بیا به ستنېږم له جنته په ګنا د ادم؟
چې معشوقه مې جوړه نه کړې په خطا، د ادم
دعوه پر چا د خلافت کوې؟ موږ دلته ښه یو
پر ځنګلونو اوس بدله ده دنیا د ادم
فرښتو وینه مو کړه توی، خو مینې موږ اوبه کړو
زړونه مو یخ شول؟ چې هوا دروړه ژړا د ادم
که پر لمنه یې زموږ د شتون داغونه نه وای
بیا نړۍ نه د عدم بده وه، نه دا د ادم
په زلفو پروت غبار په غږ د رباب نه نڅېدۀ
طوفان په ګوتو یو بل و خامخا د ادم
حوا! موږ هم د انتظار کلونه تېر په ژړا
خو د دیدن په لارو راشي اخېر ورا د ادم
ابلیس به پروت تر قیامته پر سجده و ورته
په تقدیرونو که خبر وای له پخوا د ادم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.