نخښه

نور محمد لاهو

36

هیڅوک نه پوهیږي
هغه د کومې هدیرې
د کوم بې نښې قبر
په غیږ کې
له دې دنیا سره وروستۍ خدای پاماني کړې ده ؟

خو یوه ورځ
یوه باد د یوه کاڼي غوږ کې وویل :
ما هغه ولید
نښه یی دا چې
یوې ګولۍ یې په سینه باندې
یو سور ګل کرلی و .

پوره حال ځمکې ته معلوم دی
هغې یې خپله حافظه کې د قدمونو شین آواز زنداني کړی
او غرونه یې چیغې انګازو کې هر لوری شیندي
او شمال یې
وروستۍ سلګی
له ځانه سره هرځای ګرځوی .
خلک وایي :
په قبر یې هر پسرلی
یوه لښته راشنه کېږي.
چی په پاڼو یې
د یوې مور سترګې
او سرې اوښکی نقاشي وي .
خو کیسه
دلته پای ته نه رسیږي
ځکه جنګ
یوازې انسان نه وژني.

جنګ !
پولې نه پېژني
جنګ !
د انسان له اوږو
د اسمان شين څادر پرې کوي
جنګ !
د ونو له ګوتو څخه
لکه مڼې
د مرغیو شنې سندرې شکوي
جنګ !
له کورونو خندا
له کوچنیانو ماشومتوب
اوله میندو
د خوب وروستۍ وړانګې تښتوي
جنګ !
د ګل مکیو په نازکو شونډو
د مچکو خواږه ګلان قتلوي

****
هدیره !
یوازې د مړو کور او راحت نه دی
هدیره !
د دی پوښتنو یو لوی غږ دی
ولې انسان
د انسان وینه تویوي؟
یوه مور !
ولې دخپل زوی په ځای
د هغه قبر غیږ کې نیسي ؟
او ولې ؟
د سولې نوم !
د بې‌ګناه انسان په وینو لیکل کېږي؟
څو کرکه
جګړه !
او ناپوهي وي !
ځمکه به همداسې د غنم په ځای قبرونه شنه کوي
او بنیادم به
د انسان په لټون ورک وي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.