په لوګر کې ناپېژاندو کسانو یو قومي مشر وژلی

35

د لوګر ولایت د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د ناامنیو په دوام کې وسله‌والو ناپېژاندو کسانو په دې وروستیو کې د حاجي ببرک په نوم یو پېژندل شوی قومي مشر وژلی دی.

سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې دا پېښه د پنجشنبې په سهار، د وږي په ۲۶مه، د محمدآغې ولسوالۍ په «برګ» سیمه کې شوې ده.

د سرچینو په وینا، حاجي ببرک د سیمې له نېکو او پېژندل شویو شخصیتونو څخه و او ویل کېږي چې زامن یې د تېر نظام سرتېري وو.

که څه هم تر اوسه د دې وژنې علت، انګېزه او عاملان نه دي معلوم، خو سرچینې وايي، ښايي نوموړی له همدې امله په نښه شوی وي.

طالبانو تر اوسه د دغه قومي مشر د وژنې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په تېرو پنځو کلونو کې د پخواني نظام سرتېري او د هغوی خپلوان څو ځله د ناپېژاندو کسانو او طالبانو له لوري په نښه شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320