د پښتو په اوسني شعر کې د لیدیز او سینمایي تصویر جوړښت ماډل
په پښتو اوسنۍ شاعرۍ کې داسې شاعران لرو٬ چې شعر یې یوازې لوستل کیږي نه٬ بلکې د احساس تر څنګ د تخیل پر مټ یو انځور هم جوړه وي او دا انځور یې لوستونکی ویني.
دا ځکه شاعري هغه هنر دی چې٬ کلمه په کې له خپل عادي معنايي چوکاټ څخه بهر راوځي او د لید، احساس او خیال په یوه ګډ فضا کې بدلیږي. کله چې شعر د لوستونکي په ذهن کې تصویر جوړ کړي، حرکت ولري، فضا یا صحنه جوړه کړي او احساس ته بڼه ورکړي، هلته شاعري د سینما له ژبې سره نږدې کېږي او شکل ورکوي٬ نو دغه ډول شعر یوازې نه لوستل کېږي، بلکې لېدل کېږي هم.
د شاعرانو په ډېرو بیتونو کې اکثره وخت د ځینو شیانو نومونه او عناصرو ته داسې معنوي بار ورکوي چې هر بیت د یوې خپلواکې صحنې بڼه اخلي. دا صحنې نه یوازې عاطفي اغېز لري، بلکې د شاعر درد، ټولنیز شعور او کلتوري حافظې ترمنځ پټ تړاو هم په ګوته کوي.
په دې لیکنه کې به واضحه شي چې شاعر څنګه په شعر کې د تصویرونو کارولو له تخنیکونو کار اخلي او د پښتو اوسنۍ شاعرۍ تصویري ماډلونه څومره پیاوړي او یا له کومو نیمګړتیاوو سره مخ دي.
څو ورځې مې ددې کار لپاره د بېلابېلو شاعرانو شعري ټولګې او برېښنایي سایټونه ولیدل٬ خو دا رنګ او تخنیک چې د ښاغلي طایر ځلاند په شعرونو کې څومره واضح او نوی و شاید د ډېرو شاعرانو په شعرونو کې نه وي.
دې لیکنې ته ځکه دا زاویه انتخاب شوه چې تر اوسه په دې موضوع کوم بل لیکوال مستقیمه لیکنه نه ده کړې او د پښتو اوسنۍ شاعرۍ دا اړخ ډېر تت پاتې شوی دی.
په هر صورت زه د ځلاند صیب شاعري ددې لیکنې د زاویې او تخنیک د سپیړلو لپاره غوره بولم٬ خو دا چې د لیدیز شاعرۍ یو څو نور اړخونه هم وڅیړل شي د یو شمېر نورو شاعرانو د بیت شواهد به هم راواخلو.
ما د ځلاند صیب شعري تولګه چې( دلته هم د رڼا ګانو خوشبويي ده) نومیږي چاپ شوې او د ټولګې لومړني غزل بیت یې لیدیز او سینمایي رنګ لري٬ دا یوازې دا بیت نه دی بلکې دې ته ورته ډېر بیتونه لري٬ چې دده شاعرۍ ته یې ځانګړی مقام ورکړی دی.
هغه چې یو ښه کره کتونکی هم دی په خپل شعر کې یې دې برخې ته ژور پام اړولی دی.
بیت:
ځئ چې ځو باقي د څه شي انتظار دی
دسهار تابوت د شپې په اوږو بار دی
زه فکر کوم چې دا بیت د اوسنۍ پښتو شاعرۍ له هغو نادره بیتونو څخه بللی شو٬ چې په لنډو الفاظو کې یو ستر بصري، فکري او سمبولیکه نړۍ موږ ته راپېژني.
په دې بیت کې یوه صحنه جوړه شوې ده خکه لوستونکی د کلمو له لارې یو تصویر ویني٬ لکه د ویډیو یو ټوټه چې ګورې.
بیت ډېر عجیبه په دې دی چې شاعر د تګ پریکړه کوي او نور د پاتې کیدو شک ختم شوی دی٬ له سینمایي پلوه، دا مصرعه د فلم د صحنې د پیل په څېر ده٬ لکه یو کس چې د کاروان مخې ته درېږي او د تګ اعلان کوي.
که وګورو سهار تل د امید پیل وي خو په دې بیت کې سهار په تابوت بدل شوی دی.
په شاعرۍ کې دا ډول بیتونه په لوستونکي ډېر فشار او بوج راوړي٬ ځکه داسې تصویرونه لوستونکی یو ډول تاریخي، ټولنیز او وجودي درد ته بیايي٬ داسې ښکاري لکه راتلونکی چې مخکې له مخکې د ظلمونو قرباني شوی وي.
