مخکې له دې چې د اوسني ازاد شعر د برداشت فکري مفهومونه تشریح کړم٬ په دې پوهیدل مناسب دي٬ چې
زه په دې لیکنه کې د د مفهومي زاویو د تاید٬ رد او یا نیمګړتیاوو په اړه بحث نه کوم٬ زما موخه د اوسني ازاد شعر د برداشت دوې فکري او مفهومي زاویو روښانه کول دي٬ تر څو روښانه شي چې د ازاد شعر برداشت په یوه ادبي مفهومي دایره کې څه ډول او څومره توپیر لري.
وروسته به د بحث په پای کې د شعر د برداست د دو فکري مفهومي زوایو پایله هم وړاندې کړم.
په هر صورت ښاغلی باز محمد عابد چې یو شه شاعر او نقاد دی د ښاغلي پیر محمد کاروان د ازاد شعر( چېنار خبرې کوي) په اړه یې یوه اوږده لیکنه کړې٬ ددې د لیکنې پر مهال یې د کاروان صیب ازاد شعر د خپلې تشریح لپاره په ۱۲ برخو وېشلی او دولسمه برخه پرته له دې چې تشریح شي لیکنه پای ته رسیدلې.
په اصل کې که د شعر جوړښت ته وګورو نو دا شعر دری پړاونه لري٬ چې د لیکنې په پای کې به څرګند شي خو دا چې د عابد صیب د تشریح تسلسل هم وساتل شي او مفهومي زاویه هم مخکې یو وړل شي زه یې په شپږو پړاونو کې تشریح کوم.
دا خبره مې په دې وکړه چې هر څوک د شعر د تشریح لپاره خپله یوه تګلاره لري٬ چې دا د لیکوال په انتخاب پورې اړه لري خو ځینې وخت داسې هم کیږي چې نقاد د یو شعر پای لومړی تشریح کړي او وروسته یې د پیل تشریح وکړي خو عابد صیب د کاروان ازاد شعر په مسلسله توګه تشریح کړی دی چې یو علت یې دا کیدای شي چې نقاد د ازاد شعر کیسې ته پاملرنه کړي تر څو لوستونکی له یوې خوا د شعر له احساس بېل نه شي او له بلې خوا لوستونکی د شعر تشریح هم په ځان ومني.
زه په دې لیکنه کې دوه کوډونه ځای په ځای کوم یو کوډ د پیر محمد کاروان د ازاد شعر او د باز محمد عابد برداشت دی او دویم کوډ زما نظر او مفهمي زاویه ده چې هر برداشت او مفهوم به شمېرې هم ولري. یوه بله یادونه دا ضرور ده چې د عابد صیب برداشت ما کټ مټ له املايي او مفهومي ایډیټ پرته راخیستی ترڅو د هغه د لیکنې اصلي رنګ وساتل شي.
د باز محمد عابد لومړی برداشت:
د محتوا په اړه به يې دومره ووايم چې کاروان صاحب د شعر په پيل کې د آباد او سوکاله افغانستان کيسه د چنار په ژبه کوي او په اصطلاح چنار يې د ټول افغانستان له پاره سمبول کړی دی. په شعر کې تر ډېره د هاغه وخت خبرې ځای پر ځای شوي دي چې افغانستان د اډيالوژيو په لومو کې نه و نښتی. خان و او که غریب دواړه په خپل ژوند شکر ګذاره وو.. خو د شعر په وروستۍ برخه کې بيا د افغانستان دې لويې غميزې ته ځای ورکړل شوی او د دې دردناکه ناورين کيسه د همدې چنار له خولې کوي. راځئ چې دا شعر يې په ګډه سره وګورو او قدم په قدم ورته تم شوو او وګورو چې چيرته انځورګري شوي، کوم ځای کې نوي ترکيبونه رامنځته شوي او چيرته په کې داخلي موسيقيت ځای پر ځای شوی دی.
چنار خبر ې کوي
زه د برکلي د ګودر د غاړې
يو شين چنار وم چنار
هر مازيګر به راته سلو نجونو
په سرو منګولو سلامونه کول
سحر وختي به مستانه پيغلوټو
زما پر ټيټو او خورو څانګو اوبه شيندلې
دلته وينو چې چنار ځوان دی مانا دا چې په وطن کې د خوښۍ او سوکالۍ شپې دي. دا پورتنۍ برخه لوستونکی خپل کلي ته بيايي او يو داسې روښانه انځور ورکوي چې د هيواد په ټولو کليو کې سره ورته وي.
او سلو نجونو په سرو لاسونو سلامونه کول. دا کلمې که له یوې خوا مناسبې کارول شوي نو د سین توري د زیات استعمال له امله يې شعر ته لفظي موسیقیت هم وربخښلی دی.
زما لومړی مفهومي زاویه:
د کاروان صیب د ازاد شعر ځکه د لوستونکي په ذهن اغیزه کوي چې د شعر پیل د راوي تخنیک لري او د تشخیص له لارې چنار ته د انسان غږ او حافظه ورکړل شوې ده.
