نیمروز؛ ترافیکي پېښې کې درې کسان مړه شوي

34

د نیمروز ولایت د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې یوې ترافیکي پېښې درې کسان وژلي دي.

سرچینو د جمعې په ورځ، د وږي ۲۷مه، رسنیو ته تایید کړې چې دا پېښه د «زنځیر شرقي» په سیمه کې، د زرنج ـ دلارام لویې لارې د عمومي کنډک د لومړۍ تولۍ اړوند، رامنځته شوې ده.

د سرچینو په وینا، په دې ترافیکي پېښه کې دوه تېزرفتاره موټر له یو بل سره ټکر شوي، چې له امله یې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په خبره، د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي بلل شوې، خو د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې ترافیکي پېښې د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله زیاتې شوې او له امله یې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320