د سینمایي جوړښت له پلوه که تاسو دا بیت لولئ نو یوې ورو او چوپې صحنې په څېر ښکاري٬ لوستونکی پخپله د ذهن پر پرده دا هر څه ویني چې همدا د سینمایي شاعرۍ کمال دی.
بیت:
ژوند به مې په تکه توره شپه کې رانه پاتې شي
هسې نه ستا نوم په کتابچه کې رانه پاتې شي
که وګورو په دې بیت کې تکه توره شپه ناامېدۍ، رواني تیارو او وجودي انزوا نښه بللی شو. شاعر وېرېږي چې ژوند یې په همدې تیاره کې ودریږي، خو هیله لري چې لږ تر لږه د محبوب نوم د حافظې او تاریخ په کتابچه کې ژوندی پاتې شي. ځکه خو ژوند د حرکت سمبول په توګه راغلی، او کتابچه د ثبت او بقا وسیله بلل شوې ده.
ددې بیت سینمایي بڼه ډېره واضحه ده٬ توره شپه، یوازې سړی، لاس کې کتابچه دا خپله یوه صحنه جوړه وي او بیت په حرکت راځي.
بل بیت:
چا به رالېږل يو وخت تک سره ګلاب چې ياد مې شي
ګوتې مې طايره په وياله کې رانه پاتې شي
په دې بیت کې رنګ ډېر مهم دی٬ که وګورو سور ګلاب د اوبو له شین او خړ رنګ سره تضاد جوړوي. که په ذهن کې یې لیدیز جوړښت ته واړوو نو کمره له ګلابه پیل کوي، بیا ورو ورو د لاس ګوتو ته راځي چې په اوبو کې ولاړې دي لاس پورته کیږي خو ګوتې پاتې کیږي.
بیت:
د تندې ذوق مې سرابونو باندې مۀ ماتوه
ماته معلوم دی بې وفا ستا د وعدو راویت
دا بیت ډېره ژوره سینمایي تشریح او انځور لري٬ مثال په توګه په بیت کې پراخه دښته ده، توده هوا، لړزېدونکی افق ښکاري٬ لوستونکي ذهن اوږد لانګ شاټ نیسي٬ لرې اوبه ښکاري، خو کله چې لوستونکي ذهن ورنږدې کېږي، اوبه ورکېږي. سراب یوازې لید دی، حقیقت نه لري. دا د لیدلو تېروتنه ده٬ د شاعر د احساس فلسفي اړخ څرګندوي٬ ځلاند صیب نه غواړي چې په خپله شاعرۍ کې په درواغو هیلو تسکین واخلي.
بیت:
نور څوک شته که نه اواز خو راته وکړئ
زه هم اوسم دې خاموشه جزیره کې
په دې بیت کې د یوازیتوب اخیري حد ښودل شوی دی٬ ځلاند صیب په دې بیت کې یوه صحنه انځور کړي خو داسې صحنه چې لوستونکی یې ویني او یو کس په جزیره کې بند دی او هیله لري چې له دې تنګې جزیرې ووځي.
مثال په توګه په تصور کې یو انسان د پراخ سمندر په منځ کې پر یوې وړې، چوپې او بې ساه جزیرې ولاړ دی. شاوخوا یې اوبه دي، انسان خپل سر لږ پورته کوي، شونډې خوځوي او غږ کوي نور څوک شته که نه؟ دا غږ د مرستې، اړیکې او موجودیت غوښتنه ده، خو ځواب نه راځي. باد غږ وړي او فضا یې بېرته چوپتیا ته سپاري. بیا یې غږ لا عاجز کېږي او وایي اواز خو راته وکړئ٬ خو دلته غږ خپله مانا له لاسه ورکوي٬ ځکه څوک نشته چې واوري. په دې بیت کې دا نه اورېدل د درد تر ټولو ژوره بڼه ده. زه وایم ځلاند صیب ته په دې بیت یو داد په کار دی واه ځلاند صیب.
بیت:
په کې ورک کړي دي هرچا رنگونه خپل مخونه
داسی محل راځي، دې تورو سړکونو پسې
په دې بیت کې اوږدو تورو سړکونو دي٬ هغه کسان چې شاعر یې خبره کوي په دې سرکونو روان دي مخونو رنګونه یې خړ شوي او ټول یو شان ښکاري ناڅاپه مخامخ یو روښانه محل راڅرګندېږي چې زرینې کړکۍ یې ځلېږي.
