فیسبوک تخنیکي ګډوډۍ سره مخ شوی

34

فیسبوک نن تخنیکي ګډوډۍ سره مخ شوی او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د فېسبوک زرګونه کاروونکو خپلې ستونزې راپور کړي.

دوی ویلي، د فېسبوک د ځینو ځانګړتیاوو له کارولو بې‌برخې شوي چې د نوو مطالبو خپرول هم په کې شامليږي.

د «ډاون‌فور» ویب‌پاڼې چې د ویب‌سایټونو او انلاین خدمتونو نړیوالې ستونزې څاري، ویلي چې له هغو څه باندې ۲۲ زره کاروونکو څخه چې خپل شکایتونه یې ثبت کړي، تر ۵۶ سلنې ډېرو یې دغو ټولنیزو شبکو ته هېڅ لاسرسی نه درلود.

د راپور له مخې، ۲۱ سلنه کاروونکي له تخنیکي او سیسټمي ستونزو سره مخ شوي او ۲۳ سلنه نور بیا نه دي توانېدلي چې خپلو حسابونو ته ننوځي.

د فېسبوک او انسټاګرام شرکت “میټا” تر اوسه د دې ستونزې په اړه کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.