دویم شاعر د شعر په پیل کې فضا جوړه وي٬ لکه د یوې کیسې له لوستلو مخکې چې د فضا جوړولو مهم دي٬ نو ځکه کله کله لوستونکی پرې د کیسې د پیل ګمان کوي.
له فضا جوړولو وروسته شاعر بصري تصویر وړاندې کوي٬ لکه( سلو نجونو په سرو منګولو سلامونه کول) دلته نو شعر د ازا شعر خصوصیات خپلوي او د لوستونکی د یو بشپړ ازاد شعر لوستو ته رابولي.
له دې کرښې وروسته د لوستونکي احساس لوړیږي او په منظمه توګه یې ذهن د ازاد شعر فکري اړخ ته ننوځي او ذهن یې داسې حس کوي چې باید شعر تر پایه ولولي.
اوس نو یو بل څه هم مهم دي چې هغه په ازاد شعر کې حرکت دی او له حرکت پرته ازاد شعر نو شعر کیدلای نه شي او کاروان صیب د ازاد شعر په پیل کې همدې ته متوجې شوی دی او وایي:
سحر وختي به مستانه پيغلوټو
زما پر ټيټو او خورو څانګو اوبه شيندلې
.
دلته تصویر یوازې بصري نه دی، بلکې حرکتي انځور هم لري ځکه اوبه شيندل یو داسې عمل دی چې حرکت، رطوبت او تازهوالی په ذهن کې جوړوي. زه فکر کوم په ازاد شعر کې دا تخنیک د شعر د ژوندۍ فضا د جوړولو لپاره ډېر مهم دی.
دا چې ډېر وخت ازاد شعر کې سمبولونه پټ وي نو ددې شعر په پیل کې سمبول راښکاره کیږي او د یو چېنار لفظ څو سمبولونه درلودلی شي چې یو یې د کلي ثبات او دوام دویم یې د ټولنیز ژوند او دریم
د طبیعت او انسان تر منځ رابطه ده. خو په عموم کې نه ده په کار چې د شعر په پیل کې موږ د یو لفظ لپاره د سمبول مانا وټاکو٬ که سمبول برسیرن نه وي باید د ازاد شعر تر پایه انتظار وکړو٬ خو عابد صیب د خپلې لیکنې په بیل کې د پای خبره کړي او ویلي یې دي چې چېنار د افغانستان سمبول دی٬ دا باید هغه وخت تشریح شي چې یو ځل لوستونکی او نقاد دواړه همدې مفهومي احساس ته ورسیږي.
د باز محمد عابد دویم برداشت:
زه به په ناز لکه خوب وړی زلمی
څه غلی غلی غوندې وبوږنيدم
له ساړه باد سره به اخوا دې خوا
لکه د ټال زنګيدم
او د ګودر اوبو به
راته چمبه وهله
لکه ملاله پښتنه پيغله د ورونو په ورا
په شنه ګيډي ګيډي کميس کې ګډيدم، ګډېدم
تاسې به په کليو او بانډو کې ليدلي وي چې توند باد سره چنار داسې پيړ وخوري لکه په رښتيا چې کومه پيغله د ورور په ورا تاوه راتاوه شي. او که فکر وکړو د ګودر د غاړې اوبه چې معمولاً چړ وي او وړې وړې څپې ورسره وي، داڅپې همداسې يو له بله سره موزون حرکت لري چې دا حرکت کټ مټ هغې لاس ته ورته دی چې چمبه پرې وهي.
او دا مسره يې:
په شنه ګيډي ګيډي کميس کې ګډيدم، ګډېدم.
د داخلي موسيقيت نه ډېره برخمنه شوې ده. دلته وينو چې د ( ګ) او ( ډ ) توري چې په ژبه لږ شډل ویل کيږي، شاعر څومره په هنرمندۍ سره ګنډلي دي او هم يې د ( ی) توری اته ځله په پورته مسره کې ځای کړی دی.
کله نا کله مې په غلي ماښام
له سپينو خولو نه د تودو مچکو خرپ اوريده
لکه غوږونه به مې
د څانګو څانګو په لاسونو کې نيولې پاڼې
ما به د دوه مئينو
د بڼوګانو هر يو رپ اوريده
بيا به مې باد ته ښورول لاسونه
غلی شه خدای ته ګوره شور مه کوه
خدای زده چې ولې به د باد غمازګر
راسره رخه کيده
د دوو مئينو ننداره يې په ما نه لوريده
لکه چې مست ښامار زنګيږي د چندڼ پر څانګو
داسې په خرپ به يې کړې ماتې رانه غبرګې څانګې
پاس به له ځالې نه جوړۍ بلبلې والوتلې
لاندې به هم غلې شوه
د تودو شونډو د مچکو خرپا
که پورتنۍ برخې ته لږ تم شو او کليوالې ټولنې باندې نظر واچوو، داسې پيښې چې کاروان صاحب ورته اشاره کړې ده، نادرې دي او که وي هم نو ډېرې کمې پيښيږي چې د سپينو خولو خرپ و ايستل شي. او که چيرې داسې کومه پيښه رامنځته شي نو ډېر ژر د رسوايي تر حده رسيږي او په بدۍ سره اوړي. خو کاروان صاحب دا بغاوت هم دومره شاعرانه کړی دی چې لوستونکي ته د دې ټولنيز بغاوت سره سره شعر خوند ورکوي.