دا خو یو ذهني انځور شو د بیت مانا دېره مهمه ده که وګورو بیت د ننني انسان ذهني حالت ډېر ښه انځور کړی دی٬ ځکه خلک د ژوند پر تورو سړکونو روان دي، خپل مخونه او رنګونه یې له لاسه ورکړي، او بیا ناڅاپه د هیلې یو محل مخې ته راځي؛ خو دا محل هم د هماغې تیاره لارې تسلسل دی او تضاد هم لري نو دا بیت لوستونکی مجبوره کوي چې یوازې دا صحنه ونه ویني بلکې فکر هم وکړي. یو بل بیت هم دې ته ورته دی خو یو څه ساده او واضح دی.
بیت:
تنها سړی او دا یوازې سرک
دوه زره شله! د دې کال دا تصویر
بیت کې دوه زره شل کال ته شخصیت ورکړل شوی دی او ورته وایي چې کاله ته بدل شوې خو بیا هم هغه تور سرک دی یو تنها سړی دی او بیا هم هغه تصویر دی او هیڅ بدلون رانغی.
دې بیت کې انخور ډېر عالي دی ځکه لوستونکی یو عکس ویني چې دوه زره شل کال دی او په تصویر کې یو کس تنها په سرک روان دی.
بیت:
پښې مې نه ځي خو د زړه درزا مې بيايي
څومره زور دی، څومره شور دی په ارمان کې
په پورته بیت کې بیا ناڅرګند تصویر دی ځکه شور نه لیدل کیږي خو اوریدل کیږي یا د زړه درزه چې دا په شاعرۍ کې د حواسو تصویر په نوم یادولی شو.
په دې بیت کې د ارمان قافیې دا ناڅرګند تصویر رامنځته کړی دی که ارمان په خای کوم شکلي عناصر راغلی وای بیا به بصري تصویر رامنځته شوی وای په اصل کې د ځلاند په شاعرۍ کې دا ډول پاملرنه د هغه شاعرۍ د رنګینیو برخه پیاوړي کوي٬ یعنې ځلاند صیب په خپل بیتونو کې یو ډول تصویر نه وړاندې کوي بلکې په بېلابېلو تخنیکونو سره یې وړاندې کوي.
یا لکه دا بیت چې د تصویر یو بل ډول تخنیک لري:
لاره کې ستا یاد و راسره لاره ودانه وه
زه گني په داسې سفر تلم چې دنيا ورانه وه
لکه مخکې مې چې وویل د انځور له طرفه دا بیت یو بل ډول جوړښت لري ځکه شاعر لوستونکي ته داسې انځور وړاندې کوي چې د کوم سفر په لاره چې زه راغلی یم لاره ودانه هم وه او ورانه هم وه.
یا که ووایم په دې بیت کې شاعر لوستونکی له داسې انځور سره مخامخ کوي چې په ظاهره یو دی، خو په باطن کې دوه متضاد حالتونه په یو وخت کې په کې وړاندې کوي. لاره ودانه ده، ځکه د محبوب یاد ورسره مل دی٬ یاد دلته د رڼا، مانا او هیلو ورکولو مانا لري چې د سفر سختۍ اسانه کوي خو دا چې هممهاله وایي چې لاره ورانه وه دا بهرنی چاپیریال دی.
که وګورو د بیت په لوستلو سره لوستونکی داسې احساس کوي لکه په یوه سفر کې چې دننه رڼا وي او بهر تیاره، یو ګام د امید وي او بل د ناهیلۍ.
زه فکر کوم دا د انځور وړاندې کولو یو بهترین تخنیک دی٬ سره له دې چې شاعر یو واحد تصویر وړاندې کوي، خو دوه متضاد احساسات په کې ځای شوي دي٬ نو ویلی شو چې همدې تخنیک بیت ته ژور هنري ارزښت ورکړی دی.
پورته بیت ته ورته یو بل بیت هم لري خو دا بیت د پورته بیت د تصویر بشپړتیا بللی شو.
بیت:
وہ دنیا په هر قدم قدم بدله
چې راتېر شوم د وهمونو له ځنگله
په دې بیت کې تقریبا د هم هغه بیت د تصویر ورستۍ صحنه ده٬ خو یو څه په دې بیت کې ورزیات شوي چې د لوستونکي په ذهن کې د ویرې احساس تجربه له تصویر سره یو ځای کوي چې د وهمونو ځنګل ترکیب دی.
