ کې داسې ښکارېده لکه چا چې ور اچولی وي.”د تشبیه په واسطه کرکټر لنډ معرفي شوی چې سپینږیری دی او له زور او طاقت نه لویدلی دی. دلته هم کیسه ورسره متحرکه شوې او هم یې د اضافي خبرو مخه نیولې ده. مثلا که مو همدا کرکټر داسې معرفي کولی چې زوړ دی، پښې او لاسونه يې ریږدي، سترګې يې نه ویني…کیسه به هغومره ښه پر مخ نه وای تللې لکه اوس. دلته تشبیه نه یوازې د اضافي خبرو مخه نیولې، بلکې یو ښه تصویر یې هم جوړ کړی چې د لوستونکي سترګو ته دریږي.
په دې کیسه کې د یوه عمر خوړلي انسان د ژوند عجیبه انځور وینو چې ځواني يې بایللې او خوار بدن یې د زړبودن ترخه وختونه او دردونه تجربه کوي. په رواني لحاظ د دې کرکټر حرکات له یو عالم احساساتو، فکرونو او خبرو ډک دي. په کیسه کې لولو: “د ده کیڼ لاس ته نژدې پنځوس متره لرې یوې ډلې ځوانانو شور جوړ کړی و، ده مخ نه وراړاوه…” د ځوانانو خوا ته مخ نه اړول دا مانا لري چې ده ته خپله تېره بایللې ځواني ورياده نه کړي، یو وخت به ښایي دی هم د دوی پشان ځوان و او د مستیو په اوج کې به و. وروسته چې کله د دوی خوا ته ورګوري، هغوی نه وي، همداسې لکه د ده ځواني، چې اوس نشته.
په دې کیسه کې د انسان او طبیعت تر منځ قوي اړیکه او ځینې سیمبولونه شته؛
سړی په پارک کې یوازې دی له چناره را بېله شوې پاڼه را اخلي، په رګونو یې لاس تیروي، بیا د زړې پاڼې له رګونو سره د خپل لاس رګونه ګوري. “پاڼه” د ژوند سیمبول دی، د انسان ژوند لکه پاڼه، شين کیږي، زړیږي او له منځه ځي. له ونې د پاڼې رالویدل د عمر وروستۍ شیبې ښيي. همدا پاڼه ښايي د ده لپاره د تیر ژوند او خاطرو یوه ټولګه وي. “امسا” د زړښت نښه ده، د تکیې او ملاتړ سیبمول هم کېدلی شي. کله چې انسان زړیږي خلک تر بېزاره کیږي خو امسا یې یوازینۍ تکیه ګاه وي چې دی غورځیدلو ته نه پریږدي. “رګونه”هم د ژوند سیمبول کیدلی شي هم د مرګ. په رګونو کې وینه بهیږي، چې انسان پرې پايي، که همدا وينه په رګونو کې وچه شي یا ځینې رګونه پرې شي نو انسان مري. په دې کیسه کې لولو: “د خپل لاس شنه رګونه نن نه ورته ښکاریدل لکه نرسې چې تېره اونۍ پسې پلټل او د ده لاس یې ورو ورو په څپیړه واهه چې رګونه یې جوت شي چې بیا ستن ور ووهي.” د رګونو ورکېدل او نه ښکارېدل بیا هم د ده د ژوند زوال ښيي یعني هغه قوت چې مخکې دده په لاسونو کې و اوس نه ښکاري، یا مخ په ورکېدو دی.
د کیسې په پای کې لولو: “د پارک په نرۍ سیمنټي لاره یې د امسا ټک ټک شو، کله به یې یو اړخ ته کله بل اړخ ته کتل او د لمر لویده لور ته د پارک د وتو وره ته نژدې کېده، نژدې کیده”
پارک ښايي د ژوند یو انځور وي، سړی ورځي، ګرځي خو اخر ترې وځي. لمر لویده، د ده د ژوند وروستی تصویر دی چې د ډوبیدو په حال کې دی. د امسا ټک ټک د ساعت ټک ټک ته ورته دی، ژوند لکه همدا ټک ټک روان وي، روان وي خو بلاخره یوه ورځ دریږي او پناه کیږي.

“خالي” د ژورو ماناوو او سیمبولیکو کیسو ښه بېلګه ده.

د حیات ژوند “د سراب پر لور” کیسه کې دوه سیمبولونه او نورې خبرې

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.