زما دویمه مفهمي زاویه:
تر دې ځایه چې عابد صیب پرې خبرې کړې ازاد شعر لومړی برخه بشپړه شوه٬ نو یو څه واضح شول چې دا ازاد شعر پړاونه لري او بل په دې برخه کې تر ټولو حرکتي انځور، تشبیه، غږیز فضا او ډراماتیک حالت ډېر قوي دي.
زه فکر کوم چې کاروان صیب چې د طبیعت او انسان د حرکت موازي کولو له امله ډېر مشهور دی همدلته یې هم همدا کار کړی دی ځکه هغه وایي چې:
او د ګودر اوبو به
راته چمبه وهله
لکه ملاله پښتنه پيغله د وروڼو په ورا
کاروان صیب دلته په ډېره سمه توګه د اوبو حرکت د یوې کلتوري صحنې سره تشبیه کوي او ددې تر څنګ د وروڼو په ورا کې د پیغلې ګډا د خوښۍ او مستۍ نښه ده نو بې له شکه چې د اوبو څپې هم هماغه موزون حرکت اخلي لکه پېغلې چې ګډیږي او چمبه وهي.
دا کرښه چې:
په شنه ګيډي ګيډي کميس کې ګډيدم، ګډېدم
دلته څو تخنیکونه شته یو رنګیز تصویر دی لکه شین کميس بل حرکتي تکرار لکه ګډيدم، ګډېدم او دریم لفظي موسیقیت چې د (ګ) او (ډ) تورو تکرار دی راغلی دی. عابد صیب د همدې موسیقیت خبره کړې ده خو دا یې نه دی ویلي چې دا تکرار د حرکت احساس زیاتوي او د شعر کرښې ته ریتم ورکوي.
همداشان عابد صیب وایي په دې کرښه کې اته ځله ی راغلي چې دا کرښې داخلي موسیقیت دی او ګ ډ یې شډل توري بللي چې په اصل کې موسقیت همدې تور ورکړی دی.
دا کرښه د حرکت٬ موسقیت او انځور له مخې د ازاد شعر تر ټولو لوړه کرښه ده چې اوج رامنځته کوي ځکه په دې کرښه کې اوازیزه د تورو په همغږۍ کې ده او لوړ تال لري.
بلې خوا همدې ازاد شعر په همدې بند کې د تشبیه قوت هم شته لکه:
لکه چې مست ښامار زنګيږي د چندڼ پر څانګو
په دې کرښه کې باد د مست ښامار سره تشبیه شوی٬ په دې کې قوت دا دی چې دا تشبیه د باد ځواک او ناڅاپي حرکت څرګندوي٬ یعنې له نرم حرکت نه ناڅاپه شدید حرکت ته بدلون راځي٬ دلته نو نور د کاروان صیب ازاد شعر د فضا ناڅاپي بدلون غوره کوي ځکه هغه وایي:
په داسې خرپ به يې کړې ماتې رانه غبرګې څانګې
پاس به له ځالې نه جوړۍ بلبلې والوتلې
دلته د شعر فضا له رومانتيک حالت نه تشویش ته بدلېږي٬ په دې کې تشویش د څانګو ماتېدل او د بلبلو الوتل دواړه د ناارامۍ واضحه نښه ده.
له لاندې دو کرښو وروسته داسې ښکاري چې یوه صحنه پای ته رسیږي:
لاندې به هم غلې شوه
د تودو شونډو د مچکو خرپا
زه فکر کوم چې دا د صحنې سینمایي پای دی ځکه کله چې شور رامنځته شي نو بیا بلبلې الوزي او مچکې بندېږي.
د باز محمد عابد دریم برداشت:
لکه غوږونه به مې
د څانګو څانګو په لاسونو کې نيولې پاڼې
بيا به مې باد ته ښورول لاسونه
دلته که موږ لږ ځير شو نو د غوږونو تصوير يې له پاڼو سره او د لاسونو تصوير يې له څانګو سره ډېر پر ځای تړاو لري. او همدا رنګه جوړه بلبلې د دوو مئينو سره د شعر رومانيت ته غنا وربخښلې ده. بيا وايي:
سحر به لمر راوخوت
نجونو به بيا په سلامونو باندې ونمانځلم
لمر به چې څو نيزې له غره راجګ شو
د ګودر غاړې نه به وکوچيده
دمستو نجونو د منګيو کاروان
مهار د وړانګو يې په لاس کې و د لمر د څاروان
لمر به د وړانګو په تودو لاسونو غوټه کړلې
زما د غبرګو ماتو څانګو له رګونو سره
خرپ د مچکو او سندرې د جوړۍ بلبلو
دلته هم هماغه رومان دی چې په تدريجي ډول پر مخ ځي او په تلو تلو کې نوي خيالونه د اوج پړاو ته رسوي. مثلاً کاروان وايي:
هغه توند باد چې يو لور ته يې چنار نڅولو، نو بل لور ته يې لګيدا ورباندې په دې خاطر بد تاثير کولو چې د دوه مئينو تر منځ خبرې يې نه شوې اوريدای، نو هماغه باد چې ورته غبرګې څانګې ماتې کړې وې، د لمر په تودو وړانګو يې د جوړه بلبلو له سندرو او د مچکو خرپ سره کوشيروي. دلته ده چې لوستونکی د کاروان انداز بيان ته ګوته په غاښ شي.
