غبرګ لاسونه مې خطا شول ستا له لاسه
اوس دې مات اغزي د زړه له سره باسه
ایوب خانه زما ټپو ته دې زوی وایي
واه خورکۍ زه دي ځارېږم له احساسه
د نتکۍ د ماتېدو غږ به مې ورشي
هسي لاس ږدم د سپېرو شونډو له پاسه
د دوزخ د ځنځیرونو زور پرې کم دی
ستا ګوتمۍ جوړه له زر که له الماسه
دلته هم یو وخت د زړونو پاچاهي وه
د جونګړې پر دېوال باندي پلاسه؟
غم به چېرته ځي چې موږ هم ورته شا کړو؟
بس دی مه وهه ګیلاس له بل ګیلاسه
وروستی لیک به یې په کومو سترګو لولم؟
څنګ یې خلاص کړم د لالي له زخمي آسه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320