گرین لینډ –طنز–(د وزیر گل سرہ بنډار)

حفیظ الدین پیرزادہ

28

گرین لینډ
( د وزیر گل سرہ بنډار)

کله چې د گرین لینډ لانجه په نړ‎یوالو رسنیو کې د بدلې سر شوہ نو ما تر ډیرہ فکر کاوہ موخه ترې لغمانِ شریف دی.
موږ‎ لغمان ته شین وطن یا شین لغمان وایو او زما اندازہ دا وہ چې ټرمپخیلو به ھمدا شین وطن انگریزۍ ته پر گرین لینډ ژباړ‎لی وي!
ھسې، ھغهٔ خو څه مودہ وړ‎اندې بگرام ھم غوښتې و، مگر ملا صیبانو ورته چورلټ انکار کړ‎ی و. د شینوارو په لھجه یې ورته ویلي وو: خُلا که د بگرام وچه لُوټه دیر کړ‎و چې اودس پرې وچ کړ‎ې! نو ځکه ما له ځانه سرہ داسې انگیرلې وہ چې ټرمپ به سوچ کړ‎ی وي که بگرام نه را کوي مخ په ښکته به راشم، څه پته لگي؟ گوندې لغمان راکړ‎ي!
خو بیا دې ھم د وزیر گل اشنا کور ودان وي، زما سر یې را خلاص کړ‎.
ھغه راته وویل: د گرین لینډ څخه مراد لغمان نه دی بلکې گرین لینډ یو جلا ټاپو دی چې د شمالي اتلانتیک او ارکتیک سمندرونو تر منځ پروت دی. د مساحت له مخې دومرہ لوی دی چې دوہ درې افغانستانه پکې ځایږ‎ي، خو د نفوس له مخې مو نسوار ھم نه دی. شاوخوا یې اوبه دي، یواځې له کاناډا سرہ څه باندې یو کیلو متر پوله لري، نور نو ھیڅ گاونډی نه لري. د خاورې اتیا سلنه یې په واورو پوښل شوې، پاته شل سلنه یې ھم دومرہ یخه دہ چې خلک پکې د یخنۍ له لاسه دمبورې وھي!
په ھر حال ، که ټرمپ د لغمان شوقي وي، ښه راغلاست ورته وایو, ھر کله دې راشي، خو د یوہ بزنس مین او تاجر په توگه او که ړ‎وند بیا امسا ورکوي، د توپ او ټانک سرہ راځي، نو بیا زموږ‎ ھماغه زړ‎ہ خبرہ دہ.
ما و پوښته: زړ‎ہ خبرہ؟ کومه زړ‎ہ خبرہ؟!
وزیر گل لږ‎ مُسکی شو او بیا یې راته کړ‎ل:
په پخوا زمانه کې کوم پاچا لیرې ښکار ته تللی و. څو شپې یې په صحرا کې تیرې کړ‎ې وې، ښار ته د راتگ پر مھال له خپلو ساتونکیو جلا شوی و.
کوم لغمانی چې نیستۍ پسې اخیستی و ھم د یو څو گلپیانو سرہ ښار ته روان و.
د ښار په دروازہ کې د پاچا سرہ په داسې حالت کې مخامخ شوی و چې پاچا په دوړ‎و او گردونو سپیرہ و.
تر دعا سلام پس، پاچا پوښتنه کوي:
ځوانه، چرته ځې او دا څه شی در سرہ دي؟
لغمانی: ښار ته ځم او دا د گلپیانو لومړ‎ی گل، پاچا ته وړ‎م، که څه انعام راکړ‎ي، اقتصاد مې په صفر کې ضرب دی.
پاچا: پوہ شوم، خو که پاچا انعام در نکړ‎ي، نو بیا؟
لغمانی په گردونو کې پټ مسافر ته گوري او وایي: که انعام را نکړ‎ي نو بیا یې ښځه داسې، داسې کړ‎م! نور به نو څه وکړ‎م؟
تر دې مکالمې پس، لغمانی او پاچا دواړ‎ہ جلا کیږ‎ي.
بله ورځ د پاچا دربار لگیږ‎ي، ھر څوک غوښتل کیږ‎ي او عرض یې اوریدل کیږ‎ي.
کله چې د دربار منادي د لغماني نوم اخلي او ھغه د پاچا حضور ته دریږ‎ي نو پوھیږ‎ي چې پاچا ھماغه پرونی مسافر دی.
پاچا پوښتنه کوي:
لغمانیه! څه ته راغلی یې؟
لغمانی:
د گلپیانو تازہ گل راوتی و، غوښتل مې تر ھر چا د مخه یې د اعلیحضرت مبارک حضور ته وړ‎اندې کړ‎م.
پاچا:
ښا، سمه دہ، خو که انعام در نکړ‎م، نو بیا؟
لغمانی:
جناب عالي! زما بیا ھماغه زړ‎ہ خبرہ دہ!
که ټرمپ رښتیا گرین لینډ نیسي، موږ‎ حاضر یو په شیرینۍ کې یې لغمان ته را دعوت کړ‎و، یوہ ښه گلپیزہ میلمستیا ور جوړ‎ہ کړ‎و او د بیرته تگ پر مھال دومرہ گلپیان ورسرہ واستوو چې په میاشتو، میاشتو به یې د سپینې ماڼۍ نه د گلپیانو بوی ځي!
پام مو وي چې دلته د سپینې ماڼۍ څخه موخه د امریکا سپینه ماڼۍ دہ، د ټرمپ نه!
___________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنورۍ ۲۷/ ۲۰۲۶ م
کابل

تو پِھر (نو بیا)؟

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.