کاروان صاحب وړاندې وايي:
لکه ماشوم به له خندا شنه شين شوم و به مې وې:
_ اخ خدايه بيا د چا ښکالو راغله؟
بيا مې په رګ رګ کې خورې شوې څړيکې
هغه دی بيا مين زلمی راغی
چې دا زما د ماتو څانګو خوا کې څه لټوي؟
هغه دی ټولې يې کړې
ټوټې د ماتو بنګړو
او مرغلرې د شکيدلي اميل
هغه دی غوټه کې کړې
د سره دسمال په پيڅکه
ښايي چې دا دسمال هم
چا ورته جوړ وي په وريښمينو ګوتو
که لږ په کليوالي ماحول کې رومان ته تم شو، نو د يوې کليوالې جونې لوی ارمان به دا و چې مين دې ورته بنګړي راوړي او يا هم د رنجو کڅوړه، بيا به مين ته د دې تحفې په بدل کې يو دسمال ورکول کيده او هغه دسمال به هم د مين محبوب په خپلو ګوتو جوړ کړی و.
کاروان صاحب همدا موضوع ډېره ښکلې شاعرانه انداز کې راوړې ده. مين سره هغه دسمال دی چی محبوب يې ورته د نښې ساتلو په غرض ورکړی دی او هغه مات بنګړي په کې غوټه کوي چې له همده سره په مستۍ کې مات شوي دي
زما دریمه مفهومي زاویه:
عابد صیب دلته د مرکب تشخیص یادونه نه ده کړې خو ډېره ضروري ده ځکه مرکب تشخیص راوړل د شاعر یو بل او هنري کمال دی لکه:
لکه غوږونه به مې
د څانګو څانګو په لاسونو کې نيولې پاڼې
که وګورو نور نو دې شعر کې طبیعت ته بشپړ انساني جوړښت ورکړل شوی ځکه څانګې لاسونه دي او پاڼې غوږونه ښودل شوي دي٬ دا یوازې ساده تشخیص نه دی٬ بلکې مرکب تشخیص دی، ځکه څو انساني غړي یو ځای جوړ شوي. په دې ډول چنار د یوه ژوندي انسان په بڼه وړاندې کېږي چې د مینې رازونه اوري.
بل ا ستعاري جوړښت هم لري لکه:
مهار د وړانګو يې په لاس کې و د لمر د څاروان
زه فکر کوم چې دا خورا نوښتګرو استعارو څخه ده ځکه په دې کې درې استعاري عناصر یو ځای شوي لکه
لمر او څاروان٬ وړانګې او مهار٬ او سهار او د حرکت پیل سره مساوي دي٬ که لنډ ووایم یعنې داسې انځور جوړېږي لکه لمر چې د رڼا رمه چلوي. دې تخنیک ته تصویري استعاره ویلی شو.
عابد صیب ویلي چې د شعر په دې برخه کې رومان شته خو دا یې نه دي ویلي چې دلته طبیعت او رومان سره یوځای کیږي مثال:
لمر به د وړانګو په تودو لاسونو غوټه کړلې
زما د غبرګو ماتو څانګو له رګونو سره
خرپ د مچکو او سندرې د جوړۍ بلبلو
که وګورو دلته
طبیعت لمر او وړانګې دي٬ رومان مچکې دي او موسیقی یې بلبلې دي٬ دا په خپله درې فضاوې دي.
خو کله چې د ازاد شعر دا کرښه راشي:
اخ خدايه بيا د چا ښکالو راغله؟
دا کرښه ډراماتیکه پوښتنه ده٬ دا پوښتنه د شعر هیجان زیاتوي. خو کاروان صیب کلتوري سمبولونو ته هم پاملرنه کړي لکه ټوټې د ماتو بنګړو٬ او مرغلرې د شکيدلي اميل او د سره دسمال په پيڅکه.
دا درې واړه خبرې زموږ په ټولنه کې پښتني رومانتيک سمبولونه دي ځکه بنګړي د مینې سمبول٬ امېل د ښکلا سمبول او دسمال د یاد نښه ده چې دا ټول د کليوالي عشق مادي یادګارونه دي او عابد صیب هم ډېر واضح تشریح کړي دي.
