د انګورو په نقاب کې

نور محمد لاهو

37

د انګورو په نقاب کې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دا ځینې خلک
د انګورو په نقاب کې
څه بې رحمه ګوزارونه کوي

له مسکا یې
د تازه شرابو عطر پورته کیږي
خو لاس به یې
د تورې چړې بوی کا

له شیریني
په ډکې خولې به در نژدې شي
ته وا زړه که ځیګر ورکړم
خو شیبه کې به دې زړه
د انګورو د خوږې دانې په شانې
خپلو ګوتوکې کیښکاږي.

عجیبه ده
تر ټولو ښکلي نقابونه
د بدو نیتونو د پټولو د پاره
غوره کیږي
خو زه
نور له انګورو څخه نه
هغو سپینو لاسو څخه ویریږم
چې د انګور خوشه تحفه درکوي
ځکه پوه شوی یمه
چی هره شیریني
د خوړو د پاره نه وي
ځینې شیرینیانې ددې د پاره وي
چی په پیل کې
د زخم په درد پوه نه شې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320