بیت:
په قامت لوړ – لوړ لکه ونې د ځنگل وي خلک
خوب که ریښتیا وینم ولاړ په خپل مقتل وي خلک
ځلاند صیب په خپله شاعرۍ کې یو بل ډول تصویر هم کاروي او هغه د خوب تصویر وړاندې کول دي نه دا چې په خپله خوب تصویر دی.
پورته بیت که وګورو لوړ لوړ خلک د ځنګل له لوړو ونو سره تشبیه شوي دي او ځنګل لفظ یادول په خپله د ځنګل ټول تصویر لوستونکي ته وړاندې کوي خو کله چې وایي خوب کې رښتیا وینم چې خلک په خپل مقتل ولاړ دي نو د بیت تصویر او هنریت نور هم ژور کیږي.
بیت:
په هر قدم کې شاړې شوې لارې خاندي په څه
په هر یو گام باندې خپل ځان ته په ژړا دی سړی
په دې بیت کې لارو ته شخصیت ورکړل شوی او دا ادبي صنعت دی چې یو بې روحه شي ته د انسان په څیر شخصیت ورکړل شي٬ لکه په بیت کې چې لارې خاندي.
د دې بیت تصویر ته که وګورو نو خلک په شاړه لار روان دي٬ دوی چې قدمونه پورته کړي شاړه لاره وخاندي او همدې خندا ته خلک ژاړي.
په بیت کې خندا٬ ژړا٬ ګام٬ قدم٬ لار او شاړه دا خپله یو ذهني تصویر جوړه وي.
د بیت هنریت او مانا ډېره لوړه ده٬ یو انسان چې د شاړو لارو پر اوږدو روان وي، چاپېریال پرې ملنډې وهي، خو دی د هر ګام سره نور هم ماتېږي. په همدې تضاد کې د بیت اصلي مفهوم پروت دی کله ناکله ژوند بېاحساسه ښکاري، خو انسان په همدې بېاحساسه نړۍ کې تر ټولو ډېر احساس کوي.
بیت:
چې ترې ښکارېږي نه هغې طرف ته بله دنيا
خدای خو دې څوک نه کړي له داسې دېوالو سره مخ
زه فکر کوم د ځلاند صیب په شعرونو کې دا بیت تمثیل هم لري او د هنريت له مخې، دا بیت پر څو مهمو عناصرو ولاړ دی یو دا چې دیوال د ژوند او د تولنې د جبر تمثیل کوي او بل منفي فضا ده او هغه دا ده چې یو څه چې نه ښکاري په اصل کې هم هغه ډېر دروند او لوی شکل لري.
که انځور ته یې راشو نو لوستونکی د دې بیت په لوستلو داسې احساس کوي لکه د سترګو مخې ته یو لوړ، خړ دېوال ولاړ وي خو پوهېږي چې تر دې اخوا هېڅ لید نشته. همدا نالیدلې دنیا د بیت زور دی.
بیت:
زه چې ماشوم وم زه به خوب کې الوتمه مدام
اوس چې زلمی ،یم شوم په تورو سرکونو ستړی
دا بیت هر لوستونکي ته جلا ذهني انځور ورکولای شي له یوې خوا دا بیت د یو ځوان انسان د یادونو میموري تازه کوي او ماشومتوب خوبونه وریاده وي او بلې خوا د ځوانۍ ستړیا هم ورسره ملګرې کوي.
ددې بیت انځوریز قوت دا دی چې په یو بیت کې ماشومتوب ځواني او له بلې خوا خوب الوت او په تور سرک تګ یو ځای تړل شوي دي٬ یعنې دا بیت د انځورونو یوه ټولګه ده خو دا انځورونه ټول په یو ځای نه راځي بلکې یو په بل پسې راځي.
کله چې موږ دا ډول بیتونه لولو نو دا به ډېر نادر بیتونه وي ځکه ډېر وخت د داسې یوې لویې صحنې جوړول او تړل په یو بیت کې د عالي هنر شاعرانو کار وي چې د پښتو شاعرۍ ته یې خاص رنګ وربښلی دی.
پورته بیت د عمر واټن ترمنځ تصویر جوړه وي ٬ مثال د ماشومتوب نه تر لوړ عمر پورې خو ددې لپاره چې په شعر کې د انځور راوستو یو بل تخنیک چې د انځور ټوټې یا څو پوړیز انځور ورته ویلی شو د ښاغلي عبدالهادي هادي دا بیت راوړم.