د باز محمد عابد څلورم برداشت:
ما به له زړه سره پټ پټ وخندل
خدای ماته هم مين زړګې راکړی
چې د مئينو په راز ښه پوهيږي
زلمی به غلی، غلی
لکه ښکاري نه ترهيدلی غرڅه ماته راغی
اخ څه ښاسته و زلمی
اخ څه ظالم و زلمی
چې په تيره چاکو يې
زما په تاند او په غوښن ټتر کې
د خپل معشوق د نامه
شپږ نه اوه توري ژور وليکل
زما ټټر کې يې چاکو وښوييد
ښايي زما د ناز ښيرې وواهه
ګوته يې هم شوه برسيرنه ژوبله
چې په تودو وينو يې
د خپل معشوق د نامه توري سره شول
په وينو سره توري يې
په مينه مينه ښکل کړل
زما په رګ رګ کې
د خواږه درد څړيکې خورې ورې شوې
خورې ورې څانګې مې
لکه د اور لمبې شوې
سيل د مارغانو رانه والوتلو
ښايي په دې پټو لمبو باندې يې پښې وريتې شوې
تاسې به په خپلو کليو کې د چنارونو په تنو ليدلي وي چې خلک پرې د خپلو معشوقو نومونه ليکي، او که کله مو داسې کړي وي نو خامخا به د چنار په تنه ستاسې له ګوتو هم چاکو ښويدلی وي او ګوته به مو پرې غوڅه شوي وي.
خو کاروان هغه مين دی چې په همدې وينو يې د خپل معشوق د نامې توري سره کړي او بيا يې د دې تودو وينو زور او حرارت د چنار په څانګو کې خور کړی دی او د هغو مئينو مرغانو پښې يې پرې وريتې کړي دي چې د چنار په څانګه ناست وو.
وينو چې کاروان دلته هم رومان د اوج مقام ته رسولی دی. مخکې وايي:
هغه مين زلمي زما د وجود
دوی ماتې غبرګې څانګې کورته يوړې
بيا به مې آن له شفقي ماښامه
تر سپيده داغ پورې نغمې اوريدې
د سريندې له نري تاره تاره
د مست رباب له مستانه شاتاره
څه په خندا به مې په غيږ وريده
د شنه آسمان د سپينو ستورو له رڼو سترګو نه
د پلوشو د اوښکو داره داره
زما تر زړه به يې کړه نيغه تيره
د وړانګو سپينه لاره
پاس د ښايست پرښتو
راته نيولې وه رڼه هنداره
شينکی آسمان به مې د ځان سکه تصوير ګڼلو
او راڼه ستوري مې د خپلو څانګو
سپينې مرغۍ بللې
که څه هم کاروان صاحب له واره دا خبره نه واضح کوې چې مين زلمی د چنار په ماتو څانګو څه کوي خو کله چې هغه مين زلمی د چنار دوی ماتې څانګې وړي نو د شعر لوستونکی خپله پوهيږي چې مين زلمی د دې څانګو نه سرينده جوړوي او همدا رنګه دې خبرې ته هم په کې نغوته شوې ده چې رباب هم د چنار له څانګو څخه جوړيږي. نو د سريندې له نغمو نه ځکه چنار خوند اخلي چې د ده د وجود يوه برخه ده.
زما څلورمه مفهومي زاویه:
عابد صیب دلته د شعر له تشریح سره خپل احساسات هم ګډ کړي دي٬ ځینې به ووایي چې دا سم کار نه دی خو باور وکړئ چې له شخصي احساساتو پرته د ازاد شعر تشریح کول داسې دي لکه یو روغ کس ته چې یو ګونګی د بل روغ کس خبرې تشریح کوي٬ په هر صورت د عابد صیب د نقد دا کمال د ستایلو دی خو هغه د دې شعر د بند په تشریح کې دا نه دي ویلي چې شاعر چنار د یو داسې حساس موجود په توګه وړاندې کوي چې د انسان د مینې راز درک کولای شي. کله چې چنار وايي:
ما به له زړه سره پټ پټ وخندل
خدای ماته هم مين زړګې راکړی
چې د مئينو په راز ښه پوهيږي
که وګورو دلته شاعر نور چنار ته د انسان احساس ورکوي٬ داسې ښکاره کیږي چط چنار یوازې یوه ونه نه ده٬ بلکې داسې موجود دی چې د مینې نازک رازونه درک کوي٬ په شعر کې دا د شاعر هغه هنري طریقه ده چې طبیعت د انسان د عاطفې په ژبه بدلوي چې دا د اوج لوړه فریکونسي هم کیدلای شي.
