جګړه !
په دعاګانو نه ختمېږي
دغه اور !
د یو ګلاب په شیرچايی او پستو شونډو
او
د نرګېس په نارنجي خوږې رڼا نه وژل کیږي
دغه اور !
لکه کمیس اغوستل کیږي .
زمانه بدله شوې
اوس د خلکو نصیبونه
د ټوپک په تودو ګوتو لیکل کیږي
او بریا !
په میړانې باندې نه
په پیسو او فریبونو ګټل کیږي
او
سیاست ،
ډېپلوماسي !
هغه توره ده
چې وینه نه بهوي
خو
ړنګوي لوړ دیوالونه .
نو
اې تش لاس خالي وطنه !
چې یوه ګوله ډوډۍ
او یو تش ژوند دې لوی ارمان دی
ورځې وشوې درته ژاړم
سوی غږ دې تر ګریوانه پورې رسي
لکه ونه !
د زمان چاردیوالۍ کې دې ریښې
له یوه تبره ژغوری نه شې
مودې وشوې درته ګورم
د دعا په ځای ښیرا کړې
او ښیرا !
د ماتې او شکست
ترټولو تریخ
او سخت
زهرجن درد وي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.