بیت
د غره پر سر چې یو زیارت ، پر یو ملنګ دی آباد
ور لاندې رود، دی، زموږ کلی یې تر څنګ دی آباد
په دې بیت کې یوه منظره ښودل شوي خو تصویر یې بیا په برخو وېشل شوی دی٬ او ماناوې هم بدلوي لکه پاس زیارت او په زیارت کې ملنګ٬ د غره لاندې رود او د رود تر څنګ کلی.
په دې بیت کې ملنګ او زیارت روحاني برخه ده٬ غر او ردو طبیعت دی او کلی یوه انساني ټولنه ده که وګورو شاعر د تصویرونو له لارې درې بیغامونه ورکوي یو د تقدس چې ملنګ او زیارت دی٬ بل رود چې په سمبولیکه توګه د ژوند مانا لري او کلی چې ټولنیز ژوند څرګندوي. ویلی شو په اوسنۍ شاعرۍ کې څو پوړیز تصویرونه هم شته چې اوسنیو شاعرانو دا تخنیک کارولی دی چې پورته بیت یې یوه نمونه ده.
د هادي صیب په بیت کې تصویر څو پوړیز دی او یوه منظره یې جوړه کړې ده خو که د ځلاند صیب یو بل بیت که وګورو د دو تصویرونو د بېلاولو لپاره یې پنځه تصویرونه راوړي دي.
زړه لکه بند د صدف خوله لکه وا د سيپې
یوځای ښکاره آه د چا٬ بل ځای باران ښکاري
په دې بیت کې زړه٬ بند صدف٬ خوله٬ سیپې لفظونه پنځه بېلابېل تصویرونه دي٬ چې په یو او بل پسې د لوستونکي په ذهن کې جوړیږي خو شاعر په ورپسې نیم بیتي کې اه او باران دوه تصویرونه کاروي چې دا بیت اوه ټوټیز تصویرونه جوړه وي.
دې ته موږ زنځیري تصویر ویلی شو ځکه تصویرونه یو په بل پسې راځي٬ لوستونکی هر تصویر جلا ویني، خو ذهن یې دا ټول په یو زنځیر کې نښلوي
دا بیت ځکه د تصویر له پلوه مهم دی چې بصري تصویرونه لکه صدف، سیپه، باران لري او حسي تصویرونو کې زړه او اه راتللی شي.
کله کله ټول شعر یو لوی او مخکې جوړ شوی تصویر وړاندې کوي لکه د ډاکټر محمد حنیف حیران صیب دا لاندې شعر چې تازه یې لیکلی او خپور کړی دی:
کاشکې زهٔ هم په سفر کې درسره وای
خوشالۍ به مو په زړونو کې دېره وای
بیا به لاره د سفر شاعرانه وه
موږ به کړې د سندرو خصمانه وه
په لار لار به د غزلو زمزمې وې
ستا خبرې به له شاتو هم خوږې وې
اورول مې د فیاض یو څو شعرونه
چې په شور مې وای راوستي منظرونه
تا به غوږ کې راته ویلي و حیرانه!!
د فراز شعر هم کم نه دی له چا نه
د جګجیت سندرې جوړ کړي قیامتونه
پاچاجي هم وړي له خلکو څخه زړونه
په دا، دا به مو وه لاره لنډه کړې
ته وا ستورو ده اسمان کې منډه کړې
د سندرو په کاروان مې سلام وایه
په بهیر او په ریان مې سلام وایه
که وګورو پورته ټول شعر یو واحد، لوی او مخکېجوړ شوی تصویر دی، دا شعر د وړو وړو تصویرونو ټولګه نه ده، بلکې د سفر یو بشپړ، روان او سینمایي صحنه وړاندې کوي. دا شعر د سینمایي شاعرۍ یو بشپړ فلم ته ورته شعر دی چې پیل او پای یې مالوم دی او د لوستونکي ذهن ته اوږده او سلسله لرونکي تصویرونه ورکوي.
کاشکې زه هم په سفر کې درسره وای دا نیم بیتی د ټول شعر دروازه ده. له دې وروسته هر څه خیالي٬ شرطي او امکاني دي.
یو سفر چې لا نه دی شوی، خو شاعر یې دومره ژور تصور کړی چې رښتیا ښکاري. شاعر پخوا د سفر، ملګرتیا او هنر تجربه لري، نو ځکه یې داسې شعر لیکلی دی.