عابد صیب یو بل څه هم نه یادوي او د هرې صحنې بدلون له بام غورځوي٬ لکه دویمې صحنې بدلیږي لکه:
سيل د مارغانو رانه والوتلو
که وګورو مرغان د سکون او آرامۍ سمبول دي٬ د هغوی الوتل د دې نښه ده چې په فضا کې یو ناڅاپي بدلون رامنځته شوی دی٬ بیا درد د موسیقۍ اله ګرځي:
بيا به مې آن له شفقي ماښامه تر سپيده داغ پورې نغمې اوريدې
د سريندې له نري تاره تاره
د مست رباب له مستانه شاتاره
دلته نو په دې ازاد شعر کې فلسفه هم ورننوځي ځکه هغه څانګې چې د زخم سبب شوې وې، وروسته د موسیقۍ اله ګرځي یعنې له درد نه هنر زېږي چې همدا فلسفه ده.
د باز محمد عابد پنځم برداشت:
د شعر دا برخه يې هم په ښه سندريز انداز کې بيان کړې ده.
داسې زما د ژوندون
پيغلې شيبې تيريدې
لکه د پيغلو تکې سپينې ليچې
د شنو بخملو له لسټونو راوتې تيريدې
داسې يو څو شپې وې د قدر شپې وې
چې ويښ به ناست وم تر سهاره پورې
چې ټوله شپه به مې څارلې د مئينو لارې
زما به پاڼه پاڼه غوږ غوږ وه
د هغې مستې سريندې نغمو ته
چې په ليندۍ کې يې څو تاره د څڼو هم وو
له کاره ويستی ومه شرنګ د رباب
چې په سينه يې د درخو د لاس ځونډي زنګيدل
بيا هم هماغه رومانتيکه کيسه ده چې په ډېره هنرمندۍ سره يې پر مخ بيايي. تاسې به ليدلي وي چې د چنار له څانګې نه پاڼې وتوږل شي نو سپين پوستکی يې ښکاره شي، دا انځور کاروان صاحب د هغو نجونو له لاسونو سره تشبيه کوي چې د شنو بخلو له لستوڼو راوځي:
لکه د پيغلو تکې سپينې ليچې
د شنو بخملو له لسټونو راوتې تيريدې
تر دې ځايه چنار د آباد او سوکاله وطن کيسه کوي او تر دې وروسته چې په هيواد کې د لويې غميزې سيلاب هر څه په سر اخلي نو راځئ چې دا هم د چنار له خولې واورو:
پرون چې بيا لکه د ناوې زلمی
د نجونو منځ کې ناست وم
ناڅاپه کړيکې شوې د وای مورې نارې خورې شوې
په ځان خبر هم نه وم څانګې مې ارې ارې شوې
بنګړي زرې زرې شول
منګي کودي کودي شول
څڼې لمبه لمبه شوې
شالونه باد يوړول
پاس مې آسمان ته کتل
زما پر خوا و پر غړمبا راروان
لکه يو ستوری له مداره وتی
لکه يو غشی له پرهاره وتی
د اور ابليس د ملايکو له کتاره وتی
پر جوماتونو پر حجرو پر ګودرونو پريوت
پر سر د مستو چنارونو پريوت
د شعر پورتنۍ برخه په افغانستان باندې د جنګ د وحشت کيسه کوي چې د ژوند په هر ډګر کې يې موږ او تاسې ته مالي او ځاني زيانونه را اړولي دي او همدا زيانونه خو کاروان صاحب په ځينو مواردو کې په ښکلي او ساده کليوالي سبمولونو لا ښکلي کړي دي لکه پورته چې په يو مسره کې وايي:
شالونه باد يوړول
په پښتني ټولنه کې دا شګون ښځې ډېر بد ګڼي چې له سره يې لوپټه وښويږي. که له کومې ښځې له سره لوپټه وښويږي، نو ډېر ژر انديښنه ورپيدا شي چې ګنې خدای مه کړه خاوند يې ومړ. او دا خبره سل په سلو کې سمه ده چې دې خونړي سيلاب زموږ ډېر سرونه له ځانه سره يوړل او له ډېرو تور سرو له سرونو نه شالونه باد وړي دي
زما پنځمه مفهومي زاویه:
عابد صیب د ازاد شعر دا برخه ډېره ښه تشریح کړي ده خو هغه دا نه دي ویلي چې دلته شعر ډېر نرم شوی دی ځکه شاعر هڅه کوي چې اوس خپل شعر نرم کړي او وروسته ناڅاپه یوه تراژیدي وزیږوي لکه د طوفان له راتلو مخکې خاموشي وي.
دا تخنیک چې په شعر کې لومړی فضا جوړه شي او بیا تراژیدي راشي له مهمو ډراماتیکو بدلونونو څخه دی.
مثال په توګه شاعر د وخت د تېرېدو انځور ډېر نرم او رومانتيک جوړوي لکه:
داسې زما د ژوندون
پيغلې شيبې تيريدې
لکه د پيغلو تکې سپينې ليچې
د شنو بخملو له لسټونو راوتې تيريدې
دلته څو تخنیکونه کارول شوي یو تشبیه لکه د ژوند شیبې د سپینو لیچو سره٬ بل رنګین تصویر لکه سپینې لیچې او شین بخمل یو رنګین بصري ترکیب جوړوي.
