پلمه
ــــــــــ
دنیا !
زما د شکنجې په خاطر
هره ورځ
یوه نوې
پلمه پیدا کوي.
کله شپه دومره اوږده کړي
چې شیبه یې پوره کال شي
کله نیسي مې له لاسه
بیا د تېرو زمانو
د یادونو په قفس کې مې بندي کړي.
کله راولي یو څوک د ګل په رنګ
چې په سترګو یې مین شم
بیا یې
لکه د ماشوم له خولې د مور شیدې
یوناڅاپه رانه واخلي.
نو
دنیا!
زما د شکنجې په خاطر
هره ورځ
یوه نوې
پلمه پیدا کوي.
ما
په خپلو ټولو زخمونو
نومونه ایښي دي
په یوه مې «زړه تنګون»
په بل مې «انتظار»
بل ته «کاشکې»
او تر ټولو ژور ټپ مې
«ژوند» نومېږي.
کله ناکله
فکر کوم—
شاید ژوند
درد نه وي،
درد ته
د نوم ورکولو هنر وي.
شاید هره پلمه
یوه نیمه پرانیستې دروازه وي
چې دنیا یې
زما پر مخ پرانیزي
زه ورننوځم،
د رڼا په تمه…
خو هلته
یوازې
زما سیوری
زما په انتظار ناست وي.
او زه
لا هم
د هغې دروازې تر شا
ګرځم—
نه پوهېږم
لار مې ورکه کړې
که دنیا
لا هم
زما له پاره
د یوې بلې پلمې
دروازه پرانیزي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320