ځینې داسې شعرونه هم شته چې د احساس مرکز یې یو وي٬ خو تصویرونه یې بېل لکه د ډاکټر مجاهد جبران صیب دا بیت:
چې یار راځي د لحد مړې خاورې مې ونه ویني
اې پاکه ربه شین اسمان راپسې وژړاوه
په بیت کې لحد٬ مړې خاورې٬ یار٬ شین اسمان او ژړا (باران) ټول په یو احساس کې راټول دي٬ دا د ژوند تر ټولو یخ تصویر وړاندې کوي.
دا بیت ډېر درود دی په دې چې کله یار راشي نو د مرګ په حقیقت چې هیڅ پوه نه شي٬ ځکه وایي چې اسمان دې وژاړي تر څو باران د قبر خاورې ووینځي او پټې یې کړي.
په بیت کې یو داسې تصویر چې هر چا تجربه کړی دی وړاندې شوی خو دا تصویر سره له دې. چې یو واحد تصویر لري په دریو پوړونو کې تشریح کولای شو چې شخصي. یې یار٬ وجودي یې مرګ او شین اسمان دي.
دا چې فکر او طبیعت څنګه په یو بیت کې انځوریز شکل پیدا کوي د ځلاند صیب دا بیت یې ښه مثال دی چې په لپه کې رڼا شعري ټولګه کې چاپ شوی:
فکر کوم راغلم د خزان د پاڼو کړس سره
خلاص مې د کاله کړکۍ او ورونه دي٬ بادونه دي
په بیت کې ځمکه د خزان له وچو پاڼو ډکه ده. باد ورو ورو لګېږي، او د پاڼو کړس غږ اورېدل کېږي. شاعر خان څرګندوي خو د احساس په شان.
دا چې کړکۍ خلاصې دي دا دا مان چې قصدا غواړي هر څه نورو ته ښکاره کړي او کوم څه پټ نه کړي.
دا د یو موسم او فکر ګډ تصویر جوړه وي.
ځلاند صیب په خپلو شعرونو کې له بېلابېلو تجربو ګټه اخلي٬ دا تجربې یې په خپلو دریو شعري ټولګو( لپه کې رڼا٬ خوشبو نه وینې د رنګونو څاڅي او دلته هم د رڼاګانو خوشبیي ده) ځای کړي چې په هره ټولګه کې یې د شاعرۍ بېلابېل اړخونه تر شننې لاندې نیولی شو خو زموږ ددې بحث او عنوان موضوع په اوسنۍ شاعر کې د لیدیز او سینمایي تصویر او جوړښت ماډل روښانه کول و٬ زه ډاډمن یم چې دا ډول مډالونه د اوسنیو شاعرانو په شعرونو کې پیدا کولای شو خو ځلاند صیب دا کار له هنر سره یو ځای تړلی دی.
نو له دې پورته شننې او یادونې ښکاري چې د پښتو اوسنۍ شاعرۍ یوه مهمه ځانګړنه د لیدیز او سینمایي تصویر پیاوړتیا ده. دا ډول شاعري یوازې د الفاظو سلسله نه ده بلکې د صحنې، حرکت او احساس یو بشپړ هنري جوړښت وړاندې کوي چې لوستونکی یې نه یوازې لولي، بلکې ویني، اوري او حس کوي یې.
د طایر ځلاند شاعري د همدې بهیر روښانه بېلګه ده٬ هغه په خپلو بیتونو کې د سینما ژبه د شاعرۍ له ژبې سره وصل کوي٬ که وګورو د رڼا، تیارې، لارې، دیوال، سرک، جزیرې، ښار٬ سراب او خوب په څېر عناصرو ته داسې معنوي او بصري قوت ورکوي چې هر بیت د یوې خپلواکې ویډیويي صحنې حیثیت خپلوي. خو یوه خبره باید په یاد ولرو چې دا صحنې یوازې عاطفي اغېز نه لري، بلکې ټولنیز، تاریخي او درد هم له ځانه سره لوستونکي ته لیږدوي.
په پای کې ویلی شم چې دا ډول لیدیز او سینمایي شعر د پښتو نن شاعرۍ ځمکه پراخه کړې ده٬ دا ډول ماډلونه لوستونکی له عادي لوست څخه راباسي او د ګډون کوونکي نندارچي په توګه څرګندیږي. همدا تخنیک دی چې اوسنۍ پښتو شاعري ته نوې ژبه، نوې ژورتیا او ځانګړۍ هنري پېژندګلوي وربخښي او یو بل دور ته ور دننه شوې ده چې په یو بل بحث کې به یې دا دور هم وڅیړو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.