وروسته د شعر په پرلپسې کرښو کې نرمښت لیدل کیږي خو ناڅاپه شعر بل حالت ته داخلیږي لکه:
ناڅاپه کړيکې شوې د وای مورې نارې خورې شوې
دې کرښې سره د شعر نرمه فضا ماتیږي او وروسته حرکتونه ډېر تېز والی راولي لکه:
څانګې ارې ارې شوې
بنګړي زرې زرې شول
منګي کودي کودي شول
څڼې لمبه لمبه شوې
اوس نو زه تاسو ته یو نوی مفهوم وړاندې کوم٬ همدې ته انفجاري تصویرونه وایي٬ دا موضوع ما د ازاد شعر د کارتونو د تشریح په عنوان کې هم څیړلې وه.
باز محمد عابد په خپل برداشت کې ویلي وو چې دا د افغانستان حالت تشریح شوي دي نو که د باز محمد عابد خبره سمه وي نو زه بیا وایم چې په دې شعر کې د بم او جګړې سمبولیک تصویر داسې دی لکه:
که يو ستوری له مداره وتی
لکه يو غشی له پرهاره وتی
دلته دوه تشبیهګانې دي٬ یو د ستوري له مداره وتل سقوط او بل عشی له پرهاره وتل مرګونی حالت دی.
بلاخېره په شعر کې یو بشبړ سقوط رامنځته کیږي ځکه دلته یوه کرښه شته چې د ټولې نړۍ پر ماتېدو اشاره کوي لکه:
پر جوماتونو پر حجرو پر ګودرونو پريوت
پر سر د مستو چنارونو پريوت
دا یوازې یوه چاودنه نه ده٬ بلکې د ټول کلتوري ژوند سقوط دی ځکه جومات د دین سمبول٬ حجره د ټولنیز ژوند سمبول٬ ګودر د کليواله ورځنۍ نړۍ سمبول او چنار د د وطن سمبول.
ما د لیکنې په پیل کې وویل چې عابد صیب د خپلې لیکنې په پیل کې ویلي و چې چېنار د ازاد شعر په پیل کې د افغانستان سمبول دی خو ما په دې ټنګار وکړ چې سمبول ته باید تر هغې انتظار وکړو تر څو شعر نیمي او یا پای ته ورسیږي نو د کاروان صیب د چېنار سمبول هدلته خپله مانا لري چې د وطن سمبول دی لکه مخکې مې چې خبره وکړه.
د باز محمد عابد شپږم او وروستی برداشت:
. د شعر په وروستي پړاو کې وايي:
زه د ګودر په غاړه نه يم ولاړ
ما سل زلمي سل جينکۍ په غيږ کې ټينګ نيولي
زه د کنډو پر سر په لويه هديره کې ښخ يم
زما په هر تابوت کې
يو ګودر وينې ښخې
يو ګودر اوښکې ښخې
زما د هر تابوت په هره تخته
د عاشقانو معشوقو نومونه
د ګور چينجو خوړلي
زما له څانګې جوړه شوې سرينده ده ماته
په تش ګوګل کې يې د غم توره پيشو ده ناسته
خوله يې په وينو سره ده
د ژوند له ښکليو ماشومانو يې خوبونو وړي
د کښت د پيغلو پر سينو نه شته د ږدونو ځونډي
زموږ د کلي د بامونو د سر
روږدې کوترې وږې
زما د څانګې له رباب نه د شکيدلي ځونډي
وچې مرۍ تيروي
پورتنۍ برخه کې لولو چې چنار د ګودر پر غاړه نه دی ولاړ. د چنار له تختو نه تابوتونه جوړ شوي او سل جونې او زلمي يې په غيږ کې نيولي دي. دلته يوې بلې خبرې ته هم اشاره کوم لکه څنګه چې په لنډه کيسه کې يوه پيښه بله زيږوي، او يا هم په ډرامه کې د موضوع پر بنسټ يوه پيښه له بلې سره پيوند لري د کاروان صاحب دا شعر هم کټ مټ لکه لنډه کيسه، او يا هم يوه ډېره کاميابه ډرامه. دا خبره ځکه کوم چې په پورتنيو مسرو کې مو ولوستل چې چنار د شعر په پيل کې وايي چې:
هر مازيګر به راته سلو نجونو، په سرو لاسونو سلامونه کول، زما له څانګو نه به هغه زلمي سرينده جوړوله او يا هم رباب ، او د رباب له پاره د مشعوقو د لاس ځونډي او داسې نورو توکيو ته د شعر په وروستۍ برخه کې پيوند ورکوي. وايي چې هغه نومونه چې عاشق به د خپل معشوق نوم د چنار په تنه ليکه اوس يې د ګور چينجي خوري، يا دا چې د بامونو د سر هغه روږدې کوترې چې پيغلو به ورته ږدن اچول اوس د هغو ږدونو په خيال د چنار له څانګې د جوړ شوي رباب د ځونډي وچې مرۍ تيروي، د سريندې په ګوګل کې د غم توره پيشو ناسته ده او له ماشومانو خوبونه تښتوي. هغو سلو نجونو چې په سرو لاسو به يې ورته سلامونه کول، اوس چنار په ګور کې په غيږ کې نيولي دي.
