د خوبونو رڼا

نور محمد لاهو

35

د خوبونو رڼا
ـــــــــــــ

جګړه !
تل
د ټوپک په تورو ډزو نه پیلېږي
جګړه !
کله کله هغه وخت پیلېږي
چې تنور سوړ شي
او د ډوډۍ طلايی خوشبویي
د بندو دروازو ترشا زړه شي
او د غنمو زرغونې خوشې
د باد په اوږو
د سندرو په ځای سلګۍ ووهي
او کوترې
د بامونو په ځای
له لوګیو څخه
ځانته ځالې جوړې کړي .

جګړه هغه وخت پیلیږي
کله چې
د بورو د اوښکو آیینو کې
د مړو بچوړو !
په وینو سور تصویر ټوټې ټوټې ښکاره شي
او لمر
د هغو کړکیو له مخې غلی تېر شي
چې د ماشومانو د خوبونو رڼا
پکې زخمی پرته وي
ځکه لمر هغه تیارې نه رڼوي
چې د بنیادم له فکره پیدا کیږي
نو
جګړه !
کله کله د توپک په تورو ډزو نه پیلیږي
جګړه !
هغه شیبه ده
چی انسان د بل درد
لکه خپل درد
په سینه کې احساس نه کړي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.