لکه څنګه چې شاعر د يوه حساس زړه خاوند وي، کاروان هم په وطن کې له برباديو دا لويه غميزه نه شي زغملای نو ځکه يو ځل بيا د خپل حساس زړه له تل نه داسې فرياد کوي:
زه د بر کلي د ګودر د غاړې
يو شين چنار وم چنار
زه د ګودر په طبعه ښه پوهيږم
ګودر شاعر غواړي چنار غواړي
ګودر د سلو منګو
رنګين کتار غواړي
ګودر د غرونو، د ځنګلونو د پيغلوټو چينو
کاروان مهار غواړي.
زما شپږمه مفهومي زاویه:
که وګورو ددې شعر وروستۍ برخه د شعر د ځواکمنو او ژورو لحظو یوه نمونه ده ځکه شاعر دلته د وطن د درد، ټولنیزې تباهۍ، مینې او هنر سمبولونه سره یو ځای کړي دي.
وروسته شاعر تابوتونو، د عاشقانو د نومونو ماتې او د مرګ سمبولونه معرفي کوي لکه :
زما په هر تابوت کې
يو ګودر وينې ښخې
يو ګودر اوښکې ښخې
دلته د تابوت کارول پراخ اغېز رامنځته کوي، چې د غم شدت لوستونکي ته په ژوره توګه احساسوي او تر څنګ یې د ټولنې او راتلونکي نسل د تباهۍ په اړه هم خبرداری ورکوي.
دا شدت لوستونکی له ذهني فشار سره مخامخ کوي او ان په روان یې ګزارونه کوي خو کاروان صیب چې د شعر لوستونکی خپل ګڼي نه یې ناهیلی کوي نه نو ځکه وروستۍ څو کرښې د وطن او ټولنې امید څرګندوي لکه:
ګودر شاعر غواړي چنار غواړي
ګودر د سلو منګو
رنګين کتار غواړي
ګودر د غرونو د ځنګلونو د پيغلوټو چينو
کاروان مهار غواړي
دلته شاعر د غم او تراژیدي وروسته یو امیدلرونکی لید وړاندې کوي، او دا د شعر د پای قوي او متوازن تخنیکي اغېز دی٬ چې د لوستونکي د ذهني فشار د ارامه کولو لپاره ډېر ضرور وي او د لوستونکی ذهن باید د شعر په پای کې سرګردان پرېنښودل شي٬ دا یوه اخلاقي موضوع ده خو که سرګردان پرېښودل شي کوم غیب نه دی٬ ځکه په شعر کې شددت له دې پرته نه راځي.
بله دا چې د کاروان صیب ددې شعر له څیړنې څرګنده شوه چې دا ازاد شعر درې بړوانه لري چې لومړی پړاو یې د سولې او ښکلا زمانه ده٬ دویم پړاو یې د رومان او کلتوري ژوند فضا ده او دریم پړاو یې د جګړې او غم فاجعه ده٬ چې د امید یو دروند څرک هم لري.
نو ددې بحث دې پایلې ته رسیږو چې د شعر د برداشت فکري او مفهومي اړخ ته ځانګړې څېړنه د نقد یوه نوې او ډېر مهمه برخه ده٬ ځکه په حقیقت کې که وګورو باز محمد عابد صیب خپله لیکنه د پیر محمد کاروان د ازاد شعر د بصري، موسیقي، تشبیهي او ډراماتیک اغېز د تشریح لپاره کړې وه، خو د دې شعر د لوستونکي په ذهن، احساس او فکري تجربه یې تمرکز نه و کړی.
بل که وګورو ښاغلي عابد د کاروان د ازاد شعر د ټولیز معنوي او مفهومي تاثیر، احساساتو او طبیعت ترمنځ اړیکې، د ټولنیزو او کلتوري سمبولونو رول او د تراژیدۍ او امید ترکیبي اغېز ته اشاره نه وه کړې٬ چې دا شعر د تشریح لپاره ډېر مهم دي او مفهوم پشبړ کوي٬ نو ښه ده چې باملرنه ورته وشي.
زه فکر کوم چې د ازاد شعر برداشت یوازې د شعر په سطحي تشریح پورې محدود نه دی، بلکې لوستونکی د شعر له پیل څخه تر پای پورې په یوه متحرک فکري، احساساتي او هنري تجربه کې برخه اخلي. په دې توګه، د شعر د برداشت علمي تحلیل د ادبي تجربه ژورتیا او د لوستونکي د فکري درک ځواک څرګندوي، چې دا د ازاد شعر د مطالعاتو په برخه کې یوه نوې او ارزښتناکه اضافه کیدلای شي او باید ورته پاملرنه وکړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.